fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – دیارلسمه برخه

ليکوال: مولانا صفي الرحمن مبارکپوري

ژباړن: سلطان محمود صلاح

د قريشو استازى د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حضور كې

كله چې د مكې هغه دواړه قهرمانان حمزه بن عبدالمطلب او عمر بن الخطاب (رضي الله عنهما) په اسلام مشرف شول، نو د قريشو په زړونو كې ماتې ګډه شوه، د مكې له آسمان نه د ظلم تورې وريځې مخ په شاكيدو شوې، مشركان له خپلې مستۍ نه لږ په هوش راغلل، پوه شول چې نور ځورول او رنځول څه ګټه نلري، نو يې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د سازش او سولې لاره ونيوه او ددې پخاطر چې د الله تعالى رسول يې له خپل دعوت نه منع كړى وي تشويقونکي وړانديزونه يې ورته وړاندې كړل، خو هغوى لدينه بې خبر وو چې دا ټوله دنيا د هغه د دعوت په مقابل كې د ماشې د يوه وزر په اندازه هم ارزښت نلري، نو ځكه د دوى دا هيلې هم له خاورو سره خاورې شوې.

ابن اسحاق وايي: يزيد بن زياد له محمد بن كعب قرظي نه راته روايت كوي وايي: راته ويل شوي چې د قريشو مشر عتبه بن ربيعه يوه ورځ د قريشو په ديره كې ناست وْ، او رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هلته په جومات كې يوازې تشريف درلود، عتبه وويل: اې قريشو، خوښه مو نده چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورشم، خبرې ورسره وكړم، څه وړانديزونه ورته وكړم كيداى شي څه ومني، او چې مونږ يې شرط پوره كړو بيا به هغه هم له مونږ نه لاس واخلي. دا داسې وخت وْ چې حمزه (رضي الله عنه) هم ايمان راوړى و او دوى ليدل چې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د اصحابو شميره مخ په زياتيدو ده. قريشو ورته وويل: سيي ده ورشه اې ابو وليده او خبرې ورسره وكړه! عتبه پاڅيد او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حضور كې كيناست او ورته ويې ويل: وراره، ته خو زمونږ په مينځ كې د اوچتې او قدرمنې كورنۍ، محترم او لوړ نسب خاوند يې، او تا خپل قوم ته يوه لويه مساله راوړې، او پدې سره دې هغوى بې اتفاقه كړي د هغوى دين او معبودان دې عيبجن او توهينوې، د هغوى د پلرونو دين او عادات دې پريښي، نو اوس واوره، زه څو پيشنهادونه درته كوم، فكر پكې وكړه، كيداى شي كوم يو يې ومنې. راوي وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وويل: (‏قل يا ډبا الوليد ډسمع‏)‏‏.‏وايه، ابو الوليده څه وايې اورم؟ هغه وويل: وراره! كه غواړې او هدف دې دا وي پدې دعوت چې شروع كړى دې دى، مال او دارايي لاسته راوړې، نو مونږ به درته دومره مال او دارايي راټوله كړو چې له ټولو نه به زيات مالدار شې، او كه لدې لارې مشري غواړې، نو مونږ به دې خپل مشر وټاكو، او هيڅ فيصله به ستا له مشورې پرته نه كوو، او كه پاچايي غواړې نو پاچا به دې كړو، او كه چيرته دا څه چې درته راځي جن يا پيرى وي چې ته يې وينې او ځان نه شې ورنه خلاصولى، نو مونږ به دې پخپلو پيسو علاج او تداوي وكړو تر څو جوړ شې ځكه كله كله داسې پيښيږي چې جن پر انسان غلبه مومي او بيا د هغه د علاج ضرورت پيدا كيږي. عتبه چې خبرې پاى ته ورسولى، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏ډقد فرغت يا ډبا الوليد‏؟‏‏)‏.[ابو الوليده، خبرې دې خلاصې شوې؟] هغه وويل: هو، ده ورته وفرمايل: ‏(‏فاسمع مني)‏.اوس ماته غوږ شه، هغه وويل: وايه غوږ مې دى، نو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبرې داسې پيل كړى:

