الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – شپږمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري

ژباړن:سلطان محمود صلاح

نيكمرغه ميلاد او د سپيڅلي ژوند لومړني څلويښت كلونه

نيكمرغه ميلاد

سيدالمرسلين حضرت محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د بني هاشم په شعب (مينه) كې، د دوشنبي په سهار چې د فيل د پيښى د لمړنۍ كال د ربيع الاول نهمه نيټه وه دنيا ته سترګى وغړولى، دغه وخت د كسرى نوشيروان د پاچايۍ څلويښت كاله تير شوي وو، د ستر عالم محمد سليمان المنصور فورى او فلكي محقق محمود باشا د تحقيق په اساس دا تاريخ د (571م) كال د اپريل د مياشتى له شلمى او يا دوه ويشتمى نيټې سره سمون خوري.(1)

ابن سعد روايت كوي چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مور وايي: كله چې هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وزيږيده نو زما له جسم نه يو نور ووت چې د شام قصرونه يې روښانه كړل، احمد هم له عرباض بن ساريه نه دى ته ورته يو روايت نقل كړيدى.(2)

ځنې روايتونه وايي چې د نيكمرغه ميلاد په وخت كې ځنې ارهاصات ( د نبي له بعثت نه مخكې خارق العاده پيښې) واقع شوي وو، وايي د كسرى د قصر څوارلس كنګرې راولويدلې. د مجوسو آتش كده چې نمانځنه به يې كيدله مړه اوسړه شوه، د ساوه بحيره وچه شوه او په شا او خوا كې يې موجودې كليسا ګانى راپريوتې، دا روايتونه بيهقي رانقل كړيدي، خو محمد الغزالي يې نه منى.(3)

كله چي محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پيدا شو، نو مور يې عبدالمطلب ته څوك وروليږل چې د لمسى زيرى وركړى، عبدالمطلب خوشاله راغى خپل لمسى يې په غيږ كې واخيست او كعبې شريفې ته يې داخل كړ، د الله تعالى شكرونه يې ادا كول، دعايې كوله او نوم يې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورباندې كيښود. هغه وخت د محمد نوم په عربو كې شهرت او رواج نه درلود، او د عربو د عادت تر مخې يې په اوومه ورځ سنت كړ.(١)

لومړنۍ تى وركونكى ښځه چې له مور (آمنې) نه وروسته يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته تى (شيدې) وركړيدي د ابو لهب وينځه ثويبه ده، چې هغه وخت يې خپل زوى مسروح ته هم تى (شيدې) وركاوه ، او لدينه مخكې يې حمزه (رضي الله عنه) او بيا وروسته يې ابو سلمه بن عبدالاسد مخزومي ته هم تى (شيدې) وركړيدي .

له بني سعد سره

د ښار اوسيدونكو عربانو عادت درلود چې خپلو اولادونو ته به يې له صحرايي خلكو نه دايې (شيدې وركوونكې ښځې) نيولې، تر څو هغوى له ښاري مرضونونه سالم پاتې شي، اندامونه يې پياوړي، اعصاب يې مضبوط وي، او په زانګو كې فصيحه عربي ژبه زده كړي، نو د همدې عادت په بنا عبدالمطلب هم د خپل لمسي لپاره دايه لټوله، بالاخره يې د بني سعد بن بكر كورنۍ يوه ښځه چي حليمه بنت ابي ذويب نوميده د هغه لپاره دايه ونيوله. د حليمې ميړه حارث بن عبدالعزى نوميده، كنيه نوم يې ابو كبشه و او له همدې قبيلى (بني سعد بن بكر) څخه و.

هلته د رسول  اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) رضاعي وروڼه او خويندې دا وو: عبدالله بن الحارث، انيسه بنت الحارث، حذافه او يا جذامه بنت الحارث (لقب يې شيماء و، خو همدا لقب يې ته نامه نه زيات مشهور و (نوموړې به رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په غيږ كې ګرځاوه او كراراوه به يې) او ابوسفيان بن الحارث بن عبدالمطلب چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د تره زوى هم كيږي او د حليمې له طرفه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) رضاعي ورور دى.

د رسول كريم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تره حمزه (رضي الله عنه) هم له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه مخكې د بني سعد بن بكر په قبيله كې و، يوه ورځ د حمزه (رضي الله عنه) رضاعي مور هم رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته شيدې وركړيدي نو پدې اساس حمزه (رضي الله عنه) له دوو خواوو نه  د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) رضاعي ورور و، يو د ثويبې له خوا نه او بل د همدې سعديې ښځې له پلوه (1). د رضاعت په دوران كي حليمې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) داسې بركتونه ليدلي چې بالكل ورته حيرانه وه، راځئ پدې هكله يوه كيسه پخپله د حليمې له خولې نه واورو:

