fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اتلسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

اسراء او معراج

پداسې حال كې چې د رسول اكرم(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دعوت او تبليغ د ظلم او ستم په مينځ كې د بري لار وهله، او د فتحې د افق په ليرو څنډو كې د برلاسۍ او غلبې د ستورو تته شانته رڼا تر سترګو كيدله، په همدې وخت كې د اسراء او معراج پيښه وشوه.

ددې پيښې د نيټې په هكله اهل سير (تاريخ پوهان) مختلف نظرونه لري:

1_ ويل كيږى په كوم كال چې رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په نبوت مشرف شو په هماغه كال د اسراء پيښه وشوه (دا د طبري قول دى).

2_ له بعثت نه پنځه كاله وروسته دا پيښه شوې ده (امام نووي او امام قرطبي دا قول راجح بولي).

3_ د نبوت د لسم كال د رجب مياشتې په اوه ويشتمه د اسراء او معراج واقعه پيښه شويده، (دا قول علامه منصور پوري غوره كړيدى).

4_ ويل كيږى چې دا پيښه د بعثت د دوولسم كال د رمضان په مياشت يعنى له هجرت نه شپاړس مياشتې مخكې واقع شويده.

5_ ويل شوي چې دا پيښه له هجرت نه يو كال او دوې مياشتې مخكې يعنى د نبوت د ديارلسم كال د محرم په مياشت كې واقع شوې ده.

6_ يو روايت دا هم دى چې دا پيښه له هجرت نه يو كال مخكې يعنى د نبوت د ديارلسم كال د ربيع الاول په مياشت كې واقع شوې ده.

لدې اقوالو نه درى لومړني قولونه ځكه سيي نه شميرل كيږي چې خديجه (رضي الله عنها) د نبوت د لسم كال د رمضان په مياشت كې وفات شويده، او دا څو ثابته ده چې نوموړې د پنځ ګونو لمونځونو له فرضيت نه مخكې وفات شوې، او دا هم ثابته ده چې د پنځګونو لمونځونو ادا كول د اسراء په شپه فرض شويدي(1).

خو د دريو وروستيو روايتونو په هكله هم ما داسې څه ونه موندل چې له هغو نه كوم يو ورباندې غوره او راجح وبولم، يوازې دومره ويلى شم چې د اسراء سورت له سياق نه دا څرګنديږي چې اسراء او معراج ډير وروسته واقع شويدى.

حديث پوهانو ددې پيښې ټول تفصيلات رانقل كړيدي، مونږ ورنه په لاندې توګه لنډه غوندې يادونه كوو:

ابن القيم وايي: د صحيح روايت مطابق رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) جسماً پداسې حال كې چې په براق سپور او جبريل (عليه السلام) ورسره ملګرى وْ له مسجد الحرام نه بيت المقدس ته بوتلى شو، هلته كوز شو، براق يې د جومات د دروازې له يوې كړۍ سره وتاړه او نبيانو (عليهم السلام) ته يې لمونځ وركړ. بيا په همدې شپه كې له بيت المقدس نه د دنيا تر آسمان پورې پورته يووړل شو، هلته جبريل  (عليه السلام) د دروازې خلاصولو (ننوتلو) اجازه ورته وغوښتله، دروازه ورته بيرته شوه او هملته يې آدم (عليه السلام) وليد سلام يې ورباندې واچاوه، هغه هم د سلام ځواب وركړ او ښه راغلاست يې ورته ووايه او د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په نبوت يې اقرار وكړ. او هملته الله تعالى خپل رسول(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته د هغه (آدم “عليه السلام”) ښۍ خوا نه د شهيدانو او په کيڼې خوا ته يې د بدبختانو ارواوې ورښودلې.

