نظــر

مجاهدین دې دا خبرې د زړه په غوږو واوري

لیکوال: جیلاني پښتون –

د طالبانو د تحریک د غړو لپاره خپره شوې ددې خوځښت د امیر ملااختر محمد منصور صاحب غږیزه وینا مې واورېده ویل کیږي چې دا وینا نن سهار په ټول افغانستان کې  د امریکا او د هغوی د پلویانو په خلاف  په سنګر کې پرتو مجاهدینو ته د مخابرې د عمومي نمبر له طریقه اورول شوې ده، ددې وینا د اهمیت په اړه به وروسته وغږیږم خو لومړی به ووایم چې د  نوي مشر خبرې هم  د مرحوم ملاصاحب غوندې بې تکلفه، عام فهمه او د زړه له تله بریښېدلې.

په خبرو کې یي د دودیزو سیاسي رهبرانو په شان لفاظي ، تکلف او طمطراق نه ښکارېده، بلکې په پوره صمیمیت او وضاحت یې خپل ملګري مخاطبول، د ملااختر محمدمنصور صاحب دا ابتکار د ستایلو دی چې خپل ملګري دم په دم د غږیزو ویناوو په توسط مخاطبوي او بیدار ساتي، د  مبارزې په لاره کې د مشر یا رهبر غږ د افرادو په روحیاتو  او مسیر ته په ژمنتیا کې کلیدي رول لري، په دې لړ کې که  خارجي بیلګه ورکړو  د ایران انقلاب یي تر ټولو ښه مثال دی، د ایران پخواني مشر  خمیني خپل انقلاب د غږیزو ویناوو  او صوتي کلیپونو په توسط بریا ته ورسوو، نوموړي څو کاله خپلې ویناوې په غږ کې ثبتولې او بیا یي د پلویانو لخوا په  هیواد کې توزیع کیدلې، خپل پلویان او د ټولنې بیلابیل قشرونه یې مخاطب ګرځول او د هغوی اعتماد یي جلباوو، همداسې د نړۍ په سطحه  نورو ډیرو معاصرو مشرانو هم د غږیزو ویناوو له نشر څخه پوره پوره استفاده کړې، تقریر او د خطابت هنر ته د د تسخیر القلوب فن ویل شوی دی، صمیمانه وینا د هرڅه په نسبت د خلکو  زړونو ته ښه لاره باسي، هر څوک  سواد لرونکی او بې سواد ټول ورباندې پوهیږي او ورڅخه استفاده کولای شي نوځکه ددغسې ویناوو  پخش ډیر ضروري بلل کیږي.
څرنګه چې ددې وینا مخاطبین خاص وو یعني یوازې د اسلامي امارت منسوبین او مجاهدین یې مخاطب  وو په راتلونکې کې  که دغسې ویناوې د  اولس په ادرس دغه ډول علماء کرامو، محصلینو او نورو قشرونو  لپاره خپرې شي ښه نتائج به ولري .

ددې وینا په اړه غواړم  څو خبرې او یادونې اضافه کړم .

څرنګه چې دا وینا د اسلامي امارت د مجاهدینو او طالبانو وروڼو لپاره شوې وه، نو ټول طالبان وروڼه هغوی چې ځان د اسلامي امارت  د جهادي چتر تر سیوري لاندې بولي، باید دا وینا په غور واوري، د یوځل اوریدلو په ځای دې یي بیا بیا واورې او حتی که ممکنه وي ځان ته دې  ډاونلوډ کړي او په مبایل کې دې له ځان سره وساتي، یو مجاهد چې سلګونه ترانې او جهادي  ويډیوګانې په خپل مبایل یا ایم پي تري کې ساتلی شي، باید د خپل شرعي امیر وینا چې عملي کول یې په ده باندې واجب دي او د سرغړونې او بې التفاتۍ په صورت کې د لویې ګناه مرتکب بلل کیږي نو دغسې یوه مهمه وینا خو باید ضرور له ځان سره وساتي.

