الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اولسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

نورو خلكو او قبايلو ته د اسلام بلنه

د بعثت په لسم كال د ذي القعدې په مياشت كې چې د 619م كال د جون د وروستيو او يا جولاى له لومړيو سره سمون خوري، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له طائف نه مكې ته راستون شو او دلته يې بيا خلك، او قبيلې د اسلام لور ته رابللې. او څرنګه چې د حج وخت راتلونكى وْ نو خلك له هر ليرې او نژدې ځاى نه د حج پخاطر سواره او پياده مكې ته راتلل، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به لدې موقع نه په استفادې سره هرې قبيلې ته بيل بيل ورته د اسلام بلنه به يې وركوله او د ملاتړ غوښتنه يې ورنه كوله او پدې سره يې د نبوت له څلورم كال نه پيل شوې لړۍ يو ځل بيا را ژوندۍ كړه.

هغه قبيلې چې اسلام ته رابللې شوې وې

امام زهري (رحمه الله) وايي: له هغه قبيلو نه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغوى ته  تشريف وروړى او اسلام ته يې را دعوت كړې وې ځنې دا وې: بنو عامر بن صعصعه، محارب بن خصفه، فزاره، غسان، مره، حنيفه، سليم، عبس، بنونصر، بنوالبكاء، كلب، حارثه بن كعب، عذره، حضارمه، خو لدې  ټولو نه يوه قبيله هم په اسلام مشرفه نه شوه.(1)

يادونه بايد وكړو دا قبيلې چې امام زهري يې نومونه ياد كړيدي ټولې په يوه كال يا د حج په يوه موسم كې اسلام ته ندې رابللې شوې بلكه دا د نبوت له څلورم كال نه تر هجرته مخكې وروستني حج پورې په لس كلنه موده كې اسلام ته رابللې شويدي.(2)

او دا نشو ويلاى چې فلانۍ قبيله په فلاني كال اسلام ته رابلل شويده، كه څه هم علامه منصور پوري د ځينو قبيلو نومونه اخستي او دا يې ويلي دي چې دا قبيلې د بعثت په لسم كال اسلام ته رادعوت شويدي. ابن اسحاق اسلام ته د ځينو قبايلو د رابللو كيفيت او د هغوى ځوابونه بيان كړيدي چې مونږ يې لنډيز په لاندې ډول وړاندې كوو:

1- بنوكلب- رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې قبيلې يوې پښې ته چې بنو عبدالله نوميده ورغى، د الله تعالى لور ته يې راوبلل، د ملاتړ غوښتنه يې ورنه وكړه او دا يې ورته وويل چې دى (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ځان سره بوزي، د خپلو خبرو په ترڅ كې يې دا هم ورته وفرمايل: ((يا بني عبدالله ان الله قد احسن اسم ابيکم)). [اې د عبدالله اولادې! الله تعالى ستاسې نيكه ته ډير غوره نوم وركړى دى] خو نوموړې قبيلې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دعوت و نه مانه.

2- بنوحنيفه: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هغوى ديرې ته ورغى د الله تعالى لور ته يې راوبلل، د اسلام غوښتنه يې ورنه وكړه، او له دوى سره يې د تګ خبره ورته وكړه، خو ددې قبيلې خلكو په ټولو عربو كې ډير خراب او ناوړه ځواب وركړ.