((حم (1) تَنزِيلٌ مِنْ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (2) كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآناً عَرَبِيّاً لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ(3) بَشِيراً وَنَذِيراً فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لا يَسْمَعُونَ (4) وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ مِمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ…)) (فصلت : ا_5) [(دغه قرآن) را ليږلى شوى دى (له هغه الله) نه چې خورا مهربان، ډير رحم والا دى، داسې كتاب دى چې په تفصيل سره بيان شويدي آيتونه دده، پدې حال چې لوستلى شوى دى په عربي ژبه د پاره د هغه قوم چې پوهيږې. زيرى وركوونكى دى (دا كتاب موْمنانو ته په جنت) او ويروونكى دى دا كتاب (كفارو لره له دوزخ نه)، پس مخ وګرځاوه زياترو د دغو (كفارو) پس دوى نه اوري (حق په اوريدلو د قبول سره)، او وايي (دغه كفار محمد ته) زړونه مو په پردو كې دي له (فهم) د هغه څيزه چې بولې ته موږ هغه ته (چې توحيديا قرآن دى).]

رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) قرآنكريم تلاوت كوي او عتبه چوپ ورته ناست دى، غوږ يې ورته ايښې دى، لاسونه يې شاته ايښي او تكيه يې ورباندې كړى ده، تر څو رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د سجدې آيت تلاوت كړ او سجده يې وكړه او بيا يې وويل: ابو الوليده وا دې وريدل، اوس پخپله فكر وكړه، ته پوه شه او كار دې! ابو الوليد پاڅيد او خپلو ملګرو ته ور روان شو. هلته هغوى سره ويل چې قسم په خداى د ابو الوليد بنگه بدله شويده، كله چې هغه راغى او كيناست، دوى ورته وويل: څه كيسه ده؟ ده وويل، خبره خو دا ده، چې اوس ما داسې خبرې واوريدې چې قسم په خداى كه مې په ټول عمر كې اوريدلې وي، قسم په خداى چې هغه نه شعر وْ، نه سحر وْ، نه جادو ګري او مداري ګري وه، اې قريشو زما خبره ومنئ او مسئوليت يې هم زما په غاړه، دا سړى  يعنې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پريږدىْ، قسم په خداى چې دا خبرې مې چې ورنه واوريدې پدې دلالت كوي چې هغه د لوى خير خاوند دى، او كومه لويه پيښه به رامنځته كوي، تاسې هغه پريږدئ كه چيرې عربو  له مينځه يووړ، نو تاسې به ورنه بې غمه شئ، او كه چيرته هغه  پر عربو بريالى شو، نو بيا خو د هغه پاچايي ستاسې پاچايي ده، د هغه عزت ستاسې  عزت دى. دوى ورته وويل: لكه چې سحر يې درباندې كړى اې ابو الوليده! ده ورته وويل: چې د هغه په هكله زما نظر همدا دى، د تاسې خپله خوښه څه مو چې زړه وي هماغه وكړئ.(1)

په بل روايت كې راځي چې عتبه همداسې غوږ ورته ايښې وْ تر څو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا آيت تلاوت كړ ((فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ ))(فصلت:13))

پس كه چيرې مخ وګرځاوه (دغه كفارو له حقه) پس ووايه (اې محمده! دوى ته) چې ويروم  زه تاسې له سخت عذابه به مثل د سخت عذاب د عاديانو (لكه باد د صرصر) او ثموديانو (لكه چيغه دجبريل) .

عتبه يو ځل وار خطا شو پاڅيد او خپل  لاس يې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مباركه خوله ور كيښود او ورته ويل يې : د خداى پخاطر رحم راباندې  وكړه! دا ځكه چې وويريد هسې نه الهي عذاب يې راګير نكړي، بيا خپلو ملګرو ته ورغى او هغوى ته يې خپل نظر بيان كړ .(2)

