افغانستان

د داعش ډلې څلور مشهور قومندانان افغان حکومت سره یوځای شول – ویډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم، ۴مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش وسله‌والې ډلې څلور تنه مشهور قومندانان افغان حکومت سره یوځای شوي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د داعش له لوري تش په نوم د کوټ ولسوال قاري یاسر، امنیه قومندان خالد واسکټي، نظامي مسوول او ښاروال ملا ورک او د یوه شل کسیز ګروپ قومندان قاري اسرار د «واقعیت په درک کولو سره» دوی ته تسلیم شوي دي.

خبرپاڼې مخکې لیکلي چې داعش په سیمه کې «غیراسلامي او غیرانساني فعالیتونه» کول او دغه کسان د ملي امنیت د موظیفینو د هڅو په پایله کې د واقعیتونو په درک کولو سره د «سولې پروسې سره یوځای شوي دي».

قاري یاسر د داعش د ډلې مشهور قومندان و، هغه په کوټ ولسوالۍ کې تر هر چا وړاندې له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه بوخت شو. نوموړی تر داعش وړاندې په طالبانو کې هم یو ډلګۍ درلودله. ویل کیږي چې طالبانو نوموړی د ځینو سرغړونو له کبله خلع سلاح کړی و چې له همدې کبله عقده‌من شوی و او د داعش د راتګ سره د طالبانو پر ضد ددغې ډلې سره یوځای شو.

قاري یاسر د داعش له لوري د روان کال په مۍ میاشت کې په یوې خپره شوې ویډيو کې هم راښکاره شوی و. هغه په دې ویډيو کې خپلو پلویانو او د کوټ یو شمېر ځايي خلکو ته وینا کوي. نوموړی په دغه ويډیو  کې خلک د داعش له «خلافت» سره یوځای کیدو او له ابوبکر البغدادي سره بیعت کولو ته رابولي.

isis afg 2
قاري یاسر د داعش له لوري په یوې خپره شوې ویډيو کې هم راښکاره شوی و. هغه په دغه ویډیو کې خلک د داعش «خلافت» او ابوبکر البغدادي سره بیعت ته رابولي.

داعش لا تر دې دمه د دوی د قومندانانو د تسلیمیدو په اړه څه نه دي ویلي خو په وروستیو کې نړیوالو رسنیو هم ورته راپورونه خپاره کړل چې د داعش له ډلې د دوی د ملګرو د تېښتې کچه لوړه شوې.

د داعش د قومندانانو د نیولو خبر تر هغه وروسته ورکول کیږي چې د دغې ډلې د رهبري شورا غړي عبدالرحیم مسلم دوست تېره ورځ د یوې لیکنې له لارې چې یوه کاپي یې نن ټکی اسیا ته هم را رسېدلې وه،  د داعش له کړنو بیزاري اعلان کړه.

مسلم دوست په دغه لیکنه کې د ځان سپیناوی کړی او د داعش پاکستانی مشر حافظ سعید خان يې په دې تورن کړی  چې د مشرۍ وړتیا نه لري، په ناروا يې خلک وژلي، ځورولي او له تعلیم بې برخې کړي دي.

داعش شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یوه ویډیو خپره کړه چې د کوټ و شینوارو ولسونو څو سپين ږیري پر بمونو کینوي او بیا یې الوزوي. د یادو کسانو جرم له طالبانو سره همکاري ښودل شوې وه.

د داعش دغه رهبر  زیاته کړې وه چې دوی فکر کاوه داعش به د افغانستان لپاره د نیکمرغۍ زیری شي خو په خراسان کې د داعش مشر د بې کفایتۍ او د نورو «مغرضو اړخونو د ناولو لاسونو د را اوږدیدو له کبله د سعید خان ولایت په داسې ګړنګونو سر شو چې بې له دې هیڅ چاره نه وه چې مونږ ترې راجلا شو».

تر دې دمه لا څرګنده نه ده چې د داعش دغه قومندانان پر کوم بنسټ حکومت ته تسلیم شوي، خو د شننونکو په باور د داعش تر منځ خپلمنځي اختلافات اوج ته رسیدلي او ښايي دوی هم د ځان ژغورولو لپاره حکومت ته تسلیم شوي وي.

افغاني داعشیان له پاکستاني داعشیانو سره په دې اختلافات لري چې ولې یې پاکستان پريښی او افغانستان ته راغلي دي. د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ویلي چې په داعش کې ۸۰ س%T9نه وسله‌وال پاکستاني دي.

