fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – لسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري

ژباړن:سلطان محمود صلاح

حبشې ته لومړنى هجرت

په مسلمانانو باندې د مشركينو ظلمونه د نبوت د څلورم كال په منځنۍ او يا آخرينۍ برخه كې پيل شول، دغه ظلمونه په لومړي سر كې لږ خو ورځ په ورځ مخ په زياتيدو وو  تر څو چې د پنځم كال په نيمايي كې خپل اوج ته ورسيدل. مسلمانان دومره په تنګ شول چې نور يې په مكه كې ټيكان نه شوى كولى، او پدې فكر كې وو چې لدې عذاب نه څه ډول ځانونه خلاص كړي. په همدې سختو شپو او ورځو كې د كهف سورت رانازل شو، دې سورت د مشركينو هغه پوښتنې ځواب كړې چې له رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه يې كړې وې،  خو ددې تر څنګ يې درى داسې كيسې هم بيان كړې چې په هره يوه كې د مسلمانانو لپاره ښكاره هدايات او لارښوونې دي. د اصحاب الكهف كيسه دا په ګوته كوي چې كله مسلمانان د دين له پلوه له خطر سره مخ شي نو بايد په الله باندې په توكل سره د كفر او ظلم له مركز نه د امن ځاى ته هجرت وكړي، الله تعالى فرمايي:

((وَإِذْ اعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلاَّ اللَّهَ فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنشُرْ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَيُهَيِّئْ لَكُمْ مِنْ أَمْرِكُمْ مِرفَقاً)) ( الكهف: 16) [او كله چې په تنګ شوئ تاسې له دغو مشركانو او له هغو (بتانو) چې عبادت يې كوي دوى بې له الله نه، نو ځاى ونيسئ هغه غارته (او ديره شئ پكې) خپور به كړي تاسې ته رب د تاسې له رحمته خپل او تيار به كړي تاسې ته له كار ستاسې اسباب د ګزران (او خوشالۍ).]

د حضرت خضر او موسى (عليه السلام) كيسه دا ښيي چې د حالاتو او واقعاتو نتيجه او پاى تل داسې نه وي لكه څرنګه چې په ظاهره معلوميږي، بلكه ډير ځله داسې كيږي چې د پيښو او حالاتو نتيجه د ظاهري شكل بالكل مخالفه او بر عكس وي، او دا دې ته اشاره كوي چې دا د مسلمانانو او مشركينو ترمنځ پيل شوې جګړه به بالكل د اوسنۍ ظاهري بڼې په خلاف وي، پدې معنى چې همدا مشركين  او ظالمان به چې اوس يې د مسلمانانو په خلاف جګړه پيل كړې، كه چېرې اسلام را نه وړي، حتماً به د همدې مظلومو مسلمانانو په وړاندې له ماتې او رسوايۍ سره مخ كيږي.

د ذوالقرنين كيسه دا ثابتوي چې ځمكه د الله تعالى ده هر چا ته چې وغواړي همغه ته يې په ميراث وركوي، او همدا راز دا په ګوته كوي چې برى او نيكبختي په ايمان كې ده، نه په كفر كې، او بله دا چې الله تعالى هميشه د خپلو مظلومو بندګانو د مرستې او د زمانې د ياجوج او ماجوج له شرنه د هغوى د نجات لپاره خپل ځنې بندګان راليږي.  دا كيسه دا هم ښيي چې د ځمكې د واكدارۍ تر ټولو مستحق خلك د الله تعالى صالح بندګان دي.

پدې پسې بيا د ((الزمر)) سورت را نازل شول، دا سورت د هجرت پلوته اشاره كوي او دا اعلانوي چې د الله تعالى ځمكه ډيره پراخه ده، قرآنكريم فرمايي: ((لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ))       (الزمر:10). [شته هغوكسانو ته چې نيكي يې كړيده په دغه دنيا كې (په طاعت سره) نيكي (په آخرت كې چې جنت او رضوان دى) او ځمكه د الله ارته ده، بيشكه همدا خبره ده پوره وركولى شي صابرانو ته اجر (ثواب) د دوى بې حسابه (ډير زيات).]

رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبر و چې د حبشې پاچا اصحمه (النجاشي) يو عادل سړى دى، او په پاچاهۍ كې يې ظلم او زياتى نشته، نو يې مسلمانانو ته امر وكړ چې حبشې ته هجرت وكړي.

