افغانستان

د ملي اردو 4 تنه عسکر مړه، او اوه نور ټپيان شول

نن ټکی آسیا: دملي دفاع وزارت وايي چي د هیواد په بیلا بیلو سیمو کي د چاودنو او وسلوالو په بریدونو کي څلور تنه عسکر مړه او اوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي، چي د بادغیس ولایت د مقر په ولسوالۍ کي د ملي اردو درې تنه عسکر مړه او یو بل ټپي شو.

همداسي خبرپاڼه زیاته وي چي د کنړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې هم یو عسکر مړ او بل ټپي شو، د هلمند او اورزوګان په ولایتونو کې هم په ورته پيښو کي د ملي اردو پنځه تنه عسکر ټپیان شوي دي.

او زیاته وي چي د کندهار، هلمند، لوګر او بادغیس په ولایتونو کې د ملي اردو د عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه طالبان نیول شوي، څلور وژل شوي، او یو ټپي شوی دی، او هم ۱۱ میله ډول ډول وسله او نور جنګي آلات نیول شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په رالیږل شوي یوه خبرپاڼه کي د دفاع د وزارت ټولي ادعاوي رد کړي، او زیاته کړې چي طالبانو د الفاروق عملیاتو په ترڅ کې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې په مجموعي توګه 50 بریدونه کړي، چي له امله یې ګڼ شمېر بهرني او کورني عسکر مړه او ټپيان شوي دي، او هم یې یو شمېر ټانګونه او رینجر موټر له منځه تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x