fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اوومه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري

ژباړن:سلطان محمود صلاح

د نبوت او رسالت په سيورو كې

د حراء په غار كې

كله چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) څلويښت كلنۍ ته نژدې شو، نو تفكر او تاملاتو يې دده او نور قوم ترمنځ فكري او ذهني واټن ډير سره ليرې كړئ و. همدا وه چې نوريې تنهايې ډيره خوښيدله، له ځان سره به يې څه سويق (يو ډول خواړه دي چې د غنمو او وربشو له ډيرو ميدو اوړو نه تياريږي) او اوبه واخيستې او په جبل نوركې به يې د حراء غار ته تشريف يووړ. دغه ځاى له مكې مكرمې نه تقريباً دوه ميله فاصله لري، دا يو برابر شانته غار دى چې اوږدوالى يې څلور ګزه اوعرض يې پاوكم دوه ګزه دى، دا غار په ځمكه كې د ننه ندى بلكه د دوو لويو تيږو له يوځاى كيدو نه جوړ شوى يوكت دى .

رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به چې كله دې غار ته تشريف وړه، نو حضرت خديجه (رضي الله عنها) به هم ورسره تلله او ده ته نژدې چېرې به اوسيدله. محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به د رمضان مياشت په غار كې تيروله، څوك فقيران به كه ورباندې پيښيدل نو څه خوراك به يې وركاوه، ټول وخت به په عبادت بوخت و په كائناتو او د هغه قدرت په هكله به يې غور فكر كاوه چې دا ټول شيان يې پيداكړيدي. ده د خپل قوم عقيده او مسلك نه شواى منلى، د هغوى ټول باطل افكار او تصورات يې ردول، خو خپله يې هم له ځان سره كوم واضح او څرګند منهج او مسلك نه درلود، او نه يې داسې لاره پيژندله چې زړه يې ورباندې مطمئن او ډاډه شوى وى١. لدې تنهايۍ او ګوښه والي سره د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مينه او محبت په حقيقت كې يو الهي تدبير و، تر څو هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د رسالت د درانده پيټي اوچتولو لپاره تيار او برابر كړي. ښكاره خبره ده هغه روح او شخصيت چې د انساني ژوند د بدلون او د انساني ژوند په واقعيتونو او حقايقو باندې د اغيزې لپاره انتخاب شوى وي، د داسې روح او شخصيت لپاره دا ضروري ده چې څه  موده ګوښى او تنها وي، د ځمكې له كارونو، د ژوند له شور او هسكو، ټيټو، د خلكو له وړو وړو امورو او مسائلو نه ليرې چېرته ګوښه كې وي.
همدا و د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لپاره د الله تعالى  تدبير، غوښتل يې هغه د لوى امانت د اوچتولو، په ځمكه او نړۍ كې د يوه ستر انقلاب، او د تاريخ د مسير د بدلون لپاره آماده كړي، نو له بعثت نه درى كاله مخكې يې د تنهايۍ او ګوښوالي دا سلسله   ورته پيل او برابره كړه، پوره يوه مياشت به رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په كائناتو كې فكر كاوه، او د كائناتو تر شا د هغه غيبي قوت او قدرت په هكله به يې فكر او تدبر كاوه چې دا ټول شيان يې پيدا كړيدي، تر څو د پوره تيارۍ سره د الله تعالى په اذن او ارادې سره لدې غيبي قدرت سره د تعامل نيټه او فرصت راورسيږي.(1)

جبريل (عليه السلام) وحي راوړي

كله چې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ژوند څلويښت كاله پوره شول او همدا د ذهني او عقلي كمال عمر دى، ويل كيږي چې رسولان په همدې عمر كې په نبوت مشرف شوي، نو د ژوند له افق نه يې د نبوت آثار او نښانې راښكاره او څرګندې شوې. دغه آثار او نښې خوبونه وو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به چې هر خوب ليده هغه به لكه د سپيده داغ په شان را ښكاره او څرګنديده (خوبونه يې حقيقت وو). دې حالت شپږ مياشتې دوام وموند او څرنګه چې د نبوت ټوله دوره درويشت كاله وه نو دا موده د نبوت د دورې شپږ څلويښتمه برخه كيږي. د حراء په غار كې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د عزلت او ګوښه والي په دريم كال د رمضان په مياشت كې د ځمكې پر خلكو د الهي رحمت باران وشو، الله تعالى محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په نبوت مشرف كړ او د جبريل (عليه السلام) په واسطه يې د قرآنكريم څو آيتونه ورباندې نازل كړل.(2)