ابوطالب له بني هاشم او بني عبدالمطلب سره غونډه كوي

كه څه هم  وضعې او حالاتو بدلون موندلى وْ، خو ابو طالب ويريده چې هسې نه مشركين بې واره حضرت محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته څه زيان ورسوي. د هغه په ذهن كې هغه پخوانۍ پيښې ترسيمدلې او دا يې ښه په ياد وْ چې قريشو يو ځل د جګړې اخطار وركړى وْ، دا يې هم له ياده نه و ايستلي چې قريشو عماره بن الوليد ورته راوستلى وْ چې دا واخله او خپل وراره مونږ ته راكړه چې مړ يې كړو، دا به يې تل په سترګو كې ګرزيدل چې ابو جهل څنګه هغه لويه تيږه واخيستله چې دده خوږ وراره (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورباندې ووژني ، مبارك سر يې پرې ميده كړي، او هغه چې عقبه بن ابي معيط د ده زړه ته ډير نژدې او د الله تعالى مختار رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر چا در نيولى وْ او نژدې وْ چې زندۍ يې كړي، عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) توره را ايستلې وه چې هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په شهادت  ورسوي، دا ټولې پيښې به د ابو طالب د دماغ په پرده تلې راتلې، ډير يې ځوراوه او پدې فكر كې به وْ چې دا پيښې هسې عادي پيښې ندي، لدينه د لوى شر بوى راځي، مشركين غواړىي دده تړون مات كړي او وراره (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې په شهادت ورسوي، كه چيرې كوم مشرك په ناڅاپي توګه په محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حمله وكړي، نو بيا به حمزه او عمر (رضي الله عنهما) څه وكړي؟

ابو طالب پدې ښه متيقن وْ، او واقعيت هم همداسې وْ، مشركينو پدې اتفاق كړى وْ چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به په ښكاره توګه وژني، د دوى دې ګډ تصميم ته قرآنكريم داسې اشاره كوي: ((أَمْ أَبْرَمُوا أَمْراً فَإِنَّا مُبْرِمُونَ)) (الزخرف: 79) [بلكه محكم كړيدى (كفارو په خلاف د انبياوو) يو كار، پس بيشكه مونږ هم محكم كوونكي يوو (د تدبير خپل).]

نو پداسې حالت كې ابو طالب څه بايد وكړي؟كله چې ده د خپل وراره په خلاف د قريشو دا دريز او پلان وليد، نو خپل خپلوان يعنې د بني هاشم او بني عبدالمطلب خلك يې را ټول كړل، او له هغوى نه يې دا وغوښتل چې دده د وراره (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په دفاع او ملاتړ كې له ده سره ودريږي. هغوى ټول ورسره ودريدل، مسلمانانو د ايمان او كافرو د قومي تعصب په اساس خپل ملاتړ ورنه څرګند كړ، خو يوازې ابو لهب (د ابو طالب ورور) دا خبره ورسره ونه منله، او لاړ د قريشو په خوا كې ودريد.(1)

عمومي پريكون

په څلورو هفتو يا لدې نه هم كمه موده كې مشركين له څلورو لويو پيښو سره مخ  شول: حمزه (رضي الله عنه) اسلام راوړ، ورپسې عمر (رضي الله عنه) په اسلام مشرف شو، بيا رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مشركينو سازشونه او پيشنهادونه رد كړل، پدې پسې بني المطلب او بني هاشم ټول له يوه سره مسلمان وو او كه كافر پدې متفق شول چې له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه به دفاع او ملاتړ كوي. پدې پيښو پسې قريش هك پك او حيران ودريدل، او د هغوى حيرانتيا بې ځايه ځكه نه وه چې پدې ښه پوه شوي وو كه چيرې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په قتل ورسوي، نو په مكه كې به د وينو لښتي روان شي، او يا كيداى شي د هغوى د كاملې تباهۍ او بربادۍ سبب وګرزي، نو له همدې امله وه چې د قتل منصوبه يې پريښوده او ديوه بل داسې ظلم فيصله يې وكړه چې تر مخكې ياد شويو ټولو ظلمونو نه زيات او سخت و.

د ظلم او عدوان تړون

مشركين د محصب په وادي د بني كنانه په خيف كې سره راغونډ شول، او د بني هاشم او بني المطلب په خلاف يې يو ظالمانه تړون وكړ، او داسې پريكړه يې وكړه چې: نور به څوك له دې دوو كورنيو (بني هاشم او بني مطلب) سره نه دوستي او خپلوي (واده او نکاح كوي، نه به ورسره بيع (اخيستل او پلورل) كيږي، نه به ورسره ناسته ولاړه كيږي، نه به څوك د دوى كورونو ته ورځي،  يعنې حتى خبرې ورسره منع دي. لنډه دا چې له هغوى سره به تر هغې دا عمومي او بشپړ پريكون دوام لري تر څو يې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مشركينو ته نه وي سپارلى.

