دیني، سیرت او تاریخ

بې ضرورته فقر او سوال کول

بسم الله الرحمان الرحيم – نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

ځيني خلګ داسي شته چي هغوی له خلګوسوال کول دځان لپاره کاروبارګرزولی دی اوله دې لاري  دځان لپاره روزي پيداکوي،په داسي حال کي چي روغ رمټ وي،مزدوري کولای شي،ګټه کولای شي،خوبياهم مزدوري اوکاروبارنه کوي اوپه ډېري چالاکۍ سره له خلګوسوال کوي.

مکراوفريب کوي،کله وژاړي،کله بله داسي بهانه خلګوته کوي  چي مريض مي په هسپتال کي پروت دی،داپرېشن لپاره يې  روپۍ نه لرم!

خوپه داسي حال کي چي دوی درواغ وايي اوحقيقت هغسي نه وي لکه څنګه چي يې دی خلګوته وايي.

نوداسي سوال کبيره(لويه)ګناه ده اوپرته له مجبورۍ له خلګوسوال دسختوعذابونولامل ګرزي.

له حضرت عبدالله بن عمررضي الله عنهماڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: چي يوسړی له خلګوڅخه برابرسوال کوي تردې چي دقيامت په ورځ به په داسي حال کي راشي چي دده پرمخ به دغوښي ذره ټوټه هم نه وي(بخاري،مسلممشکاة المصابيح ۱۲۰)

دابه دده نښه وي چي خلګ  يې له لري وويني، پېژني به يې، چي داسوالګردی، په دُنيا کي يې خپل آبرواوعزت دسوال کولو له امله ختم کړي وو، نوپه آخرت کي به هم دټولوپه وړاندي بې عزته اورسواوي.

ټول خلګ به يې پېژني چي دادی هغه کس چي بې ضرورته يې فقرکاوواودايې دځان لپاره کاروبارګرزولی وو.

          له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:څوک چي له خلګوڅخه دمال دډېرولولپاره سوال کوي،هغه(داور)دسکروټوسوال کوي(يعني داجمع کړی مال به ددوزخ داورسکروټي شي،چي دی به سوځوي)نواوس ئې خوښه ده که لږغواړي که ډېر(مشکوة المصابيح ص162. له مسلم څخه)

        کاروباري سوالګرچي دفقيرانودشکل په جوړولوسره سوال کوي اودنوي طريقې سوالګر(چي دهغوی دسوال کولوډېري طريقې دي)ټول ددې حديث په وعيداوعذاب کي داخل دي.

ددغوکاروباريانويوبل ضررداهم دی چي خلګ يې په ټولوسوالګروشکمن کړي دي.

که څوک په رښتيامجبوره وي،نوهم ډېرخلګ خيرات ورکولوته زړه نه ښه کوي اودشک په سترګه ورته ګوري.

نوداهم ددغوکاروباري سوالګروله لوري داصلي غريبانوسره يوه لويه جفااوسترظلم دی.

خومادخيراوخيرات خلګوته پکارده چي له دې امله دي خيراتونه نه پرېږدي،دوی ته به انشاءالله تعالی  الله پاک ددوی دنيت موافق ثوابونه ورکوي.

دسوال يوتاوان داهم دی چي انسان دټول عمرلپاره سُست اوناراست آموخته کوي.

که يواري څوک په دې مفته ګوله اخته شو،بياکاروبارنشي کولای،پرځان تکليف نشي تېرولای.

ټول عمربياله سوال پرته بل کارنشي کولای.

نوبايدله دغه کارڅخه ځان وساتل شي اونورڅوک هم که په دغه رنځ اخته وي،سريې ورخلاص کړل شي چي دالله بنده!داکارپرېږده!په دې سره دي آخرت خرابېږي.

که يوڅوک په رښتياغريب وي،کاروبارهم نشي کولای،معذوروي،له سختي مجبورۍ له خلګو د خير او خيرات غوښتنه کوي، نو دغه کس مجبوردی، په دې وعيدکي انشاءالله داخل نه دی.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال: مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x