ابن اسحاق وايي: حليمې به ويل: زه له خپل ميړه او كوچني زوى چې شيدې مې وركولى د بني سعد كورنۍ له يوې ډلې ښځو سره له كوره پدې نيت ووتلو چې د شيدو وركولو لپاره ماشومان پيدا كړو. وايي: دغه كال ډير وچ و، مونږ ته هيڅ هم نه و را پاتې. وايي: پدې سفر كې زه پخپله سپينه خره سپره وم، زمونږ سره يوه زړه اوښه هم وه، چې هيڅ شيدې يې نكولې، ماشوم مو هم ډير وږى و، ټوله شپه مو د ده له لاسه خوب نه درلود ځكه له لوږې به يې ژړل، زما په تيو كې څه نه و او اوښې هم دومره شيدې نه كولې چې د ده بس شوې وى، خو دا طمعه او هيله مو درلوده چې باران به وشي او لاس به مو لږ آزاد شي.

لنډه دا چې زه په همدې خره سپره وم چې د ډيرې كمزورۍ له امله په ځاى ودريده، دومره ورو، ورو تلو چې د كاروان ټول ملګري رانه په تنګ شول، په هر ترتيب چې وو مكې ته ورسيدو هلته مو ماشومان كتل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زمونږ د كاروان ټولو ښځو ته وړاندې شو، خو كله به چې خبرې شوي چې دا يتيم دى، نو نه به يې اخيست، ځكه مونږ خو دا غوښتل چې د ماشوم پلار به راسره مرسته كوي، نو دا چې يتيم دى، مور او نيكه به يې څه راسره وكړي؟ نو له همدې امله هيچا هم هغه وانخيست. په پاى كې ټولو ښځو ماشومان پيدا كړل، خو زه يوازينۍ ښځه وم چې ماشوم مې نه و  موندلى، او كله مو چې د ستنيدو اراده وكړه خپل ميړه ته مې وويل: زما ټولو ملګرو ماشومان واخيستل، دا د ځان لپاره شرم ګڼم چې زه همداسې تش لاس بيرته ستنه شم، قسم په خداى ورځم او همدا يتيم ماشوم له ځان سره اخلم. ميړه مې وويل: بده نده، كيداى شي الله تعالى هغه را ته د بركت سبب كړي. حليمه وايي: لاړم، هغه (محمد “صلى الله عليه وسلم”) مې له ځان سره راوړ، او دا هم ځكه چې بل ماشوم را ته پيدا نشو. وايي: هغه مې له ځان سره راووست كله مې چې تي ته واچاوه، يو ځل مې په تيو كي شيدې را پيدا شوې، ويې رودلې او موړ شو، بيا يې ورور هم دومره شيدې ورودلې تر څو ښه موړ شو، بيا ويده شو، پداسې حال كې چې لدينه مخكې نه ده خوب درلود او نه موږ ورنه ويده كيداى شواى. ميړه مې پاڅيد چې هغه زړه اوښه را ولوشي كه ګوري چې غولانځه يې ډكه ده، را ويې لوشله دومره شيدې يې وكړې چې دواړه ښه ورباندې ماړه شوو، دا شپه مو ډيره په خير او آرامۍ سره تيره كړه. وايي: سهار مې ميړه راته وايي: پوه شه اې حليمې! قسم په خداى چې تا ډيره مباركه روح اخيستې ده. حليمه وايي: ما ورته وويل: زه له الله تعالى نه همدا غواړم. وايي: بيا مو  حركت وكړ، زه پخپله خره سپره شوم هغه ماشوم مې هم راسره واخيست، قسم په خداى چې دا خره داسې ګړندۍ تله چې يوه خره هم نه شوى پسې رسيدلى تر دې چې ملګرو مې راته ويل: اې د ابي ذويب لورې، په مونږ لږ مهربانۍ وكړه، آيا دا هماغه خره ده چې له هغه بل طرف نه پرې راغلې؟ ما به ورته ويل: هو دا هماغه خره ده، نو دوى راته ويل: چې حتماً څه خاصه خبره شته ده. بالاخره خپل مېنې ته راورسيدو، او دغه وخت لدې ځاى نه بل ځاى زيات وچ او قحطۍ ځپلى نه و، خو كله مو چې دا مبارك ماشوم له ځان سره يووړ، له همغې ورځې نه به زمونږ ميږې مړې او غولانځې به يې له شيدو ډكې وې، لوشلې به مو او شيدې به مو خوړلې، دا پداسې حال كې چې نورو خلكو به خپلو شپنو ته ويل: تاسې هم ميږې په هغه ځاى كې څروئ چېرته يې چې د بنت  ابي ذويب شپون څروي، ځكه د هغوى ميږې به وږې او نرې بيرته راتللې، يو څاڅكى شيدې يې هم نه كولې، خو زما ميږې به مړې او  له شيدو ډكې راتللې. په همدې ترتيب سره همداسې د خير او بركت را ته مخه وه تر څو د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دوه كاله پوره شول، او له شيدو نه مې بيل كړ. دا مبارك به د نورو ماشومانو په نسبت ډير ژر، ژر لوئيده، په دوو كلونو كې هغه يو پياوړى او تكړه هلك شو. حليمه وايي: بيا مو هغه خپلې مور ته وروست، خو آرزو مو دا وه چې نور هم له مونږ سره پاتې شي، ځكه د هغه بركتونه مو ليدل. مورته مو يې وويل: زوى دې څه موده نور هم له مونږ سره پريږده، تر څو لوى شي، زه ويريږم چې دا په مكه  كې ګډه شوې وبا زيان ور و نه رسوي. حليمه وايي: تر هغې هملته ورسره وو، تر څو يې مور پدې راضي شوه چې بيرته يې له مونږ سره واستوي.(1)