دوى ددې تړون لپاره يوه صحيفه (ليك يا خط) وليكه. په دې صحيفه كې يې پدې خبره تړون او اتفاق كړى وْ ((د بني هاشم د سولې وړانديزونه به هيڅكله هم نه مني او نه به ورسره كوم ډول همدردي او مرسته كوي تر څو محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د قتل لپاره ورته تسليم كړي)).  ابن القيم وايي: ويل كيږي دا خط منصور بن عكرمه بن عامر بن هاشم ليكلى وْ، او دا هم ويل شوي چې ددې صحيفې ليكونكى نضر بن الحارث وْ، خو سيي خبره او روايت دا دى چې دا صحيفه بغيض بن عامر بن هاشم ليكلې وه چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته ښيره وكړه او لاس يې شل شو.(1)

تړون وشو، او دا صحيفه د كعبې شريفې په مينځ كې راوځړول شوه، او ددې په نتيجه كې له ابو لهب پرته د بني هاشم او بني المطلب ټول غړي مسلمان وو او كه كافر، ټول يو ځاى د ابو طالب په شعب (دره يا خوړ) كې محاصره شول. دا د نبوت د اووم كال د محرم د مياشتې د لومړنۍ شپې واقعه ده.

درى كلنه محاصره

محاصره او كلا بندي سخته شوه، په محاصره شويو مظلومانو باندې غله، د خوراك او څښاك ټول شيان بند شول ځكه مكې ته به چې څه خوراكي مواد او يا نور د اخيستلو او پيرودلو شيان راتلل، نو فوراً به مشركينو اخيستل. پدې ترتيب سره د محاصره شويو كسانو وضعه ډيره خرابه شوه د خوراك لپاره يې څه نه درلودل او له ډيرې مجبورۍ به يې پانگې او پوستكي خوړل. له لوږې نه به د ماشومانو او ښځو د ژړا آوازونه له دې درې نه د باندې هم اوريدل كيدل، په پټه به  كه لږ څه ور ورسيدل خو ښه به وو او كه نه نورې ټولې لارې ورباندې بندې وې د خپلو اړتياوو د پوره كولو او ضروري شيانو د اخيستلو لپاره يوازې په حرمت لرونكو مياشتو (الاشهر الحرام) كې له شعب (خوړ) نه روانى شواى او بس. او پدې موده كې به يې له باندې نه راغليو كاروانونو نه مواد اخيستل، خو مشركينو پدې كې هم داو ورباندې واهه او د موادو بيه به يې دومره زياتوله چې د دوى وس به نه ورته رسيده. حكيم بن حزام به كله كله په پټه سره خپلې ترور (عمې) خديجې (رضي الله عنها) ته په غالب ګومان سره غنم وروړل، يو ځل ابو جهل په مخه ورغى او قصد يې وكړ چې حكيم منع كړي، خو ابو بختري مداخله وكړه او حكيم يې پريښود چې غنم خپلې ترور (عمه) ته ورسوي.

ابو طالب په رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) باندې ډير ويريده، او دده امنيت ته يې ډيره پاملرنه درلوده كله به چې خلك ويده كيدل، نو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته به يې وويل چې پخپل ځاى دې ويده شه، دا د دې پخاطر و كه چيرې څوك د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د قتل نيت لري او څارنه کوي چې وګوري هغه چيرته ويده شو، خو كله به چې خلك ويده شول، نو بيا به يې خپل كوم زوى، يا ورور، يا د تره زوى ته وويل چې لاړ شه او د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ځاى ويده شه، او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته به يې ويل چې راشي او د هغه پر ځاى ويده شي.

د حج په دوران كې به رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او نور مسلمانان له شعب نه د باندې وتل، خلكو ته به ورتلل او هغوى به يې اسلام ته رابلل او دا چې ابو لهب به څه كول هغه ته خو مو مخكې اشاره كړې ده.

تړون مات شو

پوره درى كاله تير شول، خو حالات همداسې وو، تر څو د بعثت په لسم كال د محرم په مياشت كې(1) صحيفه نقض او تړون مات شو. ددې تړون د ماتيدو سبب هم دا وْ چې ځنې قريش له پيل نه پدې تړون نه وو خوښ، او همدې نا خوښو كسانو د تړون د ماتولو لپاره هلې ځلې كولې تر څو مات شو.