3-  بني عامر بن صعصعه- رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دې قبيلې ته هم ورغى، د الله تعالى دين ته يې راوبلل او له دوى سره د تګ هيله يې ورته څرګنده كړه. په ځواب كې له دوى نه يوه كس چې بحيره بن فراس نوميده داسې ورته وويل: قسم په خداى كه زه دا ځوان له قريشو نه خپل كړم، نو ټول عرب به ورباندې وخورم يعنى ټول عرب به د ځان كړم، بيا يې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته وويل: ښه  دا راته ووايه كه چيرته مونږ ستا په دې دين بيعت درسره وكړو، بيا الله تعالى پر دښمنانو غلبه او برى در په برخه كړي، نو هغه وخت به بيا د كارونو واګې (واکداري) مونږ ته راكوې او كه څنګه؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: د كارونو واك او اختيار له الله تعالى سره دى، هغه چاته يې وركوي چې خوښه يې وي. بيا هغه سړي ورته وويل: ته دا غواړې چې مونږ له عربو نه ستا د دفاع په لار كې خپل سرونه قربان كړو، خو كله چې الله برى دركړي، نو بيا دې واك او قدرت له بل چاسره وي، نو مونږ ستا دې دين ته اړتيا نلرو. پدې ترتيب سره دې قبيلې هم اسلام ونه مانه.

خو كله چې ددې قبيلې خلك له حج نه وروسته بيرته خپل وطن ته ستانه شول هلته  يې خپل مشر ته چې د كمزورۍ او زړښت له وجې حج ته نه و راغلى دا كيسه واوروله او ورته ويې ويل:  د قريشو د بني عبدالمطلب كورنۍ يو ځوان چې د نبوت دعوى يې كوله مونږ ته راغى او دا يې رانه وغوښتل چې مونږ يې ملاتړ وكړو ورسره ودريږو او هغه خپلې سيمې ته راولو. بوډا چې دا خبرې واوريدې غبرګ لاسونه يې په سر كيښودل او ويې ويل: اې د عامر اولادې! آيا ستاسې دا خطا جبران كيداى شي؟ آيا دا له لاسه وتلى مرغه بيرته لاسته راتلى شي؟ قسم په هغه ذات چې د فلاني نفس د هغه په اختيار كې دى چې اسماعيلي كله هم په دروغو د نبوت دعوه نده كړى، يقيناً چې دا حق دى، هغه وخت ستاسې عقل چيرته وْ؟(1)

د ايمان وړانګې له مكې نه د باندې

لكه څرنګه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) قبيلې، پلاوي او هيئتونه اسلام ته رابلل، همدا راز يې ځينې افراد او وګړي هم د الله تعالى دين ته رادعوت كړل، چې د ځينو عكس العمل هم ښه وْ، او لدې موسم نه څه موده وروسته يو شمير افراد په اسلام مشرف هم شول. راځئ ددې كسانو او پيښو په هكله لاندينۍ څرګندونې سره ولولو.

1- سويد بن صامت: د يثرب اوسيدونكى، ډير زيرك او ذكي شاعر وْ، او د خپلې سنجيدګۍ، شاعرۍ شرف او نسب له امله په كامل سره مشهور وْ. مكې ته د حج يا عمرې لپاره راغلى وْ، رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د اسلام بلنه وركړه، نو ده ورته وويل: كيداى شي دا كوم څه چې له تاسره دي داسې وي لكه زما سره چې دي. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: ‏(‏وما الذي معك‏؟‏‏)‏. له تاسره څه دي؟ سويد ورته وويل: قال‏:‏حكمة لقمان‏.‏ له ماسره د لقمان حكمت (علم) دى. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: قال‏:‏(‏اعرضها عليَّ). ما ته يې وړاندې كړه، نو هغه له دې حكمت نه څه ورته تير كړل. بيا رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: ‏)‏‏.‏فقال له رسول الله صلى الله عليه وسلم‏:‏ ‏(‏إن هذا لكلام حسن، والذي معى أفضل من هذا؛ قرآن أنزله الله تعالى عليّ، هو هدى ونور‏). دا غوره كلام (خبرې) دي، خو هغه څه چې له ما سره دي لدينه غوره او افضل دي، هغه قرآنكريم دى چې الله تعالى پر ما را نازل كړى دى، هغه رڼا ده او هدايت دى. بيايې يو څو آيتونه ورته تلاوت كړل او اسلام ته يې راوباله، نو سويد هم بلنه ومنله او په اسلام مشرف شو او ويې ويل: دا له ټولو نه غوره قول دى. نوموړى چې بيرته مدينې ته ستون شو هلته د بعاث په جګړه كې ووژل شو(١) سويد د نبوت د يوولسم كال په پيل كې په اسلام مشرف شوى و.(٢)

