fbpx
madina

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – دوه ویشتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د مدينې ژوند

مدني دور په دريو مختلفو مرحلو ويشلاى شو:

1- لومړنۍ مرحله چې مختلف مشكلات او فتنې پكې راولاړې شوې وې، له يوې خوا كورني خنډونه بې شميره وو، له بلې خوا دښمنانو له بهر نه د مدينې د ختمولو كوښښونه كول. دا مرحله د حديبيې په سوله يعنى د شپږم هجري كال د ذي القعدې په مياشت كې پاى مومي.

2- له شرك او بت پرستانو سره د اوربند، او اسلام ته د پاچايانو د رابللو مرحله، چې د مكې په فتحه يعنى د اتم هجري كال د رمضان په مياشت كې پاى ته رسيږي.

3- د الله په دين كې د ډلو ډلو خلكو داخليدلو، او مدينې ته د بيلابيلو اقوامو او قبايلو د راتګ مرحله، او دا د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ژوند تر پايه يعنى د يوولسم هجري كال تر ربيع الاول پورې ادامه مومي.

لومړنۍ مرحله

د هجرت په وخت كې د مدينې حالات

هجرت يوازې له شر، فتنې او ملنډو نه د نجات په معنى نه وْ، بلكه ددې تر څنګ هجرت په نوي او آرام وطن كې د يوې نوې ټولنې د جوړيدو ګډكوښښ او پيغام هم وْ. او همدا وجه وه چې په هر مسلمان باندې دا فرض شول چې د خپل توان په اندازه ددې نوي وطن په جوړيدو كې برخه واخلي، او ددې وطن په ترقۍ، آرامۍ او دفاع كې خپل ټول زور او توان په كار واچوي.

بيشكه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ددې نوې ټولنې يوازينى امام، مشر، او لارښود و، او د ټولو امورو او كارونو واګې په بشپړه توګه د همده په لاس كې وې.

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په مدينه كې له دريو مختلفو او بيلا بيلو داسې قومونو سره مخامخ وْ چې حالاتو يې يو له بل سره ډير توپير درلود، مسائل او مشكلات يې هم سره بيل او ګوښي وو، دا درى قومونه عبارت وو له:

1_ نيك، مكرم او غوره اصحاب (رضي الله عنهم).
2_ د مدينې هغه اصلي اوسيدونكي چې لا تر اوسه يې له شرك نه نجات نه وْ موندلى.
3_ يهود.

الف: د اصحابو (رضي الله عنهم) له هغه مسايلو نه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورسره مخ وْ، يوه هم دا مسئله وه چې دلته د مدينې حالات د مكې له حالاتو نه بالكل جدا او بيل وو، ځكه هغوى په مكه كې كه څه هم د يوىې كلمې او يوه هدف درلودونكي وو، خو په بيلابيلو كورونو كې ويشل شوي، رټل شوي، غم ځپلي او مظلومان وو، د هيڅ شي واك او اختيار يې نه درلود، ټول كارونه د دوى د دښمنانو په لاس كې وو، هغوى هلته ددې وس او توان نه درلود چې د ځانګړيو موادو او اصولو درلودونكې داسې يوه نوې اسلامي ټولنه جوړه كړي چې له همغو اصولو پر ته په نړۍ كې هيڅ يوه انساني ټولنه په پښو نه شي دريداى، او همدا علت دى چې مكي سورتونه يوازې اسلامي اصول او مبادئ په ګوته كوي، داسې امرونه نه كوي چې هر څوك په گوښې توګه عمل ورباندې كولى شي، او ورسره د نيكو اخلاقو، خير او نيكۍ لورته بلنه او له رذائلو او بد اخلاقيو نه منع كوي.

خو په مدينه كې وضعه بدله وه، دلته له لومړنۍ ورځې نه مسلمانان د خپل واك او اختيار خاوندان وو، هيچا ورباندې تسلط او واكمني نه درلوده. نو اوس ددې وخت وْ چې هغوى نور بايد د ترقۍ، آبادۍ، اقتصاد، سياست، حكومت، سولې،جنګ، او نورو ژوندينو امورو په هكله فكر وكړي، او نور دا په كار وه چې دوى ته حلال، حرام، عبادت ، اخلاق او نور مسايل په مفصله توګه بيان او توضيح كړاى شي.

اوس ددې وخت رارسيدلى وْ چې هغوى يوه بيله ټولنه جوړه كړي، داسې اسلامي ټولنه چې په هر څه كې له جاهلي ټولنې نه مختلفه، او د بشري نړۍ له هرې بلې ټولنې نه اوچته او ځانګړې وي.او د هغه اسلامي دعوت ممثله او نماينده ټولنه وي د كوم په لار كې چې مسلمانانو پوره لس كاله ډول ډول كړاونه او تكليفونه ګاللي وو. او دا خو څرګنده ده چې ددې ډول يوى ټولنې جوړول د ورځې، مياشتې او كال خبره نده، بلكه دا اوږد وخت په كار لري تر څو تشريع او قانون جوړول له تربيې، تعليم او عملي تمرين سره خوا په خوا په تدريجي توګه د تكامل پړاو ووهي. الله تعالى پخپله ددې تشريع كفيل وْ، او د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وظيفه ددې قانون تنفيذ او تطبيق او دې لور ته لارښوونه او په همدې قانون سره سم د مسلمانانو روزنه وه: ( (هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الأُمِّيِّينَ رَسُولاً مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمْ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ)) ( الجمعة: 2) [دغه (الله) هغه ذات دى چې پورته كړى (ليږلى يې دى) په ايمانو ناپوهانو كې يو رسول (محمد (صلى الله عليه وسلم) له دوى څخه چې لولي پر دوى باندې آيتونه ددې (قرآن) او پاكوي دوى (له شركه له نورو رذيله (اخلاقو) او ښيي دوى ته كتاب (قرآن) او احكام (د قرآن)…]

د اصحابو (رضي الله عنهم) زړونه پخپل رهبر او قانون پورې تړلي وو، د هغه احكام به يې په ډيره خوشالۍ سره پلي كول ( (وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آياتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانَاً)) (الانفال: 2) [او كله چې ولوستى شي پر دوى باندې آيتونه (كلام) د الله نو زياتوي ( پياوړى كوي) دغه (آيتونه) دوى لره ايمان.]

او څرنګه چې دا مسائل زمونږ د بحث موضوع نده، نو ځكه يوازې هغو امورو ته اشاره كووچې يادول يې ضروري بولو.

په هر حال دا د مسلمانانو له هغو لويو مسايلو نه يوه مساله ده چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورسره مخ وْ، او په حقيقت كې دا په پراخه پيمانه سره د محمدي رسالت او اسلامي دعوت هدف او مقصد هم وْ. خو دا مساله عاجله نه بلكه مستقله او دايمي مساله وه، هلته داسې نور مسايل هم وو چې عاجل او فوري حل او اقدام ته يې اړه درلوده.