پدې ترتيب سره د نبوت په پنځم كال د رجب په مياشت كې د اصحابو (رضي الله عنهم) لومړنۍ ډلې چې دوولس سړي او څلور ښځې پكې وې د عثمان بن عفان (رضي الله عنه) تر مشرۍ لاندې حبشې ته هجرت وكړ. له عثمان (رضي الله عنه) سره يې بي بي چې د رسول كريم (صلى الله عليه وسلم) لور وه او حضرت رقيه (رضي الله عنها) نوميدله هم ملګرې وه. رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) ددې دواړو په هكله فرمايلي: ((إنهما أول بيت هاجر في سبيل الله بعد إبراهيم و لوط (عليهما السلام))(1).

يعنى: له ابراهيم او لوط (عليهما السلام) وروسته دوى دواړه (عثمان او رقيه رضي الله عنهما) لومړنۍ كورنۍ ده چې د الله په لاره كې هجرت كوي.

نوموړي مهاجرين ددې پخاطر چې قريش ورباندې خبر نشي د شپې په تياره كې په پټه سره له مكې نه ووتل او د الشعيبه نومې بندرګاه په لور لاړل، هلته ورته خداى دوې تجارتى كښتۍ برابرې كړې او حبشې ته يې يووړل. قريش چې ورباندې خبر شول ورپسې ووتل، خو هغه وخت بندر ته  ورسيدل  چې هغوى مخكې په خير او سلامتۍ  سره تللي وو. پدې ډول سره نوموړي مسلمانان حبشې ته لاړل او هلته يې د امن ژوند پيل كړ.(2)

د همدې كال د رمضان په مياشت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حرم ته لاړ، چېرته چې د قريشو يو زيات شمير مشران او لويان موجود وو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پاڅيد او په ناڅاپي توګه يې د (النجم) سورت تلاوت كړ، پداسې حال كې چې دې كفارو مخكې لدينه د الله تعالى كلام نه و اوريدلى، ځكه د هغوى اسلوب او لاره داسې وه چې قرآنكريم ته به يې غوږ نه نيوه، او يو بل ته به يې توصيه كوله چې د الله تعالى كلام وانه وري، قرآنكريم د دوى دې كارته اشاره كوي او فرمايي: ((وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ)) ( فصلت: 26) [او وايي هغه كسان چې كافران شويدي (په وخت د قرائت (د قرآن) چې مه اورئ دغه قرآن (چې محمد يې لولي) او شور ما شور واچوئ  (په وخت د لوستلو د) ده كې ښايي چې تاسې غالب شئ (پرې اوله تبليغه يې ساكت كړئ).]

خو دلته چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د قرآنكريم دا سورت ورته تلاوت كړ، او د الله تعالى هغه اوچت، ښكلى او عظيم كلام يې ور واوراوه چې انساني ذهن او ژبه يې له بيان نه عاجز دي، نو د مشركينو حالت يو ځل بدل شو، پخواني وصيتونه يې هير كړل، ټولو په ډير دقت قرآن كريم اوريدو، يوازې همدې ته غوږ وو، نور هر څه ورنه هير شول، تر دې چې ددې سورت وروستي آيتونه يې ورته تلاوت كړل هغه چې لهجه يې دومره تنده او سخته ده چې زړونه ويلې كوي، او كله يې چې دا آيت  ((فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا)) (النجم: 62) [پس سجده  كوئ تاسې (خاص) الله ته او عبادت كوئ د هم دغه (الله (جل جلاله) نه د نورو)] تلاوت كړ او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سجده وكړه، نو يو ځل ټول په سجده پريوتل، ځكه د حق قوت د هغوى عناد، كبر او باطل له مينځه يووړ  او ټول د خداى په وړاندې سر په سجده شول.(1) خو كله چې متوجه شول چې د الله تعالى كلام د هغوى حالت بدل كړى، او هغه څه يې پخپله وكړل چې د له مينځه وړلو پخاطر يې خپل ټول توان په كار اچولى و، او ددې تر څنګ هغو مشركينو چې پدې مجلس كې حاضر نه وو دغه سجده كوونكي مشركين ډير ورټل، پړه او ملامتي يې ورباندې اچوله، نو له همدې ځايه وه چې هغوى په رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پورې دروغ وتړل او داسې افتراء يې جوړه كړه چې ګويا رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هغوى د بتانو ستاينه وكړه او داسې يې وويل: ((تلك الغرانيق العلى، و ږن شفاعتهن لترتجى)) [دا اوچت ديوان دي، چې د شفاعت هيله او اميد يې كيږى]. دوى دا دروغ او افتراء ددې پخاطر جوړ كړل تر څو خپله هغه سجده توجيه كړي چې له رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يو ځاى  يې كړې وه او تر څو دا د هغې په هكله د عذر او دليل په توګه وړاندې كړي. او دا څه نوې او عجيبه خبره نه وه چې هغوى كړې وه بلكه هغوى  به تل همداسې دروغ او افتراګانې جوړولې.(١)