د تړون ماتولو اصلې محرك د بني عامر بن لوئ كورنۍ غړى هشام بن عمرو وْ، نوموړي به د شپې له خوا بني هاشم ته خواړه استول، يو ځل هشام د ابو طالب خوريي زهير بن ابي اميه المخزومي ته ورغى _ د زهير مور عاتكه د عبدالمطلب لور وه – او ورته ويې ويل: اې زهيره! پداسې حال كې چې ته خورې او څښې، نو څنګه پدې راضې يې چې د ماما خيلو دې هسې حال وي؟ زهير وويل: افسوس، افسوس، زه په يو سر څه كولاى شم؟ قسم په الله كه يو بل كس راسره ملګرى واى، نو ددې تړون د ماتولو لپاره به راپورته کيدم! هشام ورته وويل: څه، يو بل كس هم درسره دى، ده ورته وويل: هغه به څوك وي؟ هشام ورته وويل: هغه زه يم. زهير وويل: اوس دريم كس راګوره.

پدې پسې هشام، مطعم بن عدي ته ورغى، هغه ته يې د بني عبد مناف له اولادې       (بني هاشم، بني المطلب) سره د ده د دوستۍ او نژدې نسبي اړيكو يادونه وكړه، ملامتي او پړه يې ورباندې واچوله چې ته ولې پدې ظالمانه تړون او عهد كې د قريشو خوا ته ولاړ يې! مطعم ورته وويل: افسوس، نو زه څه وكړم؟ زه يو تن يم! هشام ورته وويل: دويم هم درسره دى، ده ورته وويل: هغه څوك  دى؟ ده ورته وويل: هغه زه يم. نو مطعم ورته وويل:اوس دريم راګوره ، هشام وويل: دريم كس مې هم پيدا كړى، هغه ورته وويل څوك دى؟ ده ورته وويل: هغه زهير بن ابي اميه دى. مطعم وويل: اوس څلورم را ګوره. بيا هشام ابي البختري بن هشام ته ورغى، هغه ته يې هم داسې خبرې وكړې لكه مطعم ته يې چې كړې وې، نو ابو البختري ورته وويل: آيا داسې څوك به وي چې پدې هكله مرستې ته حاضر شي؟ هشام بن عمرو ورته وويل: هو، شته، هغه وويل: څوك دي؟ ده ورته وويل: زهير بن ابي اميه، مطعم بن عدي او زه هم درسره بيا هغه ورته وويل: اوس پنځم كس راګوره.

بيا زمعه بن اسود بن المطلب بن اسد ته ورغى، پدې هكله يې خبرې ورسره وكړې، او له بني عبد مناف سره دده د قرابت (خپلولۍ) او د هغوى د حقوقو يادونه يې ورته  وكړه. زمعه ورته وويل: كوم څوك داسې شته چې ستا ددې نظر او پيشنهاد تاييد او ملاتړ وكړي؟ هشام بن عمرو ورته وويل هو، پدې هكله فلانى او فلانى او… ټول نومونه يې ورته واخيستل كلك ولاړ دي، بالاخره ټول له حجون سره راټول شول، او ددې صحيفې د نقض او تړون د ماتولو عزم او پريکړه يې وكړه، زهير وويل: د كار پيل به له ما نه وي، يعنى لومړى به زه پدې هكله خبرې كوم.

سهار شو، خلك ټول خپلو خپلو مجلس ځايونو ته راغلل، زهير هم پداسې كې چې ښکلې جامې يې اغوستې وې راغى، له بيت الله شريف نه يې اوه ځله طواف وكړ، بيا يې خلكو ته مخ كړ او ورته ويې ويل: اې د مكې خلكو! مونږ دې خورو او څښو، خو بني هاشم دې له لوږې نه مري، نه دي څه ورنه اخيستل كيږي او نه دې څه ورباندې پلورل كيږي؟ قسم په الله، زه به تر هغې كښيننم تر څو دا ظالمانه تړون مات شوى نه وي او تر څو دا صحيفه نقض او څيرې شوې نه وي.

ابو جهل چې د مسجد حرام په كوم كنج كې ناست وْ وويل: دروغ دې وويل، قسم په الله، دا صحيفه به څيرې نه شي! پدې وخت كې زمعه بن اسود وويل: قسم په الله چې ته ډير دروغ وايې، پدې صحيفه د ليكلو په وخت كې هم مونږ راضي نه وو، ابو البختري هم غږ وكړ او ويې ويل: زمعه رښتيا وايي پدې صحيفه كې چې څه ليكل شوي مونږ نه ورباندې خوښ يوو او نه يې ملاتړ كوو.