د اطاعت د مسئلې اړوند خو دا کفایت کوي چې  د احادیثو تر ټولو معتبرو او معتمدو کتابونو بخاري او مسلم  دواړو دا حدیث روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې زما اطاعت وکړي  نو هغه بې شکه  د الله تعالی اطاعت وکړ او څوک چې زما نافرماني وکړي نو هغه د الله تعالی نافرماني وکړه  او چاچې دخپل امیر اطاعت وکړ نو هغه بې له شکه زما اطاعت وکړ او څوک چې د خپل امیر نافرماني وکړي نو هغه زما نافرماني وکړه . متفق علیه

نو دې مبارک حدیث ته په پام سره د خپل امیر اطاعت شرعا له سترو واجباتو څخه ده او ترڅو پورې چې په  مشروعو کارونو  امر کوي نو سمع او طاعت  یعنې د خبرې اوریدل او پرځای کول یي شرعا لازم بلل کیږي.

په دې وینا کې جناب منصور صاحب خپلو کسانو ته  تر هرڅه مخکې له خلکو سره په ښه چلند او نیکو اخلاقو امر کړی دی، دا نه یوازې یو مشروع کار دی بلکې یو شرعي لازمي او واجب أمر هم دی، الله تعالی هم  خپل بندګان په نیکو اخلاقو مأمور کړي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل بعثت فلسفه د نیکو اخلاقو په تعلیم کې خلاصه کوي  او وایي زه الله تعالی د ښو اخلاقو د ښودلو لپاره رالیږلی یم .

دا چې  ښه اخلاق  د الله تعالی په نزد څومره وزن لري  حضرت أنس ابن مالک وایي : ان العبد لیبلغ بحسن خلقه أعلی درجة فی الجنة و هو غیرعابد و یبلغ بسوء خلقه أسفل درک فی جهنم و هو عابد .

یعني بې له شکه انسان  که څه هم عابد نه وي خو په خپلو نیکو اخلاقو سره د جنت تر ټولو لوړو مدارجو ته رسیدلی شي او بالمقابل یوڅوک اګر که عابد وي خو بداخلاقي یې د جهنم تر ټولو  ژورو  کندو ته  غورځولی شي.

نو مجاهدین طالبان وروڼه باید دا توصیه ټینګه په غوږ کې ونیسي، له هرچا سره ښه اخلاق وکړي، د اولس له  سپین ږیرو، عاجزو او بې دفاع انسانانو  او ټولو وګړو سره له درنښت ، رحم او تعاطف څخه ډکه رویه وکړي، د جهاد غوندې یو جلالي عبادت په داسې حال کې چې له سړي سره د ځوانۍ جوش،د ټوپک او وسلې شوق او د حاکمیت او برلاسۍ احساس هم موجود وي په  انسان کې طبعا د غرور احساس پیدا کوي چې بیا له ځان پرته عامو خلکو ته په ټیټ نظر ګوري، رویه یې ورسره سړه او غیرطبیعي وي، چې په دې سره الله تعالی ناراضه کیږي ځکه الله تعالی لویې او بداخلاقي نه خوښوي ، نو مجاهدین باید له هرڅه مخکې د اخلاقو او د ټولنې له بیلابیلو قشرونو سره  په تعامل کې ډیر متوجه او جدي واوسي تر څو خدای مکړه شرعي اصول تر پښو لاندې نه کړي .

د محترم منصور صاحب  په خبرو کې بله خبره داوه چې مجاهدین یي  د عام المنفعه تاسیساتو  لکه پلونو، پلچکونو ، ښوونځیو ، د اوبو بندونو،کلینکونو ، مدرسو او دغسې نورو ټولګټو تاسیساتو  حفاظت ته رابللي وو، مجاهدین باید د خپل امیر دا  امر او لارښوونه هم ټینګه په غوږو کې ونیسي، او که په دې برخه کې نافرماني کوو یا له ځاني اجتهاد او خپلې جذبې سړولو څخه کار اخلي نو دالله تعالی په نزد به  له خپل امیر څخه د نافرمانۍ له امله مأخوذ  وي.

زموږ جهاد د کفارو په وطن کې نه دی روان  بلکې متاسفانه موږ په داسې یوه جغرافیه کې له کفارواو د هغوی له اجیرانو سره جنګیږو  چې د جګړو د سیمې ټول اولس مسلمانان دي، دغه اولس د مسلمان رعیت په حیث په موږ حق لري، مجاهدین باید هیڅکله داسې کار ونه کړي چې د مسلمانانو د  بې ځایه اذیت سبب شي، نو ځکه باید د اولس د هوساینې لپاره لاس په کار شي  هغه  بنیادونه چې یوازې اولس ترینه استفاده کوي باید ساتنه یي وشي، په دې برخه کې   اوس د خوښۍ زیری دادی چې په ډیرو ځایونو کې مجاهدینو له  نظامي کارونو سره تر څنګ ودانیزو کارونو ته هم ملاتړلې، ما د کندز ولایت داسې عکسونه ولیدل چې مجاهدین لارې جوړوي، پلونه او پلچکونه  تړي او  د خپل مسلمان اولس خدمت ترسره کوي، مجاهدین باید تخریبي فکر ونه لري بلکې تعمیري فکر ولري د خپل اسلامي هیواد د ساتنې او حفاظت فکر ورسره وي ځکه  اسلام  بشریت ته د تعمیر او تمدن له  پیغام سره راغلی دی.

