افغانستانخبرونه

ملا اختر محمد منصور نن سهار طالبانو ته مخابروي وینا کړې – غږیز

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم، ۵ مه ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور نن سهار د افغانستان پر وخت ۷ نيمې بجې طالبانو ته د مخابرې له لارې وينا وکړه، ددغې وينا غږيز کليپ نن ټکي اسيا هم ترلاسه کړی دی.

په دغه ۱۳ دقيقې وينا کې د طالبانو مشر طالبانو ته ديو لړ لاښوونو او سپارښتنو تر څنګ د طالبانو د مخالفينو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ويل شوي وو د طالبانو تر منځ اختلافات ورځ تر بلې په زياتېدو دي.

نوموړي ويلي چې د طالبانو صف متحد دی او لايې د اتحاد د ټينګولو هڅې کيږي.

ملا منصور په طالبانو غږ کړی چې په خپلو منځو کې متحد و اوسي او په افغانستان کې په بهرنيو ځواکونو خپلو بريدونو کې تېز والی راولئ تر څو بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او په افغانستان کې يو له فساده پاک اسلامي نظام پلی شي.

اختر محمد منصور په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې جګړه کې د وژل شويو طالبانو له کورنيو سره د خواخوږئ ترڅنګ په طالبانو غږ وکړ چې په روانه جګړه کې برياليتوب د ولس له مرستې پرته شونی نه ده نو په کار ده چې له ولس سره خواخوږي واوسئ او عالمانو، سپين ږيرو او مشرانو ته بشپړ درناوی وکړئ او د هغوی څخه په چارو کې مشورې واخلئ.

نوموړي د طالبانو مشرانو باندې غږ کړی چې ټولې چارې دې د شريعت له احکامو سره سمې پر مخ وړي او په خپل منځ کې دې د اتفاق اتحاد، عباداتو، اذکارو او اخلاقو په چوکاټ کې ژوند وکړي .

نوموړي په کشرانو طالبانو غږ وکړ چې دوی دې د جنګ ليکو ته نه ځي او په مدرسو کې دي خپلې زده کړې ترسره کړي.

همداراز نوموړي طالبانو ته په اشارې سره ويلی چې د خپل کنترول لاندې سيمو کې دې د ټولګټو تاسيساتو د ساتنې له پاره لاس په کارشي او هغه خلک پرېنښودل شي چې ستاسو تر کنترول لاندې سيمو کې د اوبو بندونو، مدرسو، ښوونځيو، پلونو، کلينيکونو او نورو تاسيساتو ته زيان ورسوي ځکه چې په دې کار سره هغوی غواړي ستاسو نوم بد کړي.

د طالبانو مشر د خپلې وينا په پای کې طالبانو ته د نويو برياوو دعا وکړه او له طالبانو څخه يې هم د دعا غوښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کېدو وروسته دا د نوموړي دوهم غږيز پيغام دی چې خپريږي، تر دې وړاندې لومړی غږيز پيغام يې هغه مهال خپور شوی چې نوموړي سره د طالبانو نورو مشرانو له لوري د بيعت او لاسنيوي غونډه جوړه شوې وه.

ددې ترڅنګ د نوموړي ليکلي پيغامونه هم وخت په وخت د طالبانو له رسمي رسنيزو سرچينو څخه خپريږي.

دغه پيغام چې نن نشر سو، نن ټکی اسیا ته هم رسیدلی چې نن ټکی آسیا یې هم د لا زیاتو معلوماتو لپاره د خپل لیدونکو په وړاندي ږدي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرحمان

الله اكبر!ډېره په زړه پورې وینا وه،الله دې حفاظت او ساتنه وکړی .

حاجی نرخی

ډیری ښی خبری وی خدای ج وکړی همیشه خلقو او دافغان اولس سره داسی خبری شریکی کړی تر څو هغه بعضی بیلاری طالبان چی پلونه ورا نوی یا سرکونه ورا نوی دهغوی مخه ونیول شی افغانان داسی ور خطا دی چی وایی طالبان عاموالمنفعه ځایونه خرابوی تر څو دخلکو ددی خبرو لفاره ځواب پید شی

معان الرحمن

که منصور صاحب طالبان له فلو ورانولو وګرزوی دا به دطالبانو ستره کامیابی وی دقندهار او کابل تر منځ یو فول هم نه دی پاتی او دا به بیا څوک جوړ کړی که دطالبانو حکومت راشی هم دا پلونه بیا نشی جوړولی او پلو ورانونکی طالبانو ته ټو ښیرا کوی چی هر وران شوی پله ته دسواری موټر ورسیږی ټوله سواری ورته دزړه له خلاصه ښیرا کوی که طالبان دا کار بند کړی ستره کامیابی به یی وی

خالد

ماشاءالله، الله ج دي اوږد ژوند ورکړي

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x