الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – یویشتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

قبا ته د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) تشريف راوړل

د دوشنبې په ورځ د نبوت د څوارلسم او د هجرت لومړني كال د ربيع الاول په اتمه چې د (622م) كال د سپتمبر له (23) مې سره سمون خوري رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) قبا ته ورسيد. (٢)

عروه بن الزبير وايي: په مدينه كې مسلمانانو له مكې نه د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د روانيدو خبر اوريدلى وْ، نو هر سهار وختي به د حره (ډاګ) په خوا راوتل او هلته به يې تر ټكنده غرمې پورې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) انتظار يوست. يوه ورځ هغوى له ډير انتظار وروسته بيرته كورونو ته ستانه شول، پدې وخت كې يو يهودى د كوم شي د كتلو لپاره خپل برج ته ختلى وْ كه ګوري چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ملګري يې په سپينو جاموكې چې د سپوږمۍپه شان رڼا كوي را روان دي، نو يو ځل يې له خولې نه په لوړ آواز داسې الفاظ ووتل: اې عربو! دا دى ستاسې هغه پلار چې تاسې يې په انتظار كې وىْ! ددې آواز په اوريدو سره مسلمانان ټول راپورته شول خپلې وسلې يې واخيستې او د خپل رهبر استقبال ته ور روان شول. (١)

ابن قيم وايي: په همدې وخت كې په بني عمرو بن عوف (د قبا اوسيدونكي وو) كې هم د تكبير آوازونه اوچت شول. مسلمانانو له ډيرې خوشالۍ نه په لوړ آواز تكبيرونه ويل او دده مبارك استقبال ته ور روان وو، تر څو حضور ته ورسيدل او د نبوت په تحيه (سلام) سره يې دده استقبال وكړ او لكه د بوراګانو په شان له خپل لارښود نه راتاو وو، او رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د وقار او عظمت د لوى غر په شان د دوى په مينځ كې تشريف درلود او د الله تعالى له خوا نه دا آيت ورباندې نازل شو (٢) :

( (…فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ)) (التحريم-٤) [نو بيشكه الله همغه مدد ګار دى د هغه (نبي) او جبريل او صالح د مومنانو (يې هم مدد ګاران دي) او ملائكې (يې هم) وروسته له دغه (مددګارۍ نه) مددګارانې دي.]

عروه بن الزبير وايي: له خلكو سره له ليدو كتو وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له خلكو سره يو ځاى ښي طرف ته لاړ او د بني عمرو بن عوف په مېنه كې يې واړول. دا د ربيع الاول مياشت او د دوشنبې ورځ وه.

دلته ابوبكر (رضي الله عنه) د خلكو د هركلي لپاره ودريد او رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) چوپ ناست وْ او هغه انصار (رضي الله عنهم) چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) يې مخكې نه وْ ليدلى هغوى به د سلام او ښه راغلاست پخاطر مستقيما ابوبكر (رضي الله عنه) ته ورتلل، تر څو په رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) لمر راغى، نو ابوبکر (رضي الله عنه) خپل څادر واخيست او په رسول (صلى الله عليه وسلم) يې سيوره جوړه كړه، پس لدينه خلكو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وپيژانده. (1)

مدينه د استقبال او هركلي پخاطر ټوله شور او زوږ اخيستې وه، او داسې يوه ورځ وه چې د مدينې په تاريخ يې سارى نه موندل كيږي. پدې ورځ يهودانو هم د نبي حبقوق (عليه السلام) د هغه زيري ريښتينوالى په سترګو ليده چې ويل به يې: الله د جنوب تيمان له لوري او هغه چې قدوس دى د فاران د غرونو له خوا راغلى. (2)

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په قبا كې د كلثوم بن هدم او په بل روايت د سعد بن خيثمه په كور كې واړول، خو لومړنى قول راجح دى.

