fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – نولسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

د عَقَبه لومړنى بيعت

مخكې مو وويل چې د نبوت د يوولسم كال د حج په موسم كې د يثرب له خلكو نه شپږو كسانو ايمان راوړ، او له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره يې ژمنه وكړه چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) رسالت به خپل قوم ته رسوي. ددې نتيجه دا شوه چې په راتلونكې كال يعنى د نبوت د دوولسم كال د حج په موسم كې چې د 621م كال د جولاى له مياشتې سره سمون خوري دوولس كسان د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) حضور ته راغلل، له دې جملې نه پنځه كسان هماغه وو كوم چې تير كال حاضر شوي وو، او جابر بن عبدالله بن رئاب د هغوى شپږم وْ چې پدې كال نه وْ راغلى، او ددې دوولسو كسانو د پاتې اوو كسانو نومونه دا دي:

1. معاذ بن الحارث بن عفراء له بني النجار كورنۍ نه         (خزرج)
2. ذكوان بن عبدالقيس له بني زريق كورنۍ نه             (خزرج)
3. عباده بن الصامت له بني غنم كورنۍ نه                 (خزرج)
4. يزيد بن ثعلبه د بني غنم له ملګرو (حليفانو) نه             (خزرج)
5. عباس بن عباده بن نضله له بني سالم كورنۍ نه              (خزرج)
6. ابو الهيثم بن التيهان له بني عبدالاشهل كورنۍ نه         (اوس)
7. عويم بن ساعده له بني عمرو بن عوف كورنۍ نه             (اوس)

لدې كسانو نه يوازې دوه وروستي له اوس قبيلې څخه وو، نور ټول د خزرج قبيلې غړي وو. (1)

دې كسانو په منى كې له عقبې سره خوا كې له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره ملاقات وكړ، او له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره يې د داسې خبرو بيعت وكړ، چې بيا وروسته يعنى د مكې د فتحې په وخت كې له ښځو نه د همغه خبرو بيعت واخيستل شو، او دې بيعت ته بيعه النساء (د ښځو بيعت) ځكه وايي چې د بيعت بندونه (مادې) لكه د ښځو د بيعت د بندونو او مادو په شان وې.

امام بخاري له عباده بن صامت نه روايت كوى وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏[تعالوا بايعوني على ډلا تشركوا بالله شيئًا، ولا تسرقوا، ولا تزنوا، ولا تقتلوا أولادكم، ولا تأتوا ببهتان تفترونه بين أيديكم وأرجلكم، ولا تعصوني في معروف، فمن وفي منكم فأجره على الله ، ومن أصاب من ذلك شيئًا فعوقب به في الدنيا، فهو له كفارة، ومن أصاب من ذلك شيئًا فستره الله ، فأمـره الى الله ؛ ان شاء عاقبه، وان شاء عفا عـنه‏]‏‏.‏ قــال‏:‏ فبايعته وفي نسخۍ‏:‏ فبايعناه على ذلك‏.‏

[راشئ له ماسره پدې بيعت وكړئ چې : له الله تعالى سره به هيڅ شريك نه نيسىْ، غلا به نه كوىْ، زنا به نه كوىْ، خپل اولادونه به نه وژنىْ، بهتان به نه كوىْ، په ښو كارونو كې به زما نافرماني نه كوىْ، چا چې پدې خبرو پوره عمل وكړ نو اجر يې په خداى دى، او كه څوك لدې امورو نه د كوم يوه مرتكب شو يعنى پدې هكله يې په كوم څه كې زما له امر نه سرغړونه وكړه او بيا يې په دنيا كې د همغه عمل جزا وليده، نو همدا دده لپاره كفاره ده، او كه چا پدې امورو كې كوم يو تر سره كړ يعنى له دې كارونونه د يوه كار مرتكب شو، بيا الله تعالى د هغه پرده وكړه، نو دده معامله له الله تعالى سره ده كه د جزا اراده يې وكړه نو جزا به وركړي، او كه يې د عفوې اراده وكړه، نو عفوه به ورته وكړي. عباده بن صامت وايي نو پدې شيانو مې بيعت ورسره وكړ، او په بل نسخه كې د جمعې په صيغه راغلي يعنې: نو په همدې شيانو مو بيعت ورسره وكړ. (١)]

د اسلام سفير په مدينه كې

كله چې بيعت سرته ورسيد او د حج موسم هم تير شو، نو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له هغو خلكو سره مدينې ته خپل لومړنى سفير واستاوه، تر څو مسلمانانوته د اسلام احكام او هدايات ور زده كړي او د مشركينو په مينځ كې د اسلام تبليغ وكړي. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ددې دندې لپاره د سابقين اولين له جملې نه يو ځوان انتخاب كړ چې نوم يې مصعب بن عمير عبدري (رضي الله عنه) وْ.