داعش په اسلامي نړۍ کې له ځان پرته نور اسلامي ګوندونه «بې لارې او مرتد» بولي او «جهاد» ورسره روا ګڼي.

د داعش د قومندان قاري یاسر ویډیو چې په کې نوموړی خلک د داعش «خلافت» او د ابوبکر البغدادي بیعت ته رابولي.

تر تسلیمیدو وروسته د قاري یاسر خبرې

https://www.youtube.com/watch?v=26vvyxdxfNY&feature=youtu.be

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmad Shah

دا هغه مردارخواره دی چی دهر جهت سره یی خیانت کڑی او ددی هیچ تضمین نشته چی سبأ به بیا ددی ملت په ضد نه استعمالیگی

الحاج استا ذ بیانزی

د دغه داعشیانو په اړه زما څیړنی او څرګندونی : لمړی تاسی وګوری د حزبی اخوانیانو پکولونه یی په سر دی ، دا چه پشتو وایی ، دا معنی چه د حزب اسلامی مجاهدین یا اربکان دی ، دا چه امریکایانو د حکمت یار صاحب سره د کابل د جمهوری ریاست ژمنه کړی وه لکه د ع او غ په شان په هلال ته د رایو ډ ک صندوقونه ورکړی ، د کومو دلایلو له مخی ونه شول ځکه په ع او غ تر حکمت یار ډيره سرمایه ګذاری شوی وه ، او د پلان له مخی هغوی د دی… نور لوستل »

عبدال خان

د داعش په اړه یو حدیت دی ورونو ته به بهتر معلوم خو اخره برخه یی داده
ګی ددی دلی ترمنځ به اختلاف راشی او بیا به دا دله ختمه شی او دهغی نه بعد به حق راشی

جاوید احمد

په دې اړه مې یولیکنه په عزم http://www.azamm.org/ سایټ کې ولیدله درسره شریکوم ځکه ښه خوندوره ده د ملنګانو ازار مه وړه ! مجاهد افغان له تیر یو کال راهیسې چې د موصل له نیولو وروسته د بغدادي د ادعائي خلافت هنګامه راپورته شوه، نو دلته په چم ګاونډ کې یې هم په خاصو حلقو کې پسپسی راوپنځاوو، ځیني هغه کسان چې دوه لسیزې یې د ملامحمد عمر مجاهد تر بیرغ لاندې جهاد کړی و، ناڅاپه په چپ اړخ راپورته شول او د خپل هغه رهبر په حق کې یي ګستاخۍ او تشکیک ته ملا وتړله چې دوی یي له… نور لوستل »

ملا دادالله مجاهد

وروره احمد جاوید خانه……. ما فکر کاوه چی ته به یو ډیر پوهی کس وی خو کله می چی هم ستا لیکل ولیدل ټول دفیس بووک نه ډک معلومات وو….. که خفه کیږی نه سردنن نه رغه فیس بووک نه لاس په سر شه……. داخو دیهودانو جال دی……. او دا ددی عصر یوه لویه فتنه ده…. او کوم خبری چی ما دستا ولوستلی ماته دا ګندی معلومه شوه چه تاته هم دفیس بووک په ناروغیو اخته شوی…………………… الله دی خیرکړی چی ایمانه پی خلاص نه شی، ځکه ایمان دټولو سرمایو څخه لویه سرمایه ده……….. په اخره کی ټولوته سلام ټولوته… نور لوستل »

عبدال خان

ټوکرۍ! دا څه ستا دداعش ایمان نه دی
ا بغدادی پته د لا تر اوسه نه ده لګیدلی . چی د بغداد ده او کنه د اس ییل ده
اعشیانو وش میګی

حاجی نرخی

دننګرهار دداعیش غړی له مخکی دکابل دحکومت یوه پروږه وه چی اکثره افغانان پری خبر نه ده خو ډیره زرافشا شوه چی له حده زیات ظلم یی وکړ چی نه دافغان حکومت ته دتاید وړ وه او نه طالب چار واکو ته او نه نورو افغانانو ته نو ځکه دوی به یا کابل ته ځی او یا به ځانونه ورکوی هغه ظلم چی دوی ننګرهار کی وکړ نو دا دمسلمان دزغم نشی کیدای

Badar Khurasani

الله تعالی دي د امارت اسلامي ټول مجاهدین مشران او کشران همداسي متفق او متحد لري کفار او منافقین او مرتدین
راته تل شرمنده لري

کندهار

یااالله دداسی ذلت څخه مو وساتی

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x