الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – شپاړسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

دريمه مرحله: اسلامي دعوت له مكې نه د باندې

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په طايف كې د نبوت په لسم كال د شوال په مياشت كې چې د 619م كاله د مې مياشتې له وروستيو او د جون له لومړيو سره سمون خوري(1)، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د طائف په لور روان شو.

طائف له مكې نه تقريباً شپيته ميله ليرې دى، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا ټوله مسافه تګ او راتګ په پښو ووهله. پدې سفر كې  دده آزاد كړى شوى غلام زيد بن حارثه هم ورسره ملګرى وْ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به چې هرې قبيلې ته ورسيد، د اسلام بلنه به يې وركوله خو هيچا يې هم دعوت ونه مانه. طائف ته له رسيدو وروسته د ثقيف له قبيلې نه دريو وروڼو ته چې درى واړه يې رئيسان يا مشران وو او نومونه يې عبدياليل، مسعود او حبيب او د پلار نوم يې عمرو بن عمير الثقفي وْ، ورغى. د الله تعالى لورته يې راوبلل، د اسلام د تاييد او ملاتړ غوښتنه يې ورنه وكړه، نو له هغوى نه يوه ورته وويل: كه الله تعالى ته رسول راليږلى وې نو زه به د كعبې پردې (پوښ) څيرې كړم. بل ورته وويل: الله تعالى له تا نه پرته بل څوك ندي پيدا كړي چې ته يې رسول راليږلى يې! دريم ورته وويل: قسم په خداى كه زه له تاسره خبرې وكړم، ځكه كه چيرې ته په رښتيا سره رسول وي، نو بيا ستا خبرې ردول او نه منل زيات خطر لري او كه چيرې ريښتونى رسول نه وې او په الله پورې دروغ تړې، نو بيا ددې وړ نه يې چې خبرې درسره وكړم. لدې ځواب نه وروسته رسول الله ورنه پاڅيد يوازې دومره يې ورته وفرمايل: تاسې چې وكړل، هغه مو وكړل خو ګورىْ دا خبره او راز به پټ ساتىْ.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لس ورځې په طائف كې پاتې شو، ددې ځاى ټولو مشرانو او سردارانو ته ورغى او د اسلام بلنه يې وركړه، خو هيچا هم ونه منله او ټولو په پاى کې ورته وويل :  زمونږ له وطن نه ووزه. دې خلکو  نه يوازې دا چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دعوت يې ونه مانه بلكه خپلو اوباشانو او بدماشانو ته يې امر وكړ چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته اذيت ورسوي. همغه وه كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د بيرته ستنيدو اراده وكړه هغه جاهل او ګمراه خلك ورباندې راټول شول ليكې ليكې ورپسې روان وو، نارې او سورې يې جوړې كړې وې، كنځلې به يې ورته كولې، له بدو ردو سره سره به يې په ډبرو هم ويشته. او له مباركو پښو يې دومره وينې وبهيدلې چې دواړه څپلۍ (پايزار) يې په وينو لمدې شوې. زيد بن حارثه (رضي الله عنه) به لكه ډال داسې دفاع ورنه كوله ځان به يې ګوزار ته وړاندې كاوه تر څو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورنه په امن پاتې شي. بالاخره د زيد (رضي الله عنه) سر هم مات شو. دا احمقان او جاهلان همداسې ورپسې وو تر څو له طائف نه دري ميله ليرې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پدې مجبور شو چې د ربيعه د زامنو عتبه او شيبه باغ ته پناه يوسي، او همدلته بيا هغه ظالمان احمقان ورنه وګرځيدل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د انګورو تر سيوره لاندې يوه ديوال ته تكيه وكړه، او كله يې چې دمه جوړه شوه نو يې هغه دعا وكړه چې د مستضعفينو د دعا په نامه مشهوره ده. ددې دعا له هرې فقرې نه دا څرګنديږي چې د طائف د خلكو ددې ظلم، بدسلوكۍ او لدې انكار نه چې هيچا هم اسلام ونه مانه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زړه څومره ځوريدلى او دردمند شوى و او لدې دعا نه دا معلوميږي چې هغه وخت رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) څومره خفه، غمجن او درديلى وْ هغه دعا  داسې ده چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل:

