الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – دولسمه برخه

ليکوال: مولانا صفي الرحمن مبارکپوري

ژباړن: سلطان محمود صلاح

حمزه (رضي الله عنه) د ايمان په لار

پداسې حال كې چې د مكې فضا د ظلم او طغيان تورو تيارو نيولې وه، د حمزه بن عبدالمطلب (رضي الله عنه) په ايمان راوړلو سره د مومنانو زړونو ته نويو هيلو او آرزوګانو لاره ومونده. حمزه (رضي الله عنه) د نبوت د شپږم كال په وروستيو په غالب ګمان د ذي الحجې په مياشت كې ايمان راوړى دى.

د حمزه (رضي الله عنه) د ايمان راوړلو كيسه داسې ده: يوه ورځ ابو جهل د صفا له غونډۍ سره رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته اذيت ورساوه، بدې خبرې يې ورته وكړې، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چوپ و هيڅ يې هم نه ورته ويل: بيا ابو جهل پورته شو او رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې په يوه تيږه وواهه، مبارك سر يې ورمات كړ او وينې ترې روانې شوې، بيا ابو جهل ورنه روان شو اود كعبې تر خوا له قريشو سره كيناست. د عبدالله بن جدعان يوې وينځې چې د صفا پر غونډۍ پخپل كوركې وه دا صحنه وليده، پدې وخت كې حمزه (رضي الله عنه) له ښكار نه راغى، ليندۍ يې په لاس كې وه. نوموړې وينځې د ابو جهل د دې ناروا كيسه ورته وكړه. حمزه (رضي الله عنه) چې د قريشو  تر ټولو زړور او غيرتي ځوان و يو ځل  په قهر او جوش راغى، روان شو تر څو ابو جهل وويني او حمله ورباندې وكړي، مسجد ته ننووت د ابو جهل سرته ودريد، او ورته ويې ويل: (يا مصفراسته) _ځكه چې ابوجهل په مقعد كې په پيس مرض اخته و_ اې بې غيرته! ته زما هغه وراره ته كنځلې كوې چې زه يې په دين يم؟ بيا يې په ليندۍ يو كلك ګوزار ورباندې وكړ او سر يې ورمات كړ. پدې  وخت كې د ابو جهل د كورنۍ ( بني مخزوم) او د حمزه (رضي الله عنه) د كورنۍ (بنو هاشم) خلك سره راپورته شول، خو ابو جهل وويل: ابو عماره (حمزه) پريږدئ ما يې وراره ته ډيرې بدې خبرې كړيدي.(٢)

د حمزه (رضي الله عنه) ايمان راوړل په لومړي سر كې د يوه ننګ او غيرت له امله وو پدې ننګ كې ګير راغلى و چې وراره ته يې چا په سپكه سترګه كتلي وو، اذيت يې ور رسولى و، خو وروسته يې الله تعالى سينه پراخه كړه، او په اسلام ټينګ ودريد(١). او د حمزه (رضي الله عنه) ايمان هغه حمزه چې په غيرت او شجاعت كې يې سارى نه درلود د مسلمانانو لپاره د ډير عزت او قوت سبب شو.

عمر (رضي الله عنه) د مومنانو په ليكو كې

په همدې وخت كې چې مكه د كفر او طغيان وريځو تياره كړې وه، د الله تعالى له پلوه مسلمانانو ته يو بل د اميد څراغ بل شو يعنى عمر (رضي الله عنه) د مومنانو په ډله ورګډ شو. عمر (رضي الله عنه) د حمزه (رضي الله عنه) له اسلام منلو نه درى ورځې وروسته ٢د نبوت د شپږم كال د ذي الحجې په مياشت كې په اسلام مشرف شو٣.

رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له الله تعالى نه د هغه د اسلام سوال كړى و. ترمذي له ابن عمر (رضي الله عنه) او طبراني له ابن مسعود (رضي الله عنه) نه روايت كوي چې رسول الله (عليه السلام) فرمايلي: ((اللهم ډعز الږسلام بډحب الرجلين ږليك: بعمر بن الخطاب ډو بډبي جهل بن هشام)). يعنې اې خدايه! ته اسلام ته په عمربن الخطاب او يا  ابو جهل بن هشام هر يو چې تا ته  ګران وي  عزت او قوت وركړې. الله تعالى ته عمر (رضي الله عنه) منظور و او همدى په اسلام مشرف شو٤.

