
احمد فیصل بیګزاد د بدخشان والي وټاکل شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر د فرمان له مخې د سیمه ییزو ارګانونو په وړاندیز د بدخشان والي شاولی الله ادیب ګوښه او پر ځای يې احمد فیصل بيګزاد وټاکل شو.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نوموړی لوړې زده کړې لري او د ښې حکومت دارۍ په برخه کې کاري تجربه لري.
بيګزاد د تخار ولایت د مرکز اړوند د ختایانو د کلي اوسېدونکی دی چې د خپل منځي جګړو په مهال يې هم د فاریاب او د تخار د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.
د ګډ حکومت په راتګ سره د ټولو ولایتونو والیان سرپرست اعلان شول، چې د کال په تېرېدو لا هم ګڼ ولایتونو د سر پرست والیانو له لوري اداره کېږي.
بدخشان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د ولسوالیو پراخې سیمې يې د وسله والو طالبانو تر لاس لاندې دي.