كه پدې هكله موجود قرائن او دلايل لږ په غور او دقت سره تر نظر تير كړو نو ويلى شو چې دا د رمضان د مياشتې يوويشتمه او د دوشنبې شپه وه چې د (610م) كال د اګست له لسمې نيټې سره سمون خوري. دغه وخت د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عمر په قمري حساب پوره څلويښت كاله، شپږ مياشتې او دوولس ورځې او په شمسي حساب نهه ديرش كاله، درې مياشتې او دوولس ورځې و.(1)
اوس راځئ حضرت عايشې (رضي الله عنها) ته غوږ شو چې د دې عظيمې پيښې كيسه راته واوروي، هغه پيښه چې د الهي نور يوه داسې شعله وه چې د كفر او جاهليت تيارې يې له مينځه يوړې د ژوند تګلاره يې او مسير يې بدل كړ، د تاريخ مخه يې بلې خوا ته وګرځوله، حضرت عايشې (رضي الله عنها) فرمايلي:

((ډول ما بدئ به رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) من الوحي الرويا في النوم، فكان لايرى رويا ږلا جاءت مثل فلق الصبح، ثم حبب ږليه الخلاء وكان يخلو بغار حراء فيتحنث فيه – و هوالتعبد- الليالي ذوات العدد قبل ډن ينزع ږلى ډهله، وينزود لذلك، ثم يرجع ږلى خد يجة فيتزود لمثلها حتى جاءه الحق و هو في غار حراء، فجاءه الملك فقال: اقرډ، فقلت: ما ډنا بقارئ، قال: فډخذني فغطني حتى بلغ مني الجهد، ثم ډرسلني فقال: اقرډ، فقلت: ما ډنا بقارئ فډخذني فغطني الثالثة، ثم ډرسلني فقال:((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5))(1)

فرجع بها رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يرجف فواده، فدخل علي خديجة بنت خويلد فقال:  زملوني، زملوني فزملوه حتى ذهب عنه الروع، فقال لخديجة: مالي، و ډخبرها الخبر، لقد خشيت على نفسي. فقالت خديجة: كلا، والله ما يخزيك الله ډبدا، ږنك لتصل الرحم، و تحمل الكل، و تكسب المعدوم و تقرئ الضيف، و تعين على نوائب الحق، فانطلقت به خديجة حتى ډتت به ورقة بن نوفل بن اسد بن عبدالعزى بن عم خديجة.

وكان امرءا تنصر في الجاهلية، وكان يكتب الكتاب العبراني، عمي، فقالت له  خديجة: يا ابن عم! اسمع من ابن اخيك، فقال له ورقة: يا ابن اخي ماذا ترى؟ فاخبره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبر ما رډى، فقال له ورقة: هذا الناموس الذي نزله الله على موسى يا ليتني فيها جذعا، ليتني ډكون حيا ږذ يخرجك قومك، فقال رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم): ډو مخرجي هم؟ قال: نعم، لم يډت رجل قط بمثل ما جئت به ږلا عودي، و ږن يدركني  يومك انصرك نصرا موزرا، ثم لم ينشب ورقة ډن توفي و فتر الوحي)).(١)