2- اياس بن معاذ- د يثرب اوسيدونكى وْ، نوموړى نوى رسيدلى ځوان وْ چې د اوس قبيلې له يوه هيئت (پلاوي) سره مكې ته راغلى وْ. دا د نبوت د يوولسم كال پيل او د بعاث له جګړې نه مخكې پيښه وه. نوموړى وفد پدې نيت مكې ته راغلى وْ چې د خزرج په مقابل كې له قريشو سره حلف او تړون وكړي، هغه وخت د اوس او خزرج تر مينځ د دښمنۍ اور تود وْ، د اوس قبيلې شميره هم كمه وه.رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) چې له نوموړي وفد نه خبر شو تشريف يې وروړ او ورته ويې فرمايل: تاسې چې د كوم مقصد لپاره دلته راغلى ياست آيا له هغه نه غوره څيز قبلوىْ؟ دوى ورته وويل: هغه به څه وي؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: زه د الله تعالى رسول يم، خلكو ته يې راليږلى يم، زه انسانان دې ته رابولم چې يوازې د يوه الله عبادت وكړي، هيڅ شريك ورسره ونه نيسي، الله تعالى پر ما كتاب هم رانازل كړيدى، بيا يې د اسلام يادونه ورته وكړه، قرآنكريم يې ورته تلاوت كړ. نو اياس بن معاذ وويل: اې قومه! قسم په الله تعالى دا له هغه څه چې تاسې ورپسې راغلى يئ ډير غوره دى، پدې وخت كې د وفد له غړو نه يوه كس چې ابو الحيسر انس بن رافع نوميده يو موټى خاورې راواخيستې او د اياس مخ ته يې وروشيندلې او ورته ويې ويل: زما په عمر قسم چې مونږ ددې لپاره نه يو راغلي، زمونږ د راتلو مقصد بل څه دى. اياس چوپ شو او رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) هم پاڅيد، وفد هم وروسته لدې چې له قريشو سره په تړون او عهد كولو كې ناكام شو بيرته مدينې ته ستون شو.

مدينې ته له رسيدو وروسته اياس مړ شو، خو د ځنكندن په وخت كې يې (لا اله الا الله، الله اكبر، الحمدلله، سبحان الله) په ژبه جاري وو، نو بيشكه چې هغه مسلمان مړ شويدى.(٣)

3- ابوذر الغفاري : د يثرب د شاو خوا سيمو اوسيدونكى وْ. كله چې د سويد بن صامت او اياس بن معاذ پواسطه د رسول اكرم(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د بعثت خبر په مدينه کې خپور شو، نو ابوذر (رضي الله عنه) غوږ ته هم ورسيد او همدايې د اسلام راوړلو سبب شو.