علي (رضي الله عنه) درې ورځې نور په مكه كې پاتې شو، تر څو يې له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره د خلكو ايښودل شوي امانتونه يې ټول خپلو خاوندانو ته تسليم كړل. بيا يې په پليو پښو د هجرت لار ونيوه، له مکې مکرمې نه د مدينې منورې په لور وخوځيد تر څو په قبا كې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ابوبکر (رضي الله عنه) سره د كلثوم بن الهدم په كور كې يو ځاى شو. (3)

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په قبا كې څلور ورځې (دوشنبه، سه شنبه، چارشنبه، پنجشنبه) (٤) تيرې كړې او دلته يې د قباء جومات جوړ كړ او لمونځ يې پكې ادا كړ. دا دده له نبوت نه وروسته لومړنى جومات دى چې تهداب يې په تقوى سره ايښودل شويدى، تر څو په پنځمه يعنى د جمعې په ورځ د الله تعالى د امر مطابق په خپله سپرلۍ چې ابوبكر يې رديف (ملګرى) وْ سپور شو، خپلو ماما خيلو (بني نجار) ته يې اطلاع وركړه، هغوى له تورو سره ورته راغلل او بيا د مدينې په لور ورسره روان شول. او كله چې بني سالم بن عوف ته ورسيدل، نو د جمعې د لمانځه وخت شو، رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د بطن وادي په هغه ځاى كې د جمعې لمونځ ادا كړ چيرته چې اوس يو جومات ورباندې جوړ شويدى، او ددې لمونځ كوونكو شميره سلو تنو ته رسيده (١).

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په مدينه كې

د جمعې له لمانځه وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مدينې ته تشريف يوړ، او له همدې ورځې نه د يثرب نوم مدينه الرسول شو، او اوس د اختصار په توګه مدينه ورته ويل كيږي. دا يوه تاريخي او بې سارې ورځ وه، د مدينې ټولى لارې او كوڅې د تكبير، تحميد او تقديس نارو په سر اخيستې وې.

او د انصارو لوڼو له ډيرې خوشالۍ نه دا ابيات ويل:

طلع البـدر علينا         من ثنيات الوداع
وجب الشكر علينا     مـا دعا لله داع
ايهـا المبعوث فينا     جئت بالامر المطاع

[ترجمه: د جنوبي لوري له غرو (ثنيات وداع) نه په مونږ باندې د څوارلسمې سپوږمۍ راوختله. په مونږ تر هغې د الله شكر واجب دى، تر څو بلونكى د خداى لورته بلنه كوي. اې مونږ ته راليږلى شويه! دا ستا د حكم اطاعت فرض دى.] (٢)

انصار (رضي الله عنهم) كه څه هم د زياتې سرمايې خاوندان نه وو، خو هر يوه يې دا هيله او آرزو درلوده چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) يې ميلمه شي، او دده په كوركې واړوي، نو په هر يوه كور به چې تيريده د كور مالك به يې د اوښې واګې نيولې او ورته ويل به يې: تشريف راوړئ دلته زيات تعداد ډير ساز او سامان، وسله او حفاظت ستاسې په خدمت كې دي. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به ورته فرمايل: ‏[خلوا سبيلها فږنها مډمورۍ‏]‏‏اوښه پريږدىْ دا ماموره شويده! او ښه روانه وه تر څو د مسجد نبوي ځاى ته ورسيده او هلته چو شوه، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورنه كوز نه شو، اوښه پاڅيده لږ وړاندې لاړه، بيايې يوې خوا بلې خواته وكتل بيرته راوګرځيده او پخپل لومړني ځاى چو شوه. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورنه كوز شو. دا د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ماما خيلو بني النجار ځاى وْ، او دا د الله له لوري اوښې ته توفيق وْ ځكه ده غوښتل چې د خپلو ماما خيلو د عزت او احترام پخاطر له دوى سره واړوي، پدې وخت كې خلكو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته له دوى سره د تلو پيشنهادونه كول، خو ابو ايوب الانصاري (رضي الله عنه) وار ړومبى كړ او د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) بار او كجاوه يې خپل كورته يووړه، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏[المرء مع رحله‏]‏‏. مسافر له خپل بار او كجاوې سره وي. او اسعد بن زراره راغى او د اوښې پړى يې ونيوه او له ځان سره يې بوتلله او له همده سره وه. (١)

