fbpx
mohammad

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – څوارلسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

د غم كال

د ابو طالب وفات

د ابو طالب ناروغي سخته شوه بالاخره د بعثت په لسم كال د رجب(1) په مياشت كې وفات شو. دغه وخت د اقتصادي محاصرې له ماتيدو نه يوازې شپږ مياشتې تيرې شوې وې.(2) په بل روايت سره ابو طالب د خديجې (رضي الله عنها) له وفات نه درى ورځې مخكې د رمضان په مياشت كې وفات شويدى.

په صحيح البخاري كې له مسيب (رضي الله عنه) نه روايت شوى: كله چې د ابو طالب ځنكدن وْ، ابو جهل ورسره ناست وْ رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم ورغى او ورته ويې وفرمايل: ‏(‏ډي عم، قل‏:‏ لا ږله ږلا الله ، كلمۍ ډحاج لك بها عند الله)‏. [كاكا جانه! د (لا اله الا الله) كلمه ووايه، يوازې همدا يوه كلمه تر څو د الله تعالى په وړاندې يې ستا لپاره د حجت او دليل په توګه وړاندى كړى شم.]

دلته ابوجهل او عبدالله بن ابي اميه ورته وويل: ابو طالبه! آيا د عبدالمطلب له دين نه ګرزې؟ دوى دواړو همداسې خبرې ورته كولې تر څو له خلكو سره د ابو طالب وروستۍ خبره دا شوه چې ويې ويل: د عبدالمطلب په ملت (دين) يم. نو بيا رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏لډستغفرن لك ما لم ډنه عنـه‏)[‏تر هغې به له الله تعالى نه درته بښنه غواړم تر څو لدينه منع كړى شوى نه وم.] پدې پسې دا آيت شريف را نازل شو(3):((مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُوْلِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ )) (التوبة: 113) [نه دي لايق او (روا) نبي ته او (نه دي لايق او روا) هغو كسانو ته چي ايمان لرونكي دي دغه چې مغفرت وغواړي دوى د پاره د مشركانو او اګر كه وي دا (مشركان) خاوندان د خپلولۍ وروسته له دې خبرې چې ښكاره شي دوى ته چې بيشكه دوى صاحبان دي د دوزخ (او په كفر مړه دي).]

او دا آيت هم را نازل شو: ((إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ…)). (القصص: 56)[ بيشكه ته (اې محمده) نشي ښوولى (لاره حقه) هغه چا ته چې خوښ وي ستا.]

دلته ددې ضرورت نه وينو چې ووايو ابو طالب څومره او څه ډول د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حفاظت او ملاتړ كړى وْ، ابو طالب د مكې د جاهلو او لويانو د حملو په وړاندې د اسلامي دعوت لپاره د يوې پخې او اوچتې كلا حيثيت درلود، خو هغه د خپلو پلرونو او مشرانو په ملت او دين مړ شو، نو ځكه يې پوره او كامله كاميابي او رستګاري په برخه نه شوه.

په بخاري شريف كې له عباس بن عبدالمطلب (رضي الله عنه) نه روايت دى وايي: حضرت عباس (رضي الله عنه) رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وفرمايل: ته خپل تره ته څه كولى شې؟ پداسې حال كې چې هغه به ستا ساتنه كوله او د تا په سر به يې له نورو سره شخړې او جګړې كولى او د تا پخاطر به په نورو غوصه كيده؟ رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل:

‏(‏هو في ضَحْضَاح من نار، ولو لا أنا لكان في الدرك الأسفل من النار‏)‏.

[هغه د دوزخ په باندينۍ برخه يا څنډه كې دى، او كه چيرته زه نه وى، نو هغه به د دوزخ په له ټولو نه ژوره كنده كې واى.](1)

ابو سعيد الخدري (رضي الله عنه) وايي چې: يو ځل د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په وړاندې دده د تره (ابو طالب) يادونه وشوه نو ده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل:

(لعله تنفعه شفاعتي يوم القيامۍ، فيجعل في ضحضاح من النار تبلغ كعبيه).

[كيداى شي د قيامت په ورځ زما شفاعت   ګټه ور ورسوي، او د دوزخ په باندينۍ برخه (څنډه)كې يې ځاى شي چې اور به يې يوازې تر ښنګريو پورې ورسيږي.]

خديجه (رضي الله عنها) د عقبى په لور

د ابو طالب له وفات نه دوى مياشتې او يا يوازې درې ورځې وروسته د روايتونو د اختلاف په اساس د بعثت په لسم كال د رمضان په مياشت كې ام الموْ منين حضرت خديجه الكبرى (رضي الله عنها)  د (65)  كلنۍ په عمر كې له دې فاني دنيا نه سترګې پټې كړې او دغه وخت د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مبارك عمر پنځوسم كال وْ.(١)

حضرت خديجه (رضي الله عنها) د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لپاره د الله تعالى له خوا لوى او ډير ګرانبها نعمت و، پنځه ويشت كاله يې يو ځاى سره تير كړل. خديجه (رضي الله عنها) د غم او خفګان په وخت د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لپاره خوشالي او ډاډ ګيرنه وه، په سختيو كې به يې خوا ته ولاړه وه، د رسالت د تبليغ په لاره كې به يې مرسته ورسره كوله،  د جهاد كړاوونه او سختۍ به يې ورسره گاللې، په ځان او مال سره به يې له رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره غمشريكي كوله. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ام الموْمنين خديجې (رضي الله عنها) په هكله فرمايي: (آمنت بي حين كفر بي الناس و صدقتني حين كذبني الناس،و اشركتنى في مالها حين حرمني الناس، ورزقني الله ولدها، و حرم ولد غيرها)) (٢) [خديجې (رضي الله عنها) هغه وخت ېي په ما ايمان راوړ چې خلك راباندې كافر وو، او هغه وخت يې زما تصديق وكړ چې خلكو تكذيبولم او هغه وخت يې زه پخپل مال كې شريك كړم  چې خلكو زه محروم كړى وم او الله تعالى ما ته له هغې نه اولاد راكړ او له نورو نه يې اولاد رانكړ.]