په مدينه كې د مسلمانانو ټولګى له دوه ډوله خلكو نه جوړ شوى وْ:

يوه ډله انصار وو چې د خپلې ځمكې وطن او مال خاوندان وو، او پدې هكله د دوى فکر او غم د هغه چا د فکر او غم په اندازه وْ چې له خپل عيال او اولاد سره يو ځاى د امن په كور كې شپې او ورځې تيروي، خو دومره وه چې د دوى تر مينځ ډيره زړه او كلكه دښمني موجوده وه. بله ډله هغه مهاجرين وو چې هيڅ يې هم نه درلودل ټول يې له لاسه وتلي وو، يوازې ځانونه يې مدينې ته رارسولي وو او بس، دلته يې نه ځاى و نه ځايګى، نه د كار او كسب درك وْ، او نه يې دومره څه درلودل چې خپل ژوند ورباندې روان كړي. ددې مهاجرينو تعداد هم ډير وْ، او ورځ په ورځ پسې ډيريده، ځكه دا اعلان شوى و چې هر مسلمان بايد مكه پريږدي او مدينې ته هجرت وكړي. او دا هم په ډاګه ده چې د مدينې اقتصادي بنسټ هم دومره پياوړى نه وْ چې دا ډول مشكلات وزغملى شي، نو همدا وه چې يو ځل يې اقتصادي حالت مخ په خرابيدو شو، او په همدې سختو شرايطو كې اسلام دښمنه ځواكونو له بهر نه له مدينې سره د اقتصادي پريکون (بنديز) او ديته ورته لار او پاليسي غوره كړه او پدې سره د وارداتو اندازه كمه او مشكلات نور پسې زيات او حالات كړكيچن شول.

ب: دوهم قوم يعنى د مدينې اصلي اوسيدونكې مشركان – دوى پر مسلمانانو څه واك او حاكميت نه درلود، ځنې يې داسې وو چې له شكوكو سره مخ وو او د پلرني دين پريښودو ته يې زړه نه شوى ښه كولى، خو له مسلمانانو او اسلام سره يې كينه او دښمني هم نه درلوده، بالاخره لږ وخت وروسته په اسلام مشرف شول.

په مشركينو كې ځنې داسې هم وو چې زړونه يې له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او مسلمانانو سره له بغض او دښمنۍ نه ډك وو، خو په عين وخت كې يې ددې جرات او همت هم نه درلود چې مخامخ مقابله ورسره وكړي، او دې حالاتو ديته مجبور كړي وو چې له مسلمانانو سره د مينې او خلوص ښكارونه وكړي، ددې ډلې مشركانو مشر عبدالله بن ابي وْ. اوس او خزرج چې د هيچا په مشرۍ نه وو راضي شوى د بعاث له جنګ نه وروسته يې پدې اتفاق كړى وْ چې نوموړى به خپل مشر ټاكې. او عملاً يې دده د پاچايى لپاره تياري پيل كړې وه، قيمتي مرۍ او غمي يې راټول كړي وو تر څو تاج ورته جوړ كړي او په تخت يې كينوي، خو يو ځل رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مدينې ته تشريف راوړ او ټول قوم د هغه په خوا ورمات شو، نو له عبدالله بن ابي سره دا عقيده پيدا شوه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دده تخت او پاچايي په لغته ووهله. او له همدې امله يې سخته كينه ورسره درلوده، خو كله چې پوه شو نور شرك دده په ګټه ندى او حالات داسې دي چې د شرك په واسطه يې ډيرې دنيوي ګټې له لاسه وزي، مجبور شو چې د بدر له غزا نه وروسته په خوله اسلام راوړي، خو زړه يې هماغسې له كفر او شرك نه ډك وْ. او هر كله به يې چې لاس بر شو نو د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او مسلمانانو په خلاف به يې له هيڅ ډول فريب او غدر نه ډډه نه كوله. له ده سره هغه كسان هم ملګري ووكوم چې دده په ناجوړه شوې پاچايۍكې لوى لوى منصبونه ورته په نظر كې نيول شوي وو. هغوى به دده د شيطاني پلانونو او توطئو په پلي كولو كې مرسته ورسره كوله، او كله كله به يې له ځينو واقعاتو او پيښو او حتى له ځينو كمزورو او كم عقلو مسلمانانو نه هم د خپلو شومو اهدافو د تحقق په لاره كې ګټه اوچتوله.

ج: دريم قوم (يهودان): هغه چې د آشوريانو او روميانو له ظلم نه حجاز ته راغلي وو. دوى اصلا عبرانيان وو، خو دلته په حجاز كې له ميشته كيدو وروسته يې ژبه، عادات، د افرادو او قبايلو نومونه عربي شوي وو له عربانو سره يې د خپلوۍ اړيكې هم ټينګې كړې وې، خو له دې ټولو سره سره يې خپل ملى هويت ساتلى وْ او په پوره توګه په عربي ټولنه كې نه وو منحل شوي، بلكه پخپل يهودي مليت (اسرائيليت) يې فخر او وياړ كاوه. عربان يې ډير زيات تحقير او سپكول ان تر دې چې هغوى ته به يې اميين يعنى چارپايان، مرتجعين او رذيلان ويل، د عربو مالونه يې د ځان لپاره مباح بلل، او كله به يې چې لاس پرې بر شو نو خوړل به يې ( (قَالُوا لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ)) (آل عمران: 75). [وويل (كتابيانو) نشته پر مونږ باندې په (حق) ددې اميانو كې هيڅ ګناه (چې مالونه يې وخورو).]

هغوى د خپل دين په نشر او ترويج كې ډير فعال نه وو، او د دوى ټول دين په دم، چپ ، فال، سحر او جادو كې خلاصه كيده. او يوازې په همدې سره يې ځانونه د پوهې، روحانيت، قيادت او صلاحيت خاوندان ګڼل. هغوى په كسب او كار، مال ګټلو او لاسته راوړلو كې خاص مهارت درلود، د غلې دانې، خرما، شرابو او ټوكر تجارت له همدوى سره وْ. ټوكر، غلې دانې او شراب به يې راوړل او په مقابل كې به يې خرما صادروله، او د تجارت تر څنګ يې نور كسبونه هم كول، له عربانو نه به يې څو چنده ګټه اخيستله پدې يې هم اكتفا نه كوله بلكه د سود بازار يې هم ښه تود كړى وْ. د عربانو مشايخو او مشرانو ته به يې قرضونه وركول، هغوى به دا پيسې بې مطلبه او بې ځايه په مداحانو، شاعرانو او ځان ښوونه او ستاينه كې خرڅولې. يهودانو به لومړى ددې قرضونو په بدل كې د دوى ځمكې، باغونه او پټي ګرو كړل، خو څو كاله وروسته به يې د ملكيت قبضه ورباندې ولګوله. دوى په فتنو، فساد، توطئو او دسيسو كې له هر چانه مخكې وو، په دې مكر او چالاكۍ سره به يې شا او خوا پرتې عربي قبيلې يو بل كې سره اچولې، او تر مينځ به يې د اوږدو جګړو اور بلاوه او په ډيره مرموزه توګه به يې ددې اور لمبې غوړې ساتلې. عربان به سره جنګيدل او دوى به ورته د خير په غونډۍ ناست وو، خو كه به د كوم طرف پيسې كمې شوې، نو دوى به په سود باندې ډير قرض وركاوه تر څو د پيسو د كمي له امله جګړه بنده نه شي. يهودانو به پدې سره دوه ګټې كولې يعنى په يوه غشي به يې دوه مرغۍ ويشتلې يو به يې خپل يهودي موجوديت، شخصيت او هويت ژوندى ساته او له بل پلوه به يې د سود بازار ښه ګرم ساته، ډيرې پيسې او سرمايې به يې ګټلى.

