دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( څلور څلوېښتمه برخه )

لیکوال: م محمد نعیم

د مصر مشهور مجاهد عالم حافظ سلامة[1] د اسامه ابراهیم کیسه کوي چې په ۱۹۷۳ م کې یې د یهودو پر ضد د ( الدفر سوار ) سیمې په جګړه کې ګډون کړی و، او بیا شهید شو، اوهملته د شهادت په ځای کې ښخ کړل شو، یهودو  د شارون په مشرۍ نوموړې سیمه د شپږو میاشتو لپاره کلابنده کړه.

شیخ حافظ سلامة وايي د شهید اسامه ابراهیم کورنۍ راته راغله، او د خپل شهید وصیت یې را ته ووایه، چې نوموړي غوښتي شیخ حافظ سلامة یې دې جنازه وکړي، او په خپل لاس یې دې ښخ کړي… کله یې چې وصیت لیدلی، له کورنۍ سره یې هغه ځای ته روان شوی چېرته چې شهید ښخ شوی و. په دې وخت کې یې نو دشهادت شپږ میاشتې کېږي. کله یې چې بدن را لوڅ کړی شیخ حافظ سلامة قسم کوي چې نوموړی شهید یې د خپلې کورنۍ په حضور کې په داسې حال کې چې خوله یې له موسکا ډکه وه ولید، د سر وېښتان یې دوه لوریو ته اړول شوي وو، داسې لکه همدا اوس چې له حمام نه را وتلی وي![2]

دا د ځینو شهیدانو د کراماتو ځینې بېلګې وې، ددې لپاره چې خبره ډېره اوږده نشي، همدا بسیا کوي، اوس به د ځینو صالحینو د جسدونو د نه خاورې کېدو یو دوه بېلګې راواخلو.

د ( المکروبات و کرامات الشهداء ) کتاب مولف دکتور عبد الحمید القضاة وايي: د الازهر په پوهنتون کې د حدیثو او علوم حدیثو استاذ او دالازهر د علماوو د ټولنې مخکني رئیس دکتور یحیی اسماعیل چې کومه کیسه خپله ما ته وکړه، هغه تر ټولو عجیبه او غریبه کیسه ده.

وايي: ( په ۱۹۸۹م کال کې د ام القری په پوهنتون کې د دعوت او اصول الدین په پوهنځۍ کې استاذ وم، د حرم شریف هغې توسعې ته ورغلم کومه چې د سوق اللیل ( د شپې بازار ) له خوا کېدله. د بلدوزرو د کار، د ړنګو کورونو خښتو او خاورو د ایستلو او د ځمکې د ژورولو او برابرولو پر مهال یو څه جسدونه را ښکاره شول، زه یو له هغو کسانو څخه وم چې نوموړي جسدونه مې ولیدل، په خپل حال و، داسې وو لکه همدا اوس چې په کفنونو کې اېښودل شوي وي.

هغه وخت ویل کېدل چې دا د صحابهءکرامو شهیدان دي؛ ځکه چې ډېر وخت دلته څوک نه و خښ شوي، له ډېرو فکرونو، پوښتنو او څېړنو وروسته او دا چې په دې ځای کې له صحابهء  کرامو سره کومه جګړه نه ده شوې، قوي احتمال دا و کوم چې مخکې په ازهر پوهنتون، او هغه وخت د ام القری په پوهنتون کې د تفسیر او علوم التفسیر استاذ، او د اسلامي نړۍ د ټولنې غړي دکتور عبد الستار فتح الله سعید  هم دا احتمال قوي وګاڼه. هغه دا چې دا د هغو موذنینو جسدونه دي چې له ډېر وخت راهیسې په حرم شریف کې وو، او بیا په همدې ځای کې ښخ کړل شوي دي. [3]

مولانا بجلیګر رحمه الله[4] د عبد الرحمن بابا رحمه الله د بدن په اړه چې له سوونو کلونو وروسته یې په خپلو سترګو روغ لیدلی په یوه ویډیو کې چې ویل کېږي دا یې وروستۍ ویډیو ده، او له دې وروسته بیا وفات شوی، د خپلو سترګو لیدل حال داسې بیانوي: ما لیدلی دی، زه یو کال نظر بند وم، چې پاکستان تازه جوړ شو، کنه، نو ما یو شعر ویلی و، په تقریر کې، چې:

گربه میر، سگ وزیر، و موش دربانی کند ـــــــ این همه ارکان دولت، خانه ویرانی کند.