امام بخاري له ابن عباس (رضي الله عنهما) نه روايت كوي وايي: قال ابوذر: كنت رجلا من غفار، فبلغنا ان رجلا قد خرج بمكة يزعم انه نبي، فقلت: لاخي انطلق الى هذا الرجل و كلمه و اءتني بخبره، فانطلق، فلقيه ثم رجع، فقلت: ما عندك؟ فقال: و الله لقد رايت رجلا يامر بالخير و ينهي عن الشر، فقلت له: لم تشفني من الخبر، فاخذت جرابا و عصا، ثم اقبلت الى مكة، فجعلت لا اعرفه، و اكره ان اسال عنه، و اشرب من ماء زمزم و اكون في المسجد، قال: فمر بي علي فقال: كاَن الرجل غريب؟ قال: قلت: نعم. فقال: فانطلق الى المنزل، فانطلقت معه، لا يسالني عن شي و لا اساله و لا اخبره. فلما اصبحت غدوت الى المسجد لا اسال عنه و ليس احد يخبرني عنه بشئ. قال: فمر بي علي، فقال: اما زال للرجل يعرف منزله بعد؟ قال: قلت: لا. قال: فانطلق معي، قال: فقال: ما امرك؟ وما اقدمك هذه البلدة؟ قال: قلت له: ان كتمت علي اخبرتك، قال: فاني افعل. قال: قلت له: بلغنا انه قد خرج ههنا رجل يزعم انه نبي الله، فارسلت اخي يكلمه، فرجع و لم يشفني من الخبر، فاردت ان القاه. فقال له: اما انك قد رشدت، هذا وجهي اليه، ادخل حيث ادخل، فانى ان رايت احدا اخافه عليك قمت الى الحائط كانى اصلح نعلي و امض انت. فمضى، مضيت معه حتى دخل و دخلت معه علي النبي (صلى الله عليه و آله وصحبه وسلم) فقلت له: اعرض علي الاسلام، فعرضه، فاسلمت مكاني. فقال لي: يا اباذر، اكتم هذا الامر، وارجع الى بلدك، فاذا بلغك ظهورنا فاقبل، فقلت: والذي بعثك بالحق لاصرخن بها بين اظهرهم، فجئت الى المسجد و قريش فيه! فقلت: يا معشر قريش. اني اشهد ان لا اله الا الله، و اشهد ان محمدا عبده و رسوله. فقالوا: قوموا الى هذا الصابئ. فقاموا، فضربت لاموت، فادركني العباس فاكب علي، ثم اقبل عليهم فقال: ويلكم تقتلون رجلا من غفار؟ و متجركم و ممركم على غفار فاقلعوا عني، فلما ان اصبحت الغد، رجعت فقلت مثل ماقلت بالامس، فقالوا: قوموا الى هذا الصابئ فصنع بي ما صنع بالامس، فادركني العباس، فاكب علي وقال مثل مقالته بالامس.))(1)