يعنې: پر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) باندې د وحي پيل له نيكو او ريښتينو خوبونو نه شويدى، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به چې هر خوب ليده لكه د سپيده داغ په شان به ښكاره او څرګنديده،(تحقق به يې موند) ورپسې رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته تنهايي او ګوښه والى محبوب او ګران شو، نو د حراء په غار كې به يوازې او تنها په عبادت بوخت و، څو شپې به يې كورته تشريف نه  ووړ، ددې څو شپو توښه، خوراك او څښاك به يې له ځان سره وړه     (كله به چې خلاص شول) نو بيا به حضرت خديجې (رضي الله عنها) ته راتله او تقريباً د همدومره نورو شپو آذوقه (توښه) به يې له ځان سره وړله، تر څو حق ورته راغى، دغه وخت حضرت رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د حراء په غار كې تشريف درلود چې فرښته ورته راغله، او ورته ويې ويل: چې ووايه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: زه لوستونكى نه يم، فرمايي: چې دغه وخت نوموړې فرښتې ونيوم او په داسې زور سره يې په غيږ كې  ورټينګ كړم چې بالكل بې سېكه شوم، بيا يې پريښودم، او راته ويې ويل: ووايه، ما ورته وويل: زه لوستونكى نه يم  نو بيايې په همداسې زور سره راونيوم چې بالكل بې سېكه شوم، بيايې پريښودم او راته ويې ويل: ووايه، ما بيا ورته وويل: زه لوستونكى نه يم، نو د دريم ځل لپاره يې په همداسې زور سره راټينګ كړم چې بالكل بې سېكه شوم بيا يې پريښودم او دا آيتونه يې راته ولوستل ((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5))) (ولوله اې محمده! (قرآن) په بركت د نامه د رب خپل، هغه رب چې پيداكړى يې دي ټول مخلوقات، پيدا كړى يې دى انسان  له  ټوټو د تړليو شويو وينو څخه، ولوله (اې محمده! قرآن ) حال دا چې ستا رب لوى كريم دى (پرټولوكريمانو).

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لدې آيتونو سره كورته راستون شو، زړه يې رپيده، حضرت خديجې (رضي الله عنها) ته ورغى او ورته ويې فرمايل: ما ونغاړئ، ما ونغاړئ، په څادر كې مې پټ كړئ، هغې هم په څادر كې پټ كړ، تر څو ويره او خوف يې له زړه نه ووتل. بيا رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې پيښې كيسه ورته بيانوله او ويې فرمايل: په ماڅه شوي؟ كيسه يې ورته وكړه او زياته يې كړه، زه پخپل ځان ويريدم. خديجې (رضي الله عنها) ورته وويل: نه داسې نده، قسم په الله چې خداى به تاكله هم رسوا او خوار نكړي، ته  د خپلوۍ اړيكې ټينګې ساتې د صله رحمۍ خاوند يې، د بې وزلانو بار او پيټى اوچتوې، د نادراه او بې وسه خلكو لاس نيوى كوې، د ميلمنو قدر او عزت كوې، او د حق په مصيبتونو كې مرسته او كومك كوې يا تل د حق پلوي كوې. بيا خديجى (رضي الله عنها) د خپل تره زوى ورقه بن نوفل بن اسد بن عبدالعزى ته ورووست. ورقه د جاهليت په وخت كې عيسايي شوى و په عبراني ژبه يې ليكل كولى شوى، او په همدې ژبه به يې د خپل توان تر اندازې انجيل ليكه، خو دغه وخت ډير زوړ شوى و سترګو يې نه ليدل. حضرت خديجې (رضي الله عنه) ورته وويل: اې د تره زويه! د وراره كيسه دې واوره چې څه وايي.  ورقه وويل: وراره! وايه څه دې ليدلي؟ رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خپلو سترګو ليدلى حال ورته بيان كړ. بيا ورقه ورته وويل: دا همغه فرښته ده كومه چې الله تعالى موسى (عليه السلام) ته راليږلې وه، كاشكي زه پياوړى او توانمند واى، اې كاش زه هغه وخت ژوندى وم كله چې تا خپل قوم شړي. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: آيا دا خلك به ما شړي؟ ورقه وويل: هو، هر وخت چې چا ستا په شان پيام راوړى دى، نو له هغه سره حتما دښمني شويده، كه زه ژوندى پاتې شوم نو پوره مرسته به دې وكړم. مګر څه وخت وروسته ورقه وفات شو او وحي هم په موقتي توګه بنده شوه.]

