افغانستان

حامد کرزي خپل دفتر د «ځانګړي بوديجوي واحد» په توګه منل رد کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۴ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګډ حکومت د مشر اشرف غني د فرمان خلاف خپل دفتر یو ځانګړی بوديجوي واحد نه دی منلی.

وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د غويي په میاشت کې د لسم فرمان له مخې په ۶۷ نمبر مکتوب کې د حامد کرزي دفتر د ځانګړي بودیجوي واحد په توګه منلی دی.

اشرف غني ماليې وزارت ته په لېږلي فرمان کې امر کړی دی، چې په هره میاشت کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر ته ۲۳ ميليونه او ۳۰۰ زره افغانۍ چې شاوخوا ۴۲۳ زره امريکايي ډالره کېږي، ورکړي.Karzzy-farman

اشرف غني دغه فرمان د روان کال د ثور په میاشت کې صادر کړی دی، خو ټینګار يې کړی دی، چې په راتلونکي کال کې دي د دې دفتر لګښت په عادي بوديجه کې حساب شي.

په دې فرمان کې د حامد کرزي دفتر یو ځانګړی ادراي واحد ګڼل شوی، چې ویل کېږي د لګښتونو طرحه به يې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته هم ولېږل شي.

د پخواني ولسمشر مطبوعاتي دفتر پورته ځانګړنې رد کړې دي او ويلي يې دي چې نوموړی هغه څه په هماغه اندازه غواړي چې اساسي قانون حق ورکړی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړي د ده د اوسېدو لپاره دولتي ودانۍ هم ونه منله، ځکه خو يې پخپل کور کې واړول.

یاده دې وي د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د پخواني ولسمشر پورته لګښت چې نږدې څلور سوه زره ډالره کېږي د هغه خپل حق ګڼلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی نرخی

دکرزی فه حکومت کی سره لدی چی ډیر بی حده اختلاس یی کړی او دټولو افغانانو حقوق یی فه څوپنجشیرایانو او زورواکو غلو وخوړل او دمحمود کرزی ا و قیوم کرزی دغلاوو اندازه له حده زیاته ده چی دوی دبهر ملکو هیوادوته څومره سرمایه ایستلی ښاغلی حامد کرزی لا روان ده دافغانانو غوښی پری کوی او غواړی یوه میاشت کی نیم ملیون دالر دخپلو تشنابو دصابون او شامپو فه نام دبانګو وباسی خو زموږ ملت به ډیر موزی معلوم شی که نوره دکرزی خیانت مخه ونه نیسی کرزی خاین ده ځکه یی دهیڅ خیانت مخه هم ونه نیوله او روان… نور لوستل »

معان الرحمن

واقعا چی کرزی خاین ده او وطن یی خرڅ کړ خو مړشت نلری کله به هم موړ نشی دکرزی##### هم غل وه کرزیانو دسیاسی لاری نه دغلو ملګری شو وی خو ورونه یی له ده پورته فه انتر نشنل شکل غله ده کا بل بانګ یی هم چور کړ دخلکو له معاشاتو هم خپله برخه اخلی

شمس

واقعا کرزی خاین صوله را نه وسته او افغانستان یی تباه کړ الله دی ټول کرز تباه کړی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x