په مدينه كې د يهودانو درى مشهورې قبيلې اوسيدلې:

1.    بنو قينقاع، دې قبيلې له خزرج سره تړون درلود او كورونه يې په مدينه كې د ننه وو.
2.    بنو نضير.
3.    بنو قريظه. دوى دواړو له اوس سره تړون درلود، او د مدينې په شا او خوا برخو كې اوسيدل.

همدې قبيلو به له ډير پخوا نه د اوس او خزرج تر مينځ د جګړو اور بلاوه، د بعاث په جګړه كې خو پخپله دوى هم هره يوه له خپل حليف سره په جنګ كې شريكه وه.

طبيعي وه چې يهودو به له اسلام او مسلمانانو سره كينه او عداوت كاوه، له هغوى نه د خير طمعه بې ځايه وه ځكه رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له دوى څخه نه و تر څو د دوى نژادي او توكمي عصبيت ته چې په ذهن او زړه يې حاكم وْ سكون او اطمينان حاصل شي. او بله دا چې اسلامي دعوت د سولى او يووالي داسې يو پيغام او آواز و چې مات زړونه يې سره پيوندول، د كينې او دښمنۍ اورونه يې مړه كول، په ټولو كارونو كې د امانت او امانتدارۍ غوښتونكى وْ، او په هر څه كې يې يوازې د پاك او حلال څيز د خوړلو اجازه وركوله او ددې لازمي معنى دا وه چې نور به په مدينه كې ميشتې عربي قبيلې سره يوكيږي او پدې سره به د يهودانو له خبيثو پنجو نه آزادي مومي، چې په نتيجه كې به د يهودانو تجارت زيانمن كيږي او د سود له هغو ګټو به بې برخې كيږي چې د دوى دكار و بار او شتمنيو اساس ورباندې ولاړ وْ.

او دا هم كيداى شواى چې دا عربي قبيلې متوجه شي او هغو مالونو ته يې فكر شي كوم چې يهودانو په سود كې ورنه اخيستي وو، او له يهودانو نه په سود كې د تللو ځمكو، باغونو او پټيو د بيرته اخيستلو هڅې وكړي.

يهودانو دا ټول حساب كړى و، او له كومې ورځې نه چې پوه شول اسلام په مدينه كې ميشته كيدل غواړي نو دا ټول شيان يې د ذهن پر پرده تير را تير شول، او له همدې امله يې مدينې ته د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له تشريف آورۍ سره سم له اسلام او رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره دښمني پيل كړه، خو دا دښمني يې څه موده پټه وه چې وروسته يې ښكاره او په ډاګه كړه.

ددې موضوع ښه تصوير او تفسير د ابن اسحاق هغه روايت كولى شي كوم چې له حضرت صفيه (رضي الله عنها) نه يې رانقل كړيدى، ابن اسحاق وايي:

له صفيه بنت حيي بن اخطب نه روايت دى چې وايي: زه مې په پلار او تره (ابو ياسر) له ټولو اولادونو نه زياته ګرانه وم، او هر كله به چې د دوى له بل كوم يوه اولاد سره زه ورسره مخامخ شوم، نو حتماً به يې زه اخيستلم.

وايي: خو كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مدينې ته را روان و او په قبا كې يې له بني عمرو بن عوف سره واړول، پلار مې (حيې بن اخطب) او تره مې (ابو يا سر بن اخطب) سهار وختي ورغلل، او ان له لمر لويدو سره بيرته راستانه شول، وايي: داسې سست پست، له پښو لويدلي، كشال كشال را روان وو. وايي: زه د خپل عادت سره سم ورپه منډو شوم، خو قسم په خداى هغوى دومره غم اخيستي وو چې يوه يې هم زما خوا ته التفات او توجه ونكړه.

وايي: وا مې وريدل چې تره مې (ابو ياسر) پلار ته وايي: ايا ته يې ښه سيي پيژنې؟ ده وويل: بالكل ښه يې پيژنم. تره مې بيا ورته وويل: نو ته د هغه په هكله څه نظر لرې؟ پلار مې ورته وويل: دښمني، قسم په خداى تر مرګه به ورسره دښمني كوم. (1)

ددې خبرې تاييد د بخاري هغه روايت هم كوي كوم چې د عبدالله بن سلام (رضي الله عنه) د اسلام راوړلو په هكله يې را نقل كړيدى.

نوموړى د يهودانو لوى او عظيم عالم و، كله چې خبر شو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مدينې ته د بني النجار مېنى ته تشريف راوړى، نو په بيړه سره د هغه (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) حضور ته ورغى، او داسې پوښتنې يې ورنه وكړې چې ځواب يې يوازې نبي ويلى شي. او څنګه يې چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ځوابونه واوريدل نو فوراً په هماغه ځاى په اسلام مشرف شو. بيا يې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته وويل: يهودان خبرې جوړونكي او بهتان كوونكي خلك دي كه هغوى مخكې لدينه چې ته ورنه زما په هكله پوښتنه وكړې پدې خبر شي چې زه په اسلام مشرف شوى يم، نو بهتانونه به راپسې وتړي. همدا وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) يهودان راوغوښتل، هغوى راغلل، عبدالله بن سلام په كور كې د ننه ناست و، رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وويل: عبدالله بن سلام څنګه سړى دى؟ او ستاسې په مينځ كې د كوم مقام خاوند دى؟

دوى وويل: هغه د لوى عالم زوى او له مونږ ټولو نه د زيات علم څښتن دى او له مونږ ټولو نه غوره او د ډير غوره سړي زوى دى. په بل روايت كې راځي چې وايي: هغه زمونږ مشر او زمونږ د مشر زوى دى، او په بل لفظ – هغه له مونږ ټولو نه بهتر او د بهترين سړي زوى دى، او په بل لفظ هغه زمونږ افضل او د افضل سړي زوى دى. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وويل: ښه، نو اوس دا راته وواياست كه هغه اسلام راوړ نو بيا؟ يهودانو دوه، درى ځله وويل: الله دې هغه لدينه وساتي! همدلته عبدالله بن سلام راووت او ويې ويل: ( (اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا رسول الله)) نو دوى يو ځل خپلې ژبې بدلې كړې او ويې ويل: دا زمونږ په مينځ كې تر ټولو زيات شرير او د شرير زوى دى او داسې نورې خبرې يې ورپسې وكړې. ده (عبدالله) په ځواب كې ورته وويل: يهودانو! له خداى نه وويريږىْ، قسم په هغه ذات چې له ده پرته بل د عبادت مستحق نشته تاسې پدې ښه پوهيږىْ چې دا د الله رسول دى، او په حقه راغلى دى. دوى ورته وويل دروغ دې وويل. (1)

دا وه په مدينه كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ژوند په لومړنۍ ورځ له يهودانو سره لومړنۍ تجربه.

