افغانستان

کندوز دشت ارچې ولسوالۍ اوسیدونکې پر لاره د وسلوالوغلوځنې په تنګ راغلې

د کندوز  شمال ختیز لورته پرته د دشت ارچې ولسوالې یوشمیر اوسیدونکې واېې وسلوال غله په رڼا ورځ په لاره لارویان لوټوی او ورځنې پیسې اوقیمتې شیان اخلې دوی داهم وايي غله ان ښځې هم تالاشی کوي ، دغه اوسیدونکې له دولت څخه غوښتنه کوی چې د کندوز مرکز نه تریادی ولسوالۍ پوری پر غزیدلې سړک دی امنیتې پوستې جوړی اودلارې امنیت دی ټینګ کړي.

د یاد ولایت سیمه ییزچارواکې هم یاده ستونزه منئ او وايي په نږدی راتلونکې کې پلان لری پرلارې باندی امنیتې پوستې جوړی کړی.

همدغه راز د  دشت ارچې ولسوالۍ یوشمیر اوسیدونکې واېې ډیرځله کندوز ځايي چارواکې د مرکزپه ګډون شپږګونو ولسوالیو د ډاډمن امنیت خبره کوی خو دوی يي تش تبلیغات ګڼي  دوی وايي امنیت یوازی د کندوز مرکز پوری ځانګړي دی.  

ګل آغا چې د دشت ارچې ولسوالۍ کندهاریو سیمې اوسیدونکې دی وايي غله سیمه ییز پولیس دی چې خلک ازاروی نوموړی وايي (( وسلوال غله موټردروی، ښځينه هم تالاشی کوی شل افغانۍ هم اخلې بل څوک ندی سیمه ییز پولیس دی، یوازی نقابونه یی تړلی چې څوک ونه پیژنې.))

همدغه راز ددغې ولسوالۍ یوبل اوسیدونکې چې نوم څرګندولو نه ډډه کوي وايي ارچې ته پرلاره غلوورځنې ګرځنده ټیلفون اوپیسې اخیستې اوس زړه نه ښه کوی چې بیا ارچی ته ولاړ شی نوموړی وايي غلوپه کنده کې غورځولې یم ، نوموړی وایی (( ښه کار نه کوی، په رڼا ورځ له خلکو ځنې کراچۍ اونور وسائل وړی خوڅوک يي مخه نشی نیولې که وضعیت په همدغه ډ‌ول ادامه پیداکړی خلک به ارچې ته تګ راتګ بند کړي.))

 حبیب الله  چې تیره اونۍ له غلوسره مخ شوی وايي پرلاره غله ولاړو بیا زمونږ مخې ته ملې پوځ  سرتیرو ګاډی راغلل چې شاته يي امریکاییان هم وومونږدغو سرتیرو ته وویل چې مخکې غله ولاړ دی هغوی راته ځواب کې وویل چې انتظار وکړئ له قوماندان ځنې هدایت واخلو کله چې هغوی هدایت اخیستوبوخت شول غلوپښې سپکې کړی، په  همدغه ورځ ګاډی له ارچی نه مرکز ته راتلل له چلوونکې سور ګل نه غلو پیسې اخیستې وي.

ګل محمد چې دشت ارچې د سری مټۍ اوسیدونکې دی وايي د تیری جمعې په ورځ يي شل ګاډی لوڅ کړی ان له ښځینه وونه يي هم ګاڼه اخیستې وه هغه د یادی ولسوالۍ امنیه قوماندان او ولسوال تورن کړل چې دغلومخه نه نیسي هغه وویل (( امنیه قوماندان او ولسوال له کورنه راووزی، غلو ښځې هم تالاشی کړی هغوي له هیچا نه ویره نه حیاء لری.))  

د کندوز دشت ارچې ولسوال شیخ صدرالدین هم پردغه لاره د وسلوالوغلو شتون منئ دی خووايي غله کله کله راوزی  هغه مهال چې زمونږ ګزمې نه وی دوی یویا دوه موټره لوڅوي.
 
صدرالدین زیاتوي (( په ټوله کې امنیت ښه ندی کله چې امنیت بهبود ومومی  غله هم ورکیږی.))
نوموړی وایی په ارچې کې جمعې په ورځ بازار وی خلک له نورو ولسوالیواومرکزڅخه راځي، غله هم په همدغه ورځ د خلکومخه نیسی کوم چې د نورو ولسوالیو اومرکز څخه دغې ولسوالۍ بازار ته راځي.

په ورته وخت کې صدرالدین و ویل دوی په راتلوونکې کې پلان لری چې په یاده لاره امنیتې پوستې د امنیت دخوندیتوب په موخه جوړی کړی.

داپه داسې حال کې ده چې نه یوازی د کندوز د دشت ارچې ولسوالۍ اوسیدونکې د غلوشتون ستونزی  نه سرټکوي بلکه ورته ستونزه د قلعه ذال ولسوالۍ اوسیدونکې هم لری قلعه ذال اوسیدونکې وايي هیڅکله ناوخته یادی ولسوالۍ ته تګ نشي کولای.

همایون بابر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x