يعنى: ابوذر (رضي الله عنه) فرمايې: زه د بني غفار قبيلې يو كس وم، خبر شوم چې په مكه كې يو داسې څوك پيدا شوى چې ځان نبي بولي، ما خپل ورورته وويل: ته دې كس ته ورشه، خبرې ورسره وكړه او ما ته يې احوال راوړه، هغه لاړ، ملاقات يې ورسره وكړ او بيرته راغى، ما پوښتنه ورنه وكړه چې څه خبر دې راوړى؟ ده راته وويل: په الله قسم چې ما يو داسې شخصيت وليد چې په نيكۍ امر او له بدۍ نه نهي كوي. ما ورته وويل: پوره خبر دې ندې راوړى، زړه مې پرې ډاډه نه شو، نو بيا مې د توښې توبره او همسا راواخيسته او د مكې په لور روان شوم، (مكې ته ورسيدم) خو رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مې نه پيژانده، او دا هم ښه نه راته ښكاريده چې له چا نه يې پوښتنه وكړم، د زمزم اوبه به مې څښلې او په مسجد حرام كې به وم، بالاخره علي (رضي الله عنه) راغى راته ويې ويل: بيګانه معلوميږې! ما ورته وويل: هو، ده راته وويل: نو راځه زما سره كورته لاړ شه، زه هم ورسره لاړم، خو نه هغه رانه د څه پوښتنه كوله او نه ما ورنه پوښتل او نه مې څه ورته ويل.كله چې سهار شو نو بيا مسجد حرام ته لاړم تر څو د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په هكله څه معلومات حاصل كړم خو هيڅوك هم نه وْ چې د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په هكله يې معلومات راكړي واى، بيا علي (رضي الله عنه) راته راغى ويې ليدم، راته ويې ويل: دې سړي تر اوسه خپل ځاى (كور) ندى پيژندلىْ؟ ما ورته وويل: نه، ده راته وويل: ښه، نو راځه زما سره لاړ شه، بيا يې راته وويل دا راته ووايه ستا كار څه دى؟ او د څه پخاطر دې ښارته راغلى يې؟ ما ورته وويل: كه ته زما راز ساتې نو درته وبه وايم: هغه راته وويل: سيي ده، (راز دې ساتم) نو ما ورته وويل: خبر شوى يم چې دلته يو داسې كس پيدا شويدى چې ځان د الله تعالى نبي (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) بولي، ما خپل ورور دلته را استولى وْ چې راشي خبرې ورسره وكړي، هغه بيرته ته راستون شو، خو څه اطميناني او تسلي بخش خبر يې نه وْ راوړى، نو تصميم مې ونيو چې زه بايد پخپله لدې شخص سره وګورم. حضرت علي (كرم الله وجهه) راته وويل ته سيي ځاى ته رارسيدلى يې، ګوره زه د همغه په طرف روان يم، په كومه چې زه تلم په همغه لار راپسې راځه او كه د لارې په اوږدوكې له داسې چا سره مخامخ شوو چې ستا لپاره خطرناك وْ، نو زه به د ديوال خوا ته پدې بهانه دريږم چې ګويا زه خپلې څپلۍ جوړوم، خو ته به تيريږې او خپله لار به وهې، بيا علي (كرم الله وجهه) روان شو، زه ورپسې وم تر څو هغه ننوت او زه هم ورپسې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) حضور ته ور ورسيدم او عرض مې ورته وكړ چې اسلام راته را وړاندې كړه! رسول اكرم(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) اسلام راته بيان كړ، نو زه په همغه ځاى مسلمان شوم، بيا رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) راته وويل: (‏يا أبا ذر، اكتم هذا الأمر، وارجع إلى بلدك، فإذا بلغك ظهورنا فأقبل‏)‏‏.‏ابو ذره! دا خبره پټه ساته او بيرته خپل وطن ته لاړ شه، او كله چې زمونږ د بري خبر در ورسيد نو بيا راشه. ما ورته وويل: په هغه ذات قسم چې ته يې په حقه راليږلى يې، زه به د دوى په مينځ كې دا په ډاګه اعلانوم. بيا مسجد حرام ته راغلم، قريش ناست وو، ما ورته وويل: اې قريشو! واورىْ : (اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا عبده و رسوله)، زه شاهدي وركوم چې له الله تعالى پرته بل د عبادت وړ څوك نشته، او زه شاهدي وركوم چې محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د الله تعالى بنده او رسول دى.
دوى وويل: دا بې دين راونيسئ، يو ځل خلك را پاڅيدل او په مرګ يې ووهلم، تر څو عباس (رضي الله عنه) راغى پر ما يې ځان را واچاوه بيا يې قريشو ته مخ ورواړه او ورته ويې ويل: تباه شىْ، تاسې د غفار قبيلې سړى وژنئ؟ پداسې حال كې چې ستاسې تجارت او ستاسې لار په غفار قبيله باندې ده! نو پدې سره خلكو زه پريښودم او رانه لاړل. سبا سهار بيا هملته ورغلم او هماغه پرونۍ خبره مې بيا اعلان كړه، خلكو بيا وويل: دا بې دينه ونيسىْ، او بيايې همغه پرونۍ معامله راسره وكړه (ډير يې ووهلم) دا ځل بيا حضرت عباس (رضي الله عنه) ورنه خلاص كړم، پر مايې ځان راواچاوه او هماغه پرونۍ خبره يې ورته وكړه.