دا وو د مدينې داخلي حالات، او له مدينې نه د باندې د اسلام تر ټولو ستر او سخت دښمن قريش وو. قريشو پوره لس كاله د مسلمانانو په خلاف له هر ډول، ظلم، زياتي، تهديد او جبر نه كار اخيستى و، د مظلومو مسلمانانو د ځورولو او ځپلو پخاطر يې د وږي كولو او اقتصادي بنديزونه سياست خپل كړى وْ او د مصيبتونو او كړاوونو تر څنګ يې د هغوى په خلاف ستړى كوونكى عصبي، نفسياتي او تبليغاتي جنګ هم پيل كړى و. او كله چې مسلمانانو مدينې ته هجرت پيل كړ، نو دوى به يې ځمكې او مالونه مصادره كول، او هغوى به يې له خپلو ښځو او اولادونو نه بيلول، او كه به يې په چا لاس ورسيده، نو ښه به يې تعذيباوه. دا خو لا څه هغوى د دعوت د لارښود (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د مرګ او وژلو اراده او فيصله وكړه، او ددې توطئې د عملي كولو لپاره يې ډيرې منډې ترړې هم وكړې. او له دې نه اخوا هغه وخت چې مسلمانان مدينې ته ورسيدل او د دوى له ظلمونو نه يې نجات وموند، او له دوى نه ( 500) كيلو متره ليرې لاړل، نو دوى (قريش) دلته هم په آرام كينناستل. او څرنګه چې دوى د حرم اوسيدونكي او د بيت الله ګاونډيان وو، نو د عربو په مينځ كې يې په ديني او دنيوي لحاظ اوچت او د قدر وړ مقام درلود، نو دلته يې له خپل همدې اثر او رسوخ نه په استفادې سره يو سياسي رول لوبول وغوښتل، پاڅيدل او د عربې جزيرې نور مشركان يې د مدينې د اوسيدونكو په خلاف راوپارول او مدينه يې له اقتصادي بحران سره لاس او ګريوان كړه. نژدې وه تر بشپړې اقتصادي محاصرې لاندې راشي، واردات يې ډير كم شول، دا هم پداسې حال كې چې د مهاجرينو شمير ورځ په ورځ مخ په زياتيدو و. حقيقت دا دى چې د مكې د مشركينو او مسلمانانو تر منځ د اسلام په نوى مېنه (مدينه) كې د جنګ حالات او اسباب برابر شوي وو، او دا به ډيره بې عقلي او بې انصافي وي چې ددې جګړو او دښمنيو پړه پر مسلمانانو ور واچول شي. (2)

مسلمانانو حق درلود چې د خپلو مصادره شويو مالونو په بدل كې د قريشو مالونه مصادره كړي او حق يې درلود چې د دوى د ظلم ځواب وركړي. او د دوى د ژوند د قافلې په وړاندې داسې خنډونه را پيدا كړي لكه چې دوى د مسلمانانو د ژوند په مخه كې پيدا كړيدي. او حق يې درلود د خپل ځان او هويت دفاع وكړي او د دوى ټولې هغه توطئې شنډې كړي چې هدف يې د اسلام ختمول و.

د ا وو هغه مشكلات او مسائل چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مدينې ته د رسول، رهبر، امام او لارښوونكي په صفت له رسيدو نه وروسته ورسره لاس او ګريوان و.

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په مدينه كې د رسول او رهبر په څير معامله كوله، له هر چا او هر قوم سره يې د هغه د مقام او اهليت سره برابر عمل كاوه، څوك چې د رحم او كرم وړ وو د هغوى په سر يې د رحمت او شفقت لاس راكاږه، او كه د چا چاره او علاج به يوازې شدت او سختي وه، نو د هغه دوا او علاج به يې په سختۍ سره كاوه، خو دا بايد له ياده ونه باسو چې د رحمت او شفقت پله يې ډيره درنده وه. او د همدې حكيمانه قيادت په بركت په څو لنډو كلونو كې ټول كارونه د اسلام او مسلمانانو لاس ته ورغلل، لوستونكي ته به راتلونكو پاڼو كې پدې هكله پوره معلومات وړاندې كړو.

د نوې ټولنې جوړول

مخكې مو وويل چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د جمعې په ورځ د هجرت د لومړي كال د ربيع الاول په (12) مه چې د (622م) كال د سپتمبر له (27) مې سره سمون خوري په مدينه كې د بني النجار مينې ته تشريف يووړ، د ابو ايوب د كور مخې ته يې واړول او ويې فرمايل: همدلته زمونږ منزل دى (ان شاء الله) بيا د ابو ايوب كور ته منتقل شو.

د نبوي مسجد ودانول

لدينه وروسته د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) لومړنى كار د نبوي مسجد جوړول وْ. د مسجد لپاره يې هغه ځاى وټاكه په كوم كې يې چې اوښه چو شوې وه، دغه ځمكه د دوو يتيمانو وه، چې په بيه يې ورنه واخيستله. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پخپله د مسجد په جوړولو كې فعاله ونډه درلوده، خښتې او تيږې به يې رانقلولې او داسې به يې فرمايل:

اللهم لا عيش الا عيش الاخرة    فاغفر للانصار و المهاجرة

[اې خدايه زندګي او ژوند خو يوازې د آخرت ژوند دى، نو ته انصارو او مهاجرينو ته بخشش وكړه.]

او دا شعر به يې هم زمزمه كاوه:

هذا الحمال لاحمال خيبر        هذا ابر ربنا و اطهر

[دا بار د خيبر بار ندى دا زمونږ د رب پاك او سپيڅلى بار دى]

د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) كار به د اصحابو (رضي الله عنهم) نشاط او فعاليت نور هم زياتوه، او يوه صحابي به د كار په وخت كې داسې ويل:

لئن قعدنا والنبي يعمل        لذاك منا العمل المضلل

[كه چيرته مونږ كينو او نبي (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) كار كوي، نو دا به زمونږ د ګمراهۍ او بې لارۍ كار وي.]

پدې ځاى كې د مشركينو يو شمير قبرونه، خرابه، د غرقد او خرما څه ونې هم وې، رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) امر وكړ چې قبرونه را لوڅ او پاك شي، دا خرابه هوار كړى شي، ونې يې ووهل او لرګي يې د قبلې لور ته واچول شي (هغه وخت قبله بيت المقدس وْ).