نو سګ وزیر ټکی چې و کنه، هغه دې پولیس والا ولیکل چې دا سګ ده قیوم خان ته ویلي، قیوم خان اول وزیر و کنه.

نو د شپې یې ونیومه او شب قدر ته یې بوتلم، او حال راپسې راغی چې یو کال ته نظر بند یې، ما ویل ټیک ده، نو هلته را سره نور څه نه و، د رحمان بابا کتاب راسره و، دا مې هلته ټول یاد کړی دی. یوولس میاشتې پس یې بیا را پرېخوم.

بیا ظاهر شاه پاچا چې و، د افغانستان، هغه د سنګ مرمرو یو قبر رالېږلی و، یو سیټ، چې دا په رحمان بابا فیټ ( بسته ) کړئ! هغه چې کم مستري فیټ ( بسته ) کولو، هغه زمونږ د علاقې و، هغه ما ته ویل چې زه په رحمان بابا باندې قبر فیټ کوم، نو سبا ته زه هم یوولسو بجو پورې مې درس وکو، بیا په یوولس بجو په سیکل سور شوم ورغلم، نو لحد سره یې کنده کنستې وه، دهغه تور کاڼي فیټ کولو د پاره، نو زه هغې کندې ته ور کوز شومه، او په جبل مې دا د لحد سیډ ( لوری ) ووهلو،  نو په دې مخ باندې ور سوری شو، دا مستري ما ته چغې کې، چې راخېژه دا دې څه وکړل؟ ما ویل ته هم را کوز شه! هغه هم راکوز شو، ما سره یو طالب تلی و، هغه هم راکوز شو، مزدور هم را ټوپ که، هغه سوری مو دومره کولاو کړو، داسې پروت دی لکه اوس دې ایخی، نو، د ویختو دا یو غوجۍ یې په دې ځای  پرته وه، یو په دې ځای، او په دې چېره یې بهترین موسکا ده، ما دې مستري ته ویل چې ته زما دا لاس او خپه ونیسه، او زه لاس ور ننباسمه، هغه وخت کې هلک ومه کنه، یرېدمه هم، ما ویل ومې نه نیسي، ما ویل که دې مړي ونیومه نو را مې کاږه، ههههه، نو هغه زما لاس او خپه ونیول، او ما لاس ورننویست، د نامه نه پاس مې په دې ټول بدن لاس ووهلو، شونډې، غاښونه، پوزه، سترګه مې داسې ورته کلاو ( خلاصه ) کړه، داسې پروت دی لکه اوس دې ایخی، د سپينې خمتا کفن یې و، نو بس بیا سوری مستر ي بند کو، چې پاس راوختم، نو دا شعر یې را یاد شو چې:

تر قیامته به ثابت لـحد کې پروت وي ــــ چې څـوک یــون کاندې پــه لار د دروېشانو.
په هر چا چې د غضب لینده کړي ښخه[5] ــــ  خطا نه درومي ګـوزار د دروېشانو.
چــــې په یو قدم تر عرشه پورې رسـي ـــــــــ ما لیدلی دی رفتار د دروېشانو.
درست دیوان د رحمان ځار تر دې غزل شه ــــــ  چې بیـان یې ټول کردار د دروېشانو.