شق الصدر (سينې څيرلو) پيښه

پدې ډول سره رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر هغې په بني سعد كې پاتې شو تر څو څلور كلن او يا پنځه كلن شو(١) او په همدې عمر كې د شق الصدر (سينې څيرولو) پيښه وشوه. امام مسلم له انس (رضي الله عنه) نه په روايت سره وايي: يوه ورځ رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ماشومانو سره لوبې كولې چې جبرئيل (عليه السلام) ورته راغى، را ويې نيو، په ځمكه يې څملاوه، سينه يې ورڅيرې كړه، زړه يې ترې راويوست، يوه ټوټه غوښه يې ورنه ليرې كړه او ويې ويل: دا ستا په وجود كې د شيطان برخه ده، بيايې د سرو زرو په يوه طشت كې د زمزم په اوبو ومينځه، بيايې بيرته سره يو ځاى كړ او پخپل ځاى كې يې وركيښود. ماشومان  په منډو منډو دده رضاعي مورته ورغلل او ورته ويې ويل: چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ووژل شو. د كور خلك يې پسې راووتل او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې پداسې حال كې مخې ته راغى چې مبارك رنګ يې الوتى و .(٢)

د مور په له محبت نه ډكه غيږ كې

له دې پيښې نه وروسته حليمه ورباندې وويريده او خپلې مورته يې ور تسليم كړ، او بيا تر شپږ كلنۍ پورې له خپلې قدرمنې مور سره  و.(٣)
آمنې نيت وكړ چې د وفا په دود د خپل ميړه د قبر زيارت وكړي، نو يې د يثرب په لور حركت وكړ، او تقريبا دا پنځه سوه كيلو متره لار يې ووهله. پدې سفر كې يې يتيم زوى محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)، خادمه يې (ام ايمن) او سر پرست يې (عبدالمطلب) هم ورسره ملګري وو. آمنه هلته يوه مياشت پاتې شوه،  خو چې  د بيرته راتګ اراده كوي مريضه كيږي، او د لارې په اوږدو كې يې تكليف زياتيږي  چې بالاخره د مكې او مدينې تر مينځ ابواء نومې سيمه كې وفات شوه.(٤)

د مهربان نيكه ترسيوري لاندې

سپين ږيري عبدالمطلب خپل يتيم لمسى مكې ته راووست، زړه يې د لمسي له مينې او محبت نه ډك، ډير ورباندې زهير و، ځكه هغه له نوي داسې غم سره مخ شوى و چې پخواني غمونه يې ټول را تازه كول. او همدا وجه وه چې عبدالمطلب لدې لمسي سره دومره مهرباني او نرمي كوله چې له بل هيڅ يوه اولاد  سره يې نه وه كړې. هغه يې نه پريښوده چې د بې كسۍ او تنهايۍ احساس وكړي، له خپلو زامنو نه يې هغه ته توجه ډيره وه. ابن هشام وايي: د كعبې تر سيوري لاندې به عبدالمطلب ته ځاى برابريده، زامن به يې شاوخوا كيناستل ترڅو هغه به راغى، هيڅوك به هم ده ته د احترام او تقدير له امله د ده په ځاى نه كيناستل، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به چې لا تراوسه ځوان شوى هم نه و راته او د خپل بابا په ځاى به كيناست، ترونو به يې منع كاوه، اجازه به يې نه وركوله چې هلته كيني، خو عبدالمطلب به چې كله وليدل نو ورته ويل به يې: زما زوى پريږدئ قسم په خداى (جل جلاله) چې د لوړ شان خاوند دى. كله به محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپل بابا سره ناست و، بابا به يې ورته په سر او شا د مينې لاس راتيراوه، او په كړو وړو (نقل او حركت) به يې ډير خوشاليده١.

خو كله چې د حضرت محمد(صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د عمر آته كاله، دوې مياشتې او لس ورځې پوره شوې، مهربان  بابا يې (عبدالمطلب) هم په مكه كې وفات شو. عبدالمطلب له خپل مرګ نه مخكې د خپل خواږه لمسي كفالت ابوطالب ته چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د پلار (عبدالله) سكنى ورور کيده سپارلى و٢.

