fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – یولسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري

ژباړن:سلطان محمود صلاح

قريش ابو طالب تهديدوي

د قريشو مشران او مخور خلك ابو طالب ته ورغلل او ورته ويې ويل: اې ابو طالبه! ته زمونږ يو شريف مشر يې، په ډير اهميت درته قايل يو، مونږ درنه غوښتي و چې خپل وراره لدې دعوت نه منع كړې خو تا هغه منع نكړ، نو مونږ نور دا نه شو زغملاى چې زمونږ پلرونو ته دې بد رد وويل شي، زمونږ په عقلونو پورې دې ملنډې ووهل شي، او زمونږ معبودان دې توهين او ورټل شي او خبرې دې ورپسې وشي، ستا خوښه وراره دې لدې كارنه اړوې او يا زمونږ سره مخامخ جګړه اعلانوې تر څو چې يو طرف تباه او مسئله هواره شي.

په ابو طالب باندې دا تهديد او اخطار سخت تمام شو، خپل وراره حضرت محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې راوغوښت او ورته ويى ويل: وراره! ستا د قوم خلك راته راغلي وو، داسې خبرې يې راته وكړې، نو لږ زما او د خپل ژوند خيال وساته، او ما په داسې څه مه مجبوره وه چې له وسه مې اوچت وي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ګومان وكړ لكه چې تره يې هم د ده مرسته پريښوده نور كومك نه ورسره كوي، نو ويى فرمايل: ((يا عم، و الله لو وضعوا الشمس في يميني و القمر في يساري على أن أترك هذا الامر – حتى يظهره الله أو أهلك فيه ما تركته) اې تره! قسم په خداى كه هغوى لمر راته په ښي لاس او سپوږمۍ راته په چپ لاس كې راكړي چې دا كار پريږدم، خو زه به دا كار (دعوت) تر هغې پورې پرې نه ږدم چې يا يې الله تعالى بريالى كړي او يا يې زه په لاره كې ووژل شم. دا خبره يې وكړه له سترګو يې اوښكې روانې شوې او پاڅيد. ابو طالب غږ پسې وكړ، هغه مخ ورته راواړوه، نو ده ورته وويل: وراره! ورځه څه دې چې زړه وي هماغه وايه، قسم په الله چې له مرستې به دې لاس وانخلم او نه به دې چاته پريږدم(1). او بيايې دا شعر ووايه:

والله لن يصـلوا إليك بجـمعهم             حتى أوسـد في التـراب دفينا
فاصدع بأمرك ما عليك غضاضۍ              وابشر و قربذلك منك عيونا(2)

[قسم په خداى كه هغوى له خپلو دې ټوليو سره تر هغې تا ته در ورسيدى شي، تر څو زه په خاورو كې ښخ شوى نه يم. خپله خبره په ډاګه كوه په تا هيڅ اعتراض نشته، خوشاله اوسه او سترګې دې پدې سره روښانه.]

قريش د دوهم ځل لپاره د ابو طالب په وړاندې

كله چې قريشو وليدل رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل دعوت په مخ بيايي، ابو طالب هم د  رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مرسته نه پريږدي، او پدې لاره كې د قريشو دښمنۍ او مقابلې ته تيار دى. نو مشركان سره راټول شول او عماره بن وليد بن مغيره يې ابو طالب ته ورووست او ورته ويې ويل: ابو طالبه! دا د قريشو تر ټولو غيرتي، پوه او ښكلى ځوان دى، ته دا واخله له عقل او قوت نه يې ګټه اخله، او د ځان لپاره يې زوى ونيسه په بدل كې يې خپل هغه وراره مونږ ته راكړه كوم چې ستا او ستا د پلرونو له دين نه اوړيدلى، په قوم كې يې بې اتفاقي اچولې، تر څو مړ يې كړو، سړى به دې په سړي وي نور څه غواړې؟

ابو طالب ورته وويل: دا ستاسې ډيره غلطه فيصله ده او دا څومره خرابه سودا ده چې له ماسره يې كوئ. تاسې خپل زوى ددې لپاره ماته راكوئ چې درته لوى او چاغ يې كړم او له مانه غواړئ خپل زوى درته وسپارم چې مړ يې كړئ، قسم په الله چې هيڅكله به هم داسې ونشي.

پدې وخت كې مطعم بن عدي بن نوفل بن عبد مناف وويل: ابو طالبه! دې خلكو د انصاف خبره درته وكړه، هغوى له خپله طرف ډيرې هلې ځلې وكړې او څه چې نه خوښوي له هغه نه د خلاصون هڅې يې هم وكړې، خو ته نه غواړې چې د دوى پيشنهادونه ومنې! ابو طالب ورته وويل: قسم په خداى كه دا انصاف وي، تاسو بالكل د انصاف خبره نده كړې، تا زما د ذلت پريكړه كړيده، او لدې قوم سره زما په خلاف دريدلى يې، نو هر څه چې كوې كوه يې.(1)

تاريخي مصادرو ددې دواړو ليدنو او يا په بل عبارت ابو طالب ته د قريشو ددې پيشنهادونو وخت او نيټه نده ښوولې، خو د قرائنو او شواهدو له ليدو او پلټلو وروسته دا په ډاګه كيږي چې دا دواړه پيښې د نبوت د شپږم كال په منځنۍ برخه كې واقع شوې، او د دواړو ليدنو تر مينځ ډيره كمه موده وه.