بخاري شريف له ابو هريره (رضي الله عنه) نه روايت كوى  وايي:(اتى جبريل (عليه السلام) النبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فقال:يا رسول الله هذه خديجۍ (رضي الله عنها) قد اتت، معها اناء فيه ادام او طعام او شراب فاذا هي اتتك فاقرا عليها السلام من ربها، و بشرها ببيت في الجنۍ من قصب لا خصب فيه ولانصب)(٣) يعنى جبريل (عليه السلام) د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته تشريف راوړ او ورته ويې فرمايل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا ده خديجه (رضي الله عنها) تشريف راوړي او ورسره يو لوښى دى چې پكې څه كتغ (سالن) خواړه يا څه د څښلو شى (مشروب) دى او كله چې هغه تا ته راورسيده نو ته ددې د رب له طرفه ورته سلام ورسوه، او په جنت كې د زمردو او ياقوتو د داسې يوه كور زيرى وركړه چي هلته به نه ځوږ او شور وي او نه ستوماني او درماندګي.

د غمونو لړۍ

دا دواړه ډيرې دردوونكې پيښې وې، چې په ډيره كمه موده كې يوه په بله پسې پيښې شوې، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې ډير ودرداوه او زړه يې ډير غمجن او خفه شو، او په همدې پسې د نورو غمونو ورته مخه شوه. د ابو طالب له وفات وروسته مشركين ورباندې ور روږدي شول او جرات يې وموند، رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې په ښكاره اذيت رساوه او ظلمونه يې ورباندې كول. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دومره غمونو واخيست، او زړه يې دومره ودريده چې نور يې لدې خلكو اميد قطع شو او پدې هيله يې د طائف لاره ونيوه چې كيداى شي هلته يې څوك دعوت ومني، پناه وركړي او د خپل قوم په مقابل كې مرسته ورسره وكړي، خو هلته هم چا د الله تعالى د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دعوت ونه مانه، پناه يې ور نكړه ، هيڅ ډول مرسته يې ورسره ونكړه، او د هغه ځاى خلكو د نيكۍ په ځاى دومره بدي ورسره وكړه چې په مكه كې چا نه وه ورسره كړې.

څومره چې په رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مكې د مشركينو ظلمونه زيات شول، هومره په اصحابو (رضي الله عنهم) هم ظلمونه او ربړونه ډير شول، تر دې چې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نژدې ملګرى ابوبكر الصديق (رضي الله عنه) هم مجبور شو د حبشې په لور د هجرت لار ونيسي، له كوره ووت او تر برك الغماد پورې ورسيد، خو هلته ابن الدغنه وليد   بيرته يې پخپل جوار او پناه كې مكې ته راووست.(1)

ابن اسحاق وايي: د ابو طالب له وفات نه وروسته قريشو په رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) باندې داسې ظلمونه وكړل چې  د ابو طالب په ژوند كې يې تصور قدرې هم نه شوى كولى، ان تر دې  چې د قريشو يوه ګمراه او جاهل يوه ورځ د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پر مبارك سر خاورې ور واچولې، او د الله تعالى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همداسې ګردجن او په خاورو لړلي سر كور ته تشريف يووړ، هلته يې يوه لور ورپاڅيده او د خپل ګرانقدر پلار (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مبارك سر يې ومينځه، خاورې يې ورنه پاكولې او ژړل يې. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل:

‏(‏لا تبكى يابنية، فإن الله مانع أباك‏)‏‏.‏  لورې! ته ژاړه مه، الله تعالى ستا د پلار ساتنه او حفاظت كوي. پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا هم وفرمايل: ‏(‏ما نالت منى قريش شيئًا أكرهه حتى مات أبو طالب‏)‏‏.

‏ [تر څو چې ابو طالب ژوندى و قريشو زما په هکله هسې کار نه شواى کولى چې زما نه خوښيده، يعنې اذيت يې نه شواى رارسولئ.].(١)
او څرنګه چې پدې كال كې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يو په بل پسې غمونه او دردونه پيښيدل نو دا كال يې د عام

الحزن (د غم كال) په نامه ونوماوه، او په همدې نامه په تاريخ كې شهرت لري.

له حضرت سوده (رضي الله عنها) سره واده

په همدې كال يعنى د بعثت په لسم كال د شوال په مياشت كې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له حضرت سوده (رضي الله عنه) سره واده وكړ. حضرت سوده (رضي الله عنها) په اسلام مشرفه شوې وه او په دوهم ځل هجرت كې يې حبشې ته هجرت کړى و.
لومړنى ميړه يې سكران بن عمرو نوميده هغه هم مسلمان وْ او له دې سره يې يو ځاى هجرت كړى وْ خو هملته حبشه كې وفات شو، يا دا چې مكې ته راستون شو او وفات شو. او كله چې د سوده (رضي الله عنها) عدت پوره شو، نو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خطبه (كوزده) ورسره وكړه او بيا يې نكاح كړه.

او سوده (رضي الله عنها) لومړنۍ بي بي ده چې د خديجې (رضي الله عنها) له وفات نه وروسته رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  نكاح ورسره كړې ده. وروسته په مدينه منوره کې سوده (رضي الله عنها) د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د خوشالۍ پخاطر خپل نوبت حضرت عائشې (رضي الله عنها) ته هبه كړى (بښلى) وْ (1).

—————————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د