پاس مو چې سنه وکته نو ۳۱۵ کاله یې شوي وو، اوس خو څلور سوو نه هم واوړېدو[6]

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] – شیخ حافظ سلامه په مصر کې د سویس ښار د ولسي پاڅون اتل او لارښود ګڼل کېږي، نوموړی په ۱۹۲۵ م  ددیسمبر په ۶  سویس په ښار کې زېږېدلی، کوم وخت چې مصر د انګرېزانو به ولکه کې و،  نوموړي په الازهر کې ديني درسونه وویل، بیا پکې واعظ شو، او ورپسې تر ۱۹۷۸ م  پورې د الازهر د شیخ مشاور و، وروسته بیا تقاعد شو. شیخ حافظ سلامة په ۱۹۷۳ م کال کې له اسرائیلو سره په جګړه کې مهم رول لوبولی، په کومه کې چې اسرائیلو د مصر له پوځ نه وغوښتل چې د سویس ښار ورته وسپاري او تسلیم شي، که نه د سویس ښار او اوسیدونکي به یې د اور په لمبو کې لولپه کړي، شیخ حافظ سلامة او ور سره ملګرو یې ددې غوښتنې کلک مخالفت وکړ، همغه و چې جګړه ونښته خو د یهودو په ماتې پای ته ورسېده، له همدې کبله مصریان د شیخ حافظ سلامة ډېر درناوی کوي، او په نوموړې جګړه کې د مسلمانانو د روحي پلار په سترګه ورته ګوري، ویل کېږي چې شیخ حافظ سلامة له مصر پرته د اسلامي نړۍ په نورو برخو کې هم وخت په وخت د مظلومانو مرستې ته وردانګلي، لکه په فلسطین، لیبیا، سوریه ، نوموړی د امریکايي یرغل په مقابل کې د افغان ولس سرښندنو ته د قدر په سترګه ګوري او د یرغل په وړاندې ددوی یووالی د نړۍ  مسلمانانو ته د نمونې په توګه وړاندې کوي،وايي که مسلمانان په خپلو کې سره یو موټي وي، هېڅ ظالم نشي پرې برلاسی کېدی، بیا وايي تاسو د افغانستان ولس وګورئ چې نېږدې د ټولې نړۍ په مقابل کې څوارلس کاله لګیا دی قرباني ورکوي، که نور ولسونه هم سره یو شي همداسې اتلولی به ولري، تعجب دا دی چې نوموړی د اخوان المسلمین مخالف دی!!!

[2] – المکروبات و کرامات الشهداء. ص: ۱۱۷ ـ ۱۱۸.

[3] – المکروبات و کرامات الشهداء.ص: ۱۱۸ – ۱۱۹.

[4] مولانا بجلیګر چې اصلي نوم یې محمد امیر په قوم اپرېدی، د قبایلو د درې آدم خېل اسیدونکی دی، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مخکښو او مشهورو څېرو څخه ګڼل کېږي، نوموړی په ۱۹۲۷م کې زېږېدلی او ۲۰۱۳ په جنوري کې وفات شوی. بجلي ګر ځکه ورته وايي چې د پېښور صدر سیمې سره نېږدې چې په کومه سیمه کې د جومات ملا امام و، د هغې سیمې نوم بجلي ګر دی، نو له دې کبله د نوموړې سیمې په نامه مشهور شوی، مولانا صیب د عامو خلکو د مزاج او رواج سره سم خورا ساده او سپینې خبرې کولې، که څه هم چې ډېری وخت به یې خلکو ته سختې او ستغې خبرې هم کولې خو په خلکو بدې نه لګېدي، او ټولو ډېر زیات درناوی ورته درلود. نوموړي په وروستیو کې سیاست ته شا کړې وه، خو له پخوا څخه یې په حکومتي چارواکو باندې دسختو نیوکو له امله وتلی نوم درلود، د هېچا پروا یې نه کوله. نوموړی په یوه مرکه کې  په خپله ساده ژبه وايي چې سیاست یې له مفتي محمود رحمه الله سره یو ځای ښخ کړی. او یو بل ځای وايي چې ما نور داسې عبادات نه دي  کړي، خو یو کار مې کړی چې هیله لرم الله ته به یې د قیامت په ورځ وړاندې کړم، هغه دا چې د حق په ویلو کې مې د هېچا پروا نه ده کړې. او بیا هغه حدیث شریف یادوي چې وايي: ( أفضل جهاد كلمة حق عند سلطان جائر ).