امام بخاري له انس نه روايت كوي وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏[ډي بيوت ډهلنا ډقرب‏؟‏‏]‏ ‏.‏ زمونږ د خلكو نه دكوم يوه سړي كور ډير نژدې دى؟ ابو ايوب ورته وويل: فقال ډبو ډيوب‏:‏ ډنا يا رسول الله ، هذه دارى، وهذا بډبي، زما كور ډير نژدې دى يا رسول الله ! دا مې كور او دا يې دروازه ده. نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: قال‏:‏ ‏[فانطلق فهيئ لنا مقيلًا‏]‏ درځه، او زمونږ لپاره د قيلولى (د غرمې په وخت د خوب) ځاى برابر كړه. هغه عرض وكړ: قال‏:‏ قوما على بركۍ الله تاسې دواړه مهرباني وكړئ د الله په بركت سره (٢).

څو ورځې وروسته د رسول (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) بي بي ام الموْمنين سوده او دواړه لوڼې يې فاطمه او ام كلثوم، او اسامه بن زيد او ام ايمن له عبدالله بن ابوبكر چې عائشه او د ابوبكر نوره كورنۍ يې را ايستلى وه را ورسيدل (رضي الله عنهم اجمعين) خو حضرت زينب (رضي الله عنها) هملته په مكه كې له ابو العاص سره پاتې شوه ځكه هغه اجازه نه وركوله، تر څو له بدر وروسته را مهاجره شوه. (٣)

عائشه (رضي الله عنها) وايي: كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مدينې ته ورسيد، هلته ابوبكر او بلال (رضي الله عنه) سختې تبې ونيوله، زه ورغلم او ورته ومې ويل: پلار جانه څنګه يې؟ او بلاله ته څنګه يې؟ دا وايي چې ابوبكر (رضي الله عنه) به د تبې په وخت كې داشعر وايه:

كل امرئ مصبح في اهله        و الموت ادنى من شراك نعله

هر چا ته پخپل كور كې سهار په خير (صبح بخير) ويل كيږي، پداسې حال كې چې مرګى يې د څپلۍ له تسمې نه هم ورلنډ دى. او وايي كله به چې د بلال حالت لږ غوندې ښه شو نو پخپل ښكلي آواز سره به يې داسې ويل:

الا ليت شعري هل ابيتن        بواد و حولي اذخر و جليل
وهل اردن يوما مياه مجنة        وهل يبدون لي شامة و طفيل

[كاشكي خبر واى چې كومه شپه په وادي (مكه) كې تيرولى شم او شا او خوا مې اذخر او جليل بوټي واى او آيا كومه ورځ به مې د مجنى په چينه ګذر شي، او آيا د شامې او طفيل غرونه به بيا ووينم.] عائشه (رضي الله عنها) وايي: زه بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته ورغلم او لدې حال نه مې خبر كړ. نو رسول (صلى الله عليه وسلم) داسې وفرمايل: ‏[اللهم العن شيبة بن ربيعة، وعتبة بن ربيعة، وأمية بن خلف، كما أخرجونا من أرضنا إلى أرض الوباء‏]‏‏.

خدايه! په شيبه بن ربيعه او عتبه بن ربيعه، او اميه بن خلف لعنت وکړې، هغوى مونږ له خپل وطن نه د رنځونو ځمکې ته راوشړلو.‏ ثم قال رسول الله صلى الله عليه وسلم‏:‏ ‏[اللهم حبب إلينا المدينة كحبنا مكة أو أشد، وصححها، وبارك في صاعها ومدها، وانقل حماها فاجعلها بالجُحْفَۍ‏]‏.‏ يا الله ته زمونږ په زړونو كې د مكې د محبت په شان او يا له هغې نه هم زيات د مدينې محبت واچوې، اې خدايه! ته د مدينې فضا او هوا صحيح او صحت وركوونكې وګرزوې، او ددې ځاى د غله جاتو په پيمانو كې بركت واچوې، او ددې ځاى تبه له دې ځايه اوچته كړې او په جحفه كې يې و ګرځوې (١.

الله تعالى د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دعا قبوله كړه د مدينې حالات يې بدل كړل. دلته د دعوت مكي دور پاى ته ورسيد، او د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ژوند د لومړۍ برخې حالات او واقعات مو هم همدلته تر نظر تير كړل.

————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د