دغه خبر په نيمګړې توګه په حبشه كې مهاجرينو ته ورسيد، د پيښې له واقعيت او حقيقت نه پوره خبر نه وو، داسې يې واوريدل چې ګويا قريشو اسلام راوړى، نو د همدې كال د شوال په مياشت كې بيرته مكې ته راستانه شول، خو كله چې مكې ته را لنډ شول او د موضوع په حقيقت خبر شول نو ځنې يې بيرته حبشې ته ورګرځيدل، او نور يې يا په پټه توګه او يا د كوم چا په ضمانت او تړون مكې ته ننوتل.(٢)

حبشې ته دوهم هجرت

وروسته قريشو په همدوى (له حبشې نه بيرته راغليو) او ټولو مسلمانانو باندې خپل ظلمونه څو چنده كړل. مشركينو دا هم نه شواى زغملاى چې مسلمانان دې د نجاشي په پاچاهۍ كې د امن ژوند ولري، دا ډيره سخته ورباندې تماميدله. او چې پر مسلمانانو يې ظلمونه زيات شول نو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لازمه وليده چې يو ځل بيا خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) ته حبشې ته د هجرت امر وكړي، خو دا دوهم هجرت مشكل و، ځكه قريش ورته بيدار او تيار وو كوښښ يې وكړ چې دا هجرت ناكام كړي، خو الله تعالى مسلمانانو ته لاره اواره كړه او د نجاشي وطن ته  ورسيدل.

دا ځل مهاجرين  دري اتيا  (83) سړي (كه عمار هم ورسره وشميرل شي، ځكه پدې هكله اختلاف دى چې آيا عمار هم ورسره واو كه نه) اتلس (18) يا (19) نولس ښځې وې. (٣)

علامه محمد سليمان منصور پوري لومړنۍشميره تاييدوي او په ټينګار سره وايي چې پدې هجرت کې د ښځو شميره اتلس وه.(1

په حبشه كې د مهاجرينو په خلاف د قريشو توطئه

مشركينو دا نشواى زغملاى  چې مسلمانان دې په امن ژوند وكړي، او هلته حبشه كې دې همداسې په امن پاتې شي، نو يې عمرو بن العاص او عبدالله بن ابي ربيعه چې دواړه ډير  پوه او ځيرك سړي وو حبشي ته واستول. د نجاشي او د هغه د درباريانو لپاره يې ډيرې قيمتي تحفې هم وركړې. نوموړو د نجاشي درباريانو ته هغه تحفې وړاندې كړې او ټول هغه دلايل يې وروښوول چې بايد مسلمانان ورباندې وشړل شي. او كله چې درباريان پدې راضي شول چې نجاشي ته به د مسلمانانو د شړلو مشوره وركوي، نو دوى دواړه نجاشي ته وروړاندې شول، تحفې يې وركړې او ورته ويې ويل:

اې پاچا! ستا وطن ته داسې څو كم عقله ځوانان راغلي دي، چې د خپل قوم دين يې پريښى او ستا دين يې هم ندى منلى، د ځان لپاره يې يو نوى دين غوره كړى، دا داسې يو دين دى چې نه يې مونږ پيژنو او نه تاسې، نو اوس د هغوى پلرونو، ترونو، خپلوانو او د قوم مشرانو مونږ تا ته راليږلي يو چې هغوى بيرته ورواستوى ( لدې ځاى نه يې وباسې)، ځكه هغوى د دوى په احوال ښه خبر دي، د دوى عيبونه ښه ورته معلوم دي او پدې هكله يې ملامت كړي او رټلي هم دي.

درباريانو هم ورته وويل: زمونږ پاچا! دوى رښتيا وايي، هغوى (مهاجرين) دې دواړو ته وسپاره تر څو خپل وطن او قوم ته يې بوزي.