كه ټولو هغو روايتونو ته كوم چې د عمر (رضي الله عنه) د اسلام راوړلو په هكله راغلي دي نظر واچوو، نو دا به راته په ډاګه شي چې اسلام د عمر (رضي الله عنه) زړه ته په تدريجي توګه لاره موندلې ده، خو مخكې لدينه چې ددې روايتونو لنډيز وړاندې كړو، لازمه وينم چې د عمر (رضي الله عنه) د احساساتو او عاطفې په هكله څه خبره وكړم:

عمر (رضي الله عنه) په شجاعت او غيرت مشهور و، حساس او تندخوى يې درلود،  له لاسه يې مسلمانانو ډير كړاوونه ليدلي دي، خو په ذهن كې به يې تل كشمكش او مقابله وه، له يوې خوا يې د پلرونو او اجدادو عاداتو او تقاليدو ته زيات احترام درلود، له لهو او لعب او شرابو سره روږدى او عادت شوى و، خو له بلې خوا به دېته هم په تعجب كې و چې مسلمانان د خپلې عقيدې په لار كې دا دومره تكليفونه او ستونزې څه ډول ګالي؟! د مسلمانانو له غيرت او ثبات نه ډير متاثر شوى و، او كله كله به يې په زړه كې دا هم راګرزيدل چې كيداى شي اسلام له نورو نه پاك او اوچت وي. لكه غزالي چې وايي(1): دده په ذهن كې د همدغه متناقضو نظرياتو له امله وه كله به چې احساساتي شو نو ډير ژر به بيرته نرم او آرام شو.

د عمر (رضي الله عنه) د اسلام په هكله د مختلفو رواياتو جمع او لنډيز

يوه شپه عمر (رضي الله عنه) له كور نه د باندې ويده كيدو په نيت راووت، حرم شريف ته لاړ او د كعبې شريفې تر پوښ لاندې ننوت، دا په داسې حال كې چې رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په لمانځه ولاړ دى او د (الحاقه) سورت لولي. عمر (رضي الله عنه) قرآنكريم ته غوږ ونيو، ډير ورته په تعجب كې شو. عمر (رضي الله عنه) وايي: له ځان سره مې وويل: لكه قريش چې وايي محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) شاعر دى، وايې په همدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا آيت تلاوت كړ ((إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ * وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ قَلِيلاً مَا تُؤْمِنُونَ)) (الحاقۍ: 40 –41) [بيشكه دا (قرآن) خبره د رسول مكرم عزتمن ده او نه ده دا خبره د كوم شاعر، بيخې لږ ايمان راوړئ تاسې (بلكه نه مومنان كيږئ).

وايي: بيا مې وويل: دا كاهن دى، نو هغه دا آيت تلاوت كړ: ((وَلا بِقَوْلِ كَاهِنٍ قَلِيلاً مَا تَذَكَّرُونَ (42) تَنزِيلٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ (43) د سورت تر پايه، [او نه ده دا خبره د كاهن (تيروتي لكه چې تاسو ګومان كوئ) لږ پند اخلئ تاسې (بلكه نه يې اخلئ).]

وايي: نو پدې وخت كې مې اسلام پر زړه اغيزه وكړه.(2)

دا د عمر (رضي الله عنه) پر زړه د اسلام لومړنۍ اغيزه وه، خو جاهلي عادات او د پټو سترګو تقليد دومره ورباندې زورور وو چې نه يې پريښود حق ته سلامي شي، هماغه د جاهليت په لار روان و او د اسلام په خلاف يې خپلو هلو ځلو ته ادامه وركوله.