((‏اللهم إليك أشكو ضَعْف قُوَّتِي، وقلة حيلتي، وهواني على الناس، يا أرحم الراحمين، أنت رب المستضعفين، وأنت ربي، إلى من تَكِلُني‏؟‏ إلى بعيد يَتَجَهَّمُنِي‏؟‏ أم إلى عدو ملكته أمري‏؟‏ إن لم يكن بك عليّ غضب فلا أبالي، ولكن عافيتك هي أوسع لي، أعوذ بنور وجهك الذي أشرقت له الظلمات، وصلح عليه أمر الدنيا والآخر’ من أن تنزل بي غضبك، أو يحل علي سَخَطُك، لك العُتْبَى حتى ترضى، ولا حول ولا قوة إلا بك‏)). [اې خدايه، زه د خپلې كمزورۍ، بي بسۍ او د خلكو په وړاندې د خپلې بې قدرۍ شكايت تا ته كوم، اې له ټولو نه رحيم او مهربان خدايه!  ته د بې وزلانو رب يې او ته زما رب يې، ته مې چا ته سپارې؟ پردي او بيګانه ته مې سپارې چې ظلم او زياتى راسره وكړي؟ او يا مې كوم داسې دښمن ته سپارې چې زما معامله دې هغه ته سپارلې ده؟ كه ته را ته په غضب او قهر نه وې نو زما هيڅ پروا هم نشته، خو ستا عافيت ما ته ډير وسيع او پراخه دى، زه ستا د وجه (مخ) په هغه نور پناه غواړم كوم چې تيارې يې رڼا كړيدي او هغه چې دنيا او آخرت ورباندې جوړ شوى او برابر شويدى ستا له غضب نه پناه غواړم او پناه غواړم چې ستا د عتاب مورد ونګرځم، ستا رضا غواړم تر څو ته راضي شې او پرته له تا نه بل د زور او قوت خاوند وجود نلري.]

كله چې د ربيعه زامنو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وليد زړه يې پرې وسوو، خپل غلام يې چې عداس نوميده او نصراني وْ راوغوښت او ورته ويې ويل: دا يو وږى انګور واخله او هغه سړي ته يې وروړه. كله چې عداس انګور د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مخكې كيښودل، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) (بسم الله) وويله لاس يې وراوږد كړ او انګور يې وخوړل. عداس ورته وويل: ددې وطن خلك خو دا خبره يعنى (بسم الله) نه وايي! رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏من أي البلاد أنت‏؟‏ وما دينك‏؟)‏ ته د كوم ځاى يې او د كوم دين پيروي كوې؟ عداس وويل: زه په دين نصراني او د((نينوى)) اوسيدونكي يم. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏    ((من قرية الرجل الصالح يونس بن مَتَّى)) ښه، ته د صالح سړي يونس بن متى (عليه السلام) كليوال يې! عداس ورته وويل: ته يونس  بن متى (عليه السلام) له كومه پيژنې؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: (‏(‏ذاك أخي، كان نبيًا وأنا نبي‏)‏).زما ورور وْ هغه  نبي وْ او زه هم نبي يم. نو عداس يو ځل د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په سر، لاسونو او پښو ورپريوت او مچي كول يې. هلته د ربيعه زوى خپل ورور ته وويل: غلام خو يې درته بې لارې كړ. عداس چې بيرته راغى دوى ورته وويل: دا څه كيسه وه اې عداسه؟ عداس ورته وويل: باداره! پدې ټوله دنيا كې لدې سړي نه غوره شخص وجود نلري ما ته يې داسې معلومات راكړل چې په هغې له نبي پرته بل څوك نه پوهيږي. دوى ورته وويل: عداسه! ګوره چې تا له خپل دين نه وانه ړوي، ستا دين د هغه له دينه غوره دى.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له باغ نه راووت او پداسې حال كې د مكې په لور روان شو چې زړه يې له حسرتونو او غمونو ډك وْ، او كله چې قرن المنازل ته ورسيد نو الله تعالى جبريل (عليه السلام) ورته راوليږه له هغه سره د غرونو فرښته هم ملګرې وه، هغوى ورته وويل: كه غواړې نو امر راته وكړه چې د مكې په خلكو د اخشبين دواړه غرونه راچپه كړو.

