افغانستان

طالبانو له زلزله ځپلو سره د مرستې غږ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۴ل): وسله والو طالبانو پخپل خپاره کړي پیغام کې پخپلو کسانو او خیریه ټولنو غږ کړی چې د زلزله ځپلو مرسته وکړي.

دغه زلزله چې پرون – دوشنبه – د کابل په وخت شاوخوا یوه بجه پنځه څلويښت دقیقې وشوه، پکې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو له زلزله ځپلو سره په غم کې ځان شریک بللی او لیکلي يې دي: «اسلامي امارت د زلزلې له امله له ټولو زیانمنو شویو هیوادوالو سره ځان په دې مصیبت کې شریک ګڼي او د لوی الله جل جلاله له دربار څخه په زلزله کې تلف شویو ته جنت الفردوس، ژوبل شویو ته عاجله شفاء او ټولو زیانمنو شویو ته نعم البدل، اجر عظیم او صبر جمیل غواړي.»

په دې زلزله کې چې په ګوټ ګوټ کې يې ۹۳ تنه وژلي او ۴۴۰ تنه نور يې ټپیان کړي دي، اندازه يې د ریکتر ۷،۷ درجې ښوودل شوې ده، چې مرکز يې د بدخشان وردوج ولسوالي وه.

طالبانو په خیریه ټولنو د مرستې غږ کړی دی: «اسلامي امارت له اهل خیر هیوادوالو او له خیريه ټولنو څخه غوښتنه کوي چې په زلزله کې د زیانمنو شویو هیوادوالو سره د سر پناه، خوراکي توکو او دارو درملو په برخو کې خپلې مرستې ونه سپموي، همدارنګه په زلزله ځپلو سیمو کې ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کیږي چې د خپل وس په اندازه دي له اړو کسانو سره مرسته وکړي او د اهل خیرو له لوري چې له حاجتمنو کسانو سره مرسته کیږي، سهو لتونو دي ورته برابر کړي.»

دوی په ګاونډیو هېوادونو کې هم د اسلامي همدردۍ له امله د خواخوږۍ پیغام ورکړی او له قربانیانو او پاتې شویو سره يې په درد کې ځان شریک بللی دی.

یاده دې دا په وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو زوروره زلزله بلل شوې ده، چې پر ځاني زیان سربېره يې دروند مالي زیان هم اړولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x