لويه كاميابي

كله چې مصعب بن عمير يثرب ته ورسيد نو د اسعد بن زراره (رضي الله عنهما) په كوركې يې واړول، دوى دواړو په ډيره مينه او جوش او خروش سره د اسلام تبليغ كاوه، مصعب بن عمير (رضي الله عنه) د مقرئ په نامه مشهور شو. (مقرىْ يعنى ويونكى هغه وخت به يې استاذ او معلم ته مقرئ ويل).

د دعوت او تبليغ په ډګر كې د مصعب (رضي الله عنه) له سترو كاميابيو څخه يوه دا ده چې يو ځل اسعد بن زراره (رضي الله عنه) هغه د بني عبدالاشهل او بني ظفر ځاى ته ور ووست، هلته د بني ظفر د يوه باغ په د ننه كې له مرق نومي څاه سره كيناستل. څه شمير مسلمانان ورته راټول شول، هغه وخت د بني عبدالاشهل دواړه سرداران سعد بن معاذ او اسيد بن حضير مشركان وو او لا تر اوسه په اسلام نه وو مشرف شوي. دوى دواړه چې كله لدينه خبر شول، نو سعد د بني عبدالاشهل بل سردار اسيد ته وويل: لاړ شه او دغه دواړه (مصعب او اسعد (رضي الله عنهما) ښه تهديد كړه او زمونږ ځاى ته له راتلو نه يې منع كړه ځكه دوى دواړه راغلي تر څو زمونږ كمزوري كسان بې لارې او خراب كړي، او كه چيرې اسعد بن زراره (رضي الله عنه) زما د خاله (ترور) زوى نه واى نو دا كار ما پخپله كاوه.

پدې سره اسيد خپله نيزه واخيسته او د دوى په لور ور روان شو، او كله چې د اسعد (رضي الله عنه) سترگې ورباندې ولګيدلې نو مصعب (رضي الله عنه) ته يې وويل: دا دى د خپل قوم سردار را روان دى، دده په هكله له الله تعالى سره ريښتينولي غوره كړه. مصعب (رضي الله عنه) ورته وويل: كه كيناست نو خبرې به ورسره وكړم. اسيد راغى، دوى ته ودريد او سختې سختې خبرې يې ورته وكړې ورته ويې ويل: تاسې د څه پخاطر دلته راغلي يئ؟ راغلي يئ تر څو زمونږ كمزوري كسان احمقان جوړ كړىْْ؟ كه خپل ژوند درته ګران وي، نو له مونږ ته ليرې شئ! مصعب (رضي الله عنه) ورته وويل: بده به نه وي كه لږ څه كينې او زما خبرې واورې، كه دې كومه خبره خوښه شوه، نو قبوله به يې كړې او كه دې خوښه نه شوه، نو مه يې منه. حضرت اسيد ورته وويل: د انصاف خبره دې وكړه، خپله نيزه يې ودروله او كيناست. مصعب (رضي الله عنه) د اسلام خبره ورته وكړه او قرآنكريم يې ورته ولوست، هغه وايي: قسم په خداى مخكې لدينه چې حضرت اسيد خبرې وكړي مونږ يې په مخ كې د اسلام رڼا وليدله، بيا يې وويل: دا څومره ښكلى او خوږ كلام دى؟ دا راته ووايئ چې كه څوك پدې دين كې شامليدل وغواړي، نو څه به كوي؟
هغوى ورته وويل: لومړى غسل وكړه، پاكې جامې واغونده، بيا د حق او شهادت كلمه ووايه، او دوه ركعته لمونځ ادا كړه. حضرت اسيد پاڅيد غسل يې وكړ، جامې يې پاكې كړې، د شهادت كلمه يې وويله او دوه ركعته لمونځ يې وكړ، پدې پسې يې دا خبره وكړه: ما پسې يو بل شخص هم دى، كه چيرې هغه ستاسې متابعت غوره كړ، نو د هغه قوم به ټول په تاسې پسې روان شي او له دوى نه به هيڅوك هم ستاسې مخالفت ونكړي، زه اوس هغه تاسې ته راليږم. سعد بن معاذ ته اشاره ده.