د دروازې دواړه پايې (څنګدرۍ) يې له تيږو جوړې كړې، ديوالونه يې د خښتو او خټو وو، چت يې د خرما په تنو ، ښاخونو او پاڼو پټ كړ، په غولي كې يې ريګ او شګې اوارې كړې، ټول جومات ته يې درى دروازې وركړې وې. د قبلې د ديواله او د مخامخ ديوال اوږده سل ګزه، او د څنګ دواړو نورو ديوالونو اندازه يې هم تقريبا همدومره وه، تهداب يې نژدې درى ګزه راته.

د جومات له خوا سره يې د خټو او تيږو څو خونې هم جوړې كړې، چتونه يې د خرما په تنو او شاخونو پټ كړل، دا د امهات الموْمنين ( رض) خونې وې. او كله چې تكميلې شوې، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ابو ايوب (رضي الله عنه) له كورنه ور منتقل شو. (1)

دغه جومات يوازې د لمانځه ځاى نه وْ، بلكه د يوه داسې پوهنتون حيثيت يې درلود چې مسلمانانو به پكې خپل دين زده كاوه، او داسې يو غونډ ځاى وْ چې پخپل زړه كې به يې په ډيره مينه او محبت سره هغه كسان سره راغونډول چې كلونه كلونه د جاهليت او عداوت لمبو سيځلي وو.
او همدا جومات د داسې يوه عمومي مركز په شان وْ چې د مسلمانانو ټول كارونه له همدې ځايه اداره كيدل، د هر څه قومانده له همدې ځايه وه او په نننۍ ژبه دا يو داسې پارلمان وْ چې ټول مشورتي او تنفيذي (اجرايوي) مجلسونه به همدلته ترسره كيدل. او ددې تر څنګ دا جومات د هغو فقيرانو مهاجرينو كور هم وْ كوم چې نه يې كور درلود، نه مال او نه خپل او خپلوان.

د هجرت په لومړيو كې د آذان حكم هم وشو. آذان دا آسماني آواز چې هره ورځ پنځه ځلې د ځمكې او آسمان تر مينځ انګازې كوي، او ټول عالم په لړزه راولي.

پدې هكله د عبدالله بن زيد بن عبد ربه د خوب كيسه مشهوره ده، چې تفصيلات يې پدې کتابونو جامع الترمذي، سنن ابي داود، مسند احمد او صحيح ابن خزيمه کې روايت شوي او کولى شو هملته يې ولولو . (1)

د مسلمانانو تر مينځ ورورګلوي

لكه څرنګه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د نبوي جومات په جوړولو سره د غونډيدو او يو كيدو يو عظيم مركز مينځ ته راوړ همدا ډول يې د انصارو او مهاجرينو په ورورۍ سره په انساني تاريخ كې يوه بل نه هيريدونكې او بې ساري كارنامه تر سره كړه. ابن قيم وايي: بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د انس بن مالك په كور كې (90) كسه چې نيم يې انصار او نيم نور يې مهاجرين وو سره وروڼه کړل، ددې ورورګلوۍ اصل او اساس دا و چې دا وروڼه به يو له بل سره همدردي او غمشريكي كوي، او د نسبي خپلولۍ په ځاى به دوى يو د بل ميراث وړي. دا حكم د بدر غزا تر وخته باقى پاتې و،تر څو د الله تعالى دا حكم رانازل شو: ( (وَأُوْلُوا الأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ)) (8-75). [او خاوندان د خپلوۍ ځينې د دوى غوره دي (د ميراث په وړلو سره) په ځينو نورو…]

دې آيت د ديني وروڼو تر مينځ د ميراث وړلو حكم لغوه كړ، خو د ورورۍ عقد او پيمان همداسې باقي پاتې دى. ويل كيږي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دويم ځل د مهاجرينو تر مينځ ورورګلوي ټينګه كړې وه، خو دا خبره كمزورې غوندې بريښي، ځكه مهاجرين چې يو له بل سره يې ديني، وطني، نژادي او نسبې وروري او خپلوي درلوده د ورورۍ دې ډول عقد او تړون ته اړ نه وو، په داسې حال كې چې د انصارو او مهاجرينو خبره او معامله بيا دغه ډول نه وه (2).

لكه چې محمد غزالي وايي ددې ورورۍ معنى دا وه چې جاهلي تعصب او عصبيت له مينځه يوسي، ننګ، حميت او غيرت كه وي، نو بايد يوازې د اسلام پخاطر وي او بس، د رنګ، نسل، وطن او نسب په بناء د برترۍ او امتياز دور نور ختم دى، ځكه د بلندۍ او پستۍ يوازينى معيار انسانيت، مروت او تقوى ده نه بل څه.

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دا وروري يوازې تر ژبې او كلماتو پورې محدوده نه وه ساتلې، بلكه دې تړون ته يې د عمل داسې جامه وراغوستې وه چې له امله يې دا ژمنه تر وينې او مال پورې تړلې وه. دا تړون د ژبې او الفاظو له دايرې نه وتلى د قربانۍ، همدردۍ، او غمشريكۍ په ډګر كې داسې پلى شوى و، چې دې نوې ټولنې ته يې تر ټولو لوړ مثالونه وړاندې كول او دا ورورولي له نسبي ورورولۍ نه زياته په مينه او خلوص ولاړه وه. (١)

بخاري روايت كوي، كله چې مهاجرين مدينې ته راغلل، رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) عبدالرحمن بن عوف له سعد بن الربيع سره د ورورۍ په مزي وتاړه. سعد خپل ورور عبدالرحمن ته وويل: زه په انصارو كې د ډير مال او دارايۍ خاوند يم، ته زما مال دوې برخې كړه، (نيم يې ستا) همدا راز زه دوې ښځې لرم، وګوره كومه يوه دې چې خوښه وي ما ته ووايه، زه هغه طلاقوم، او چې عدت يې پوره شو، نو ته يې په نكاح كړه. ده (عبدالرحمن) ورته وويل: خداى دې ستا په مال او اولاد كې بركت واچوي، ما ته بازار راوښيه. هغوى د بنو قينقاع بازار وروښود، هغه بازار ته لاړ او كله چې بيرته راوګرځيد، نو يوه اندازه غوړي او کروت يې هم له ځان سره راوړل. په همدې ترتيب هغه هره ورځ بازار ته تلو او گټه يې كوله څه وخت وروسته داسې ورځ راغله، چې د څه زيړوالي اثر ورباندې ښكاريده. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وويل: دا څه دي؟ ده ورته وويل: واده مې كړى. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: څومره مهر دې وركړ؟ ده وويل: تقريباً پاو باندې يوه توله سره زر (تقريبا ١٥ ګرامه) (٢).

