نظــر

د کشمير د زلزلې مخکې او وروسته حالات

عبدالصمد ګوهر
په پاکستان کې د ۲۰۰۵ زيږديز کال سختې زلزلې هغه هېواد ډېر سخت وځاپه او د پاکستان د پېښو په تارېخ کې د ۲۰۰۵ کال د خونړۍ زلزلې څخه بله پېښه نه ده ثبت شوې.
هلته کشمير دی،ښکلا ده او د طبيعت رنګينۍ دي. هلته له ستړو ښارونو او په جنجالونو کې ښکېل خلک د سیاحت او تفريح له پاره ځي او خپل زړه ته خوښي ورکوي.
هلته د طبيعت ښکلا خپله له حسن او جمال ډکه ځواني نندارې ته وړاندې کړې ده.
تاسو به اورېدلي وي چې وايي هر چاته خپل وطن کشمير دی.
خو دلته کشمير خپله موجود دی د کشمير ښکلاګانې موجودې دي د خدای ج لورينې او پېرزوينې زښته ډېرې دي.
خو خلکو يې د شکر او ستاينې له پاره د خدای ج په دربار کې څه نه دي وړاندې کړي.
هلته له زلزلې مخکې حالت بيخي ځورونکی و، هلته فحشاء،شراب خورۍ،قمارونو،زناګانو او هرې بې لارۍ پوره قوت درلود.
هلته مونږ له خلکو کيسې واورېدې او رښتيني کيسې هلته دا يو عيب ښکارېده چې کومه پېغله جينۍ دې يار ونه لري او د نورو جينکو له لوري به ورته پېغورنه ورکول کېدل.
نو جينکۍ مجبورې وې چې يو يو يار په خپل څنګ کې ولري.
هلته بس فحشا او بې لارۍ ته ژوند ويل کېده.
هلته د سترو سترو سړيو هم لمونځونه نه و زده ځوانانو به هم چېرته کوم يو دالله ج خدايي ته سرټيټاوه.
هلته ګناه ته ګناه نه ويل کېده بس د خپلې خوښې او هوس ژوند مخ پر وړاندې روان و.
هلته خلک له مرګ څخه غافل و خو خدای ج ورته داسې د عبرت سبق ورکړ چې اوس يې هره شېبه مرګ ور په ياد کړی ځکه چې هلته کله زلزله وشوه نو د هر کور له يو څخه تر ۱۰- ۱۲ تنو پورې په کې ووژل شول، دوی خپل مړي تر هديرو ونه رسول مګر د خپلو کورنو څنګ ته يې ښخ کړل . ددوی په فکر کې هره ورځ دا خبره راځي چې دوی به هم يو ورځ مري او ددغو په څېر به پرې د خاورو څلي جوړيږي خو دوی اوس هم د الله ج له احکاماتو باغيان دي اوس هم الله (ج) ته سرنه ټيټوي اوس هم دوی د خپل زړه او هوس ژوند کوي.
له زلزلې ژوندي پاتې شوي په زلزله خوښ وو ځکه چې د زلزلې په وخت کې د دوی د کورنۍ د مړو شويو کسانو په سر دوی سره نغدي مرستې وشوې او دوی پرې وپړسېدل.
دوی چې کله د نړۍ د بېلابېلو مؤسسو مرستې ولېدلي نو ويل يې چې خدايه ولې دا زلزله مخکې نه کېدله دې زلزلې خو ايله اوس مونږ د ژوند په خوند پوی کړو.
په ۲۰۰۹ کال کې چې مونږ يوه ورځ د بالاکوټ په ښار ورغلو هلته مو يو لوی بس ډوله موټر ولېده چې په اړه مالومات راکړل شول راته وويل شول دا بس د ترکيې هېواد دی له زلزلې نه وروسته دلته راغلی او په دې کې ډول ډول خواړه پخېدل او په زلزله ځپلو وېشل کېدل.
هلته اوس هم د زلزلو ټکانونه احساسيږي مونږ چې هلته څو شپې وکړې په يوه لرګينه کوټه کې اوسېدو چې د شپې به د زلزلې د جټکو له امله کله کله راويښ شو.
يوه ورځ د ماسپښين پر وخت په جومات کې په لمانځه ولاړ وم چې د زلزلې جټکه شوه،زلزله دومره تېزه نه وه ما هم خپل لمونځ ته دوام ورکړ خو په دې کې يوځوان پورته شو او د کړکۍ لور ته يې منډه کړه له پورته کېدو سره يې په جومات کې نعوذ باالله داسې الفاظ وويل (اه خدا نې پهر مسکال کيا) (اخ خدای ج بيا مسکال وکړ).
دا خلک اوس هم نه دي سم شوي او دوی بيا هم د عذاب څکوونکي دي.
باران رحمت دی مګر کله چې ورسره بې درېغه ږلۍ،توپانونه او سيلابونه يو ځای شي نو عذاب ترې جوړ شي.
زلزله رحمت نه دی مګر زلزله د عذاب يو ټکان دی چې الله ج يې هغه وخت انسانانو ته ښيي چې کله په ځمکه کې ګناهونه او له خدای (ج) څخه نافرماني زياته شي.
نو راځئ همدا نن توبه وباسو او خپل ځان د خدای (ج) د اوامرو پابند کړو تر څو د خدای (ج) له عذاب څخه وژغورل شو.
يا الله ته مو له خپل عذاب څخه وساته
امين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x