4- طفيل بن عمرو الدَوسِى: دا يو شريف انسان، د عقل او پوهې خاوند، زيرك شاعر او د خپل قوم مشر وْ. دده قبيلې (دوس) د يمن پر ځينو برخو پوره حاكميت او يا څه نا څه تسلط درلود. نوموړى د نبوت په يوولسم كال مكې ته راغى. د مكې خلكو يې ډير تود هركلى وكړ، ډير قدر او عزت يې وركړ، او دا يې ورته وويل: طفيله! تا زمونږ ښار ته تشريف راوړى، او دا شخص چې زمونږ په مينځ كې پيدا شوى زمونږ لپاره د ډيرو مشكلاتو سبب شويدى، زمونږ اتحاد ته يې صدمه رسولى، زمونږ يووالى يې ختم كړيدى، خبرې يې لكه د سحر او جادو په شان اثر او اغيزه لري، د پلار او زوى، وروڼو، ميړه او ښځې تر مينځ بيلتون راولي، مونږ ويريږو دا مشكلات چې مونږ ورسره مخ يو، ته او ستا قوم هم ورسره لاس او ګريوان شي، نو ته به ورسره هيڅ خبرې نه كوې او له هغه نه هيڅ هم بايد وا نه ورې.

حضرت طفيل (رضي الله عنه) وايي: دې خلكو ماته همدا خبرې كولى تر دې چې ما كلكه اراده وكړه چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره به نه خبرې كوم او نه به څه ورنه اورم، ان تر دې چې كله سهار مسجد حرام ته لاړم، نو په غوږونو كې مې مالوچ كيښودل چې هسې نه د رسول الله(صلى الله عليه و آله وصحبه وسلم) كومه خبره مې تر غوږو شي، رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له كعبې سره لمونځ كاوه او زه خوا كې ورسره ودريدم او څرنګه چې د الله تعالى اراده داسې وه چې زه به د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) څه خبرې اورم، نو همداسې وشول ما ورنه ډيره غوره خبره واوريدله، بيا مې په زړه كې وويل: مور دې راباندې بوره شي! زه يوه زيرك او پوه شاعر يم، ښه او بد پيژنم، نو بيا ولې ددې شخص خبرې نه اورم؟ كه يې خبرې ښې او سيي وې وبه يې منم او كه خرابې وې، نو نه به يې قبلوم، دا سوچ مې وكړ او همدلته پاتې شوم تر څو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) كورته روان شو، نو زه هم ورپسې شوم او كله چې رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) كورته ننوت زه ورپسې وم او هلته مې د خپل راتګ، د خلكو د خبرو، په غوږونوكې د مالوچو ايښوولو او لدې سره سره د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ځينو خبرو اوريدلو ټول تفصيلات ورته بيان كړل، بيا مې عرض ورته وكړ چې ته خپلې خبرې راته واوروه! رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) اسلام راته بيان كړ او قرآنكريم يې راته ولوست، الله شاهد دى چې ما كله هم لدې نه غوره قول او لدې نه د زيات عدل او انصاف خبرې نه وې اوريدلې، نو همدا وه چې هملته په اسلام مشرف شوم او د حق شهادت مې ادا كړ يعنى د شهادت كلمه مې وويله. بيا مې رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته عرض وكړ چې زما قوم زما خبرې مني، زه بيرته ورځم او هغوى اسلام ته رابولم، نو ته الله تعالى ته سوال وكړه چې ماته څه نښانې راكړي! رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته دعا وكړه. حضرت طفيل (رضي الله عنه) ته چې كومه نښه وركړل شوې وه هغه دا وه چې كله هغه خپلې قبيلې ته ورلنډ شو، نو الله تعالى يې په مخ كې لكه ډيوه داسې رڼا پيدا كړه، ده پدې وخت كې دعا وكړه او ويې ويل: يا الله! د مخ په ځاى دا رڼا په كوم بل ځاى كې پيدا كړه، هسې نه چې خلك ووايي چې مُثله دى، نو دعايې قبوله شوه او دا رڼا يې همسا يا متروكې ته لاړه. بيا يې خپل پلار او خپله ښځه اسلام ته راوبلل او هغوى دواړه مسلمان شول، خو قوم يې ژر اسلام رانه ووړ. طفيل (رضي الله عنه) خپل دعوت جاري وساته تر څو د خندق له غزا نه وروسته هغه پداسې حال كې هجرت وكړ چې د خپل قوم (70) يا (80) كورنۍ ورسره وې. حضرت طفيل ( رضي الله عنه) د اسلام لپاره ډيره خدمتونه سرته رسولي دي او له ډيرو هلو ځلو وروسته د يمامه په جګړه كې په شهادت رسيدلى دى.