بيا حضرت اسيد (رضي الله عنه) خپله نيزه واخيستله او سعد بن معاذ ته ورغى، هغه له خپل قوم سره په ديره كې ناست وْ، سعد چې كله هغه وليد نو ويې ويل: قسم په خداى دا چې په كوم مخ تللى وْ په هغه بيرته ندى راغلى. حضرت اسيد (رضي الله عنه) راورسيد، نو سعد بن معاذ وپوښته چې څه دې وكړل؟

ده ورته وويل: ما له هغو دواړو سره خبرې وكړې، خو قسم په خداى چې څه مشكل مې پكې ونه ليد، ما هغوى منع كړل، او دوى راته وويل څه چې ستا خوښه وي هغه به كوو. او بله دا چې زه خبر شوم بني حارثه راوتلي تر څو اسعد بن زراره ووژني، او دا پدې خاطر چې هغوى پدې خبر دي اسعد ستا د ترور زوى دى او غواړي پدې ډول له تا سره خپل تړون مات كړي. سعد بن معاذ چې دا خبرې واوريدلې، قهر او غوسې په سر واخيست فوراً راپاڅيد، خپله نيزه يې راواخيستله او د هغوى دواړو په خوا ورغى، خو كله يې چې هغوى ډاډه وليدل پوه شو چې پدې خبره سره اسيد غوښتل چې هغه (سعد) د دوى خبرې واوري، او كله چې ښه ورلنډ شو ورته ودريد او دوى دواړو ته يې ډيرې سپورې ستوغې واورولې بيايې اسعد بن زراره (رضي الله عنه) ته وويل: اې ابو امامه! قسم په الله كه زما او ستا تر مينځ خپلوي نه واى، نو بيا به تا له مانه دا طمعه او اميد نه وْ كړى، ته راځې او زمونږ په كلي او كور كې داسې كارونه كوې چې زمونږ نه خوښيږي؟

لدينه مخكې حضرت سعد، حضرت مصعب (رضي الله عنهما) ته ويلي وْ: دا دى داسې سردار درته را روان دى چې تر شا يې ټول قوم ولاړ دى كه چيرې ده ستا پيروي غوره كړه ټول قوم به يې ستا پيروان ګرزي. همدلته وه چې مصعب (رضي الله عنه) ورته وويل: مهرباني وكړه لږ كينه او زما څو خبرې واوره، كه د كومه خبره خوښه شوه قبوله به يې كړې، او كه د خوښه نه وه نو مه يې منه! سعد بن معاذ په ځواب كې ورته وويل: د انصاف خبره دې وكړه، بيا يې خپله نيزه ودروله او كيناست. حضرت مصعب (رضي الله عنه) اسلام ورته بيان كړ او د قرآنكريم تلاوت يې ورته وكړ. وايي: قسم په خداى مخكې لدينه چې څه ووايي مونږ يې په مخ كې د اسلام رڼا وليدله، بيا يې راته وويل: كله چې اسلام منىْ نو څه كوىْ؟ دوى دواړو ورته وويل: ته لومړى غسل وكړه، خپلې جامې پاكې كړه، بيا د حق او شهادت كلمه ووايه او ورپسې دوه ركعته لمونځ ادا كړه.

حضرت سعد بن معاذ ( رضي الله عنه) هم پاڅيد او دا ټول كارونه يې تر سره كړل. بيايې خپله نيزه واخيستله او د خپل قوم په لور ور روان شو، هغوى چې وليد يو بل ته يې وويل: قسم په خداى په كوم مخ چې تللى وْ په هغه بيرته ندى راغلى، او چې مجلس ته را ورسيد نو ويې ويل: اې بني عبدالاشهل! ستاسې په مينځ كې زما مقام او معامله څنګه ده؟ دوى ورته وويل: ته زمونږ سردار يې، او له مونږ ټولو نه د پاخه نظر خاوند، او له مونږ ټولو نه بركتي او زمونږ نماينده او سرپرست يې. نو ده ورته وويل: ښه واورىْ، ستاسې ټولو (نارينه او ښځو) سره تر هغې زما خبرې حرامې دي تر څو مو په الله تعالى او د هغه په رسول (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ايمان نه وي راوړى. د سعد بن معاذ (رضي الله عنه) ددې خبرې اثر دا وْ چې تر ماښامه پورې دده ټول قوم نر او ښځې په اسلام مشرف شول، يوازې يوه كس چې (اصيرم) نوميده اسلام رانه ووړ هغه هم بيا وروسته د احد په جګړه كې مسلمان شو د الله په لار كې يې جګړه وكړه او پداسې حال كې په شهادت ورسيد چې الله تعالى ته يې يوه سجده هم نه وه كړى. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دده په هكله فرمايلي: ( (عمل قليلا و اجر كثيرا)) يعنى نوموړى عمل كم كړى، خو اجر يې زيات تر لاسه كړ.حضرت مصعب (رضي الله عنه) تر هغې پورې د اسعد بن زراره (رضي الله عنه) په كور كې وْ او د اسلام تبليغ يې كاوه تر څو په انصارو كې داسې كورنۍ پاتې نه شوه چې څو كسان (نر او ښځې) نه وي پكې مسلمان شوي، يوازې د بني اميه بن زيد او خطمه او وايل كورنۍ داسې وې چې څوك نه وو ورنه مسلمان شوي، او دا هم ځكه چې مشهور شاعر قيس بن اسلت د دوى له ډلې نه وْ او دوى به دده خبره په كلكه سره منله، او همدې شاعر دوى د خندق تر غزا (پنځم هجري كال) پورې له اسلام نه بيل او ليرې ساتلي وو. حضرت مصعب بن عمير (رضي الله عنه) د بعثت د ديارلسم كال د د حج له موسم نه مخكې مكې مكرمې ته ستون شو او هلته يې خپل عظيم لارښود حضرت محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته د فتحې زيري وارول، او هغه يې د يثرب د خلكو له حال احوال، د دوى له جنګي او دفاعي صلاحيتونو او نورو ښو ښو استعدادونو نه خبر كړ. (1)