د شفيق تره په كفالت كې

ابو طالب د خپل وراره حقوق كامل او پوره ادا كړل، هغه يې له خپلو زامنو سره يوځاى كړ، بلكه له هغوى نه يې زيات ځان ته رانژدې كړ، ډير شفقت او محبت يې ورسره درلود. ترڅلويښتو كالو زياته موده يې خوا ته ولاړ و، هيڅ ډول مرسته او همكاري يې نه ورنه  سپموله، د ده په سر به يې دوستي او دښمني كوله، د دې خبرې څه تفصيلات به په راتلونكو پاڼو كې راشي .

د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم ) له رويه باران غوښتل كيږي

ابن عساكر له جلهمه بن عرفطه نه روايت كوي چې وايي:زه مكې ته راغلم، دغه وخت خلك له وچ كالۍ او قحطۍ سره لاس اوګريوان وو، قريشو ابوطالب  ته وويل : وادي او سيمه وچكالۍ وهلې، خلك قحطۍ ځپلي، راځه د باران دعا وكړه، نو ابوطالب له يوه داسې هلك سره راووت چې مخ يې لكه د لمر په شان ځليده، تا به ويل همدا اوس له لمر نه تورې وريځې ايسته شوې او روڼ، روښانه لمر ورنه راښكاره شويدى. د هلك شا و خوا نور هلكان هم وو، ابوطالب راونيو او مباركه شا يې د كعبې شريفې له ديوال سره ولګوله، هلك يې ګوته نيولې وه، د باران دعا يې وکړه، پدې وخت كې په آسمان كې د وريځې يوه ټوټه هم نه ليدل كيده، خو ورو، ورو له يوې او بلې خوا نه وريځې را پيدا شوې، سره ټينګې شوې او داسې باران وشو چې سيمه اوبو په سر واخيسته، ټول وطن خړوب او شاداب شو. ابوطالب همدې پيښې ته په اشارې سره د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) داسې ستاينه كوي:

وابيض يستسقى الغمام بوجهه          ثمال  اليتامى  عصمة للأرامل١

[هغه سپين او ښكلى دى، د ده له رويه د باران سوال كيږي، هغه د يتيمانو د پناه ځاى او دكونډو محافظ او ساتونكى دى.]

بحيرا راهب

كله چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دولس كلن، او په بل روايت د دولسو كلو دوو مياشتو او لسو ورځو شو٢، نو ابوطالب له ځان سره شام ته د تجارت لپاره يووړ. شام ته لاړل تر څو بصرى نومې سيمې ته چې په شام كې د حوران د منطقې يو ښار و ورسيدل. دا ښار هغه وخت په عربي جزيره كې د رومي مستعمرو مركز و، دلته يو راهب چې په بحيرا سره مشهور و هم اوسيده، اصلي نوم يې جرجيس و. كله چې كاروان ور ورسيد راهب ورته راووت ټول يې ميلمانه كړل مخكې لدينه به هغه د چا مخې ته نه راووت.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې د نښو او صفاتو له مخې وپيژانده، او پداسې حال كې چې د ده مبارك لاس يې نيولى و ويل يې : دا د ټول عالم سيد او پيشوا دى، الله تعالى به دا د عالميانو لپاره رحمت راليږي. ابوطالب پوښتنه ورنه وكړه، ته له كومه پدې موضوع خبر شوې؟ راهب ورته وويل:

كله چې تاسې لدې غونډۍ نه راښكاره شوئ، نو ټولې ونې اوتيږې په سجده شوې،.ونې اوكاڼي په انسانانو كې يوازي نبي ته سجده كوي. او همدا راز زه يې د نبوت د هغه مهر له مخې هم پيژنم كوم چې د ده د اوږې په لانديني كريپدونكي باندې د مڼې په شكل ايښودل شويدى. مونږ پخپلو كتابونو كې هم د ده په هكله معلومات ليدلي او د ده صفات مو لوستلي دي. بيا يې له ابوطالب نه وغوښتل چې بيرته يې مكې ته بوزي، او شام ته لاړ نشي، ځكه كيداى شي هلته يهود څه زيان ور ورسوي، نو ابوطالب هم هغه له خپلو ځينو كسانو سره بيرته مكې ته واستاوه١.

د فجار جګړه

د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په پنځلس كلنۍكې د فجار جګړه ونښته. پدې جګړه كې قريش اوكنانه يوې خواته او قيس عيلان بلې خواته وو. د قريشو اوكنانه مشري د حرب بن اميه په غاړه وه ځكه هغه له ټولو نه مشر او د زيات  شرف خاوند و.

د ورځې په لومړي سر كې قيس په كنانه باندې برلاسې وه، خو د ورځې په نيمايې برخه كې دجنګ حالت بدل شو او برى د كنانه په برخه شو.