5- ضِماد الازدي- نوموړى د يمن اوسيدونكې او د ازد شنوْه، قبيلې غړى وْ، دم او چوپ يې وظيفه وه. مكې ته راغى هلته يې د سيمې له جاهلانو نه واوريدل چې محمد(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ليونى دى. ضماد وويل: زه دې سړي ته ورځم، كيداى شي الله تعالى يې زما په دم جوړ كړي. ورغى او له رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره يې ملاقات وكړ او ورته ويې ويل: اې محمده (ص)! زه د مرضونو او دې باد دم او چوپ كوم څنګه ته دم او چوپ ته ضرورت لرې؟ رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په ځواب كې ورته وفرمايل:
‏(‏إن الحمد لله نحمده ونستعينه، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلله فلا هادى له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله‏.‏ أما بعد‏)‏‏.‏ يعنى: ټول ثنا او صفت خاص د الله تعالى لپاره دى، مونږ د هغه حمد او ثنا وايو، او له همده نه مرسته غواړو چا ته چې الله تعالى هدايت وكړي، نو هيڅوك هم هغه نه شي بې لارې كولى، او الله تعالى چې څوك بې لارې كړي، نو هيڅوك هم هغه ته هدايت نه شي كولى، او زه شاهدي وايم چې له الله پرته هيڅ بل معبود نشته، هغه واحد دى هيڅ شريك نلري، او زه شاهدي وايم چې محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د الله تعالى بنده او رسول دى. اما بعد.

ضماد ورته وويل: دا خبرې يو ځل بيا راته واوروه! رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دا خبرې درى ځله ورته تكرار كړې. بيا ضماد وويل: ما د كاهنانو، جادوګرانو او شاعرانو خبرې اوريدلې دي، خو كله مې هم ستا د خبرو په شان خبرې ندي اوريدلې، دا د سمندر تل ته رسيدلى خبرې دي، راوړه، لاس دې را اوږد كړه تر څو بيعت درسره وكړم. پدې ترتيب سره په اسلام مشرف شو او له رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره يې د اسلام بيعت وكړ.(1)

د مدينې منورې شپږ نيكبخته كسان

د نبوت په يوولسم كال د حج په موسم كې چې د (620م) كال د جولاى له مياشتې سره سمون خوري اسلامي بلنې داسې نيالګي وموندل چې ډير ژر په داسې لويو ونو بدل شول چې په كلونو كلونو ستړيو او ظلم ځپليو مسلمانانو يې تر يخې سيورې لاندې د امن او راحت ژوند پيل كړ.

د مكې مشركنيو د رسول اكرم(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د تكذيب او له اسلام نه د خلكو د منع كولو لپاره چې كومې لارې چارې او هلې ځلې په كار اچولې وې، رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د هغوى د دې كوښښونو د ناكامولو پخاطر دا لاره نيولې وه او دا حكمت يې په كار اچولې وْ چې د شپې په تياره كې به قبايلو ته د دعوت لپاره ورته، تر څو د مكې مشركينو څه موانع ورته ايجاد نه كړاى شي(2).