مطعم بن عدي هم وويل: تاسې رښتيا وويل، او څوك چې بل څه وايي هغه دروغجن دى، مونږ لدې صحيفې او له هغه څه نه چې پكې ليكل شوي خپل براءت اعلانوو. بيا هشام بن عمرو هم دې ته ورته څه خبرې وكړې.

ابوجهل وويل: ددې خبرې تړون د شپې شويدى، او پدې هكله مشوره چيرته بل ځاى شويده. پدې وخت كې  ابو طالب هم د مسجد حرام په كومه ګوښه كې ناست وْ، د هغه د راتګ سبب هم دا وْ چې الله تعالى خپل رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  ته د صحيفې په هكله خبر وركړى وْ چې الله تعالى ورباندې وينه (پويه) مقرره كړې چې د الله له نامه پرته ټولې د ظلم، زياتي او دښمنۍ كلمې يې خوړلې دي.

رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا خبره خپل تره ته وكړه، نو ابو طالب هم قريشو ته راغى او ورته ويې ويل چې وراره مې داسې  وايي كه چيرې دروغ يې ويلي وْ نو بيا تاسې پوهيږىْ او هغه، او كه چيرې پدې ادعا كې ريښتونى وْ نو بيا لدې ظلم نه لاس واخلىْ او زمونږ محاصره ختمه كړئ. هغوى ورته وويل: دا د انصاف خبره ده. او كله چې د ابوجهل او دې نورو تر مينځ دا خبرې تبادله شوې، نو مطعم پاڅيد چې هغه صحيفه څيرې كړي، صحيفه يې چې رواخستله ګوري چې د صحيفې ټول ټكي وينه خوړلي او يوازې (باسمك اللهم) او هر چيرته چې د الله نوم وْ هغه پاتې دى، نور ټول خوړل شوي هيڅ هم نه وْ پاتې .

نو صحيفه نقض شوه، تړون مات شو، او رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره له ټولو محاصره شويو كسانو له شعب نه راووتل. مشركينو د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د نبوت يوه عظيمه نښانه او معجزه د سر په سترګو وليدله، خو لدې سره هم د هغوى رويه داسې وه لكه چې دا آيت ورته اشاره كوى:

((وَإِنْ يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ)) (القمر: 2) [او كه وويني دغه (كفار د قريشو) كوم دليل (د قدرت) نو پر څنګ به شي دوى (مخ  به واړوي) ترې او وايي به دوى (دغه) سحر كوډې دي قوي، چې له پخوا راهيسې راځي.]

هوكې، مشركينو لدې نښانې او معجزې نه هم مخ واړاوه، اعراض يې وكړ، او پخپل كفر او ګمراهۍ كې لا پسې وړاندې لاړل.(1)

ابو طالب ته د قريشو وروستۍ جرګه

رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ابو طالب له خوړ (درې) نه په راوتو سره د دعوت او تبليغ كارته د پخوا په شان ادامه وركوله قريشو كه څه هم په ظاهر كې دا محاصره او بايكاټ ختم كړى وْ، خو په حقيقت كې يې پر مسلمانانو باندې خپل ظلمونه او فشاورنه همداسې جاري ساتل، او خلك يې د الله تعالى له دين نه منع كول. ابو طالب هم د پخوا په شان د خپل وراره تر شا ټينګ ولاړ و خو عمر يې له اتيا كلونو نه اوښتى وْ، او ددې څو كلونو سختيو او دردوونكو پيښو خصوصاً درى كلنې محاصرې  ډير كمزورى او ملا ماتى كړى وْ.  له محاصرې نه د خلاصون لا څومياشتې نه وې تيرې شوې چې ابو طالب ناروغ شو، بيماري يې زياته شوه. دغه وخت مشركينو وويل كه ابو طالب مړ شي او بيا مونږ دده له وراره سره ظلم او زياتى كوو، نو دا به زمونږ لپاره لويه بدنامي وي، د همدې بدنامۍ له ويرې نه هغوى يو ځل بيا د خبرو اترو لاره ونيوه، او نيت يې وكړ چې د ابو طالب په وړاندې له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د خبرو له لارې معامله وكړي، او دا ځل د داسې شيانو په وركړه هم راضي شول چې مخكې يې هغه نه وركول، نو همدا وه چې ابو طالب ته يې خپله وروستۍ جرګه ور واستوله.