بخاري شريف دا كيسه په مفصله توګه له عروه بن زبير نه روايت كړيده وايي عائشې (رضي الله عنها) راته ويلي چې:

((انها قالت للنبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم): هل اتى عليك يوم كان اشد عليك من يوم احد؟ قال: لقيت من قومك ما لقيت، وكان اشد ما لقيت منهم يوم العقبة، اذ عرضت نفسي على ابن عبد يا ليل بن عبد كلال، فلم يجبني الى ما اردت، فانطلقت و انا مهموم، على وجهي، فلم استفق الا و انا بقرن الثعالب، و هو المسمى بقرن المنازل، فرفعت راسي فاذا انا بسحابة قد اظلتني، فنظرت فاذا فيها جبريل، فناداني، فقال ان الله قد سمع قول قومك لك، ما ردوا عليك، و قد بعث الله اليك ملك الجبال لتامره بما شئت فيهم فناداني ملك الجبال، فسلم علي ثم قال: يا محمد، ذلك، فما شئت، ان شئت ان اطبق عليهم الاخشبين اي لفعلت، و الاخشبان: هما جبلا مكة، ابو قيس و الذي يقابله و هو قعيقعان. قال النبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم): بل ارجو ان يخرج الله (عزوجل) من اصلابهم من يعبد الله (عزوجل) وحده لا يشرك به شيئا).(1)

[حضرت عائشه (رضي الله عنها) وايي: يو ځل ما له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه پوښتنه وكړه چې آيا په تا باندې د احد له ورځې نه هم کومه سخته ورځ راغلې ده؟ رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: هو! ستا د قوم له لاسه مې چې څه ناكردې ليدلې هغه مې ليدلې خو له ټولو نه زيات او سخت مصيبت هغه وْ چې د عقبې په ورځ ورسره مخ شوم هغه وخت چې د عبدياليل بن عبد كلال زوى ته ورغلم، دعوت مې وركړ، خو هغه زما خبره او بلنه ونه منله نو زه پداسې حال كې چې غمونو او حسرتونو اخيستې وم بيرته را روان شوم، هيڅ په ځان نه وم خبر، تر څو قرن ثعالب ته  چې قرن المنازل ورته ويل كيږي راورسيدم دلته متوجه شوم، پورته مې وكتل كه ګورم يوه ټوټه وريځ مې په سر روانه ده او سيوره  راباندې كوي په ځير مې ورته  وكتل كه ګورم چې جبريل (عليه السلام) پكې دى، آواز يې راته وكړ او راته ويې فرمايل: ستا قوم چې څه خبرې درته وكړې الله تعالى هغه واوريدې، نو اوس الله تعالى د غرونو فرښته درته راليږلې ده، ستا خوښه چې څه امر ورته كوې هغه به همداسې كوي، پدې پسې د غرونو فرښتې غږ راته وكړ سلام يې راباندې واچاوه او راته ويې ويل: اې محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! ستا خوښه څه امر راته كوې؟ كه امر راته كوې چې دا دواړه غرونه (ابو قيس او قعيقعان چې اخشبين ورته وايي) ورباندې راچپه كړم، نو همداسې به وكړم، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: نه، زما هيله دا ده چې الله تعالى له هغوى نه داسې زوزاده (نسل) پيدا كړي چې يوازې د يوه الله تعالى عبادت به كوي او هيڅ شريك به نه ورسره نيسي.]

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لدې ځواب نه دده د شخصيت، عظمت، او دده د مباركو اخلاقو رفعت او اوچتوالى ښه څرګنديږي، او ددې ځواب په اوريدو سره سليم عقل دا حكم كوي چې رښتيا هم رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دومره عظيم شخصيت او لوړو اخلاقو درلودونكى وْ چې انساني عقل يې له ادراك نه عاجز دى.

لنډه دا چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پدې الهي او غيبي نصرت او كومك چې الله تعالى له آسمانه ورته راليږلى وْ، ډير ډاډه او مطمئن شو، غمونه او حسرتونه يې له زړه نه ووتل او په پوره ډاډ سره د مكې په خوا مخكې لاړ تر څو وادي نخله  ته ورسيد، هلته څو ورځې پاتې شو. هغه وخت پدې ځاى كې يوازې د السيل الكبير او الزيمه دوې سيمې د اوسيدو وړ وې ځكه هلته اوبه او شنه بوټې وو، خو مونږ له تاريخې مصادرو نه دا معلومه نه شواى كړى چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دلته په كومه يوه سيمه كې اوسيدلى وْ.