دې جګړى  ته ځكه حرب الفجار وايي چې پدې سره د حرم شريف او د حرام  د مياشتو حرمت تر پښو لاندې شوى و. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم پدې جګړه كې برخه درلوده، او خپلو ترونو ته به يې غشي برابرول٢.

حلف الفضول

له دې جګړې نه وروسته د ذي القعدې په مياشت كې چې د حرم له مياشتو څخه ده حلف الفضول ((د فضول تړون)) ترسره شو. ددې كار اهتمام د قريشو ځينو كورنيو لكه بني هاشم، بنوالمطلب، اسد بن عبدالعزى، زهره بن كلاب او تيم بن مره كړى و.

ټول د عبدالله بن جدعان التيمي په كور كې چې مشر او د شرف خاوند و، سره راغونډ شول او داسې عهد او تړون يې  وكړ چې : په مكه كې به له هر مظلوم سره ولاړ وي

د هر مظلوم مرسته به كوي هغه د دې ځاى اوسيدونكى وي اوكه دبل ځاى، او تر هغه به د مظلوم خوا نه پريږدي ترڅو يې له ظالم نه ورته خپل حق نه وي اخيستي.

رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم پدې تړون كې حضور درلود، اوكله چې په رسالت مشرف شو نو فرمائل يې: ((لقد شهدت في دار عبدالله بن جدعان حلفا ما أحب أن لي به حمر النعم، ولو ادعى به في الإسلام لأجبت١)).

[زه د عبدالله بن جدعان په كوركې په يوه داسې تړون كې حاضر وم چې د هغه په بدل كې سره اوښان هم نه خوښوم، او كه چېرته اوس د اسلام په دوركې هم ورته بلل شم نو لبيك به ورته ووايم.]

دغه تړون  او د تعصب په اساس جاهلي حميت (غيرت) يو له بل سره تناقض او منافات لري. ددې تړون د سبب او علت په هكله ويل كيږي چې د زبيد قبيلې يوه سړي مكې ته څه سامان راوړى و، چې عاص بن وائل السهمي په بيه ورنه واخيست، خو بيا يې د هغه حق ادا نكړ، نوموړي سړي پدې هكله له ملګرو قبيلو لكه عبدالدار، مخزوم، جمح، سهم او عدي نه مرسته وغوښته،  خو هيچا هم ورته توجه ونكړه او خبره يې وانه وريده، نو هغه  د ابي قبيس غره سرته وخوت او په لوړ آواز سره يې داسې اشعار وويل چې خپل مظلوميت ته يې پكې اشاره كوله.

زبير بن عبدالمطلب دې خواته متوجه شو، او ويې ويل دا سړى ولې داسې بې ياره او مددګار دى؟ يوې خوا بلې خواته لاړ اوپه پاى كې مخكې يادې شوې قبيلې سره راټولې شوې، دا تړون يې لاسليك كړ، بيا عاص بن وائل ته ورغلل اود زبيدي حق يې ورنه واخيست ٢ .

د كړاوونو ژوند

رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ځوانۍ په لومړيو كې څه خاص كار او عمل نه درلود، خو متواتر روايتونه وايي چې ميږى به يې څرولې١. د بني سعد ميږى يې څرولې، او د څو قيراطو په بدل كې يې د مكې د خلكو رمه هم پوولې ده٢. (يو قيراط ( ٠،٢١٢٥) ګرامه سپين زر کيږي او پدې حساب يو مثقال له شل قيراطه سره برابر دى). خوكله چې پنځه ويشت كلن شو، نو د خديجې (رضي الله عنها) مال يې د تجارت لپاره شام ته يووړ. ابن اسحاق وايي : خديجه بنت خويلد (رضي الله عنها) د مال، شرف او عزت خاونده ميرمن وه، خپل مال به يې د تجارت لپاره خلكو ته وركاوه، او د مضاربت د اصولو په اساس به يې هغوى ته يوه برخه ټاكله، هغه وخت زياترو قريشو د تجارت كار و بار كاوه، او كله چې خديجه (رضي الله عنها) د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ريښتينولۍ،امانتدارۍ، سپيڅلتيا، كرم او ښو اخلاقو نه خبره شوه، نو احوال يې وروليږه چې د دې مال د تجارت لپاره شام ته يوسي او ده ته به له نورو خلكو نه زياته برخه وټاكي، او خپل غلام ميسره به هم ورسره واستوي. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خديجى (رضي الله عنها) پيشنهاد ومانه، او له ميسره سره يوځاى د تجارت په خاطر شام ته وخوځيد٣.

