افغانستان

کندوز: دشت ارچي کې جګړې زور اخیستی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې زور اخیستی دی.

دشت ارچي چې نږدې درې میاشتې وړاندې د وسله والو طالبانو له لوري ونیول شوه او دولتي ځواکونه له سیمې تېښتې ته اړ شول، په تازه څرګندونو کې يې د پرمختګ دعوه کړې ده.

په کندوز کې د ملي اردو د دویمې پیاده لوا ویاند وايي چې په دشت ارچی کې يې د «لسم توپان» په نوم عملیات پیل کړي چې وسله وال طالبان يې شاتګ ته اړ کړي دي.

د هغه په خبره د دشت ارچي د مرکز دوه کیلو مترۍ ته رسيدلي دي او په وينا يې پنځلس طالبان يې وژلي دي.

سرچيېنې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو ویلي يې دي چې له دوی سره هوايي ځواک هم ملګری دی.

د سیمې خلک وايي چې په هوايي بمبارویو کې ملکي کورونه په نښه کېږي چې له تېرې ورځې راهیسې يې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د دشت ارچې اوسېدونکي وايي چې دولتي ځواکونه يې د طالبانو په ملاتړ ملامت بولي او تر اوسه يې څو تنه قومي مخور زنداني کړي دي، خو چارواکي يې د طالبانو غړي معرفي کوي.

وسله والو طالبانو په دشت ارچي کې د جګړې په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي و چې د خان اباد په اقتاش سیمه کې يې دوه ټانګونه ویجاړ کړي او پکې سپاره عسکر يې له منځه وړي دي.

ياده دې وي د ملي اردو يو ځايي امنیتي مقام د کندوز د نیولو په مهال وویل چې دشت ارچي او چهاردره د طالبانو مرکزونه دي چې نیول به يې ډېر ستونزمن وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x