د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مرګ توطئه

كله چې د مشركينو دا چلونه ټول ناكام شول او لدې لارى نه يې څه تر لاسه نشواى كړى، نو يې بيرته هماغه د ظلم او زياتي پخوانۍ لاره ونيوه، خپل ظلمونه او وحشتونه يې څو چنده كړل، او پدې لټه كې شول چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له كومې لارې په شهادت ورسوي. خو د دوى دا فريب او چل هم بيرته د دوى په زيان او د مسلمانانو په ګټه تمام شو، او د قريشو د همدې ظلمونو او همدې توطئې په نتيجه كې د مكې دوه قهرمانان حمزه بن عبدالمطلب او عمر بن الخطاب (رضي الله عنهما) په اسلام مشرف شول.

د قريشو لدې وحشتونو او ظلمونو نه دلته څو د مثال په توګه وړاندې كوو: يوه ورځ  عتيبه بن ابي لهب رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورغى او ورته ويى ويل:   زه په ((وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَى)) كافر يم، او((دَنَا فَتَدَلَّى)) نه منم. ورپسې يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كميس ورڅيرې كړ، په مخ يې ورتف كړل خو لاړې يې ورباندې ونه لګيدې. پدې وخت كې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ښيره ورته وكړه او ويى فرمايل: (اللهم سلط عليه كلبا من كلابك) اې خدايه! له خپلو سپيو نه يو سپى ورباندې و ګماره. الله تعالى د خپل رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا دعا قبوله كړه، څه وخت وروسته عتيبه بن ابي لهب د قريشو له يوې ډلې سره په سفر لاړ او كله يې چې د شام په (زرقا) نومې ځاى كې واړول، په همدې شپه يو زمرى راغى، عتيبه چې وليد نو ويى ويل: افسوس اې وروره! قسم په خداى چې دا زمرى به ما خوري، لكه څرنګه چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ښيره راته كړيده، اوس هغه په مكه كې دى خو زه يې دلته (په شام كې) ووژلم. زمري ورباندې ور ټوپ كړ، له سر نه يې راونيو دانګې دانګې يې كړ.(1)

ويل كيږي چې يو ځل رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د الله په حضور كې سر په سجده ايښى و چې عقبه بن ابي معيط راغى او د الله د رسول پر مباركه غاړه يې پښه وركيښوده او دومره زور يې ورباندې وكړ چې نژدې وه  د رسول كريم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مباركې سترګې راووزي.(2)

دا چې د قريشو طاغوتيانو غوښتل رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په شهادت ورسوي، ددې خبرې د صحت او اثبات لپاره د ابن اسحاق هغه اوږد روايت كافي دى چې وايي:

ابو جهل وويل: اې قريشو، وينئ چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زمونږ دين عيبجن كوي، عيوب يې بيانوي، زمونږ پلرونو ته بد وايي، زمونږ په عقلونو پورې خاندي، زمونږ معبودان هم كنځي، نو زه له خداى سره عهد كوم چې يوه دومره لويه تيږه به اخلم چې پورته كولى يې شم او كله چې هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سجده وكړه نو په ده سره به يې وروولم چې ككره يې ميده ميده شي. تاسې بيا ما و ساتئ او دفاع رانه وكړئ، بيا دې د بنو عبد مناف لاس خلاص وي څه چې كړى شي ويې دې كړي. قريشو ورته وويل: قسم په خداى كه دې هيچا ته هم وركړو، ته خپل كار وكړه، مونږ درسره يوو.

سبا سهار ابو جهل همداسې يوه تيږه واخيسته او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په انتظار كيناست. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خپل عادت سره سم راغى او په عبادت يې پيل وكړ، قريش هم ټول راغلي وو او پخپلو ځايونو ناست وو، كتل يې چې ابو جهل څه كوي. كله چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په سجده پريوت، ابو جهل هغه تيږه راپورته كړه او د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خوا ور روان شو، خو چې ور نژدې شو په ويره سره په شا راغى بنگه يې الوتې وه، دومره ويرې اخيستى و چې تيږه يې له لاسونو خطا شوه او پر ځمكه ولويده. د قريشو مشركان ورپورته شول او ورته ويې ويل: څه درباندې وشول اې ابا الحكمه؟ ده ورته وويل: زه ور روان شوم تر څو لكه پرون مې چې تاسې ته ويلى و هغه تيږه يې په سر وروولم، خو كله چې ورلنډ شوم يو داسې اوښ مې مخې ته راغى چې ډير لوى سر او لوى لوى غاښونه او اوږده غاړه يې درلوده او ما پخپل ژوند كې داسې اوښ ندى ليدلى غوښتل يې ما وخوري.

