افغانستانخبرونهنړۍ

دزلزلې له امله د مرګ ژوبلي شمیر مخ په زیاتېدو دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم، ۵ مه ۱۳۹۴ل): د تېرې ورځې زلزله چې د افغانستان، پاکستان، هندوستان او د تاجکستان يې ولړزول ، له وجي یې د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د وروستیو راپورونو سره سم تر اوسه لږ تر لږه د ۲۶۰ کسانو د وژل کېدو او ۲۰۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی او په سلګونو کورونه نړیدلي یا زیانمن شويدي.


د افغانستان د روغتیا وزارت د چارواکو له خوا په وروستیو ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې تر اوسه ۳۵ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۷۲ تنه ټپیان شوی دي، چې د هغو څخه ۷۰ تنه په کابل، ۱۵۹ تنه په تخار، ننګرهار، بدخشان، کونړ او پروان کي ټپیان شوي.


باید وویل شي چې په هغو لرې پرتو غرنیو سیمو کې چي رسیدګي ورته ګرانه ده، تر اوسه د تلفاتو په اړه دقيق مالومات نه دي ترلاسه شوي.


تیره ورځ ځینو رسنیو خبر ورکړ چې د بدخشان په ولایت کې لږ تر لږه ۳۰۰ کورونه نړيدلي دي.


که څه هم په پاکستان کې تر اوسه د مرګ ژوبلې يو څه دقيقې شمېرنې ښودل شوي دي خو په افغانستان کې د مرګ ژوبلي په اړه دقیق معلومات تر اوسه هم نه دي تر لاسه شوي.


د تخار ولایت په پلازمینه تالقان کې د ماشومانو د یوه ښوونځي د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۲ انجوني وژل شوی او یو شمېر نورې ټپیانې شوي دي.

همدا راز په ننګرهار کې یو شمېر کورونه نړیدلي دی او مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیقه شمېره یی لا تر اوسه نه ده معلومه.

خو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کاموال نن سهار رسنيو ته ويلي چې د زلزلې له امله تر اوسه د عامې روغتيا شفاخانې ته د شپږ تنو مړي او ۶۹ تنه ټپيان وروړل شوي دي.

له کونړ ولايت څخه د ترلاسه شويو مالوماتو له مخې ويل شوي چې په دې ولايت کې د تېرې ورځې د زلزلې له امله ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۵ نور ټپيان دي او نږدې ۱۰۰۰ کورونه زيانمن شوي دي.
که څه هم د افغانستان چارواکو د زلزلې په اړه تر اوسه دقيق ارقام نه دي وړاندې کړي خو په پاکستان کې چارواکو ويلي چې د پاکستان په خيبرپښتونخوا ايالت کې د ډېرو زيات کسان وژل شوي چې شمېر يې ۱۹۱ پنجاب کې ۵ ګلګت بلتستان کې ۱۰ او په کشمير کې ۲ تنه وژل شوي دي.


د افغانستان اجرائیه رئیس چې د عاجلو مرستلو رسولو او ژوند ژغورني لپاره د چټکو ګامونو پورته کولو په خاطر د اړوندو ادارو سره ناسته وکړه، وویل چې داسي زلزله په تیرو څو پيړیو کې نه وه راغلې.


د لوېديځو رسنیو د راپور سره سم هندوستان، ایران او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو د افغانستان حکومت ته د خپلو د مرستو وړاندیز کړی خو تر اوسه حکومت ورته جواب نه دی ورکړی.


که څه هم ولسمشر اشرف غني تیره ورځ ناوخته د زلزلې په اړه ولس ته وینا وکړه خو تر عامو خبرو تېره د عملي ګامونو پورته کولو او په ځانګړي توګه د بدخشان ولایت چې ددغه زلزلې مرکز و، د زیانونو د ارزیابي کولو او مرستي رسولو لپاره یې څه خاص نه لرل.


د زلزلې قوت چې ۷.۷ ښودل شوی وو، د کارپوهانو په وینا په ټوله نړۍ کې هر کال یوازي ۲۰ داسي زلزلې کیږي چې د هغوی قوت تر ۷ درجې زیات وي.


شپږ میاشتي مخکې په نیپال کې د شوې زلزلې سرعت ۷.۸ ښودل شوی و، چې له امله یې ۹۰۰۰ انسانان مړه او ۹۰۰ زره خلک بې کوره شوي وو.


د بدخشان د تیري ورځي زلزلې خوشبختي په دې کي وه، چې د زلزلې عمق تر ۲۰۰ کیلومټره زیات په ځمکه کې دننه وو، چې له کبله یې ډیر زیان نه دی رسولی.


د پاکستان په کشمېر کې د ۲۰۰۵ زيږديز کال زلزله چې سرعت يې ۷،۶ درجې ښودل شوی وله امله یې ۷۵ زره کسان ووژل شول او ډیري سیمي تر ځمکي لاندي شولې، د کارپوهانو په وینا ددغې زلزله مرکز یوازې ۲۶ کېلو متره تر ځمکې لاندې و.


د افغانستان او سيمې د زلزلې د تلفاتو د نورو مالوماتو له پاره له نن ټکی اسيا سره اوسئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x