ورپسې دوهم آسمان ته وخيژول شو، د ننوتلو اجازه ورته واخيستله شوه، رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) هلته يحيى بن زكريا او عيسى بن مريم (عليهم السلام) وكتل، سلام يې وركړ هغوى دواړو د سلام ځواب او ښه راغلاست ورته وويل او دده په نبوت يې اقرار وكړ.

بيا دريم آسمان ته هسك كړى شو، هلته يې له يوسف (عليه السلام) سره ملاقات وشو سلام يې وركړ، هغه د سلام ځواب او ښه راغلاست ورته وويل او دده په نبوت يې اقرار وكړ.

پدې پسې څلورم آسمان ته بوتلل شو، هلته له ادريس (عليه السلام) سره مخامخ شو، سلام يې ورباندې واچاوه، هغه د سلام ځواب وركړ، مرحبا يې ورته وويل او دده په نبوت يې اقرار وكړ.

بيا پنځم آسمان ته وخيژول شو، هلته يې هارون بن عمران (عليه السلام) وليد، سلام يې وركړ، هغه د سلام ځواب او ښه راغلاست ورته وويل او دده په نبوت يې اقرار وكړ.

بيا شپږم آسمان ته وخيژل شو، هلته يې له موسى بن عمران (عليه السلام) سره ملاقات وشو، سلام يې وركړ، د هغه د سلام ځواب او هركلى ورته ووايه او دده په نبوت يې اقرار وكړ، خو كله چې محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مخ په وړاندې روان شو، موسى (عليه السلام) وژړل، پوښتنه ورنه وشوه چې ولې ژاړې؟ ده په ځواب كې ورته وويل: لدې امله ژاړم چې له ما نه وروسته يو داسې ځوان په نبوت مشرف شويدى چې زما د امتيانو په نسبت به دده د امت زيات شمير خلك جنت ته داخليږي.

ورپسې محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) اووم آسمان ته هسك كړى شو، هلته يې له ابراهيم (عليه السلام) سره ملاقات وشو، سلام يې ورباندې واچاوه، هغه د سلام ځواب او ښه راغلاست ورته ووايه او دده په نبوت يې اقرار وكړ.

بيا سدره المنتهى ته وخيژول شو، ورپسې محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته بيت المعمور وښودل شوه، بيا د جبار خداى (جل جلاله) حضور ته يووړل شو، او رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) خپل رب (جل جلاله) ته دومره ورلنډ شو چې د دوو لينديو د لرګي په اندازه او يا له دې نه هم كمه فاصله پاتې وه. همدلته الله تعالى خپل رسول(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته هغه څه وحي كړل چې وحي يې كړل، او پنځوس لمونځونه يې ورباندې فرض كړل. بيا رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) بيرته راستون شو تر څو موسى (عليه السلام) ته ورسيد، هغه وپوښته چې الله تعالى په څه مامور كړې؟ محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په ځواب كې ورته وويل:

الله تعالى د پنځوسو لمونځونو امر راته وكړ. موسى (عليه السلام) ورته وويل: ستا امت د پنځوسو لمونځونو توان نلري، بيرته خپل رب ته ورشه او د خپل امت لپاره د تخفيف سوال ورنه وكړه.

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) جبريل (عليه السلام) ته پداسې انداز كې وكتل لكه چې مشوره ورنه غواړي. هغه ورته وويل: سيي ده كه ستا خوښه وي، نو همدا وه چې جبريل (عليه السلام) بيا رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د الله تعالى حضور ته حاضر كړ، او هغه پخپل ځاى وْ_ په ځينو طريقو (رواياتو) كې او دا د بخاري شريف لفظ دى- الله تعالى لس لمونځونه ورنه كم كړل، بيا محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) راكوز شو او موسى (عليه السلام) ته يې لدې نه خبر وركړ. موسى (عليه السلام) ورته وويل:بيرته د خپل رب حضور ته ورشه او د نور تخفيف سوال ورنه وكړه. پدې ډول سره رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د الله تعالى او موسى (عليه السلام) تر مينځ تر هغې پورې تله، راتله تر څو الله تعالى يوازې پنځه لمونځونه فرض پريښودل. بيا هم موسى (عليه السلام) ورته وويل: بيرته خپل رب ته ورشه او د نور تخفيف (آسانۍ) سوال ورنه وكړه، خو محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وويل: ‏[قد استحييت من ربي، ولكني ډرضى وډسلم‏]‏نور له الله تعالى نه شرم او حيا راځي، زه ورنه راضي او ورته تسليم يم. او كله چې رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) لږ ليرې لاړ، نو آواز وشو چې ما خپله فريضه نافذه كړه او پخپلو بندګانو مې تخفيف او آساني وكړه.(1)