له خديجې (رضي الله عنها) سره واده

كله چې رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) له شام نه راستون شو، او خديجې (رضي الله عنها) وليدل چې په مال كې يې د پخوا په نسبت ډير زيات امانت او ديانتداري شوې او دومره بركت دى پكې چې مخكې يې هيڅكله هم دومره بركت نه و ليدلى. همدا راز ميسره هم د رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) د ښو او اوچتو اخلاقو، قوي او پاخه فكر، ريښتني منطق او امانتدارۍ خبرې د خديجې (رضي الله عنها) غوږونو ته ورسولې، نو همدا وه چې هغې خپل هدف وموند. خديجه داسې ښځه وه چې د عربو  رئيسانو او مشرانو ور سره د واده هيلې درلودې، وړانديزونه به يې كول، خو دې به نه منل، مګر كله چې د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لدې اوچت شخصيت نه خبره شوه دومره ورنه متاثره شوه چې پخپله يې ورسره د واده اراده وكړه، د زړه دا خبره يې خپلې ملګرې نفيسه بنت  منيه ته وكړه، هغه د رسول الله  (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورغله اوله خديجې (رضي الله عنه) سره يې د واده خبره ورسره مطرح كړه. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم ومنله، له ترونو سره يې خبره وكړه، هغوى د خديجې (رضي الله عنها) تره ته ورغلل اوپدې ترتيب سره يې د واده عقد او تړون تر سره شو او ورپسې دواړو نكاح وكړه. د واده په مراسمو كې د بني هاشم خلك او د مضر قبيلې مشران حاضر وو. دا مبارك واده له شام نه  د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د راستنيدو له  ورځې نه دوې مياشتې وروسته ترسره شو. رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) خديجې (رضي الله عنها) ته په مهر كې شل اوښان وركړل، خديجه (رضي الله عنها) هغه وخت څلويښت كلنه وه او د خپل وخت ترټولو ښځو نه د شرف، عزت، مال او پوهې له مخې وړاندې او اوچته وه. دا د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لومړنۍ بي بي وه او تر څو چې هغه نه وه وفات شوې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بل واده ونكړ١. له ابراهيم پرته نور ټول اولادونه يې له خديجې (رضي الله عنها ) نه وو، لومړنى او مشر زوى يې قاسم نوميده او دده مبارك (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كنيه نوم هم (ابوالقاسم) و، ورپسې زينب بيا رقيه، بيا ام كلثوم، بيا فاطمه او بيا عبدالله پيداشوي، د عبدالله لقب طيب او طاهر و. زامن يې ټول په وړوكوالي كې وفات شويدي، خو لوڼو يې اسلام راوړى او هجرت يې كړى دى، او له فاطمې (رضي الله عنهم اجمعين) پرته نورې درى واړه د خپل پلار (صلى الله عليهوسلم ) په ژوند كې وفات شويدي، فاطمه (رضي الله عنه) د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له رحلت نه شپږ مياشتې وروسته وفات شويده (رضي الله عنهم اجمعين)٢.

دكعبې ودانول او د حجر اسود د شخړې حل

رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) پنځه ديرش كلن و چې قريشو د كعبې شريفې بيا ودانول پيل كړل، او دا هم ځكه چې كعبې شريفې هغه وخت له انساني قد نه د لږ شانته لوړې څلور ديوالۍ شكل درلود. د حضرت اسماعيل (عليه السلام) په زمانه كې د كعبې اوچتوالى نه (9) ګزه و، خو چت يې نه درلود، او له همدې نه په استفادې سره د كعبې شريفې په منځ كې ايښودل شوې خزانه غلو ووهله، د دې ترڅنګ ډيره زمانه ورباندې تيره شوې وه، تعمير يې خراب شوى او ديوالونه يې چاوديدلي وو. او په همدې كال يعنې له بعثت نه پنځه كاله مخكې يو ډير لوى سيلاب راغى چې مخه يې د كعبې شريفې په خوا وه، كعبه يې ډيره كمزورې كړه او هر وخت ددې احتمال موجود و چې پر ځمكه راپريوزي، نو قريش مجبورشول ددې مباركې خونې د مقام او منزلت د بقا پخاطر هغه بيا ودانه كړي.

ټولو پدې فيصله وكړه  چې د كعبې شريفې په بيا ودانولو كې به يوازې حلالې پيسې لګوي، پدې كې به د رنډۍ اجرت (مهر)، د سود مال او په ظلم اخيستل شوې پيسې بالكل نه استعماليږي. د بيا ودانولو لپاره ضروري وه چې پخوانى تعمير ونړول شي، خو هيچا هم دا جرات نه شواى كولى چې كعبه ورانه كړي، ترڅو وليد بن مغيره المخزومي په ړنګولو پيل وكړ، خلكو وكتل چې څه زيان ور ونه رسيد، نو ټولو كار پيل كړ. هرې قبيلې ته خپله، خپله، خپله برخه وركړه شوه، هرې قبيلې بيلې بيلې تيږې راوړې او كار پيل شو، باقوم نومې يو رومي معمار د كعبې شريفې معماري كوله، خوكله چې خبره د حجر اسود ايښودلو ته ورسيده د دوى ترمنځ اختلاف راولاړ شو چې دا شرف به د چا په برخه كيږي؟ دا جنجال څلور پنځه ورځې روان و، نژدې وه يوه سخته او خونړۍ جګړه ونښلي، خو ابو اميه بن مغيره مخزومي داسې فيصله وكړه   هرڅوك چې لومړى د جومات (مسجد حرام) له دروازې نه را داخل شو هماغه به پدې هكله پريكړه كوي، ټولو دا خبره ومنله. د الله تعالى اراده داسې وه چې دا لومړى راتلونكى شخص به رسول (صلى الله عليه وسلم ) وي، كله چې را ننووت ټولو وويل: بالكل سيي ده، دا امين دى، قبول مو دى، اوكله چې دوى ته راورسيد، له پيښې يې خبر كړ، نو ده مبارك يو څادر واخيست حجر اسود يې پكې كيښودله او بيايې د قبيلو مشرانو ته وويل چې هر يو د څادر يوه يوه څنډه ونيسي او حجراسود پورته كړي اوكله يې چې خپل ټاكلي ځاى ته ورسوله، نو پخپل مبارك لاس يې را اوچته كړه او پخپل ځاى يې كيښوده. دا يوه داسې معقوله پريكړه وه چې ټول خلك ورباندې خوښ شول.

