نړۍ

ډیورنډ کرښې سره نېږدې ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (لړم۵مه ۱۳۹۴ل): د ډيورنډ کرښې سره نېږدې په یوه برید کې د پاکستان د نیمه پوځ ۷ سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ اطلاعاتو له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په جنوبي وزیرستان کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د انګور انډې سیمې سره د پاکستاني پوځيانو په پوستې برید شوی چې له کبله یې ۷ عسکر وژل شوي دي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې په دغې پوسته کې څومره عسکر مېشت وو.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دغه برید د افغانستان له خاورې نن سهار شوی دی خو دا یې نه دي ویلي چې برید چا کړی دی.

افغان حکومت تر دې دمه د پاکستان د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې لسګونه ځل د پاکستان له لوري په کونړ باندې راکټي بریدونه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x