په همدې موده او همدې ځاى كې الله تعالى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يوه ډله پيريان هم راوليږل، قرآنكريم دوه ځايه لدې پيريانو نه يادونه كوي او فرمايي: ((وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَراً مِنْ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنْصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ (29) قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَاباً أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُسْتَقِيمٍ (30) يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِي اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ    (31)             (الاحقاف: 29 – 31)

[او ياد كړه (هغه وخت اې محمده!) كله چې وګرزول مونږ تا ته يو ټولى له پيريانو څخه چې غوږ به يې ايښوده قرآن ته پس كله چې حاضر شول دوى (دې قرآن ته) وويل دوى پخپل منځ كې چپ شئ تاسې اې پيريانو بيا كله چې تمام شو (د قرآن تلاوت) بيرته وګرځيدل قوم خپل ته ويروونكي (له عذابه كه همغسې كافران پاتې شي) وويل دوى اې قومه زمونږ بيشكه مونږ واوريده داسې يو كتاب چې نازل كړى شويدى وروسته له موسى پداسې حال كې چې تصديق كوونكى موافق دى له هغو (كتابونو) سره چې پخوا له دې نه وو. لياره ښيي حق دين ته او ليارې سمې ته، اې قومه زمونږ! قبول كړىْ تاسې قول د بلونكي د الله او ايمان راوړىْ په ده باندې چې مغفرت درته وكړى (الله) تاسې ته ګناهونه ستاسې، او خلاص به كړي (الله) تاسې له عذاب دردناك څخه.]

بل ځاى د جن په سورت كې داسې فرمايي:

((قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنْ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآناً عَجَباً (1) يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَداً (2))) ( الجن: ١-٢)
[ووايه (اې محمده! دوى ته) وحي راغلې ماته چې بيشكه شان دا  دى چې واوريده (قرائت زما) يوه ټولي له پيريانو نه، نو وويل (دوى نورو قومونو خپلو ته كله چې بيرته ورغلل چې) بيشكه مونږ واوريده يو قرآن عجيب (په فصاحت او بلاغت سره) چې هدايت كوي رشد (ايمان او حق) ته نو ايمان راوړ مونږ پر هغه (قرآن) او هر ګز به شريك نه كړو (پس له دې ورځې) له رب خپل سره بل هيڅوك.]

ددې آيتونو له سياق او همداراز ددې پيښې په هكله له رانقل شويو روايتونو نه دا څرګنديږي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر هغې پورې د پيريانو ددې ډلې په راتګ نه وْ خبر تر څو الله تعالى د همدې آيتونو په ذريعه خبر وركړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته دا د پيريانو لومړى ځل راتګ و او له احاديثو نه دا په ډاګه كيږي چې پدې پسې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته د پيريانو تګ راتګ څو ځله تكرار شويدى.

د پيريانو دا راتګ او د هغوى اسلام منل په حقيقت كې يو بل غيبي كومك وْ چې الله تعالى د خپل غيب مكنون  له خزانې نه د هغو لښكرو په واسطه له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره وكړ كوم چې له الله تعالى (ج) نه پرته بل څوك ورباندې خبر ندي. او بل دا چې ددې پيښې په هكله را نازل شويو آيتونو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دعوت د بري زيرى هم وركاوه او دا يې په

ډاګه اعلانوله چې د ځمكې  پر مخ هيڅ قوت هم ددې دعوت مخه نه شي نيولى او نه يې له خپل منزل نه په شا كولى شي لكه چې فرمايي:

((وَمَنْ لا يُجِبْ دَاعِي اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِنْ دُونِهِ أَولِيَاءُ أُوْلَئِكَ فِي ضَلالٍ مُبِينٍ )) (الاحقاف: 32)

[او هغه څوك چې ونه مني (بلنه د) بلونكي پس نه به وي عاجز كوونكى (د الله، په تيښته سره) په ځمكه كې (بلكه هيچيرې) او نه به وي ده ته بې له هغه (الله) څخه دوستان مددګارانو دغه كسان په ګمراهۍ ښكاره كې دي.]

((وَأَنَّا ظَنَنَّا أَنْ لَنْ نُعجِزَ اللَّهَ فِي الأَرْضِ وَلَنْ نُعْجِزَهُ هَرَباً)) (الجن: ١٢) [او بيشكه مونږ يقين كاوه چې له سره به مونږ عاجز نه كړو الله په ځمكه كې (چې ترې پټ او خلاص شو) او له سره به نه عاجز كوو دغه  (الله) په تيښتې سره (كه ترې وتښتو).]