پدې وخت كې له قريشو سره پاك مال اوپيسې كمې شوې، نو مجبورشول چې د شمال خوا ته له كعبې نه تقريباً شپږ ګزه اوږده ځمكه پريږدي، او همدې  ټوټى ته حجر يا حطيم وايي. دا ځل قريشو د كعبې دروازه له ځمكې نه اوچته جوړه كړه تر څو بې له اجازې څوك ورداخل نه شي، او كله چې كعبه شريفه پنځلس ګزه لوړه شوه نو په شپږو ستنو سره يې چت ورباندې ودراوه. له تكميل نه وروسته د كعبې شريفې خونې مربع شكل ځان ته ونيو چې لوړوالى يې تقريباً پنځلس متره دى. هغه ديوال چې حجر اسود پكې ده او هغه ته مقابل ديوال يعنى جنوبي او شمالي ديوالونه لس، لس متره اوږدوالى لري، حجر اسود د مطاف (طواف له ځاى) نه يو نيم متر اوچته ايښودل شويده، دروازې واله ديوال او هغه ته مقابل ديوال دولس، دولس متره اوږده دي، دروازه له مځكې نه دوه متره اوچته ده. د كعبې شريفې تر ديوالونو چارګرد لاندې د كرسۍ په شكل يوه ضلعه را تاو شوې چې متوسط لوړوالى يې 25 سانتي متره، او متوسط پلنى والى يې 30 سانتي متره دى چې دا د شاذروان په نامه ياديږي، او په حقيقت كې دا هم د كعبې شريفې برخه ده خو قريشو دا هم د باندې پرې ايښې ده١.

له نبوت نه مخكې اجمالي سيرت

رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ټولو هغو نيكو او غوره اخلاقو او عاداتو درلودونكى و كوم چې هغه وخت يې ځنې شريف خلك په متفرقه توګه درلودونكي وو. هغه جناب د قوي او روښانه فكر، پياوړي نظر او استعداد لوړ څلى و د زيات ذكاوت، تيز او رڼا دماغ د سيي او درست هدف او وسيلې ټاكونكى و. د هغه جناب له اوږدې خاموشۍ نه ورته د غور، تفكر، او حق پلټنې ښه فرصت په لاس ورتله، د الله تعالى رسول (صلى الله عليه وسلم) پخپل تيز او پياوړي ذهن او روښانه فطرت سره د ژوند ټولې پاڼې، د خلكو او ډلو ټول حال اواحوال  لوستلي او څيړلي وو، او په كومو خرافاتو كې چې دا خلك راګير وو له هغه نه يې ځان پاك او ډير ليرې ساتلى و، له ټولو بې لاريو نه پاك او په عقل او بصيرت مبني او لوړ ژوند يې تيراوه. خلكو به چې هر د خير كار كاوه نو هغه جناب به پكې له ټولو نه وړاندې و، او كه به  د خير كار نه و نو تنهايي او ګوشه نشيني به يې غوره كوله. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كله هم شراب ندي څښلي، د بتانو په نامه حلال شويو مالونو غوښه يې نده خوړلې، او د بتانو په وياړ جوړو شويو ميلو او مجالسو كې يې بالكل برخه نده اخيستې. د ژوند له پيل نه يې لدې باطلو معبودانو او هرډول خرافاتو سره سخته كينه او كركه وه، تردې چې د لات او عزى  په نامه قسم يادول يې هم نه شواى تحمل كولى٢.