خو نجاشي وغوښتل چې د مسئلې په ټولو اړخونو ځان پوه كړي او له دواړو خواوو نه دلايل واوري. مسلمانان يې راوغوښتل، هغوى پدې اتفاق كړى و چې رښتيا به وايي نور كه هر څه پيښيږي پيښ دې شي. او كله چې دربار ته راغلل، نجاشي ورته وويل: دا كوم دين دى چې په هغه سره مو خپل قوم پرې ايښى، زما او يا لدې موجوده اديانو نه بل كوم دين مو هم ندى منلى؟

په ځواب كې جعفر بن ابي طالب (رضي الله عنه) د مسلمانانو په نمايندګۍ وويل: اې پاچا! مونږ د جاهليت په تيارو كې ژوند كاوه، د بتانو عبادت به مو كاوه او مردارې به مو خوړلې، فساد او فحشاء عموميت درلود د خپلوۍ اړيكې به مو شلولې، د ګاونډيتوب حقوق مو نه مراعاتول، د زور خاوندانو به د بې وزله خلكو وينې زبيښلى. مونږ په همداسې يوه حالت كې وو چې الله تعالى زمونږ له مينځ نه رسول راته راواستاوه، داسې رسول چې مونږ يې د توحيد او د يوه خداى د عبادت په لور دعوت كړو، او دا يې راته وښوول چې د توحيد لاره غوره كړو، د تيږو او بتانو عبادت چې مونږ او زمونږ پلرونو به كاوه پريږدو. نوموړى (رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ) مونږ ته دا امر كړى چې رښتيا به وايو، امانت به ساتو، د خپلوۍ اړيكې به ټينګې او مضبوطه وو، له ګاونډيانو سره به نيكي كوو، له وينې تويولو او محارمو نه به ځان ساتو. له هر ډول فساد او فحشاء، دروغو، د يتيم له مال خوړلو، په پاك لمنو ښځو پسې له تور او تهمت ويلو نه يې په كلكه منع كړي يو. او دا امر يې راته كړى چې يوازې د يوه الله عبادت به كوو، له هغه سره به شريك نه نيسو. د لمانځه او روژې امر يې راته كړى، او داسې نور اسلامي امور يې ورته ياد كړل زياته يې كړه :

نو مونږ هم د هغه خبره ومنله او ايمان مو ورباندې راوړ، او هغه دين مو ومانه چې د الله تعالى له لوري نه يې راته راوړى دى. د يوه الله عبادت مو پيل كړ، هيڅ شريك نه ورسره نيسو، څه يې چې حرام كړي هغه  حرام او څه يې چې روا بللي هغه روا شميرو. او همدا وجه  وه چې زمونږ قوم پر مونږ ظلمونه پيل كړل، ډير يې وكړولو تر څو د الله تعالى له عبادت نه مو واړوي، او بيرته د بتانو عبادت پيل كړو او بيرته هماغه خباثت او جاهليت ته وګرځو. هغوى په مونږ هر ډول ظلمونه وكړل، مونږ يې نه پريښودو چې خپل ديني شعائر ادا كړو، مونږ يې له خپل دين نه منعې كولو، نو مجبور شو چې خپل وطن پريږدو او ستا وطن ته راشو، مونږ ته غوره كړئ يې، او ستا ګاونډيتوب مو اختيار كړئ، او دا هيله لرو چې ستا په پاچاهۍ كې په مونږ ظلم ونشي.

نجاشي ورته وويل له هغه څه نه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د الله تعالى له لوري راوړي، څه شى درسره شته؟

جعفر (رضي الله عنه) ورته وويل: هو. نجاشي ورته وويل: نو راته وې لوله. جعفر (رضي الله عنه) د (كهيعص) د پيل څو آيتونه ورته تلاوت كړل. نجاشي دومره وژړل چې ږيره يې لمده شوه، اساقفه (ديني عالمانو) هم د قرآنكريم په اوريدو سره وژړل. بيا نجاشي ورته وويل: قسم په خداى چې دا او هغه څه چې حضرت عيسى (عليه السلام) راوړي دواړه له يوې منبعې نه سر چينه اخلي. بيا يې عمرو بن العاص او عبدالله بن ابي ربيعه ته په خطاب سره وويل: چې لاړ شئ قسم په خداى چې دوى به تاسې ته ونه سپارم. نو هغوى دواړه له نجاشي نه راووتل. بيا عمرو بن العاص خپل ملګري عبدالله بن ابي ربيعه ته وويل: سبا به زه ورسره ګورم، داسې كار به پرې وكړم چې دوى به هم حيران شي بيخې به يې ورباندې ورك كړم. عبدالله بن ربيعه ورته وويل: نه، داسې مه كوه، ځكه هغوى هم خپلوان لري، كه څه هم له مونږ سره مخالف دي. خو عمرو بن العاص پخپل نظر ټينګار كاوه او د عبدالله خبره يې ونه منله.