پدې پسې ابن القيم ددې خبرې په هكله اختلاف ذكر كړى چې آيا رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) الله تعالى ليدلى او كه نه؟ بيا يې د ابن تيميه تحقيق رانقل كړى چې د هغه لنډيز داسې دى: په سترګو سره د الله تعالى ليدل ثابت ندي شوي او نه هم كوم صحابې (رضي الله عنه) پدې قول قايل دى، او دا چې له ابن عباس (رضي الله عنهما) نه په يوه روايت مطلق ليدل او په بل روايت د زړه ليدل را نقل شويدي، نو دا لومړنى روايت (مطلق ليدل) د دوهم روايت ( زړه ليدلو) منافي ندي.

ابن قيم بيا وايي: ((د الله تعالى دا قول چې فرمايي: ((ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى)) (النجم: 8) [بيا نژدې شو (جبريل، محمد ته) پس ښه نژدې شو] د اسراء په كيسه كې ذكر شوى نژديوالى پدې آيت شريف كې له ذكر شوي نژديوالي سره توپير لري، ځكه د نجم سورت پدې پورته ذكر شوي آيت كې نژديوالى د جبريل (عليه السلام) له نژديوالي او تدلي څخه عبارت دى، لكه څرنګه چې حضرت عائشې او حضرت ابن مسعود (رضي الله عنهما) فرمايلي او همدا راز د جملې سياق هم په همدې دلالت كوى، او هلته د اسراء په حديث كې نقل شوى نژديوالى په صريحه د الله تعالى له نژديوالي او تدلي څخه عبارت دى، پدې هكله هيڅ اشكال نشته او د نجم په سورت كې دې ته اشاره نده شوې بلكه هلته داسې ويل شوي چې رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) هغه د دوهم ځل لپاره له سدره المنتهى سره وليد او دا جبريل (عليه السلام) وْ چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دوه ځله پخپل اصلي شكل كې ليدلى، يو ځل يې په ځمكه كې ليدلى او بل ځل يې هلته له سدره المنتهى سره ليدلى دى.(٢) (الله تعالى له هر چانه ښه پوهيږى).

په همدې ځل د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د مباركې سينې د څيرولو پيښه هم شوې ده، او په همدې سفر كې رسول الله(صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ډير شيان ليدلي دي.

رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته شيدې او شراب وړاندې شول هغه جناب(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) شيدې غوره كړې، نو ورته وويل شول: د فطرت لاره درته ښودل شويده، يا دا چې فطرت دې غوره كړ، او په ياد ولره كه چيرې دې شراب غوره كړي واى، نو امت به دې بې لارې شوى واى.

رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په جنت كې څلور رودونه وليدل چې دوه يې ظاهري او دوه نور يې باطني وو، ظاهري يې د نيل او فرات رودونه وْو او ددې معنى دا ده چې د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) رسالت به د نيل او فرات په حاصلخيزه ځمكو كې خوريږي، او د هغه ځاى خلك به پشت په پشت د اسلام پيروان وي، او ددې معنى دا نده چې ګويا ددې دواړو رودونو اوبه له جنت نه راوزي.

رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مالك د دوزخ خازن هم وليد، هغه نه خندل او نه يې په مخ كې د خوشالۍ او خوښۍ څه نښې نښانې ښكاريدې. همدا راز د الله تعالى رسول(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) جنت او دوزخ هم وليدل. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) هغه كسان هم وليدل چې په ظلم او ناحقه د يتيمانو مالونه خوري، هغوى د اوښانو په شان شونډې لرلې، د تيږو په شان د اور سكروټى به يې په خوله كولې چې بيرته به يې د مقعد له لارې وتلې.

سود خواره يې هم وليدل چې دومره لويې، لويې خيټې يې وې چې له ځايه به نه شواى خوځيداى او كله به چې آل فرعون (د فرعون لښكرې يا پيروان) د دوزخ په لور بيول كيدل، نو پدې سود خورو به د پاسه تيريدل او تر پښو لاندې كول به يې.

رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) هلته زنا كاران هم وليدل چې مخې ته يې ښه پاكه، تازه او چاغه غوښه ايښې وه او خوا ته يې نوره خوسا، وچه او بد بويه غوښه وه، هغوى به دا پاكه او تازه غوښه پريښووله او هغه مرداره او خوسا غوښه به يې خوړله.

هلته رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) هغه ښځې هم وليدلې چې په خپلو ميړونو پسې د بل چا اولاد تړي (پدې معنى چې له بل چا سره زنا كوي او له زنا نه حمل اخلي، او بيا په بې خبرۍكې دا اولاد د هغې د ميړه شميرل كيږي) رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دا ډول ښځې وليدلې چې د آسمان او ځمكې تر مينځ په تيو (سينو) راځړوندې شوې وې.

همدا راز رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په تګ راتګ كې د لارې په سر د مكې د خلكو يوه قافله هم وليدله، او هغوى ته يې هغه اوښ هم وروښود كوم چې ورنه تښتيدلى او ورك شوى وْ. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ددې كاروان له يوه سر پټي لوښي نه اوبه هم وڅښلې، د كاروان خلك ټول ويده وو، او د هغه لوښي سر يې همداسې پټ پريښود، او همدغه خبره د اسراء د شپې په سهار د رسول الله (ص)، د صدق او ريښتينولى يو د ليل هم شو.(١)

ابن قيم وايي: كله چې سهار شو، نو رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) خپل قوم ته د هغه لويو، لويو نښو نښانو خبر وركړ كومې چې الله تعالى ده ته ورښوولې وې. قوم يې دا خبرې ونه منلې، د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) تكذيب يې وكړ، او دده په خلاف يې ظلمونه او جبرونه لا پسې زيات كړل، او له رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) نه يې وغوښتل چې دوى ته د بيت المقدس كيفيت بيان كړي، نو پدې وخت كې الله تعالى خپل رسول(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته بيت المقدس را ښكاره كړ، د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سترګو ته ودريد ورته كتل يې او خپل قوم ته يې د هغه نښې او نښانې ويلې، هغوى ونه شواى كولاى چې دده مبارك كومه خبره رد كړي. همدا راز رسول اكرم(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) قريشو ته د دوى د هغه كاروان خبره هم وكړه كوم چې ده معراج ته د تګ او راتګ په وخت كې ليدلى وْ، او دوى ته يې د نوموړي كاروان د راتګ نيټه هم وښودله، او د هغه اوښ نښې يې هم ورته وويلې كوم چې د كاروان په سركې روان وْ. وروسته څرګنده شوه چې حقيقت همداسې وْ لكه څرنګه چې رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) بيان كړى وْ، خو لدې ټولو سره سره هغوى حق و نه مانه بلكه لا پسې بې لارې شول او د خپل كفر او انكار له امله يې هيڅ ډول حقيقت ته غاړه نه ايښوده.(٢)