له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې زياته كينه او دښمني درلوده، يوه ورځ يې توره واخيسته او پدې نيت له كوره ووت چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به په شهادت رسوي. د لارې په اوږدو كې له نعيم بن عبدالله  النحام العدوي سره مخ شو(1). څوك وايي د بني زهره قبيلې له كوم سړي (2) او په بل روايت د بني مخزوم قبيلې٣ له كوم كس سره مخامخ شو. هغه ورته وويل: اې عمره! چيرته روان يې؟ ده وويل: ځم چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ووژنم. هغه ورته وويل: بيا به له بني هاشم او بني زهره نه څنګه ځان خلاصوې؟  عمر (رضي الله عنه) په ځواب كې ورته وويل: داسې ښكاري لكه چې ته هم له خپل دين نه اوړيدلى يې؟ هغه ورته وويل: عمره! له يوې عجيبې پيښې نه دې خبر نكړم؟ هغه دا چې ستا خور او ستا د خور خاوند دواړه ستا له دين نه اوړيدلي دي. عمر (رضي الله عنه) بيرته راوګرځيد او خپلې خور او د هغې خاوند  ته ورغى، د هغوى په كور كې خباب بن الارت (رضي الله عنه) و او يوه صحيفه (پانگه) هم ورسره وه چې د (طه) سورت ورباندې ليكل شوى و، او دوى دواړو ته يې ورزده كاوه. خباب (رضي الله عنه)  چې كله پوه شو عمر (رضي الله عنه) راغى نو ژر پټ شو، او د عمر خور فاطمې ( رضي الله عنهما) هغه صحيفه هم پټه كړه، خو عمر (رضي الله عنه) د خباب (رضي الله عنه) غږ اوريدلى و چې دوى ته يې قرآنكريم تلاوت كاوه، كله چې كورته ور دننه شو ويى ويل: دا څه و چې ما واوريدل؟ هغوى ورته وويل: مونږ پخپل منځ كې خبرې كولې، نور څه خو نه وو. ده ورته وويل: دا څه و چې ما واوريدل؟ هغوى بيا ورته وويل: مونږ پخپل مينځ كې خبرې كولى، نور څه خو نه و. ده ورته وويل: لكه چې له خپل دين نه ګرزيدلي يئ؟ د خور خاوند يې ورته وويل: اې عمره! كه حق ستا له دين نه پرته په بل څه كې وي، نو بيا؟ عمر (رضي الله عنه) ورباندې ورټوپ كړ او په ځمكه يې راچپه كړ، خور يې راغله او عمر (رضي الله عنهم) يې له خپل ميړه نه راپورته كړ، نو هغې ته يې هم داسې يوه څپيړه وركړه چې پر مخ يې وينې را روانې شوې. ابن اسحاق وايي هغه يې هم ووهله او سر يې ورمات كړ. نوموړى (رضي الله عنها) پداسې حال كې چې غوسې اخيستې وه ورته وويل: اې عمره! پداسې حال كې چې حق ستا له دين نه پرته په بل څه كې دى، نو زه شاهدي وايم چې: له يوه الله پرته بل څوك د عبادت وړ نشته او شاهدي وايم چي محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د الله تعالى رسول دى (ډشهد ډن لا ږله ږلا الله و ډشهد ډن محمدا رسول الله).

نو كله چې عمر (رضي الله عنه) نا اميده شو، او دا چې د خور وينې يې وليدې، خفه او په خپلو كړو پشېمانه شو، او ويى ويل: دا كتاب چې درسره و، راكړئ چې ويې لولم. خور يې ورته وويل: ته نجس او ناپاك يې او دا كتاب نا پاكان نه شي اخيستئ (نه يې شي لمس كولئ)، ولاړ شه، غسل وكړه. هغه هم پاڅيد او غسل يې وكړ، او  بيا يې هغه صحيفه واخيستله او ((بسم الله الرحمن الرحيم)) يې تلاوت كړه ويې ويل: پاك او سپيڅلي نومونه، بيا يې (طه) تر ((إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمْ الصَّلاةَ لِذِكْرِي (14). پورې تلاوت كړ.

[بيشكه زه چې يم هم دا زه الله يم، نشته لايق د عبادت بل هيڅوك مګر هم دا زه يم پس عبادت كوه زما او سم دروه (ادا كوه) لمونځ د پاره د ذكر (يادولو) زما.]

او ويې ويل: دا څومره ښكلى او اوچت كلام دى، ما ته محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راوښاياست. خباب (رضي الله عنه) چې كله د عمر (رضي الله عنه) دا خبرې واوريدې راووت او ويې ويل: زيرى مې درباندې اې عمره! هيله ده چې د پنجشنبې په شپه د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دعا ستا لپاره وي، هغه دعا چې فرمايلي يې وو ((اللهم ډعز الږسلام بعمر بن الخطاب ډو بډبي جهل بن هشام)) او رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اوس د صفا سره په دارالارقم كې تشريف لري.
نو عمر (رضي الله عنه) خپله توره له تيكي راوايستله او له كوره ووت تر څو دارالارقم ته ورسيد، دروازه يې وټكوله يو صحابي (رضي الله عنه)