ابن اسحاق وايي:  اوريدلي مې دي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايلي: ((ذلك جبريل (عليه السلام) لو دنا لډخذه)) هغه جبريل (عليه السلام) و كه نژدې شوى واى نو را  نيولى به يى واى.(1)

ورپسې ابو جهل له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره هغه څه وكړل چې د حمزه بن عبدالمطلب (رضي الله عنه) د اسلام راوړلو سبب شول او په راتلونكير كې به ورنه يادونه وكړو.

د قريشو طاغوتيانو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د قتل توطئه په خپلو زړونو كې ښه پخه كړې وه. ابن اسحاق له عبدالله بن عمرو بن العاص نه روايت كوي چې وايي: قريش د كعبې تر خوا غونډ ناست وو، زه هم ورغلم او له دوى سره كيناستم. د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هكله يې خبرې پيل كړې او ويل يې مونږ لدې سړي سره له دومره صبر او حوصلې نه كار واخيست چې بل هيچا ته مو هم دومره صبر ندى كړى. دوى همدا خبرې كولى چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راښكاره شوه، راغى حجر اسود يې مچي كړ د بيت الله طواف يې پيل كړ او كله چې د طواف په ضمن كې له قريشو نه تير شو، نو دوى ځنې بدې خبرې ورته وكړې، طعنې يې وركړى. ما د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مبارك مخ كې ددې خبرو اثر وليد. دوهم ځل چې بيا ورنه تير شو بيايې همغسې بدې خبرې ورته وكړې، بيا مې هم ددې خبرو اثر دده په مبارك مخ كې وليد. دريم ځل چې بيا ورنه تير شو، بيا يې همداسې خبرې ورته وكړې، نو رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ودريد او ويې فرمايل:  (‏ډتسمعون يا معشر قريش، ډما والذي نفسى بيده، لقد جئتكم بالذبح‏) [اې قريشو! واورئ، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په واك كې دى چې ما تاسې ته ستاسې د قتل او ذبحې حكم راوړى دى.] د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دې ارشاد خلك تر خپل تاثير لاندې راوستل، او داسې چوپ او آرام كيناستل تا به ويل چې د هر يوه په سر مرغه ناست دى، تر دې چې د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مقابل كې تر ټولو شديد او سخت سړي به هم ډير نرم الفاظ او خوږې خبرې كولې او پدې سره به يې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه د رحمت سوالونه كول او ورته ويل به يې، اې ابو القاسمه بيرته لاړشه، قسم په خداى ته كله هم نادان نه وې!

په سبا باندې بيا پداسې حال كې چې هغوى د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هكله خبرې كولى هغه مبارك تشريف راوړ، چې هغوى وليد يو ځل ټول ورپاڅيدل او د الله تعالى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې راګير كړ. عبدالله بن عمرو بن العاص وايي: ما وليدل چې يوه سړي رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر چادر كلك رانيولى و، ابوبكر (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خواته ولاړ دى او پداسې حال كې چې ژاړي وايي: آيا تاسو هغه څوك وژنىئ چې وايي: الله زما رب دى؟ وروسته بيا قريشو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پريښود، راوي وايي: تر كومه چې ما ليدلي دا په رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) باندې د قريشو تر ټولو ستر ظلم و.(1)

امام بخاري له عروه بن الزبير نه روايت كوي وايي: ابن عمرو بن العاص ته مې وويل چې پر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) باندې د قريشو د تر ټولو ستر ظلم په هكله معلومات راكړه. هغه راته وويل: پداسې حال كې چې نبي اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د كعبې سره خوا كې په عبادت بوخت و عقبه بن ابي معيط راغى او خپل چادر يې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په غاړه كې ورواچاوه او دومره يې تاوكړ چې نژدې و زندۍ شي، پدې وخت كې ابوبكر الصديق (رضي الله عنه) راغى هغه يې ټينګ راونيو او له رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه يې ايسته ټيل واهه او ويې ويل: آيا هغه څوك وژنې چې وايي الله مې رب دى؟(٢)

او په هغه حديث كې چې اسماء (رضي الله عنها) روايت كړى راځي: يو چا ابوبكر (رضي الله عنه) ته چيغه  وكړه چې هله د ملګري كومك ته دې ورشه! نو ابوبكر (رضي الله عنه) په منډه ور ووت، دغه وخت چې له كوره ووت د سر ويښتان يې څلوركوڅۍ وو او ويل يې: آيا تاسې هغه څوك وژنئ چې وايي: الله مې رب دى؟ يعنى يوازې پدې ګناه يې وژنئ چې وايي الله زما رب دى؟ پدې وخت كې مشركينو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پريښود او په ابوبكر (رضي الله عنه) ورټول شول، او كله چې بيرته كورته راغى نو په سر يې يو ويښته هم نه و كوڅۍ يې ټولې ورباندې شكولې وې، او كه كوم يو ويښته پاته و، نو هغه زمونږ له لاسونو سره تويې شو.١

—————————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د