نړۍ

کتایب القسام وايي د اسرائیل جنګي جیټ الوتکه یې په میزایل ویشتلي

نن ټکی آسیا: په غزه کي د حماس د ډلي عسکري څانګي کتایب القسام نن ماښام اعلان وکړ چي د اسرائیل هغه الوتکه یې ویشتلي چي د غزه په شرقي سیمه کې په بمبار بوخته وه.

په یوه عاجل خبر کي چي کتایب القسام رسنیو ته لیږلی، ویل شوي چي مجاهدینو په یوه میزایل باندي د اسرائیل هغه جنګي الوتکه وویشتل چي د غزې په شرقي سیمه کې په بمبار بوخته وه.

د اسرائیل له خوا تر اوسه ددې خبر په اړه څه تبصره رسنیو ته نه ده رسیدلې.

تیره شپه هم کتایب القسام اعلان وکړ چي د اسرائیلو یوه جنګي بیړئ یې په نښه کړې، خو اسرائیل دا خبر رد کړ.

له بلي خوا نن اسرائیلو اعتراف وکړ چي په تل ابیب کي د فلسطینانو له خوا دوه فایر شوي میزایل ولګېدل.

د اسرائیل راډیو وویل چي نن په پلازمینه تل ابیب کي دوه ځله د خطر زنګ ووهل شو، او ورسره درنو چاودنو ږغونه واوریدل شول، خو د مرګ ژوبلي په اړه یې څه معلومات نه دي خپاره کړي.

باید وویل شي چي تل ابیب د فلسطین د غزه ښار څخه 70 کیلو متره فاصله لري، او د فلسطین مجاهدینو داسي میزایل خپل په ابتکار جوړ کړي، چي هلته ورسیږي، او په کښي د غاصبو یهودانو ژوند تهدید کړي.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ د اسرائیل په بمبار کې د کتایب القسام مشر احمد الجعبري په شهادت ورسول شو، او همداسي د پرون ورځي راهیسي تر اوسه 15 تنه نور شهیدان شوي، او تر 100 زیات ټپيان شوي دي.

له بلي خوا د کتایب القسام او نورو جهادي عسکري ډلو له خوا د اسرائیل په لور میزایل ویشتل شوي، چي له کبله یې د الجزیرې د راپور له مخي لږ تر لږه 3 تنه یهودان وژل شوي او 4 نور ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x