په سبا يې نجاشي ته وويل: اې پاچا! آيا ته خبر يې چې دا خلك (مهاجرين) دعيسى (عليه السلام) په هكله څه وايي؟ نجاشي هغوى راوغوښتل چې پوښتنه  ورنه وكړي چې د عيسى (عليه السلام) په هكله څه عقيده لري؟ هغوى لومړى وويريدل خو بيا يې په رښتيا ويلو اتفاق وكړ، او دربار ته ورغلل. نجاشي ورنه پوښتنه وكړه. جعفر (رضي الله عنه) ورته وويل: مونږ د عيسى ( عليه السلام) په هكله هغه څه وايو چې زمونږ نبي (عليه السلام) راته راوړي دي، مونږ وايو چې عيسى (عليه السلام) د الله بنده، د الله رسول او د الله روح او هغه كلمه ده چې پاك لمنې او پيغلې مريمې ته يې القاء كړې وه.

ددې خبرې په اوريدو سره نجاشي له ځمكې نه يو ډكى را اوچت كړ او ويې ويل: قسم په خداى چې عيسى (عليه السلام) لدينه چې تاسې وويل ددې ډكي په اندازه هم اخوا ديخوا ندى. درباريان يې وپښيدل او وځمبيدل، نجاشي ورته وويل: كه تاسې هر څو وپښيږئ خبره همداسې ده.

بيا يې مسلمانانو ته وويل: ځئ، تاسې زما په ملك كې په امن يې، كه چا درته بد وويل، جريمه به شي، درى ځله يې دا خبره وكړه، زياته يې كړه، كه څوك راته د سرو زرو غرونه هم راكړي له تاسو نه كوم يوه ته به تكليف او اذيت رسولو ته زړه ښه نكړم.

بيا يې خپلو كسانو ته امر وكړ چې ددې دواړو تحفې بيرته وركړي، زه ورته څه اړه نلرم، قسم په خداى، الله تعالى چې كله ماته خپله پاچايي بيرته راكړې نو رشوت يې ندى رانه اخيستى، تر څو زه پدې لاره كې رشوت واخلم، همدارنګه الله تعالى زما په هكله  د خلكو خبرې ندي منلې چې اوس زه د الله تعالى په هكله د خلكو خبرې ومنم.

ددې كيسى روايت كوونكې ام سلمه (رضي الله عنها) وايي: هغوى دواړه له خپلو تحفو سره په ډير شرم او خجالت سره راووتل، او مونږ هملته په همغه غوره ځاى او له غوره ګاونډي سره پاتې شوو.(1)

دا د ابن اسحاق روايت دى نور وايي چې عمرو بن العاص نجاشي ته له بدر نه وروسته ورغلى و، ځنې نور وايي چې عمرو بن العاص دوه ځله حبشې ته ورغلى و.(٢)

خو هغه روايتونه چې وايي عمرو بن العاص  دوه ځله حبشې ته ورغلى و، دوى په دوهم ځل ورتګ كې تقريباً هماغه سوال او ځواب رانقلوي كوم چې په لومړي ځل كې د جعفر (رضي الله عنه) او نجاشي تر مينځه شوى او ابن اسحاق رانقل كړى دى. او بله دا چې د همدې سوال او ځواب موضوع او مطلب پدې دلالت كوي چې دا مناقشه د نجاشي په وړاندې په لومړنۍ مرافعه كې تر سره شوې وه.

د مشركينو دا توطئه شنډه شوه، مكر او فريب يې ونه چليده، او پدې پوه شول چې د خپلو پولو نه اخوا د دوى مكرونه اغيزه نلري، نو په بل فكر كې شول، او بالاخره دې نتيجې ته ورسيدل چې ددې مشكل حل دا دى چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپل دعوت نه واړوي او كه نه اعدام يې كړي، خو پدې لاره كې ستر خنډ ابو طالب و ځكه هغه د خپل وراره ترخوا ولاړ و او د مشركينو له ظلمونو نه يې خوندي ساته، نو مشركينو تصميم ونيو چې پدې هكله له ابو طالب سره مقابله وكړي.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د