د عَقَبه دوهم بيعت

د نبوت د ديارلسم كال د حج په موسم يعنى د (622م) كال د جون په مياشت كې د مدينې منورې له اوسيدونكو نه له اوياوو نه زيات مسلمانان د خپل قوم له مشركانو سره يو ځاى د حج ادا كولو پخاطر مكې ته ورسيدل. دا مسلمانان لا په مدينه او يا د مكې په لاره وو چې دا خبره يې سره ياده كړه تركومه به رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د مكې په غرونو كې لا لهانده او له غمونو او مشكلاتو سره لاس او ګريوان پاتې وي؟

دوى مكې ته له رسيدو نه وروسته په پټه له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره تماس ونيو او پدې سره سلا شول چې د ذي الحجې په دولسمه شپه به په منى او د جمره عقبه خوا كې سره غونډيږي.

اوس راځىْ كعب بن مالك الانصاري (رضي الله عنه) ته غوږ شو چې ددې تاريخې غونډې په هكله كومې چې د كفر او اسلام د جګړې مخه يې بدله كړه څه وايي:

( (حج ته لاړو، او له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره مو د تشريق منځنې ورځ وعده وټاكله، بالاخره ټاكل شوې شپه را ورسيده، مونږ دا خبره د خپل قوم له مشركينو نه پټه ساتله، خو يوازې له عبدالله بن عمرو بن حرام سره مو پدې هكله څه خبرې وكړې، نوموړى زمونږ له مشرانو او شريفو خلكو نه شميرل كيده. مونږ ورته وويل: ابو جابره! ته زمونږ له مشرانو او شريفانو نه يې، مونږ نه غواړو چې د دوزخ په اور كې وسوځې، بيا مو اسلام ته راوباله، او له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره له كړې وعدې نه مو خبر كړ، كعب وايي: نو هغه هم په اسلام مشرف شو او د عقبې په بيعت كې يې ګډون وكړ او د خپل قوم نقيب (استازى) وټاكل شو)).

كعب وايي: ( (د نوموړې شپې په سر كې له خپل قوم سره يو ځاى پخپله مېنه كې ويده شوو، خو د شپې د دريمې برخې له تيريدو نه وروسته راپاڅيدو او په پټه سره د ټاكل شوي ځاى په خوا وخوځيدو تر څو د عقبې خوا كې سره غونډ شوو. زمونږ شميره دري اويا سړي او دوه ښځې چې يوه يې د بني مازن بن النجار نسيبه د كعب لور (ام عماره) او بله يې د بني سلمه قبيلې اسماء د عمرو لور (ام منيع) وه)).

هملته ټول سره راټول شوو، او د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د راتلو انتظار مو يوست، تر څو تشريف يې راوړ، له ده سره يې تره عباس (رضي الله عنه) هم وْ، نوموړى هغه وخت لا مسلمان شوى نه وْ خو دا يې غوښتل چې د خپل وراره پدې معامله كې برخه ولري او ټينګ عهد ورته واخلي، او ددې غونډې لومړنى خبرې كوونكى هم عباس (رضي الله عنه) وْ. (1)

د خبرو پيل او د عباس (رضي الله عنه) له پلوه د مسئلې په اهميت رڼا اچول

كله چې د مجلس غړي پوره شول، نو د ديني او عسكري تړون په اړوند خبرې پيل شوې، له ټولو نه مخكې عباس (رضي الله عنه) په پوره صراحت سره د مسئلې د ارزښت او د دوى د مسئوليت د دروندوالي په هكله خبرې وكړې او و يې ويل:

( (اې خزرجيانو! -د هغه وخت عربو ټول انصارو يعنى اوس او خزرج دواړو ته خزرجيان ويل – تاسې زمونږ په مينځ كې د محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مقام او منزل وينىْ، مونږ هغه د خپل قوم له مونږ سره په عقيده كې شريكوخلكو نه په امن ساتلى، هغه پخپل قوم كې د عزت خاوند دى، او دلته پخپل وطن كې زمونږ له ملاتړ او حمايې نه برخمن دى، خو هغه غواړي تاسې ته درشي، ستاسې لوري ته ميلان لري، نو اوس كه چيرې تاسې له ده سره په كړې وعده وفا كوىْ، او له مخالفينو نه يې ساتىْ، نو سيي ده، تاسې پوه شئ او مسئوليت مو، خو كه ستاسې خيال دا وي چې له دې ځاى نه له وتو وروسته يې ملاتړ پريږدىْ، نو سر له اوس نه يې پريږدىْ، ځكه پخپل وطن كې د عزت خاوند او زمونږ له ملاتړ نه برخمن دى)).