ويل كيږى چې ابوبكر (رضي الله عنه) ته په همدې وخت كې د صديق لقب وركړ شو، ځكه نوموړي پداسې وخت كې ددې پيښې (اسراء او معراج) تصديق وكړ چې نورو خلكو يې تكذيب كاوه.(١)

د اسراء او معراج د سفر د ګټو او علتونو د بيانولو په هكله تر ټولو نه لويه او تر ټولو نه لنډه خبره د الله تعالى دا قول دى چې فرمايي: ((لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا)) (الاسراء : 1) [چې (هلته وښيو مونږ دغه (محمد) ته ځينې له دلايلو (د قدرت ) خپل.] د انبياوْ (عليهم السلام) په هكله د الله تعالى سنت همدادى، فرمايي: ((وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنْ الْمُوقِنِينَ)) (الانعام: 75) [او (لكه مو وښوده ابراهيم ته دده د قوم د ګمراهۍ قبحه) هم دا رنګه ښيو مونږ ابراهيم ته عجائبات د آسمانونو او د ځمكې (دپاره ددې چې دليل ونيسي په وحدانيت زما) او له پاره ددې چې شي له يقين كوونكو (عياناً هم لكه چې وْ بياناً).]

بل ځاى حضرت موسى (عليه السلام) ته خطاب كوي او فرمايي: ((لِنُرِيَكَ مِنْ آيَاتِنَا الْكُبْرَى)) (طه: 23). [دپاره ددې چې وښيو تاته ځينې له هغو معجزاتو چې ډيرې لويې دي.

الله تعالى ددې نښو نښانو د ښوولو هدف او مقصد ته اشاره كوي فرمايي: ((وَلِيَكُونَ مِنْ الْمُوقِنِينَ)) [ تر څو له يقين كوونكو څخه شي.] او كله چې د انبياء (عليهم السلام) علومو ته د داسې مشاهداتو ليدنه او كتنه هم ورزياته شي، نو ورته د عين اليقين هغه درجه حاصليږي چې اندازه كول يې ممكن ندي، په فارسى كې يو متل دى وايي ((شنيدن كى بود مانند ديدن)). او همدا وجه ده چې انبياوو (عليهم السلام) د الله تعالى په لار كې داسې مشكلات او كړاوونه ګاللي چې د بل چا له وسه نه وو پوره، او د همدې عين اليقين په بركت د دنيا ټولو قوتونو د دوى په وړاندې د ماشې د يوه وزرقدرې ارزښت هم نه درلود، او له همدې امله وه چې هغوى د هيڅ كړاو او عذاب پروا نه ساتله.

دا چې د معراج ددې عظيم سفر تر شا نور كوم حكمتونه او اسرار پراته دي د هغې د بيانولو اصلي ځاى د شريعت د اسرارو كتابونه دي، خو څه داسې حقايق هم شته چې له دې مبارك سفر نه سرچينه اخلي او د نبوي سيرت د ګلشن په لور امتداد مومي، نو دې ډول حقايقو ته داسې اشاره كوو:

ګورو چې الله تعالى د اسراء سورت يوازې په يوه آيت كې د اسراء كيسه ياد كړيده او بيا يې د يهودانو جرائم بيان كړي او د هغوى له جناياتو يې پرده اوچته كړيده، ورپسې يې هغوى ديته متوجه كړيدي چې دا قرآن تر ټولو نه نيغې او سمې لارې ته هدايت او لارښوونه كوي. كيداى شي چې د قرآنكريم تلاوت كوونكي ددې آيتونو په تلاوت سره داسې وانګيري چې د دواړو خبرو او مسئلو تر مينځ څه ارتباط او تړاو نشته، خو حقيقت داسې ندى، بلكه الله تعالى پدې اسلوب سره دې ته اشاره كوي چې دا سفر (اسراء) د بيت المقدس په خوا او له همغه ځاى نه ترسره شويدى، او دا هم ځكه چې يهودان به نور د انساني امت له قيادت او مشرتابه نه ليرې كيږي، ځكه دوى داسې جرائم او جنايتونه كړيدي چې نور ددې وړ ندي چې د بشريت رهبري وكړي شي، نو الله تعالى اوس دا منصب خپل رسول(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته سپاري، او د ابراهيمي دعوت دواړه مركزونه (مكه – بيت المقدس) دده تر امر لاندې راولي، اوس هغه وخت رارسيدلى دى چې معنوي مشرتابه او قيادت له يوه امت نه بل امت ته وسپارل شي. په بل عبارت اوس ددې وخت دى چې دا معنوي قيادت له هغه امت نه واخستل شي كوم چې تاريخ يې ټول له غدر، خيانت، ظلم او بدكاريو نه ډك دى، او داسې يوه امت ته وسپارل شي چې نيكي او صلاح يې شعار، او رسول(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) يې له ټولو نه نيغې لارې ته د لارښوونكي قرآن په وحي مشرف دى.

