افغانستان

ارګ: د زلزلې له امله ۱۱۵ تنه مړه او ۵۳۸ تنه ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۴ل): د تیري ورځي د زلزلې له کبله د هیواد په بېلا بېلو برخو کې تر اوسه د ۱۱۵ کسانو د وژل کیدو او تر ۵۳۸ پوري د نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د مرګ ژوبلي په اړه دغه معلومات د ولسمشر ماڼۍ له لوري خپاره شوي، ځکه چې اوس هم ډیرو سیمو ته لاسرسی نه کیږي، ګمان کیږي چې د مرګ ژوبلي شمېره به د وخت په تېریدو سره نوره هم زیاته شي.

دغه زلزله چې تیره ورځ ( لړم ۴مه) د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشول، د افغانستان د شمالي ولایتونو سربېره یې د پاکستان، هندوستان، اوزبکستان، او تاجکستان هیوادونه هم ولړزول.

د زلزلې سمدستي وروسته د امریکا د زلزلې سنجوني ادارې له اړخه په ورکړه شوي معلوماتو کې وویل شول چې ددغه زلزلې قوت ۷.۷ وو، په داسي حال کې چې د پاکستان د زلزلې سنجوني ادارې وویل د زلزلې قوت د ریختر په حساب ۸.۱ وو. د کارپوهانو په وینا که څه هم زلزله ډېره زوروره وه، خو داچي په ځمکه کې دننه تر ۲۰۰ زیات کیلومتره لاندي وه، زیان یې هغومره ډیر نه وو.

د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زلزلې په ترڅ کې په ټول هیواد کې تر اوسه دوی د ۱۱۵ تنو وژل تثبیت کړي، او همداسي د ۵۳۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

سرچیني زیاته کړې چې د زلزلې له کبله ۷۳۶۰ کورونه نړیدلي، ۱۲ ښوونځي، ۱۷ مسجدونه او ۲۰ دولتي ودانۍ ویجاړي شوي دي.

ددې تر مخه د عامي روغتیا وزارت چارواکو د ۷۸ تنو د وژل کېدو او ۴۶۶ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.

باید وویل شي چې د زلزلې تر ټولو ډېر زیان د بدخشان ولایت د جرم، وردوج او یمګان ولسوالیو ته رسیدلی، د بیړنیو پيښو سره د مبارزې ادارې د چارواکو په وینا په یادو ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x