كعب وايي: مونږ په ځواب كې ورته وويل: مونږ ستا خبرې واوريدې، نو اوس ته خبرې وكړه يا رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم)! او د خپل ځان او رب لپاره پخپله خوښه عهد او تړون واخله (٢). د انصارو له دې ځواب نه دا ښه په ډاګه كيږي چې هغوى د دې عظيم مسئوليت په ادا كولو كې څومره مخلص او ټينګ ولاړ وو، او پدې لاره كې يې د هر راز مشكلاتو زغمولو ته په پوره ايماندارۍ سره اوږه وركوله. پدې پسې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) خپلې خبرې وكړي، او بيعت ورسره وشو.

د بيعت بندونه

امام مالك پدې هكله د جابر روايت په مفصله توګه رانقل كړيدى. جابر وايي: مونږ رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته وويل: په څه شي بيعت درسره وكړو؟ ويې فرمايل: پدې بيعت راسره وكړئ چې: [على السمع والطاعۍ في النشاط والكسل‏.‏ وعلى النفقۍ في العسر واليسر‏.‏ وعلى الډمر بالمعروف والنهي عن المنكر‏.‏ وعلى ډن تقوموا في الله ، لا تډخذكم في الله لومۍ لائم‏.‏وعلى ډن تنصرونى ږذا قدمت ږليكم، وتمنعونى مما تمنعون منه ډنفسكم وډزواجكم وډبناءكم، ولكم الجنۍ‏]‏‏.

1_ په هر حالت، سستۍ او چالاكې (كمزورۍ او پياوړتيا) كې به زما خبرې اورىْ او منىْ به يې يعنې اطاعت به مې كوىْ.
2_ په فقر اوشتمنۍ دواړو يا نيستۍ اوهستۍ كې به مال خرڅوىْ او مصرفوىْ.
3_ په نيكۍ به امر او له بدۍ نه به نهي كوىْ.
4_ د خداى د دين په خاطر راپورته شئ، او پدې لاره كې د هيچا پروا ونه ساتىْ.
5_ كله چې زه درغلم نو ملاتړ به مې كوىْ، او د خپلو ځانونو، ښځو او اولادونو په شان به زما دفاع هم كوىْ، او ددې ټولو په بدله كې زه د جنت وعده دركوم. (١)

د كعب په هغه روايت كې چې ابن اسحاق راوړى دى يوازې وروستى بند ذكر شويدى او هغه داسې دى چې: كعب وايي: نو بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) خبرې وكړې، د قرآنكريم له تلاوت، د الله لور ته له بلنې او اسلام ته له ترغيب او هڅونې وروسته يې وفرمايل: ‏[ډبايعكم على ډن تمنعوني مما تمنعون منه نسائكم وډبناءكم‏]‏‏.پدې بيعت درنه اخلم چې زما داسې دفاع او ملاتړ وكړىْ لكه څرنګه چې دخپلو ښځو او اولادونو دفاع كوىْ. نو براء بن معرور په خپل لاس دده مبارك لاس ونيو او ويې ويل: قسم په هغه ذات چې ته يې په حقه نبي را استولى يې چې د خپلو اولادونو په شان به دفاع درنه كوو، له مونږ نه بيعت واخله اې د الله رسوله ! مونږ د جنګ بچيان يو، وسله زمونږ سينګار ده، دا مونږ ته له پلرونو نه په ميراث را پاتې ده.