ابن اسحاق او نور وايي: كله چې ابو طالب بيمار شو، او قريش پوه شول چې حالت يې مخ  په خرابيدو دى، نو پخپل منځ كې يې سره وويل: عمر او حمزه (رضي الله عنهما) په اسلام مشرف شول، د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دين د قريشو په ټولو كورنيو كې خور شويدى، راځىْ ابو طالب ته ورشو، تر څو هغه خپل وراره زمونږ په اړه د كومې خبرې پابند كړي او زمونږ نه هم په دې اړه عهد او وعده واخلي، قسم په خداى ويريږو چې خلك به بيا زمونږ له ادارې او كنترول نه ووزي.  په بل روايت كې داسې راځې: ويريږو چې كه دا بوډا مړ شي او بيا پر محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كوم ظلم او زياتى وشي نو بيا به عرب مونږ ته دا طعنه را كوي چې وګورئ دوى محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پرې ايښى وْ او د هغه په مقابل كې يې د ظلم او زياتي جرات نه درلود، خو كله يې چې تره وفات شو نو را ويې نيو او ظلمونه يې ورباندې شروع كړل! د قريشو دا وفد ابو طالب ته ورغى، د وفد (هيئت) غړي د قريشو اشراف او مخور خلك وو لكه عتبه بن ربيعه، شيبه بن ربيعه، ابو جهل بن هشام، اميه بن خلف، ابو سفيان بن حرب او د قريشو نور اشرافيان چې د ټولو شمير    (25) كسانو ته رسيده.

د هيئت غړو له ابو طالب سره خبرې اترې وكړې او داسې يې ورته وويل: ته چې زمونږ په مينځ كې كوم مقام او منزلت لرې هغه ښه درته معلوم دى، په كوم حال كې چې اوس قرار لرې هغه  هم وينې، زمونږ ويره ده چې دا ستا آخري شپې ورځې دي، زمونږ او ستا د وراره تر مينځ چې كوم كشمكش روان دى په هغه هم ښه خبر ياست، نو لازمه ده چې ته هغه راوغواړې او زمونږ نه د هغه لپاره، او له هغه نه زمونږ لپاره قول او تړون واخلې يعنې داسې چې هغه له مونږ نه لاس واخلي او مونږ له ده نه، مونږ دې پريږدي چې پخپل دين و اوسو، او هغه به پريږدو چې پخپل دين وي. ابو طالب خپل وراره حضرت محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راوغوښت، هغه راغى، ابو طالب ورته وويل: وراره! دا ستا د قوم مشران او مخور درته راغلي دي، غواړي چې د څه شيانو قول او وعده درنه واخلي او د څه شيانو قول او وعده دوى دركړي. بيا يې د هغوى وړانديزونه ورته واورول او دا يې ورته وويل چې غواړي داسې تړون سره وكړئ چې نور به يو پر بل غرض نه سره لرىْ.

رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې خبرو په ځواب كې د هيئت غړو ته مخ ور واړاوه او داسې يې ورته وفرمايل: ‏(‏أرأيتم إن أعطيتكم كلمة تكلمتم بها، ملكتم بها العرب، ودانت لكم بها العجم‏).  [دا راته ووايئ كه زه داسې كلمه او خبره درته وړاندې كړم چې د هغې په ويلو سره به تاسې د عربو پاچايان شئ، عجم به ټول درته سلامي شي، نو تاسې څه نظر لرئ؟] په ځينو روايتونو كې راځي چې رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ابو طالب ته وفرمايل: ‏(‏ږني ډريدهم على كلمۍ واحدۍ يقولونها تدين لهم بها العرب، وتړدى ږليهم بها العجم الجزيۍ‏)‏ [زه له دوى نه د داسې يوې خبرې غوښتونكى يم چې كه چيرې هغه ووايي نو عربان به ټول ورته تسليم شي او عجم به ورته جزيه وركوي.] په بل روايت كې راځي چې خپل تره ته يې وفرمايل: (‏ډي عم، ډفلا ډدعوهم ږلى ما هو خير لهم‏؟‏‏)‏ [كاكا جانه! ته ولې هغوى داسې يوې كلمې ته نه رابولې چې هغه د دوى لپاره غوره او بهتره ده؟] ابو طالب ورته وويل: ته هغوى څه شي ته رابولې؟ ده ورته وفرمايل: ‏(‏أدعوهم إلى أن يتكلموا بكلمة تدين لهم بها العرب، ويملكون بها العجم‏)‏ [زه غواړم هغوى داسې يوې كلمې ته راوبولم چې د هغې په ويلو سره به دوى د ټولو عربو مشري وګټي او په عجمو باندې به يې پاچايي قايمه شي.]