يوه شپه رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د دعوت په منظور ووت ابوبكر او علي (رضي الله عنهما) هم ورسره ملګري وو د بنو ذهل او بنو شيبان بن ثعلبه هستوګنځي ته ورغلل او د اسلام په هكله يې خبرې ورته وكړې، هغوى كه څه هم نيك او هيله من كوونكى ځواب وركړ خو في الحاله يې اسلام قبول نكړ. پدې وخت كې د حضرت ابوبكر (رضي الله عنه) او بنو ذهل د يوه كس تر مينځ د نسب د شجرې په هكله ډير په زړه پورې سوال او ځواب هم وشو ځکه دوى دواړه نسب پوهان وو.(3)

بيا رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په منى كې له عقبې نه تيريده چې د خلكو خبرې يې تر غوږو شوې، نو د هغوى په طرف ور روان شو او ورغى دا له يثرب نه راغلي شپږ ځوانان وو، چې ټول د خزرج له قبيلې څخه وو او نومونه يې دا دي:

1.    اسعد بن زراره (له بني النجار قبيلې څخه)
2.    عوف بن الحارث بن رفاعه بن عفراء (له بني النجار قبيلې څخه)
3.    رافع بن مالك بن العجلان (له بني زريق قبيلې څخه)
4.    قطبه بن عامر بن حديده (له بني سلمه قبيلې څخه)
5.    عقبه بن عامر بگن نابي (له بني حرام بن كعب قبيلې څخه)
6.    جابر بن عبدالله بن رئاب (له بني عبيد بن غنم قبيلې څخه)

د مدينې د خلكو يوه نيكبختي دا هم وه چې هغوى به د خپلو حليفانو يعنى د مدينې له يهودانو نه دا اوريدل چې ويل به يې پدې زمانه كې يو نبي مبعوث كيدونكې دى، ډير ژر به را ښكاره شي، مونږ به يې متابعت او پيروي وكړو او د هغه په ملګرتيا به تاسې لكه د عاد او ارم په شان ووژنو.(1)

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) هغوى ته ور ورسيد پوښتنه يې ورنه وكړه چې تاسې څوك ياست؟ هغوى ورته وويل: مونږ د خزرج قبيلې غړي يوو. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: د يهودانو حليفان؟ دوى وويل: هو. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: نو تاسې كينئ چې څه خبرې درسره وكړم! هغوى كيناستل، رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د اسلام حقيقت ورته بيان كړ، د الله تعالى لور ته يې راوبلل، او قرآنكريم يې ورته تلاوت كړ، هغوى پخپل مينځ كې سره وويل: داسې ښكاري چې دا همغه نبي(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وي كوم چې يهودان يې يادونه كوي او په همدې سره تاسې ويروي او اخطارونه دركوي، نو په كار ده چې يهود درنه مخكې نه شي. پدې پسې هغوى د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دعوت ومانه او په اسلام مشرف شول.

دا د يثرب پوه او زيرك خلك وو، هغوى خپل مينځي جګړو چې اورونه يې لا بل وو ډير ستړي كړي وو، نو له همدې امله دا هيله ورسره پيدا شوه چې كيداى شي د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دا دعوت جګړې او جنګونه پاى ته ورسوي. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته يې داسې وويل: مونږ خپل قوم پداسې حال كې پريښى دى چې بل څوك به د دوى په شان په عداوت او بدبختۍ نه وي اخته، هيله ده چې الله تعالى هغوى ستا په بركت سره يو كړي، مونږ ورځو او خلك ستا دعوت ته رابولو، او دا دين چې مونږ ومانه هغوى ته يې هم ور وړاندې كوو، كه الله تعالى ستا په واسطه هغوى سره متحد كړل، نو بيا ستا په شان عزيز او معزز كس نشته. او كله چې دا خلك مدينې ته ستانه شول، له ځان سره يې د اسلام پيغام هم يووړ، او د همدوى په واسطه د مدينې په هر كور كې د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) يادونه پيل شوه.(١)

له حضرت عائشې (رضي الله عنها) سره د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نكاح

په همدې كال يعنى د نبوت د يوولسم كال په شوال مياشت كې رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له حضرت عائشې (رضي الله عنها) سره نكاح وكړه. دغه وخت د عائشې (رضي الله عنها) عمر شپږ كاله وْ، او واده يې په مدينه كې د هجرت په لومړي كال د شوال په مياشت كې تر سره شو چې هغه وخت عائشه (رضي الله عنها) نهه (9) كلنه وه.(٢)

————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د