
د ملنګانو ازار مه وړه !
مجاهد افغان
له تیر یو کال راهیسې چې د موصل له نیولو وروسته د بغدادي د ادعائي خلافت هنګامه راپورته شوه، نو دلته په چم ګاونډ کې یې هم په خاصو حلقو کې پسپسی راوپنځاوو، ځیني هغه کسان چې دوه لسیزې یې د ملامحمد عمر مجاهد تر بیرغ لاندې جهاد کړی و، ناڅاپه په چپ اړخ راپورته شول او د خپل هغه رهبر په حق کې یي ګستاخۍ او تشکیک ته ملا وتړله چې دوی یي له لنډغرۍ څخه د جهاد لارې ته سوق کړي و، دوی یي له پاټک مارۍ او ورور وژنې خلاص کړي او په واحد صف کې یی د اسلامي نظام د تاسیس په مسیر برابر کړي وو.
په تیر یوه کال کې موږ په فیسبوک ، نورو ټولنیز رسنیو او ځیني مجالسو کې شاهد و، چې دداعش باد وهلیو د ملامحمد عمر مجاهد په حق کې کومې ګستاخۍ وکړې، دغه د داعشي فلمونو او وحشتونو په باد پړسیدلیو که څه هم له انپړۍ به یې الف ته ډانګ او جیم ته خمیردان وایه ، خو بیا به هم د خلافت او زعامت په حساسو مسائلو کې لویدلي و، ملا صاحب به یې دامارت وړ نه باله، ځکه ددوی په خبره چې قریشي او حسیني نه دی، مګر د سامراء ناپیژندویه عراقی چې تر پرونه د صدام مرید و او ږیره یې له چپې خوا خرېیله هغه به ورته له ټولې انپړتوب سره سره د خلافت د مسند یوازینی لائق ښکارېده.
دوی دې ته هم نه کتل چې آیا ددغه ناپیژندویه زعامت او خلافت د کوم دیني عالم لخوا تائید شوی دی؟ آیا کومې دیني ډلې، وتلي دیني رهبر او یاد علم او تشریع کوم دیني مرجع ددې شخص اعمال ، پالیسي او خلافت تائید کړی دی؟
په داسې حال کې چې دداعش ډله له سره تر پایه له علم او علماء څخه تشه وه، د اسلامي امت ټولو علماء کرامو ورباندې په یوه غږ ردونه واردول، مګر داچې د هالیووډ او بالیووډ د تازه مسلمان شویو فلمي تخنیک کارانو او فلمبردارانو په مرسته یې ښه دلچسپ فلمي اصدارات صادرول نو دلته یې هم یو شمیر بې علمه او لډر مخلوق ورسره واخیست، د تیرا یوه پخواني غله او سړي تښتوونکې په کې د خراسان د خلافت دعوه وکړه او خپل د غلو او داړه مارانو لښکر ته یې تور بیرغونه او ماسکونه وروتړل .
دغو غولیدلیو په هره برخه کې خصوصا دواقعي مجاهدینو په خلاف داسې شنیعو کړنو ته ملا وتړله چې موږ یي بیلګه له امریکایانو هم نه وه لیدلې، دوی د شام او عراق غوندې دلته هم خپل ټول زور د واقعي مجاهدینو په خلاف وکاراوو، ټول عملیات او تبلیغات یي د برحقه مجاهدینو په خلاف وکړل او خپل ټول وحشتونه یي هم په هغو مجاهدینو تجربه کړل چې ددرست نړیوال کفر په خلاف یوازې د ایمان په وسله پنځلس کاله جنګیدلي وو.
په دې لړ کې دداعشي لنډغرو د زهرجنو تبلیغاتو، شنیعو پروپاګندو او ښکنځلو یو هدف د نړیوال جهاد وتلی زعیم او ستر مجاهد ملامحمد عمر مجاهد و، د خراسان او شام داعشي لنډغرو د ملامحمد عمر مجاهد او دهغه د پلویانو په ادرس دومره ښکنځلې وکړې چې د بوش او اوباما په خلاف یې هم نه وې کړې، موږ په فیسبوک کې لیدل چې دننګرهار داعشي لنډغرو به په کوم الفاظو ملامحمد عمر اود هغه صف ته ښکنځلې کولې.
البته داد د ملامحمد عمر مجاهد د ملګرو شرافت او واقعي اسلام ته انقیاد و چې دداعشي فحش ګویانو په خلاف یې په رسمی کچه حتی یوه جمله هم استعمال نکړه، د شام د کوتر باز او د داعش د نورو ویاندانو هیڅ بداخلاقه څرګندونو او پټکو ته یې ځواب ونه وایه او په واقعي معنی یي دا الهي پيغام په عمل کې پلی کړ چې : و اذا سمعوا اللغو اعرضوا عنه و قالوا لنا اعمالنا و لکم اعمالکم…. الایه .
واقعي مجاهدینو د داعشي بدګویانو عاقبت الله تعالی ته حواله وکړ، الله تعالی هم داسې په شرمونو وشرمول چې بیا به په تاریخ کې هم ددغې مشکوکې ډلې او فکر کوم دعوه ګیر واقعي مجاهد ته پورته ونه ګوري.
هوکې همدا نن خبر دی چې په ننګرهار کې دداعش څلور تنه د سر قومندانان له خپلو افرادو سره دامریکا تر قیمومیت لاندې داشرف غني حکومت ته تسلیم شوي دي.
نو تسلیم شویو دواعشو! تاسو چې په ملامحمد عمر باندې د عدم قریشیت او حسینیت انتقادونه کول اوس دا راته ووایاست چې اشرف غني د زعامت کوم اوصاف او استعداد لري چې تاسو ورسره بیعت وکړ؟
آیا اشرف غني ستاسو د مزعوم خلیفه بغدادي په نسبت ښه قریش او حسیني دی چې تاسو ورته خپل بیعت ورتبدیل کړ؟ د الله تعالی جزاء تل همداسې عبرتناکه وي، هغوی چې د ملا محمد عمر مجاهد غوندې د یوه مخلص مجاهد په خلاف سنګر نیسي، د هغه په پاک شخصیت باندې د غرض او مرض تور الزامات لګوي، الله تعالی به ورته همداسې سزا ورکوي، بیا به یې د خلافت علی منهاج النبوة له دعوې څخه د کفري نظام لمن ته غورځوي، بیا به یې د عیسوۍ ملکې رولا غني رحم کرم ته پاته کوي، ځکه دغسې د مسلمانانو او مجاهدینو ازاروونکې هیڅکله د اسلامي صف لیاقت نلري نو ځکه باید د رولا غني په بیعت او متابعت باندې ونازول شي.
د ملنګانو ازار مه وړه
نجلۍ لمن به دې خدای نه زرغونوینه
افغان صاحب…..هغه متل دی نه دی اوریدلی……
بی ادبی معاف… وای مړی چه خدای شرموی.نو په تخته یی ګنده ګی ځی……
دا تشپاڼی همهغه شرمیدلی دی. د بغدادی په خلافت کی خو یی بل امیر د مرګ مستحق باله. ته ودریږه چه د اشرف غنی په بادشاهی کی به لا څوک د مرګ مستحق وبولی….او اوس به ګورو…بغدادی او د اورکزیو سپږنو ته خو دا لندغر وفادار پاته نشو.
چه د اشرف غنی په بیعت به څومره وفا وکړی.
حال مو تر دی بدتر شه……