[5] – د بیت لومړۍ برخه داسې هم راغلې: ( په هر چا چې د غضب لینده کا کشه )

[6] https://www.youtube.com/watch?v=9mylpfOsptA – له ۹ دقیقو او ۳۲ ثانیو وروسته. او په دې لینک کې هم همدا کیسه په یو څه معمولي توپیر سره کوي. https://www.facebook.com/khog.pukhtoon/videos/978705828827794/

عبد الرحمن بابا رحمه الله په ۱۰۴۲ ه ق  – ۱۶۳۲ م کې زېږېدلی او په ۱۱۱۸ ه ق – ۱۷۰۶ م کې د ۷۶ کلونو په عمر وفات شوی. او مولانا بجلي ګر رحمه الله په ۱۳۴۶ ه ق  – ۱۹۲۷ م کې زیږېدلی او په ۱۴۳۱ ه ق ۲۰۱۳ جنوري کې د ۸۵ کلونو پ عمر وفات شوی.

که فرض شي چې مولانا بجلي ګر صیب د خپل عمر په ۲۰ کلنۍ یا ۲۲ کلنۍ کې عبد الرحمن بابا لیدلی وي، ځکه دی خپله وايي چې هغه وخت هلک وم، نو دا وخت چې شل کلن دوه ویشت کلن وګڼل شي،  کال ۱۳۶۶ یا ۱۳۶۸ راځي، او عبد الرحمن بابا په ۱۱۱۸ کې وفات شوی، نو د عبد الرحمن بابا له وفات نه تر دغه وخته ۲۴۸ یا ۲۵۰  کاله راځي. خو مولانا بجلیګر صیب وايي کله مې چې ولید او بیا پاس راوختم تاریخ مې چې وکتو نو ۳۱۵ کاله یې کېدل!

حال دا چې د عبد الرحمن بابا له وفات نه تر نن پورې ( ۱۴۳۷ ه ق ) ایله 319 کاله برابرېږي، ځکه عبد الرحمن بابا ۱۱۱۸ کې وفات شوی او اوس ۱۴۳۷ ه ق کال دی، له ۱۴۳۷  نه چې ۱۱۱۸ منفي شي 319 پاته کېږي.

او که فرض شي چې په دیرش کلنۍ پنځه دیرش کلنۍ، یا آن پنځوس کلنۍ کې یې دې لیدلی وي، نو بیا هم ۳۱۵ نه برابرېږي، بلکې ۲۶۰ یا ۲۶۵، یا ۲۸۰ کاله ایله برابرېږي.

کېدای شي مولانا بجلیګر صاحب سهوا ۳۱۵ کاله ویلي وي، یا یې مبالغة له خولې وتلي وي، کله کله د سړي پام نه وي یوه خبره يې له خولې ووزي، هر څه چې وي، اصلي خبره دا ده چې په دې کې شک نشته چې د ځینو صالحینو جسدونه نه خاورې کېږي، دا خبره له عبد الرحمن بابا پرته د نورو صالحینو له کیسو هم په تاریخ کې ثابته ده، او د مولانا بجلي ګر رحمه الله دا خبره چې عبد الرحمن بابا وروسته له دوه سوه یا درې سوه کلونو بیا هم په خپل حال وو، حقیقت لري، ددرواغو کوم ځای پکې نشته، یوازې د پنځوسو شپېتو کلونو خبره ده، د عبد الرحمن بابا جسد چې دوه نیم سوه کاله وروسته بیا هم روغ پاتې دی، دوه نیم سوه کاله یا تر دې که نور زیات هم روغ پاتې کېږي، له حقایقو او واقعیتونو  سره کوم تضاد نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x