د طبري او ابن هشام له روايت نه دا څرګنديږي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د وحي له ناڅاپي راتلو وروسته د حراء له غار نه وتلى و، خو بيا بيرته ورته را ګرزيدلى او خپل ټاكلى وخت يې هملته پوره كړى و او ورپسې يې مكې ته تشريف وړى و. د طبري روايت له غار نه د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  د وتلو سبب هم په ګوته كوي، هغه روايت داسې دى:

رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د وحي د راتلو يادونه كوي فرمايي: د الله تعالى په مخلوقاتو كې مې له شاعر او ليوني نه بل شى زيات بد نه ايشيدل (يعنى لدې دواړو سره مې له بل هر شي نه زياته كينه درلوده) ان تر دې چې هغوى ته مې هسې كتل هم نه شوى تحمل كولى، (كله چې وحي راته راغله) نو له خپل ځان سره مې وويل: چې دا زه (خپل مبارك ځان ته يې اشاره ده) شاعر يا ليونى دى!  نه ، زما په هكله به قريش كله هم داسې خبره و نشي كړى، زه د غره سرته خيژم او له هغه ځاى نه ځان را خطا كوم، تر څو مړ شم او د تل لپاره په راحت شم! رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايي: زه په همدې فكر ووتلم، خو كله چې د غره نيمايې ته ورسيدم له آسمان نه مې آواز واوريد چې راته وايي: اې محمده! ته د الله رسول يې (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زه جبريل ( عليه السلام) يم. فرمايي: كله مې چې د آسمان په لوري وكتل كه ګورم چې جبرئيل (عليه السلام) د يوه سړي په شكل او څيره كې د آسمان په افق كې پښې ايښې دي او وايي: اې محمده، ته د الله تعالى رسول يې، او زه جبريل يم. فرمايي: ودريدم او ورته كتل مې، او په همدې مشغول شوم او خپله اراده مې عملي نكړه، په ځاى ولاړ وم هيڅ وروسته او مخكې نه تلم، د آسمان هرې خوا ته به مې چې وكتل نو هملته به مې جبرئيل (عليه السلام) په همغه شكل ليده، همدلته ځاى په ځاى ولاړ وم نه مخكې تلم او نه وروسته ترڅو خديجې (رضي الله عنها) څوك راپسې را واستول، هغوى تر مكې رسيدلي وو اوبيرته خديجې (رضي الله عنها) ته راستانه شوي وو، او  زه هملته ولاړ وم، بيا جبرئيل (عليه السلام) رانه لاړ، او زه هم بيرته خپل اهل ته راستون شوم١. خديجې (رضي الله عنها) ته ورغلم او د هغې له زنګانه سره پداسې حال كې چې تكيه مې ورباندې كړى وه كيناستم، راته ويې ويل : اې ابوالقاسمه: چېرته وې؟ قسم په خداى (جل جلاله) چې ما خلك درپسې وليږل تر مكې لاړل او بيرته راستانه شول، نو ما د سترګو ليدلى حال ورته بيان كړ، دې راته وويل: د تره  زويه! خوشاله اوسه، له ثبات نه كار واخله زما دې په همغه ذات قسم وي چې د خديجې ځان د هغه په واك كې دى چې زما دا هيله ده چې ته به ددې امت نبي او رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وي٢. بيا ورقه بن نوفل ته ورغله او هغه يې له پيښې خبركړ، نو ورقه  ورته وويل: قدوس، قدوس، قسم په هغه ذات چې د ورقه ژوند د هغه په واك كې دى چې ده ته همغه ناموس اكبر (فرښته) راغلې ده كومه به چې موسى (عليه السلام ) ته راتله، دا ددې امت نبي دى، ورته ووايه ټينګ او ثابت اوسه. بيا خديجه (رضي الله عنها) ورته راغله او د ورقه بن نوفل خبرې يې  رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وكړې. وروسته كله چې رسول اكرم  د حراء په غار كې خپل مقرر وخت پوره كړ او مكې ته يې تشريف يووړ، نو له ورقه سره يې وكتل او كله چې ورقه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبرې واوريدې ورته ويې ويل: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په واك كې دى ته ددې امت نبي يې او تا ته هماغه ناموس اكبر (فرښته) راغلي دى كوم چې موسى (عليه السلام ) ته راغلى و.