راپاڅيد او د دروازې له چولو يې وكتل چې عمر (رضي الله عنه) توره په لاس ولاړ دى، ژر يې رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته خبر وركړ. موجود خلك سره راټول شول، حمزه (رضي الله عنه) ورته وويل: څه خبره ده؟ دوى ورته وويل: عمر (رضي الله عنه) دى. ده وويل: دروازه ورته خلاصه كړئ، كه چيرته په خير او ښه نيت راغلي وي، مرسته به يې وكړو، او كه چيرې د شر پخاطر راغلي وي، نو پخپله توره به يې ووژنو. پدې وخت كې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ننه و  وحي ورته كيدله، وروسته راووت او عمر (رضي الله عنه) يې په كوټه كې  وموند، هغه يې له جامو او د تورې له بند نه راونيو،  په شدت سره يې راكش كړ او ورته ويې فرمايل: ‏(‏ډما ډنت منتهيًا يا عمر حتى ينزل الله بك من الخزى والنكال ما نزل بالوليد بن المغيرۍ‏؟‏ الله م، هذا عمر بن الخطاب، اللهم ډعز الږسلام بعمر بن الخطاب‏)‏ [عمره! آيا ته تر هغې له خپلې لارې نه نه ګرزې تر څو چې الله تعالى د وليد بن المغيره په شان سپكاوى او عذاب درباندې نازل كړي؟ دا عمر بن الخطاب دى، يا خدايه! ته اسلام ته په عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) باندې عزت او قوت وركړې.] همدا وه چې عمر (رضي الله عنه) وويل: ((ډشهد ډن لا ږله ږلا الله و ډنك رسول الله)) او پدې ترتيب سره هغه هم په اسلام مشرف شو.  كله چې عمر (رضي الله عنه) د شهادت كلمه وويله په دار الارقم كې په يوه آواز سره د تكبير چيغه او چته شوه چې ټولو خلكو واوريده.(1)

عمر (رضي الله عنه) د بې ساري غيرت او شجاعت درلودونكى و، او دده اسلام راوړل د مشركينو لپاره د ذلت او سپكاوي او د مسلمانانو لپاره د عزت او قوت پيغام و. ابن اسحاق په خپل سند سره له عمر (رضي الله عنه) نه روايت كوي وايي: كله مې چې اسلام راووړ نو فكر مې وكړ چې په مكه كې څوك له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره ډيره كينه او دښمني لري؟ ومې ويل: دا ابو جهل دى، نو كورته يې ورغلم دروازه مې وروټكوله، هغه راووت، او راته ويې ويل: په خير راغلې، خيريت دى، څنګه راغلى يې؟ ما ورته وويل: ددې لپاره راغلم چې پدې دې خبر كړم چې ما په الله او د الله په رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ايمان راوړ، او ټول هغه څه مې ومنل چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راوړي دي. وايي: نو ابو جهل دروازه ورپسي بنده كړه او ويې ويل: خداى دې تا او هغه څه چې راوړي دې دي خراب او برباد كړي.(٢)

ابن جوزي وايي چې عمر (رضي الله عنه) ويلي: كله به چې چا اسلام راوړ، نو خلكو به هغه نه پريښود، جګړې به يې ورسره كولې، هغوى به هغه او هغه به دوى وهل، خو كله چې زه په اسلام مشرف شوم، نو خپل ماما (عاصي بن هاشم) ته ورغلم او له پيښې مې خبر كړ هغه په خونه ننوت. وايي: بيا د قريشو يوه بل مشر  لكه چې ابوجهل وي ته ورغلم ورته ومې ويل چې زه مسلمان شوم هغه هم پخپل كور رانه ننوت(١).

ابن هشام او همدا راز ابن جوزي په لنډه توګه دا روايت رانقل كړيدى: كله چې عمر (رضي الله عنه) ايمان راوړ نو جميل بن معمر الجمحي ته ورغى، نوموړي به د قريشو خبرونه يو بل ته وړل راوړل. معمر ته مې وويل چې زه په اسلام مشرف شوم، جميل بن معمر لاړ او په لوړ آواز چيغه كړه چې اې خلكو: عمر (رضي الله عنه) له دين نه اوړيدلى دى. عمر (رضي الله عنه) چې ورپسې و وويل: دروغ وايي، بلكه ما اسلام راوړى دى. يو ځل مشركين ورباندې راټول شول او وهل ټكول شروع شول تر څو چې لمر ښه رابره شو، عمر (رضي الله عنه) ډير ستړى شو نو كيناست هغوى يې په سر ور كيناستل، ده ورته ويل: كوئ څه چې كولئ شئ، قسم په خداى كه مونږ درى سوه كسه واى، نو بيا به يا مونږ دا وطن پريښوده او يا تاسو.(٢)