له ابو هريره (رضي الله عنه) نه روايت دى وايي: انصارو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته وويل: ته زمونږ د خرما باغونه زمونږ او زمونږ د وروڼو (مهاجرينو) تر منځ وويشه! ده وفرمايل: نه. نو دوى وويل: نو تاسې (مهاجرين) زمونږ سره كار وكړئ او مونږ به تاسې په ميوو كې را سره شريك كړو، دوى (مهاجرينو) وويل: دا بالكل سيي او مقبوله ده. (٣)

لدينه دا ښه په ډاګه كيږي چې انصارو د خپلو مهاجرينو وروڼو د عزت او احترام، همكارۍ او همدردۍ پخاطر له څومره زيات اخلاص، قربانۍ، مينې او محبت نه كار اخيسته. او لدينه دا هم څرګنديږي چې مهاجرينو د دوى د عزت او همكارۍ، احسان او كرم څومره قدر او پاس درلود، او د دوى له همكارۍ او اخلاص نه يې يوازې دومره ګټه اخيستله چې خپل مات او ګوډ ژوند يې ورباندې روانولى شواى. بيشكه چې دا ورورولي لويه وه او دا يو عظيم حكمت، پوخ، عاقلانه سياست، او د مسلمانانو د زيات شمير ياد شويو مشكلاتو لپاره كافي او شامل حل و.

د اسلامي يووالي تړون

لكه څرنګه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) موْمنان د ورورلۍ په ټينګ مزي سره وتړل، همدا ډول يې يو بل داسې عهد او تړون هم ترسره كړ چې د هغه پواسطه يې د جاهليت ټول كشمكشونه، ناروا قومي او قبيلوي عصبيتونه له هر ډول جاهلانه رسم او رواج سره يو ځاى له مينځه يو وړل. دا دى لاندې ددې تاريخي تړون مادې په لنډه توګه وړاندې كوو:

دا د محمد رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له خوا ليك دى د قريشي ، يثربي او نورو هغو موْمنانو او مسلمانانو ترمنځ چې د دوى پيروي وكړي، ورسره يو ځاى شي او يو ځاى جهاد ورسره وكړي:

1_ دوى ټول له دوى نه پرته ټولو انسانانو نه جدا يو امت دى.

2_ قريشي مهاجرين به د خپلو پخوانيو رواياتو مطابق يو بل ته ديت او د موْمنانو په مينځ كې به په نيكۍ او انصاف سره د خپلو بنديانو فديه وركوي. د انصارو ټولې قبيلې به هم د پخوا په شان يو بل ته ديت وركوي، او د دوى هره ډله او طايفه به د موْمنانو په مينځ كې په نيكۍ او انصاف سره د خپلو بگنديانو فديه وركوي.

3_ موْمنان به د فديې او ديت په معامله كې خپل بې وسه او بې كسه له خپلې نيكې وركړې او سخا نه بې برخې كوي.

4_ ټول ريښتيني موْمنان به يو موټى د هر هغه چا مقابلې ته دريږي چې پر دوى ظلم كوي، يا غواړي د موْمنانو تر مينځ ظلم، ګناه، تيرى او فساد خور كړي.

5_ دوى (موْمنان) به ټول يو لاس د دا ډول كس په خلاف وي، كه څه هم هغه د دوى د كوم يوه زوى وي.

6_ هيڅ موْمن به د كافر په بدل كې بل موْمن نه وژني.

7_ او نه به د موْمن په مقابل كې د كوم كافر ملاتړ كوي.

8_ د الله ذمه (عهد) يوه ده، تر ټولو بې وسه مسلمان هر چا ته چې وغواړي پناه وركولى شي د يوه معمولي انسان له خوا وركړل شوې ذمه (ژمنه) پر ټولو مسلمانانو لازمه او واجب ده.

9_ هغه يهودان چې زمونږ پيروي غوره كړي، نو د هغوى مدد او كومك به كيږي، نه به ظلم ورباندې كيږي، او نه به د دوى په خلاف د چا ملاتړ كيږي.

10_ د ټولو مسلمانانو سوله يوه ده، هيڅ مسلمان له بل مسلمان پرته د خداى په لار كې په جنګ او جګړه كې سوله او جوړه نه كوي، بلكه ټول به يو ځاى د عدل او برابرۍ په بناء كوم عهد او تړون سرته رسوي. (د مسلمانانو سوله به د ټولو په موافقه وي، فردي سوله نشي كولى).

11_ مسلمانان په هغه خون (وينه) كې يو له بل سره برابر دي، كومه چې څوك يې د خداى په لار كې تويوي.

12_ هيڅ مشرك به قريشو ته د ځان يا مال پناه نه وركوي، او نه به د هغوى د ساتنې پخاطر د مسلمان په وړاندې دريږي.

13_ كه هر چا كوم مومن بې موجبه وواژه، او قتل په شاهدۍ او دليل سره ورباندې ثابت شو، نو هغه (قاتل) به قصاص كيږي، خو كه د مقتول ولي راضي شو بيا به نه وژل كيږي.

14_ دا ټول موْمنان به د هغه په خلاف راپورته كيږي، او پرته لدې چې د هغه په خلاف ودريږي په بل څه يې نه مسئوليت ادا كيږي او نه بل څه ورته روا دي.

15_ هيڅ يوه مسلمان ته ندي روا چې د كوم مشكلات را پيدا كوونكي يا بدعتي مرسته وكړي، او يا پناه وركړي، او كه څوك يې مرسته كوي يا پناه وركوي، نو پر هغه به د قيامت په ورځ د الله تعالى لعنت او غضب وي، او د هغه به هيڅ هم نه قبليږي يعنى نه به يې فرض قبليږي او نه نفل.

16_ تاسې كه په هر كار كې له اختلاف سره مخ شوئ، نو هغه بايد يوازې الله او محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته راجع كړئ. (1)

پر ټولنه د معنوياتو اغيزه

په دومره عظيم حكمت او زيركۍ سره رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ددې نوې ټولنې تهداب كيښود، خو د ټولنې دا ظاهري بڼه د هغو معنوياتو اثر او تصوير وْ چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د صحبت او ملګرتيا په بركت ددې عظيمو پرګنو په برخه شوى وْ. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به هميشه د هغوى د ښوونې او روزنې، تزكيې او نيكو اخلاقو باندې د آراسته كولو زيار يوست، او هغوى به يې په مينه، ورورۍ، عزت، شرف، عبادت او اطاعت سره روزل.

يوه صحابي له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) نه وپوښتل: كوم ډول اسلام ډير غوره دى؟ (يعنى په اسلام كې كوم يو عمل ډير بهتر دى؟)

رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه وسلم) ورته وفرمايل: [‏تطعم الطعام، وتقرئ السلام على من عرفت ومن لم تعرف‏]‏‏. (١).‏ ‏خلكو ته خواړه وركوه، په ټولو پيژندګلو او نا پيژندګلو سلام اچوه .