د طالبانو په ادرس د منصور صاحب د وینا بله مهمه برخه ددې تحریک مشرانو او مسؤلینو ته متوجه وه، چې دوی دخپلو زیردست افرادو د اصلاح مسؤلیت لري. دا خبره هم ډیره مهمه ده ځکه په جهادي صفوفو کې خلک په داوطلبانه شکل داخلیږي هرڅوک چې د جهاد شوق او جذبه ولري نو راځي او له کوم ګروپ سره ملګری کیږي د مجاهدینو له جملې لږ کسان داسې وي چې هغه د جهاد پوره نظري  زده کړې ولري د جهاد په علمي مسائلو او ادابو باندې بشپړ عبور ولري .

نو په داسې حال کې دا د مسؤلینو یو لوی مسؤلیت دی چې خپل افراد تربیت کړي، لکه څنګه چې دهغوی نظامي او عسکري تربیه کوي باید  اخلاقي او علمي تربیه یي هم وکړي، ځکه هغوی د مجاهد په عنوان له ټولنې سره مخ دي، که له  افرادو څخه خدای نخواسته کوم  ناسم عمل کیږي نو د ټول جهاد رنګ ورسره بدیږي، د هغوی د ناسم تعامل ضرر متعدي دی او ټول صف ته رسیږي.

بله دا چې دمسؤل معنی هم داده چې  دی به پوښتل کیږي یعني له ده څخه به د خپلو تر لاس لاند ې افرادو پوښتنه کیږي که دا پوښتنه په دنیا کې ورڅخه ونه شي نو د قیامت په ورځ خو به ضرور ورڅخه پوښتنه کیږي چې ته د دومره شمیر کسانو په سر ټاکل شوی وې، ستا ټاکنه خو یوازې د نوم او نمایش لپاره نه وه، بلکې ددې ټولو کسانو  د ادارې  ، تربیې او څارنې دنده درسپارل شوې وه.

نو مسؤلین باید دا خبره هم ټینګه په غوږ کې ونیسي، کشران مجاهدین دایما تنبیه وساتي، هغوی ته د جهاد او له خلکو سره دتعامل اداب وروښيي . په ښو چارو او چلند یي باید تحسین کړي او د بد چلند او ناوړو اعمالو باید سزا ورکړي.

نو دغه څو خبرې او نور هغه مهم هدایات چې د منصور صاحب په وروستۍ غږیزه وینا کې راغلي مجاهدین طالبان یې باید د زړه په غوږو واوري، دا وینا ګورئ کوم د هدیرې یا د جمعې کوم دودیز تقریر نه دی، بلکې د مجاهدینو د امیر لخوا خپلو افرادو ته پیغام دی چې شرعا یي هره خبره واجب التعمیل بلل کیږي، او که یي بابیزه بولي او سرغړونه ترې کوي نو الله  تعالی به د بې اطاعتۍ له امله سزا ورکوي.

نو ځکه طالبان او ټول مجاهدین چې ځانونه د اسلامي امارت غړي بولي باید دې خبرو ته ژوره توجه وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

ښاغلی لیکواله !! الله جلجلاله دی پر تا خپله مینه او رحم ولوروی، د لوی رب عزوجل څخه موږ افغانان سپیڅلی مشران په خپل مشرتابه کی غواړو….

خالد هجران

پشتون صاحب.د لیکنی څخه دی یوه نړی مننه کوم…
الله ج دی بریالی لره…
د امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله خبری واقعی چه رعب او تاثیر لرونکی وی. او دده دا طلایی وینا باید هر مجاهد خصوصا د امارت اسلامی مجاهدین په ځان عملی کړی. او د هر اسلامی امر متابعت یی وکړی….د محترم امیرالمومنین د لا نور کامیابی او سرفرازی په هیله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x