خو خبره دا ده چې دا قيادت به څه ډول انتقال مومي، پداسې حال كې چې ددې امت رسول(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د خلكو د ظلم له لاسه د مكې په غرونو كې لالهانده ګرزي؟ دا سوال له يوه بل حقيقت نه پرده اوچتوي او هغه دادى چې د اسلامي دعوت دا پړاو نور سرته رسيدلى، اوس به بل نوى پړاو پيليږي او له همدې امله ده چې قرآنكريم په صريحه او شديده لهجه مشركين تهديدوي لكه چې فرمايي:
((وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيراً )) ( الاسراء: 17) [او كله چې اراده وفرمايو مونږ ددې چې هلاك كړو كوم كلى (ښار) نو امر وكړو مونږ غټانو (او متمولانو) د هغه (ښار) ته (په طاعت د الله سره) نو فسق وكړي دوى په هغه كې نو حق (او ثابت) شي پر (ذمه د اوسيدونكو) هغه خبره (د عذاب) نو هلاكوو مونږ دوى په هلاكولو سختو سره له ګډولو كليو او ښارونو د دوى).] ((وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ الْقُرُونِ مِنْ بَعْدِ نُوحٍ وَكَفَى بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيراً بَصِيراً)) (الاسراء: 17)
[او ډير هلاك كړيدي مونږ له (اهل د) قرنونو پس له نوح (لكه عاديان او ثموديان) او كافي دى رب ستا په ګناهونو د بندګانو خپلو ښه خبردار ښه ليدونكى(عالم په پټو او ښكاره وْ).]

او ددې وعيد لرونكو آيتونو تر څنګ داسې آيتونه هم راغلي چې مسلمانانو ته د هغه تمدن اصول او قواعد ور په ګوته كوي په كوم سره چې د دوى اسلامي ټولنه ودانيږي، داسې ښيي لكه چې دوى په كوم ځاى كې ميشته شوي، ټول كارونه د دوى په لاس كې دي او يو له بل سره د يووالي پداسې مزي تړل شويدي چې ټولنه د همغې په محور را څرخي، نو پدې آيتونو كې دې ته اشاره ده او يا دا په ګوته كوي چې رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به ډير ژر داسې يوه پناه ګاه او مېنه ومومي چې هلته به يې دين استقرار پيدا كړي، او همدا نوى مېنه به يې په ټوله دنيا كې د دعوت د خوريدو مركز وي. دا و د اسراء او معراج د مبارك سفر له پټو حكمتونو او اسرارو نه هغه حكمت او راز چې زمونږ له بحث او موضوع سره يې پيوند درلود او له همدې كبله مو دلته ورنه يادونه وكړه.

پدې ترتيب سره دې حكمت او دې ته ورته نورو حكمتونو ته له نظر كولو وروسته ويلى شو چې اسراء او معراج يا له بيعت عقبه اولى نه مخكې او يا د دواړو بيعتونو تر مينځ واقع شويدى. (والله اعلم)

————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د