د وحي موقتي بنديدل

د وحي ددې موقتي بنديدو په هكله ابن سعد له ابن عباس (رضي الله عنهما) نه يو روايت رانقل كړيدى دا ښيي چې وحي صرف څو ورځې بنده شوې وه١. د مسئلې په ټولو اړخونو كې له غور او څيړنې وروسته همدا نظر له نورو نه سيي او قوي بلكه يقيني ښكارى. او دا چې ويل كيږي دغه موده درى او يا دوه نيم كاله وه، د دا ډول نظر په هكله دلته يوازې دومره ويلى شو چې دا له حقيقت نه ليرې او بې اساسه خبره ده. د وحي د بنديدو پدې ورځو كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ډيرغمګين او پريشانه و، ويرې او حيرت اخيستى و. امام بخاري (رحمه الله) په كتاب التعبير كې يو روايت داسې رانقلوي :

((و فترالوحي فترة حتى حزن النبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فيما بلغناحزنا عدا منه مرارا كي يتردى من رووس شواهق الجبال فكلما ډوفى بذروة جبل لكي يلقي نفسه منه تبدى له جبريل فقال يا محمد! انك رسول الله حقا، فيسكن لذلك جډشه، و تقر نفسه، فيرجع، فږذا طالت عليه فترة الوحي غدا ٢لمثل ذلك، فږذا ډوفى بذورة الجبل تبدى له جبريل فقال له مثل ذلك٣)). [د څه وخت لپاره وحي بنده شوه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دومره خفه او غمګين شو چې څو ځله يې د غره لوړې څوكې ته په منډه، منډه تشريف وړى ترڅو له هغه ځاى نه ځان راوغورځوي، خو كله به چې د غره څوكې ته ورسيد ترڅو ځان راوغورځوي، نو جبريل (عليه السلام) به ورته را څرګند شو او ورته ويل به يې: اې محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته په حقه د الله تعالى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې. پدې سره به  د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زړه ډاډه شو، پريشاني به يې وركه شوه او بيرته به ستون شو، خو بيا به چې  د وحي بنديدلو موده ورباندې اوږده شوه، نو بيا به په همدې اراده ووت او د غره څوكې ته به چې ورسيد، نو يوځل به بيا حضرت جبريل (عليه السلام) ورته راښكاريده او هماغه خبره به يې ورته تكراروله.]

جبريل (عليه السلام) بيا وحي راوړي

ابن حجر (رحمه الله) وايي چې: دا (د وحي څو ورځې بنديدل) ددې پخاطر وو چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه هغه ويره ليرې شي كومه چې د وحي له نزول سره پيداشوې وه او تر څو د وحي بيا راتګ ته يې تنده زياته شي١. كله چې د ويرې اوحيرت پردې څيرې شوې د حقيقت او واقعيت تهداب ټينګ شو، او رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په علم اليقين سره پوه شو چې هغه د لوى او متعال خداى (جل جلاله) له پلوه په نبوت مشرف شويدى، او هغه فرښته چې ورته راغلې وه د وحي را وړونكې فرښته ده چې ده  ته له آسمان نه وحي راوړي، نو د وحي بيا راتګ ته يې شوق او انتظار د وحي د بيا راتګ په صورت كې د ثبات او ټينګار سبب شو. بالاخره جبريل (عليه السلام) بياورته راغى، امام بخاري (رحمه الله) له جابر بن عبدالله نه روايت كوي  وايي: له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه مې اوريدلي چې د وحي د بنديدو په هكله فرمايي :

((فبينا أنا أمشي سمعت صوتا من السماء، فرفعت بصري قبل السماء، فإذا الملك الذي جاءني بحراء قاعد على كرسى بين السماء والارض، فجثثت منه حتى هويت إلى الأرض فحبئت أهلي فقلت زملوني، زملوني، فزملوني، فأنزل الله تعالى: ((ياايهاالمدثر)) إلى قوله ((فاهجر)) ثم حمي الوحي وتتابع)) ٢.

يعنې زه روان وم چې له آسمان نه مې يو ناڅاپي آواز واوريد، پورته آسمان ته مې وكتل كه ګورم چې هماغه فرښته چې د حراء په غاركې راته راغلې وه د آسمان او ځمكې ترمنځ پر چوكۍ ناسته ده، زه ورنه  وويريدم او په ځمكه را پريوتم بيا خپل اهل (كور) ته راغلم، ورته ومې ويل : ما ونغاړئ، ما ونغاړئ (په څادر كې مې پټ كړئ) هغوى به څادر كې ونغښتلم، اوبيا الله تعالى (ياايها المدثر) – تر (والرجز فاهجر) پورې راباندې نازل كړ، پدې پسې د وحي سلسله ګرمه شوه او په مسلسله توګه به راتله .