راوي وايي: ابو الهيثم بن التيهان د براء خبرې ور پرې كړې او و يې ويل: اې رسول الله (ص)! زمونږ او يهودو تر منځ اوس ښې اړيكې دي، خو زمونږ هغه غوڅوو، هسې نه چې اوس مونږ دا اړيكې هم غوڅې كړو، بيا ته له فتحې او بري نه وروسته مونږ په ډاګ پريږدې او بيرته خپل قوم ته راشي؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) تبسم وكړ او ويې فرمايل: ‏[بل الدَّمُ الدَّمُ، والهَدْمُ الْهَدْمُ، إنا منكم وأنتم منى، أحارب من حاربتم، وأسالم من سالمتم‏]‏‏.‏ نه، داسې نده ستاسې وينه زما وينه، او ستاسې تباهي زما تباهي ده، زه د ستاسې او تاسې زما يئ، له چا سره چې تاسې جګړه كوىْ زه هم ورسره جنګيږم، او له چاسره چې سوله كوىْ نو زه هم ورسره سوله كوم. (١)

د بيعت په هكله نور ټينګار

وروسته له دې چې د بيعت د شرطونو په هكله خبرې وشوې او خلكو يې د تړون اراده وكړه. د لومړۍ ډلې مسلمانانو له جملې نه دوه هغه كسان چې د نبوت په (11) او (12) كال يې اسلام راوړى وْ يو په بل پسې پاڅيدل تر څو خپل قوم ددې بيعت له اهميت او خطر نه يو ځل بيا خبر كړي، چې هغوى له بيعت كولو نه مخكې ښه پوه شي، او په پټو سترګو او ناپوهۍ كې دا مسئوليت په غاړه وانخلي او تر څو دا معلومه كړي چې قوم يې پدې لاره كې څومره قربانۍ وركولو ته تيار دى.

ابن اسحاق وايي: كله چې خلكو د بيعت كولو اراده وكړه عباس بن عباده بن نضله وويل: اې خلكو آيا تاسې پوهيږىْ چې لدې سړي سره د څه بيعت كوىْ؟ دوى وويل: هو. ده ورته وويل: تاسې ددې بيعت ورسره كوىْ چې له ټولو خلكو سور پوټوكو او تور پوټوكو سره به جنګيږىْ نو كه ستاسې دا خيال وي چې د خپلو مالونو له مكملې تباهۍ او د مشرانو له وژلو نه وروسته د هغه ملاتړ پريږدىْ، نو همدا اوس يې پريږدىْ، ځكه هغه وخت دده له ملاتړ نه لاس اخيستل د دنيا او آخرت تباهي او رسوايي ده، او كه دا اراده لرىْ چې د مالونو له تباهۍ او سردارانو له مرګ سره سره به له ده سره پخپل تړون وفا كوىْ، نو بيا يې له ځان سره واخلىْ، ټينګ يې كړىْ ځكه دا د دنيا او آخرت خير او ګټه ده.

دوى وويل: پدې لاره كې مونږ د مالونو د تباهۍ مشرانو او رهبرانو د مرګ ژوبلې خطر په ځان منو، يا رسول الله (ص)! دا راته ووايه كه مونږ پدې وفا وكړو، نو ددې په بدله كې به زمونږ لپاره څه وي؟ ده وفرمايل: ددې په بدله كې د تاسې لپاره جنت دى. دوى وويل: لاس دې را اوږد كړه، ده (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) خپل مبارك لاس ور اوږد كړ او دوى بيعت ورسره وكړ. (1)

او د جابر په روايت كې راځي (ويې ويل): پاڅيدو تر څو بيعت ورسره وكړو كله يې چې اسعد بن زراره لاس ونيو، نوموړى تر ټولو كشر وْ او ويې ويل: لږ تم شىْ اې د يثرب خلكو، مونږ دده حضور ته د حاضرۍ پخاطر دا اوږد سفر لدې يقين او باور سره كړى چې بيشكه هغه د الله رسول دى، نن ورځ دده وتل له ټولو عربو سره د مقاطعې او دښمنۍ معنى لري، دا ستاسې د سردارانو د مرګ او تورو چلولو غوښتنه كوي كه تاسې دې قربانۍ ته تيار وىْ، نو درسره وايې خلىْ، خداى به اجر دركوي، او كه چيرې تاسې پخپلو ځانونو ويريږىْ نو بيا يې پريږدىْ او دا به د الله په وړاندې ستاسې څه نا څه مقبول عذر وي. (2)

د بيعت تړون

د بيعت په شرطونو او بندونو له موافقې او له ياد شوي تاكيد وروسته د بيعت سلسله په مصافحې (لاس وركولو) سره پيل شوه. جابر د اسعد بن زراره د خبرو له روايت نه وروسته وايي: نو هغوى وويل: اې اسعده! لاس دې ليرې كړه، قسم په خداى چې مونږ دا بيعت حتماً كوو او بيا يې نه ماتوو (3). پدې سره اسعد پوه شو چې قوم يې پدې لاره كې څومره قربانۍ وركولو ته تياردى، دى له دې پلوه ډاډه او مطمئن شو، نوموړى د بيعت كوونكو ديني رئيس وْ ځكه د مصعب بن عمير ملګرى داعي وْ او له ټولو نه لومړى همده بيعت وكړ. ابن اسحاق وايي: بنو النجار دا ګومان كوي چې ابو امامه اسعد بن زراره لومړنى كس وْ چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره يې د بيعت لاس وركړ. (4)
ورپسې عام بيعت پيل شو، جابر وايي: مونږ يو يو ورپاڅيدو او بيعت به مو كاوه، په مقابل كې به يې د جنت وعده راكوله. (١)
خو د هغو دوو ښځو چې هلته موجودې وې بيعت يوازې زباني وْ ځكه رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له پردۍ ښځې سره كله هم لاس ندى وركړى. (٢)