پدې كې هيڅ شك او شبهه نشته چې هغه (صلى الله عليه وسلم ) د تقدير په حفاظت او ساتنه كې و، ځكه هركله به يې چې د دينوي لذتونو د حصول پخاطر نفساني جذبات راوپاريدل، او يا به يې زړه دېته تيار شو چې د كوم ناپسنديده او ناخوښ عادت او يا رواج  تقليد او پيروي وكړي، نو سمدلاسه به الهي رحمت او عنايت مداخله كوله او دې ډول كارته به يې نه پريښود.د ابن اثير په روايت سره رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) فرمايي: ((ما هممت بشئ مما كان أهل الجاهلية يعملون غير مرتين، كل  ذلك يحول الله بيني و بينه ثم ما هممت به حتى أكرمني برسالته قلت ليلة للغلام الذي يرعى معي الغنم بأعلى مكة: لو أبصرت لي غنمي حتى أدخل مكة أو أسمر بها كما يسمر الشباب! فقال: افعل فخرجت حتى إذا كنت عند أول دار بمكة سمعت عزفا، فقلت: ما هذا ؟ فقالوا: عرس فلان بفلانة، فجلست أسمع، فضرب الله على أذني فنمت، فما أيقظني إلا حر الشمس. فعدت إلى صاحبي فسألني، فأخبرته، ثم قلت ليلة أخرى مثل ذلك، و دخلت بمكة فأصابني مثل أول ليلة .. ثم ما هممت بسوء١)).

[له دوه مرتبو پرته ما د هغو كارونو چې د جاهلي دورې خلكو به كول تصور او تش خيال هم ندى كړى، خو دا دواړه مرتبې هم الله تعالى زما او هغه كار ترمنيځ حايل او خنډ پيداكړى يعنى هغه مې سرته ندي رسولي او پدې پسې مې بيا هيڅكله هم داسې اراده او تصور ندىكړى ترڅو الله تعالى په رسالت مشرف كړم. يوه شپه مې خپل ملګري ته چې د مكې په پاسنۍ برخه كې يې ميږې راسره پوولې، وويل: كه ته مې ميږو ته ګورې، نو زه به مكې ته لاړ شم او هلته به لكه د نورو ځوانانو په شان د شپې د كيسو ويلو په مجلس كې ګډون وكړم. ملګري راته وويل : سيي ده لاړشه. زه وخوځيدم د مكې لومړني كورته چې ورسيدم د باجې (موسيقۍ) آواز مې ترغوږو شو، پوښتنه مې وكړه  څه خبره ده؟ دوى راته وويل: چې د فلاني او فلانۍ واده دى. زه كيناستم او دا آواز اورم، يو ځل مې الله تعالى غوږونه بندكړل، خوب راباندې راغى اوهمدلته ويده شوم ترڅو د لمر ګرمۍ راويښ كړم او بيرته خپل ملګري ته ورغلم او د هغه د پوښتنې په ځواب كې مې ټوله كيسه ورته بيان كړه. يوځل مې بيا يوه بله شپه خپل ملګري ته همداسې وويل او مكې ته لاړم، نو دا ځل هم هماغه پيښه راسره وشوه، او لدينه وروسته مې كله هم د بد كار اراده نده كړې.

امام بخاري (رحمه الله) له جابر بن عبدالله (رضي الله عنه) نه روايت كوي وايي: كله چې كعبه شريفه جوړيدله، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او عباس (رضي الله عنه) لاړل تيږې يې راوړې، حضرت عباس (رضي الله عنه) رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وويل: خپل لنګ په اوږه كيږده  دا دې اوږې له تيږو نه ساتي ( نه به خوږيږي ) خو پدې سره رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ځمكه راپريوت، سترګې  يې د آسمان په لور وختلې، او كله چې را په حال كې شو چېغې يې وهلې،(ازاري، ازاري) زما لنګ، زما لنګ، چى بيا يې د هغه جناب لنګ وروتاړه. په يوه بل روايت كې راځي چې لدېنه وروسته هيڅكله دده مبارك عورت ندى ليدلى شوى١.

رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د غوره اخلاقو، پاك سيرت، اوچت كردار او سپيڅلي عمل خاوند و، له ټولو نه زيات غيرتي، له هر چا نه زيات د ښو او خوږو اخلاقو او نيكې معاملې درلودونكى و.  نيك او عزيز ګاونډى، په حلم اوريښتينولْۍ، نرمۍ او عفت كې له هر چا نه مخكې، د خير خاوند، نيك عمله، كريم، امين، با وفا او په عهد ټينګ ولاړ انسان و. هر څوك يې په عظمت او عزت قايل وو، هغه د ټولو نيكيو مجموعه او نمونه وه، خپل قوم ورته د امين لقب وركړى و، او لكه چې حضرت خديجه (رضي الله عنها) دده مبارك په هكله فرمايي:

((يحمل الكل، ويكسب المعدوم، ويقرئ الضيف، ويعين علي نوائب الحق٢)). [هغه به د بې وزلانو مرسته كوله، د هغوى بار به يې اوچتاوه، د فقيرانو او تش لاسيو لپاره به يې بندوبست كاوه، د ميلمه قدر  او درناوى به يې كاوه، او په  پيښو، او حوادثو كې به يې د حق مرسته او پلوي كوله.]

—————————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د