د وحي ډولونه

مخكې لدينه چې د رسالت او نبوت د مبارك ژوند تفصيلاتو ته داخل شو، لازمه وينو چې د وحي ډولونه وپيژنو ځكه وحي د رسالت مصدر او منبع او د دعوت اصل او اساس ده. ابن القيم (رحمه الله) د وحي ډولونه داسې بيانوي:

لومړى:  ريښتينى خوب: او له همدې ريښتيني خوب نه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته د وحي پيل شويدى.

دوهم: فرښتې به پداسې حال كې د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په زړه كې وحي وراچوله چې هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به فرښته نه ليدله، لكه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې فرمايلي : ((ان روح القدس نفث في روعي انه لن تموت نفس حتى تستكمل رزقها، فاتقوا الله واجملوا في الطلب، ولا يحملنكم استبطاء الرزق على ان تطلبوه بمعصية الله، فان ما عندالله لا ينال الا بطاعته)).

يعنې روح القدوس زما په زړه كې دا خبره پوكړه (وا يې چوله) هيڅ يونفس ترهغې نه مرى ترڅو يې خپله روزي نه وي پوره كړى، نو له الله تعالى نه وويريږئ په غوره او نيكې طريقې سره طلب او لټه كوئ  او د رزق او روزۍ تاخير او كمى دې تاسې دېته ونه هڅوي چې خپله روزي د الله تعالى په معصيت او نافرمانۍ كې ولټوئ ځكه هغه څه چې له الله (جل جلاله)  سره دي هغه له اطاعت او فرمانبرۍ پرته په بل څه نه شي تر لاسه كيدلى.

دريم : فرښته به د سړي په شكل كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته راتلله، هغه ته به يې خطاب كاوه، او هرڅه به يې چې  ورته وحي كول هغه به رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ټول يادول، پدې صورت كې به كله كله اصحابو (رضي الله عنهم ) هم دا فرښته ليدله.

څلورم : رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته به وحي د ګړونګي د آواز په شان راتلله. د وحي دا صورت تر ټولو سخت اوګران و پدې صورت كې به فرښته د رسول اكرم له مبارك جسد سره يوځاى كيده او وحي به يې ورته راوړله او دا دومره ګرانه وه چې د سختې يخنۍ په وخت كې به هم د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له مباركې ټنډې نه خولې بهيدلى،او كه به پدې صورت كې په اوښ سپور و، نو اوښ به يې پر ځمكه څملاست. يو ځل په همدې صورت كې وحي ورته راغله او دا وخت د محمد(صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مبارك ورون د زيد بن ثابت (رضي الله عنه) په  ورانه ايښى و، نو په زيد (رضي الله عنه) دومره زور راغى چې خيال يې كاوه ورون يې بوټ مات شو.

پنځم: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به فرښته په اصلي شكل او څيره كې ليدله، او په همدې حالت كې به فرښتې د الله تعالى په امر او ارادې سره وحي ورته كوله. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته پدې صورت كې دوه ځله وحي راغلې ده چې الله (جل جلاله)  د النجم په سورت كې ورنه يادونه كړيده .

شپږم: هغه ډول وحي چې الله (جل جلاله)  پاس په آسمانونو كې د معراج په شپه د لمونځونو د فرضيت او نورو مسائلو په هكله رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته كړيده.

اووم: پرته لدې چې فرښته د وحي واسطه وي له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د الله تعالى مستقيمې يعنى بلا واسطه خبرې، لكه څرنګه چې الله تعالى له موسى (عليه السلام) سره خبرې كړې. له الله تعالى سره د موسى (عليه السلام) بلا واسطه خبرې د قرآنكريم په نص سره ثابتې دي، او له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د الله تعالى د مستقيمو خبرو دليل د معراج او اسراء حديث شريف دى.

ځينې پوهانو د وحي آتم ډول هم راښوولى دى چې الله تعالى له خپل رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره پداسې حال كې مخامخ خبرې كړې چې هيڅ  پرده او حجاب يې تر منځ نه و، خو ددې ډول وحي په هكله له سلفو نه رانيولې ترخلفو پورې اختلاف را روان دى او حقيقت دا دى چې دا آتم ډول ثابت ندى١.

—————————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د