افغانستان

بهیر: حزب اسلامي په انتخاباتو کي د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نن ټکی آسیا: د حزب اسلامي د سیاسي کمیټې مشر او حزب اسلامي د مشر انجینر ګلبدین حکمتیار زوم ډاکټر غیر بهیر د سولي د شوری د رئیس صلاح الدین رباني هغه څرګندونې رد کړې چي ویلي وو، حزب اسلامي به په راتلونکو انتخاباتو کي ګډون کوي.

نومړي د یو افغاني رسنۍ سره په مرکه کي ویلي، چي د سولي د عالي شوری د رئيس صلاح الدین رباني څرګندني په دې هکله سمي نه دي، حزب اسلامي تر اوسه په انتخاباتو کي دګډون پرېکړه نه ده کړې.

ډاکټر بهیر ویلي چي که څه هم حزب اسلامي په انتخاباتو یقین لري، خو په افغانستان کي اوس تر انتخاباتو مهم مسائل شته، لکه د هیواد ازادي، ملي حاکمیت او امنیت تر هر څه مهم دي، او لومړی باید دا مسائل حل شي.

نومړي زیاته کړې چي د امریکا او ناټو ځواکونو په موجودیت کي په افغانستان کي شفاف او عادلانه انتخابات د امکان څخه لیري خبره ده، باید تر انتخاباتو مخکي ټولي بهرنۍ قواوي ووزي، او بیا انتخابات د امنیت په فضا کي تر سره شي.

بهیر همدا راز زیاته کړې چي د سولي عالي شوری د حکومت یوه نماینده اداره ده، چي په دې شکل او اوسني فعالیت باندي هغه بېطرفه او منځګړې اداره نه شول، او په دې ډول به د هغوی فعالیت د افغانستان د ستونځو په حل کي کومه ګټه ونه لري.

نومړي د سولي پر عالي شوری غږ کړی چي د سولي د راوستلو لپاره لومړی باید هغوی د بهرنیو ځواکونو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه وکړي، او همدا باید خپل موقف وګرځوي، تر څو د حکومت مخالفین هم پر دغه ادارې باندي څه نا څه باور وکړي.

ډاکټر بهیر ویلي چي په پاکستان کې تر اوسه د سولي د عالي شوری د رئيس سره نه دي کتلي، او نه کوم پروګرام لري چي ورسره وګوري.

باید وویل شي چي د سولي عالي شوری رئیس صلاح الدین رباني ددې تر مخه چي پاکستان ته سفر وکړي، ویلي وه چي د حزب اسلامي ګوند تیار دی چي په راتلونکو انتخاباتو کي ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x