د دوولسو مشرانو (استازيو) ټاكل

د بيعت له تكميل نه وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د دوولسو كسانو د انتخاب غوښتنه وكړه، دا كسان به د خپل قوم مشري او د بيعت د بندونو د تطبيق او تنفيذ مسئوليت په غاړه لري. دوى ته يې وفرمايل: تاسې له خپل مينځ نه دوولس كسه وټاكىْ چې دوى به د خپل قوم استازي او د هغوى له طرفه مسئول وي، نو فوراً دا دوولس كسه وټاكل شول، چې نه (9) يې د خزرج او (3) د اوس قبيلې څخه وو.

د خزرج نقيبان (استازي):

1_ اسعد بن زراره بن عدس.
2_ سعد بن الربيع بن عمرو.
3_ عبدالله بن رواحه بن ثعلبه.
4_ رافع بن مالك بن العجلان.
5_ البراء بن معرور بن صخر.
6_ عبدالله بن عمرو بن حرام.
٧_ عباده بن الصامت بن قيس.
٨_ سعد بن عباده بن دليم.
٩_ المنذر بن عمرو بن خنيس.

د اوس قبيلې نماينده ګان:

1_ اسيد بن حضير بن سماك.
2_ سعد بن خيثمه بن الحارث.
3_ رفاعه بن عبدالمندز بن زبير. (٣)

دا هم ويل كيږي چې دا وس دريم نماينده ابو الهيثم بن التيهان وْ. كله چې دا دوولس كسه وټاكل شول، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له دوى نه د رئيسانو او مسئولينو په حيثيت يو بل تړون هم واخيست، او داسې يې ورته وفرمايل: ‏[أنتم على قومكم بما فيهم كفلاء، ككفالـة الحواريين لعيسى ابن مريم، وأنا كفيل على قومي‏]‏ تاسې د خپل قوم داسې استازي او كفيلان يئ لكه څرنګه چې حواريون د عيسى (عليه السلام) كفيلان وو، او زه د خپل امت يعنى مسلمانانو كفيل يم. دوى وويل: هو، سيي ده. (١)

شيطان د تړون راز افشا كوي

تړون او بيعت ترسره شو، خلك د خوريدو په حالت كې وو، په همدې وخت كې يوه شيطان د تړون او بيعت راز افشا كړ، خو څرنګه چې غونډه تقريباً پاى ته رسيدلې وه او دا ممكنه نه وه چې د قريشو مشران په پټه سره خبر كړي تر څو بيعت ته حاضر شوي كسان په ناببره توګه راګير كړي، نو دا شيطان په يوه هسك ځاى ودريد او په ډير لوړ آواز يې چيغه كړه، اې خلكو! اې ددې كورونو اوسيدونكو! محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ورسره بې دينان – له خپل دين نه اوړيدلي – كسان وګورىْ، چې ستاسې سره د جګړې پخاطر راټول شويدي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: [هذا أزَبُّ العقبة، أما والله يا عدو الله لأتفرغن لك‏.‏ ثم أمرهم أن ينفضوا إلى رحالهم‏]‏‏.‏ (دا ددې عقبې شيطان دى، اې د الله دښمنه! واوره، زه اوس درته وزګاريږم)) بيا يې حاضرو كسانو ته امر وكړ چې خپلو مېنو ته لاړ شي. (٢)

له قريشو سره د مقابلې لپاره د انصارو تياري

د شيطان ددې آواز په اوريدو سره عباس بن عباده بن نضله وويل: ( (قسم په هغه ذات چې ته يې په حقه رسول راليږلى يې، كه ته وغواړې نو مونږ به سبا د منى پر اوسيدونكو د تورو حمله وكړو)).