د الله تعالى پدې بشارتونو، او كومكونو سره د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له زړه او دماغ نه غمونو او تشويشونو كوچ وكړ، هغه پداسې حال كې له طائف نه راوتلى وْ چې په سينه كې يې د نورو غمونو ځاى نه وْ، ناهيلي او نا اميدي يې سترګو سترګو ته كيدله، خلكو نه يوازې چې خبره يې نه وه منلې بلكه له خپلې سيمې يې راشړلى وو، خو د لارې په اوږدو كې الله تعالى داسې زيري او غيبي كومكونه ورسره وكړل چې غمونه او دردونه يې ټول هير شول، په ټينګ عزم سره د مكې په لور وخوځيد، تر څو هلته له نوي عزم، او نوې روحيې سره خپل دعوت مخكې بوزي او خلكو ته د الله تعالى دين ورسوي.

پدې وخت كې زيد بن حارثه (رضي الله عنه) ورته وايي: جنابه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! ته څنګه بيا مكې ته ننوزې پداسې حال كې چې د مكې خلكو (قريشو) ددې ځاى پريښودو ته اړ كړى يې؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏يا زيد، إن الله جاعل لما ترى فرجًا ومخرجًا، وإن الله ناصر دينه، ومظهر نبيه‏)‏‏.‏ [اې زيده( رضي الله عنه)! دا حالات چې ته ګورې، الله تعالى به خوامخوا مونږ ته پكې د نجات او خلاصون لاره پيدا كوي، الله تعالى حتماً د خپل دين مرسته كوي او خپل نبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته برى ور په برخه كوي.]

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وخوځيد تر څو د حراء لمنې  ته ورسيد هلته معطل (تم) شو، او له هغه ځاى نه يې د خزاعه كورنۍ يو كس اخنس بن شريق ته احوال واستاوه او له هغه نه يې د پناه غوښتنه وكړه، خو هغه معذرت و غوښت او ويې ويل چې زه پخپله د مكې د اوسيدونكو حليف يم (د تړون او عهد خاونديم) او حليف خو چا ته چې ملګرې قبيلې شړلى وي د پناه وركولو حق او صلاحيت نلري. نو بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سهيل بن عمرو ته پيغام وروليږه چې ده ته پناه وركړي، خو سهيل په ځواب كې ورته وويل: چې بني عامر د بني كعب په مقابل كې چا ته پناه نه شي وركولى. نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مطعم بن عدي ته د  پناه غوښتنې پيغام واستاوه، په ځواب كې مطعم ورته وويل: هو زه ستا پناه په غاړه اخلم، نور يې خپله وسله راواخيسته، زامن او د قوم خلك يې راوغوښتل ورته ويې ويل  خپلې وسلې را واخلىْ او د كعبې شريفې سره شا او خوا كې ودريږىْ، ځكه ما محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته پناه وركړيده.

بيا يې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته پيغام واستاوه چې اوس راځه، مكې ته را دننه شه، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم پداسې حال كې چې زيد بن حارثه (رضي الله عنه) هم ورسره وْ مكې ته ننوت  مسجد حرام ته يې تشريف يووړ پدې وخت كې مطعم بن عدي په خپله سپرلۍ ودريد او اعلان يې وكړ اې قريشو! ما محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته پناه وركړيده، نور به هيڅوك ورسره غرض نلري. هلته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حجر اسود ته ورغى، مچې يې كړه، دوه ركعته لمونځ يې وكړ بيا خپل كورته روان شو، مطعم او زامن او نور د قوم خلك يې همداسې مسلح تر شا و خوا روان وو تر څو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل كور ته  تشريف يووړ.

ويل كيږي چې ابو جهل له مطعم بن عدي نه پوښتنه وكړه: چې تا محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته پناه وركړه او كه د هغه دين دې ومانه او د هغه پيرو شوې؟ مطعم ورته وويل: ما پناه وركړه، نو ابو جهل ورته وويل: چا ته چې تا پناه وركړيده مونږ هم پناه وركوو.(1)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مطعم بن عدي دا نيكي كله هم نده هيره كړى، هلته د بدر په ورځ چې مسلمانانو يو شمير مشركان په اسارت نيولي وو، او جبير بن مطعم د ځينو بنديانو (اسيرانو) د آزادولو پخاطر د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راغلى وْ، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) داسې فرمايلي وو:

((‏‏لو كان المطعم بن عدى حيًا ثم كلمنى في هؤلاء النتنى لتركتهم له‏))(١) [يعنى كه چيرې مطعم بن عدي ژوندى واى او ددې بوينو په هكله يې راته خبره كړې واى، نو ما به دده پخاطر دوى ټول آزاد كړي وو.]

————————

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د