د ابن اسحاق يو روايت داسې دى: رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل:‏(‏كلمة واحدة تعطونها تملكون بها العرب، وتدين لكم بها العجم‏)‏. [تاسې زما يوازې يوه خبره ومنىْ، هغه داسې خبره ده چې په ويلو سره به يې د عربو پاچايان او عجم به ټول درته سلامي شي.]

په هر حال كله چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا خبره وكړه دوى ټول چوپ او حيران شول چې څنګه كيداى شي تر دې حده يوه ګټوره خبره رد كړي؟ بالاخره ابو جهل ورته وويل: دا كومه خبره ده؟ ستا په پلار قسم، ووايه داسې يوه خبره څه لس خبرې خو وكړه مونږ يې منلو ته تياريو. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: تاسې دا ووايئ چې: ((لا إله إلا الله ، وتخلعون ما تعبدون من دونه‏)) [له الله پرته بل حق معبود نشته، او پرته له يوه الله نه د بل هر څه عبادت پريږدىْ]. ددې خبرې په اوريدو سره دوى لاسونه سره ووهل او ويې ويل: اې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته غواړې چې ددې ټولو خدايانو په ځاى يوازې يو خداى ونيسو؟ په رښتيا چې ستا دا معامله ډيره عجيبه او غريبه ده، بيا يې يو بل ته سره وويل: قسم په الله چې دا سړى ستاسې هيڅ خبره هم نه مني، ځىْ چې ځو، او د خپلو پلرونو په دين به ټينګ اوسو تر څو الله تعالى زمونږ او ده تر مينځ فيصله وكړي، پدې ترتيب سره هغوى هر يو پخپله لار لاړ.

او د همدې خلكو په باره كې د قرآنكريم دا آيتونه رانازل شول:

((ص وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ (1) بَلْ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ (2) كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَلاتَ حِينَ مَنَاصٍ (3) وَعَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ (4) أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهاً وَاحِداً إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ (5) وَانطَلَقَ الْمَلأ مِنْهُمْ أَنْ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ (6) مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلاَّ اخْتِلاقٌ (7) (ص:  1 _ 7)(1)

( ص، قسم دى په قرآن چې څښتن د پند، ذكر، بيان، شرف، شهرت، عظمت دى (داسې ندي چې كفار د معبودانو په نسبت وايي) بلكه هغه كسان چې كافران شويدي په كبر، سر كشۍ كې دي (له قبوله د حق) او په مخالفت كې دي (له مسلمانۍ سره)، (نه  ګوري منكران چې) څومره ډير هلاك كړيدي مونږ پخوا له دې څخه له اهل د زمانې پس نارې به يې وهلې (عند نزول العذاب) حال دا چې نه به و هغه وخت د خلاصيدلو (او د تښتيدلو) او تعجب كوي (كفار) له دې نه چې راغلى دى دوى ته (نبي) ويروونكى له دوى نه او وايي دا كافران چې دغه (ويروونكى نبي) ساحر كوډګر دى دروغجن آيا ده ګرځولي دي دغه (360) معبودان الله يو معبود؟ بيشكه دغه (ګرځول د ډيرو معبودانو يوه ته چې تاسې نور معبودان پريږدىْ او د يو الله عبادت كوىْ) خوامخواه يو څيز ډير عجيب دى (چې مثل نلري) او لاړل په تلوار سره مشران له دوى نه (له مجلسه چې سره ويونكي وو يو بل ته) چې ځىْ (پاڅىْ له دې ځايه) او صبروكړئ (او محكم اوسىْ) پر(عبادت د) معبودانو خپلو، بيشكه دغه شى (توحيد) خوامخواه يوشى دى چې اراده يې كړې شوې ده (له مونږ څخه)، ندى اوريدلى مونږ دغه (توحيد، و حدانيت په دين وروستني (عيسوى كې) نه دى دغه (توحيد) مګر له خپله ځانه جوړ كړي شوي دروغ دي.)

—————————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د