عبدالله بن سلام وايي: لما قدم النبي صلى الله عليه وسلم المدينة جئت، فلما تبينت وجهه، عرفت أن وجهه ليس بوجه كذاب، فكان أول ما قال‏:‏ ‏[‏يا أيها الناس، أفشوا السلام، وأطعموا الطعام، وصلوا الأرحام، وصلوا بالليل والناس نيام، تدخلوا الجنة بسلام‏]. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) چې مدينې ته تشريف راوړ، زه ورغلم، او كله مې چې د مبارك مخ وليد، نو پوه شوم چې دا د كوم دروغجن مخ نه شي كيداى. او د رسول (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) لومړنۍ خبره دا وه چې ويې فرمايل: اې خلكو سلام خور كړىْ، خواړه وركړىْ، صله رحمې كوىْ (د خپلوۍ اړيكې ټينګې ساتىْ) د شپې هغه وخت لمونځ كوىْ چې خلك ويده وي، نو په سلام او سلامتۍ سره به جنت ته داخليږىْ. (٢)

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) فرمايي: ‏[‏لا يدخل الجنۍ من لا يډمن جاره بوائقه‏]‏. هغه څوك به جنت ته داخل نه شي چې ګاونډيان يې له شر او زيان نه په امن نه وي. (٣)

همدا راز فرمايي: المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده‏].‏ كامل مسلمان هغه دى چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له شر نه په امن وي. (٤)

بل ځاى فرمايي: ‏[‏لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه‏].‏ له تاسې نه هيڅوك ترهغې كامل موْمن نه شي كيداى تر څو يې د خپل ورور لپاره هغه څه نه وي خوښ كړي كوم چې د خپل ځان لپاره يې خوښوي. (1)

او فرمايې: ‏[‏المؤمنون كرجل واحد، إن اشتكى عينه اشتكى كله، وإن اشتكى رأسه اشتكى كله‏]‏‏.‏ ټول موْمنان د يوه سړي په شان دي، كه سترګه يې په درد شي، نو ټول جسد يې په درد راځي، او كه يې سر وخوږيږي، نو ټول بدن يې دردمند كيږي. (2)

او فرمايي:[المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضاً] موْمن بل موْمن ته د عمارت او تعمير حيثيت لري چې پخپل مينځ كې يو بل سره مضبوط او پياوړى كوي. (3)

او فرمايي: [لا تباغضوا، ولا تحاسدون، ولا تدابروا، وكونوا عباد الله إخواناً، ولا يحل لمسلم أن يهجر أخاه فوق ثلاثة أيام]. يو له بل سره بغض، كينه او حسد مه كوىْ، يو بل ته شامه اړوىْ (يو له بل نه نفرت مه كوىْ) د الله بندګان او يو د بل وروڼه اوسىْ، هيڅ مسلمان ته نده روا چې له خپل مسلمان ورور نه له دريو ورځو نه زيات مرور و اوسي. (4)

فرمايي: [المسلم أخو المسلم لا يظلمه ولا يسلمه، ومن كان في حاجة أخيه كان الله في حاجته، ومن فرج عن مسلم كربة فرج الله عنه كربة من كربات يوم القيامة، ومن ستر مسلماً ستره الله يوم القيامة] مسلمان د مسلمان ورور دى، نه پر هغه ظلم كوي او نه به يې دښمن ته سپاري، څوك چې د خپل ورور د حاجت او ضرورت پوره كولو زيار باسي، الله تعالى به د هغه ضرورتونه رفع كوي، او هغه څوك چې د كوم مسلمان غم او درد دوا كړي، الله تعالى به له هغه نه د قيامت د ورځې له غمونو او دردونونه كوم غم ليرې كړي، او څوك چې د مسلمان پرده كوي الله تعالى به قيامت په ورځ د هغه پرده كوي. (5)

فرمايي: [ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء]. د ځمكې پر اوسيدونكو رحم وكړيْ تر څو هغه ذات رحم درباندې وكړي چې په آسمان كې دى. (6)
فرمايي: [ليس المؤمن بالذي يشبع وجاره جائع إلى جانبه]. هغه څوك كامل موْمن ندى چې پخپله موړ او په خوا كې ګاونډى يې وږى وي. (١)

فرمايي: [سِباب المؤمن فسوق، وقتاله كفر]. د مسلمان كنځل فسق او جګړه ورسره كفر ده. (٢)

په همدې ترتيب سره رسول (صلى الله عليه وسلم) له لارې نه د ضرري څيزونو ليرې كول صدقه بولي، او دا د ايمان له ښاخونو نه يو ښاخ شميري. (٣)

اصحاب يې خيرات او صدقې وركولو ته هڅول، او د صدقې دومره فضائل يې ورته بيانول چې زړونه به پخپله ورماتيدل. فرمايل به يې: [الصدقة تطفئ الخطايا كما يطفئ الماء النار]. صدقه ګناهونه داسې له مينځه وړي لكه اوبه چې اور وژني. (٤)

همدا راز فرمايي: [أيما مسلم كسا مسلماً ثوباً على عُرى كساه الله من خُضر الجنة، وأيما مسلم أطعم مسلماً على جوع أطعمه الله من ثمار الجنة، وأيما مسلم سقى مسلماً على ظمأ سقاه الله من الرحيم المختوم] كوم مسلمان چې بل لوڅ مسلمان په جامو پټ كړي، الله تعالى به هغه ته د جنت شنې جامې ورواغوندي. او كوم مسلمان چې بل مسلمان ته د لوږې په حال كې خواړه وركړي الله تعالى به هغه ته د جنت ميوه وروخوري. او كوم مسلمان چې بل تږي مسلمان ته اوبه وركړي، الله به هغه ته د جنت مهر شوي پاك شراب وروڅښي. (٥)

فرمايي: [اتقوا الناء ولو بشق تمرة، فإن لم تجد فبكلمة طيبة] له اور نه ځان وساتئ، كه څه هم د خرما د يوې ټوټې په صدقه كولو سره وي، او كه دا هم نلرئ، نو په نيكې خبرې سره. (٦)

او ددې تر څنګ يې له سوال نه د ځان ساتلو كلك امر هم كاوه، د صبر اوقناعت فضائل يې بيانول، او سوال كول يې د سوال كوونكي لپاره د مخ داغ، درز او زخم باله، (١) خو لدينه هغه فقير او محتاج مستثنى دى چې له سوال نه پرته بله هيڅ چاره ونلري.

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به د عبادتونو فضائل، اجر او ثواب هم بيانوه. او مسلمانان به يې پر ده (صلى الله عليه وسلم) باندې له آسمان نه را نازلې شوې وحي سره ټينګ تړل. وحي به يې دوى ته لوستله، او هغوى به پخپله هم لوستله، او تكراروله تر څو پدې كار سره له پوهې او تدبر نه علاوه د هغوى په زړونو كې د دعوت د حقوقو او رسالت د مسئوليتونو احساس ښه پوخ او ژوندى شي. پدې ترتيب سره رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د اصحابو معنويات او روحيات اوچت كړل، د هغوى استعدادونو ته يې نيكه وده وركړه، هغوى يې د فضل او كمال هغې درجې ته وخيژول چې په انساني تاريخ كې يې له انبياوو (ع) پرته مثال نه ليدل كيږي.

عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) وايي: څوك كه په چا پسې اقتداء كوي يا كومه لاره غوره كول غواړي، نو ورته ښايي، د مخكې تلليو خلكو په لار پل كيږدي، ځكه د ژونديو په هكله د فتنې احتمالات شته، خو هغه مخكيني خلك د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) اصحاب وو، هغوى ددې امت غوره او افضله ډله وه. له ټولو نه د نيكو او صافو سپيڅلو زړونو، زيات او ژور علم او د ډير كم تكلف خاوندان وو. الله تعالى هغوى د خپل نبي (ع) د صحبت، او خپل دين د قيام او حاكميت لپاره غوره كړي وو، نو د هغوى فضل او مقام و پيژنىْ، متابعت او پيروي يې وكړئ، او د امكان تر اندازې د هغوى اخلاق او سيرت خپل كړىْ، ځكه هغوى د هدايت په نيغه لار برابر خلك وو. (٢)

بله دا چې زمونږ عظيم رسول او لارښود (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پخپله د دومره اوچتو معنوي او ظاهري صفاتو، مجد، عظمت، فضل او نيكو اخلاقو، غوره كردار او بې ساري عمل درلودونكى وْ چې زړونه به ورپورې نښتل، ځانونه او نفسونه به ورنه قربانيدل. او كله به يې چې له مباركې خولې نه كوم امر صادريده، نو اصحابو (رضي الله عنهم) به فورا هغه ته د عمل جامه وراغوستله او كه به يې د كومې نيكۍاو هدايت خبره كوله نو هغوى به فوراً خپل ځانونه په هغې سره سينګارول.

پدې ډول كوښښونو او هلو ځلو سره رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پدې وتوانيد چې په مدينه كې يوه نوې ټولنه جوړه كړي.

داسې ټولنه چې په ټول تاريخ كې له ټولو نه اوچته او د زيات شرف درلودونكې ټولنه وه. او ددې ټولنې مشكلاتو ته يې داسې يو حكيمانه حل راويوست چې له اوږدو زمانو په تورو تيارو كې ستړي انسانيت پكې د اطمينان او آرامۍ ساه وكښله.

ددې نوې ټولنې عناصرو او اجزاوو پدې ډول لوړو ارشاداتو او معنوياتو سره د تكامل داسې پړاو وواهه، چې نور د زمانې هر ډول مقابلې ته تيار وْ، په پوره ځوانمردۍ يې د حالاتو مقابله كوله. بالاخره يې د زمانې مخه او د تاريخ تګلاره بدله او په نيغه برابر كړه.

له يهودانو سره معاهده

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مدينې ته له هجرت نه وروسته د نظام، سياست او عقيدې د يووالي په واسطه د نوې اسلامي ټولنې تهدابونه ټينګ كړل، نو يې خپله توجه له نامسلمانو قوتونو سره د اړيكو ټينګولو خواته واړوله. د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) هيله او هدف دا وْ چې ټول انسانان د امن، نيكبختۍ، خير او آرامۍ تر سيورې لاندې ژوند وكړي. او دا يې غوښتل چې مدينه او شا و خوا سيمې تر يوې ادارې لاندې سره راټولې كړي، د زغم، عفوې او ګذشت داسې قوانين يې جوړ كړل چې د هغه وخت له تعصب او افراط نه ډكې دنيا كې يې تصور غوندې هم نه شواى كيداى.

د مدينې تر ټولو نژدي ګاونډيان يهودان وو، هغوى كه څه هم په زړه كې له مسلمانانو سره دښمني درلوده خو په خوله يې لا تر اوسه ددې دښمنۍ اظهار نه وْ كړى. نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له هغوى سره داسې يو تړون لاسليك كړ چې د هغه په رڼا كې يهودانو ته د دين او مال پوره آزادي وركړل شوې وه، او له دوى سره د دښمنۍ، مال او جائيداد ضبطولو او اخراج يا شړلو له سياست نه بالكل ډډه شوې وه. دا تړون د مسلمانانو د خپل مينځي تړون – كوم چې مخكې تير شو – په ضمن كې ترسره شوې و، دا دى ددې تړون ځنې مهم ټكي:

د معاهدې مادې

1- د بني عوف يهودان له مسلمانانو سره يو دي، يهودان به پخپل او مسلمانان به په خپل دين عمل كوي. دا د دوى او د دوى د پيروانو او غلامانو حق دى. له بني عوف نه علاوه د نورو يهودانو هم همدا حقوق دي.

2- مسلمانان او يهودان هره ډله بيله بيله د خپلو مصارفو او لګښتونو مسئوليت او ضمانت په غاړه لري.

3- هر څوك چې ددې تړون د كوم طرف په خلاف جګړه اعلان كړي، د تړون ټول اطراف به د هغه په خلاف دريږي.

4- ددې معاهدې د تړون كوونكو اړيكې به د خير خواهۍ، نصيحت او ګټې رسولو پر بنا ولاړې وي نه د ګناه پر اساس.

5- هيڅوك هم د خپل حليف د جرم په وجه مجرم نه شميرل كيږي.

6- له مظلوم سره به مرسته او مدد كيږي.

7- تر څو چې جګړه روانه وي تر هغې پورې به يهودان له مسلمانانو سره د جنګ په خرڅ او مصرف كې پوره ونډه اخلي.

8- د معاهدې په ټولو اړخونو باندې په مدينه كې فتنه او فساد راولاړول او وينه تويول حرام دي.

9- كه د معاهدې د اړخونو تر مينځ كومه داسې منازعه او اختلاف را پيدا شي چې د خطر او فساد احساس ورنه كيږي، نو د هغه فيصله به الله او محمد رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) كوي.

10- قريشو او د دوى همكارانو ته به پناه نه وركول كيږي.

11- هر څوك كه په مدينه حمله وكړي، نو د معاهدې ټول اطراف به د هغوى په خلاف يو ځاى جګړه كوي او هر څوك به د خپل طرف دفاع او ساتنه كوي.

12- دا تړون د ظالم او مجرم لپاره پناه او د نجات سبب نه شي كيدلى (1).

پدې تړون سره مدينه او شا و خوا سيمې د يوه فدرالي حكومت تر ادارې لاندې راټولې شوې. ددې حكومت مركز مدينه او رئيس يې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وْ چې واك او خبره د مسلمانانو پكې چليده، او پدې سره مدينه واقعاً د مسلمانانو او اسلام مركز وګرزيد.
په ټوله سيمه كې د امن او آرامۍ د ټينګښت پخاطر له نورو قبايلو سره هم د حالاتو او واقعاتو مطابق معاهدې وشوې چې په راتلونكو پاڼو كې به ورنه يادونه وكړو.

——————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د