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: ‏[لم نؤمر بذلك، ولكن ارجعوا إلى رحالكم‏]‏ تر اوسه ددې اجازه نه ده راكړل شوې، خپلو مېنو ته ستانه شئ. بيا دوى هم ستانه او هملته خپلو ځايونو كې ويده شول. (١)

قريش د يثرب مشرانو ته خپل احتجاج رسوي

دې آواز د قريشو غم او غصه راوپاروله، ځكه دوى ښه پوهيدل چې پردوى او د دوى پر مالونو به د داسې يوه بيعت اغيزه او اثر څه وي، نو كله چې سهار شو د قريشو له مشرانو نه يوه لويه ډله خلک د يثربيانو مېنې ته ورغلل تر څو هغوى ددې بيعت په هكله له خپل عكس العمل او احتجاج نه خبر كړي، او داسې يې ورته وويل: ( (خزرجيانو! مونږ خبر شوي يو چې تاسې راغلي يئ تر څو زمونږ ملګرى لدې ځاى نه وباسئ او له مونږ سره د جګړې بيعت مو هم ورسره كړيدى، خو قسم په خداى چې مونږ د ټولو عربې قبيلو په نسبت ستاسې سره جګړه بده ګڼو)). (٢)

خو څرنګه چې دخزرج مشركان لدې مسئلې څخه نه وو خبر، ځكه دا بيعت د شپې په تياره كې په ډيره پټه ترسره شوى وْ، يو ځل راپورته شول، قسمونه يې خوړل چې هيڅ داسې پيښه په مينځ كې نشته او مونږ لدې نه هيڅ خبر نه لرو. بالاخره د قريشو وفد عبدالله بن ابې بن سلول ته ورغى، هغه هم ورته وويل: چې دا خبره دروغ ده، داسې څه ندي تر سره شوي، او دا هم امكان نلري چې زما قوم دې له مانه پټ داسې كار وكړي، كه هلته مدينه كې هم وم، زما قوم زما له مشورې پرته داسې كار نه كوي. مسلمانانو هم يو بل ته وكتل، او چپ ناست وو پدې هكله يې هيڅ هم ونه ويل: قريشو هم د مشركانو خبره ومنله، او بې فايدې ستانه شول.

د بيعت د خبر په هكله د قريشو باور او د يثربيانو تعقيبول

د قريشو مشران د دوى له مېنى نه پداسې حالت كې ستانه شول، چې د بيعت د خبر په دروغوالي څه نا څه يقيني شوي وو، خو سر بيره پر دې پدې لټه كې وو چې سيي معلومات لاسته راوړي او پدې هكله يې خپله پلټنه جاري وساتله. بالاخره پدې باوري شول چې د بيعت خبر سيي دى، خو دا داسې وخت وْ چې حاجيان ټول د خپلو وطنونو په لور خوځيدلي وو.په هر ترتيب د قريشو سپاره په يثربيانو پسې ووتل، مخكې لاړل تر څو سعد بن عباده او منذر بن عمرو يې وليدل، تعقيب يې كړل منذر ورنه وتښتيد، خو سعد يې ونيو، لاسونه يې له ورميږه سره دده د كجاوې په رسۍ وتړل، تر وهلو او ټكولو لاندې يې ونيو ويښتان يې كشول او په كښولو كښولو يې مكې ته ورساوه. هلته مطعم بن عدي او حارث بن حرب بن اميه وليد او د دوى له بنده يې آزاد كړ، ځكه سعد به په مدينه كې د دوى له قافلو نه ملاتړ كاوه. انصار چې پوه شول سعد ورنه پاتې شويدى، نو پدې سره سلا شول چې بيرته ورپسې ورشي، خو دوى لا خوځيدلي نه وو چې هغه ورته راورسيد، او ټول يو ځاى مدينې ته ورسيدل. (١)

دا و د عقبې دويم بيعت چې د لوى بيعت په نامه ياديږي، دا بيعت پداسې حالت كې ترسره شو چې د مسلمانانو زړونه يو له بل سره له مينې او محبت نه ډك وو، او پدې لاره كې په پوره همت او ميړانه سره هر راز قربانۍ وركولو ته چمتو وو. د مدينې مسلمان په مكه كې پخپل مسلمان ورور باندې شفقت كوي، زړه ورباندې سيځي، غم شريكي ورسره كوي، د هغه چا په وړاندې چې د مكې پر مسلمان ظلم كوي خپل قهر او غوسه څرګندوي، لنډه دا چې د خپل ديني ورور سره په هر څه كې ځان ګډ او شريك بولي. دا مينه او محبت هسې هم نه و چې د وخت په تيريدو سره له مينځه لاړ شي، ځكه ددې مينې سبب او مصدر پر الله، رسولانو او كتابونو باندې ايمان وْ، داسې ايمان چې هيڅ ظالم او جابر يې د مينځه وړلو توان او قدرت نلري. دا داسې ايمان وْ چې د عمل او عقيدې په ډګر كې به يې داسې كارنامې ترسره كولې چې د عادي بشر له وسه ندي پوره او پدې ايمان سره د هغه وخت مسلمانانو داسې كارونه او قهرمانۍ ترسره كړې چې نه يې اوس مثال شته، نه پخوا او نه به يې هم په راتلونكې كې مثال وليدل شي.

————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د