لدينه وروسته مشركينو د عمر (رضي الله عنه) په كور حمله وروړه او غوښتل يې هغه په شهادت ورسوي. بخاري شريف له عبدالله بن عمر (رضي الله عنهما) نه روايت كوي وايي: پداسې حال كې چې عمر (رضي الله عنه) په كور كې و او ويرې اخيستى و، چې عاص بن وائل السهمي (ابو عمرو) ورته راغى، ښكلې ليكه داره چپنه او وريښمين كميس يې اغوستې وْ. نوموړى له بني سهم قبيلې څخه وْ، په جاهليت كې زمونږ او هغوى تر مينځ تړون هم وْ، ورته ويې ويل:څه پيښه ده؟ ده ورته وويل: قوم دې غواړي ما ووژني ځكه ما اسلام راوړى. عاص ورته ويې وويل: په تا هيڅوك هم لاس نه شي پورته كولى، كله يې چې دا خبره وكړه، مونږ ډاډه شوو. بيا عاص بيرته ووت،  هلته ګوري چې خوړ خلكو په سر اخيستې، ورته ويې  ويل: چيرته ځىْ؟ هغوى وويل: دا د خطاب زوى عمر (رضي الله عنه) له خپل دين نه اوړيدلى، هغه پسې ورځو. ده ورته وويل: هغه ته څوك څه نه شي ويلى، نو يو ځل خلك په شاشول. او د ابن اسحاق په روايت كې راځي چې داسې شول لكه دمه چې ورنه ختلې وي.

دا خو د مشركينو دريځ او حال وْ، د مسلمانانو په هكله، مجاهد له ابن عباس (رضي الله عنهم) نه روايت كوي وايي: له عمر (رضي الله عنه) نه مې وپوښتل، تا ته ولې الفاروق ويل كيږي؟ ده وويل: حمزه (رضي الله عنه) له مانه درى ورځې مخكې ايمان راوړى وْ، بيا يې د خپل اسلام راوړلو كيسه راته تيره كړه، او د كيسې په پاى كې يې وويل: كله مې چې اسلام ومانه نو ومې ويل: اې د الله رسوله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! آيا مونږ په حقه نه يو كه مړه شو او يا ژوندي وو؟! هغه راته وفرمايل: ‏(‏بلى، والذي نفسي بيده، ږنكم على الحق وږن متم وږن حييتم‏).[هو، مونږ په حقه يو، قسم په هغه ذات چې زما ځان د هغه په واك كې دى چې تاسې په حقه ياست كه مړ شئ او كه ژوندي وئ.] عمر (رضي الله عنه) وايي نو ما ورته وويل: چې داسې ده نو دا پټه څه معنى لري؟ قسم په هغه ذات چې ته يې په حق مبعوث كړى يې مونږ به خوا مخوا د باندې وزو. پدې ترتيب سره مونږ په دوو صفونو (ليكو) كې له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يو ځاى د باندې راووتلو، په يوه صف كې حمزه وْ او په بل كې زه  (عمر رضي الله عنهما) وم، زمونږ له پښو سره لكه د اوړو د ګرد په شان ګرد هم اوچتيده تر څو مسجد حرام ته ننوتو. عمر (رضي الله عنه) وايي كله چې قريشو زه او حمزه (رضي الله عنهما) وليدو نو پداسې غم غمجن شول چې كله يې هم دومره لوى غم نه و ليدلى، او په همدغه ورځ رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ما ته د الفاروق لقب راكړ.(1)

ابن مسعود (رضي الله عنه) وايي: مونږ تر هغې پورې له كعبې شريفې سره لمونځ نشو كولى تر څو عمر (رضي الله عنه) اسلام راوړ.(2)

صهيب بن سنان رومي (رضي الله عنه) وايي: كله چې عمر (رضي الله عنه) ايمان راوړ، نو اسلام ښكاره شو دعوت هم په څرګند ډول كيده، مونږ د كعبې تر څنګ حلقه ووهله، طواف مو وكړ، او هغه چا چې ظلمونه راباندې كړي وو له هغوى نه مو څه ناڅه انتقام واخيست او حساب مو ورسره وكړ.(٣)

عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) وايي: له كومې ورځې نه چې عمر (رضي الله عنه) په اسلام مشرف شوى مونږ عزتمن او سر لوړى يوو.(٤)

—————————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د