دیني، سیرت او تاریخ

زلزله دشریعت په رڼا کې

لیکنه او ټولونه: حمد الله (دانشمند)

ډېری خلک زلزله د یو طبعي افت او پېښي په توګه پېژني او بس، خو داسي نه ده، بلکې له ځان سره ډېر نور حقائق لېږدوي. څرنګه چې موږ ځانونه د اسلام رښتني دین ته متعهد(ژمن) بولو، باید  هرڅه د یاد دین په رڼا کې و لټوو. که څه هم په دې اړه د ساینس خبره هم له شرعی نظر سره په ټکر کې نه ده. په دې اړه د علامه “الوسي”- رحمه الله- د تحقیق څه برخه را اخلو. نوموړی په “روح المعاني” کې راوړي: (که دا روایت ثابت شي چې په زمکه کې رګونه شتون لري، چې له کوه قاف سره وصل دي، واک یې له یو ملک سره دی، چې لوی څښتن(جل جلا له) و غواړي په یوه سیمه کې زلزله راشي، نوموړی ملک هماغه رګونه و خوځوي.) یاد مفسر لیکي:( که دا روایت ثابت شي خو ښه خبر دی، کنه د حکماوو(ساینس پوهانو) نظر هم له شرعي سره کوم ټکر نه لري.[روح المعانی ۹/ ۱۰۷]. کوم د پام وړ رازونه چې زلزله یې په غېږ کې راوړي، د الهی ستر قدرت نما، د خلکو توجه و خپل خالق ته او… تر ټولو ستر  راز پکې و انسانانو ته د لویې زلزلې ور یادول دي، چې قیامت ته نږدې به ټوله زمکه و لړزوي، یو هولناک حالت به را مینځ ته شي، چې له امله به یې انسانان له رنګ-رنګ کړاونو سره لاس او ګرېوان وي. الله پاک فرمایې:

{يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ ۚ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَىْءٌ عَظِيمٌ} ژباړه:

اې خلكو! د خپل رب له غضب څخه ځانونه وژغورئ، حقيقت دا دى چي د قيامت زلزله لوى (هولناك) شى دى. یاده زلزله د قیامت له علامو ګڼل شوې.

ایا په شریعت کې یې داسې لاملونه شته، چې له امله یې زلزله را منځته کېږې؟

هوکې! عمده لامل یې د ګناهونو، ناروا کړنو زیاتوالی په ګوته شوی، لکه څنګه چې امام “الترمذي” رحمه الله په خپل سند له “ابوهریرة” رضی الله عنه روایت کوي، چې له پښتو ژباړې سره به یې ستاسو حضور ته وړاندي کړم.

(عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إذا اتخذ الفيء دولا والأمانة مغنما والزكاة مغرما وتعلم العلم لغير الدين وأطاع الرجل امرأته وعق أمه وأدنى صديقه وأقصى أباه وظهرت الأصوات في المساجد وساد القبيلة فاسقهم وكان زعيم القوم أرذلهم وأكرم الرجل مخافة شره وظهرت القينات والمعازف وشربت الخمور ولعن آخر هذه الأمة أولها. فليرتقبوا عند ذلك ريحا حمراء وزلزلة وخسفا ومسخا وقذفا وآيات تتابع كنظام لآلئ قطع سلكه فتتابع”.

ژباړه : له حضرت “ابوهریرة”- رضی الله عنه- نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې “فَیْ”مال (بې له جنګ نه نیول شوی مال) خپل دولت و ګرزول شي، امانت غنیمت وګڼل شي، زکات ورکول دمال زیان وبلل شي،  زده کړه د دین له پاره نه وي، (بلکې د یو بل فاسد هدف له پاره تر سره کېږي)، سړی دخپلې ښځې پیروي کوي، مور ازاره وي، ملګری ځان ته را نږدې کوي او پلار لیري کوي، په جوماتونو(مسجدونو)کې په لوړو غږونو خبرې کول کېږي، دقبېلې مشري فاسق سړي ته و سپارل شي، دقوم مشر او زعیم یو رذیل(ناکاره) شخص شي، دیو چا به عزت له دې امله کېږي، چې دهغه له شر او بدو نه خوندي پاتې شي، ډمې ښخې او د سرود، موسقي الات به څرګند شي، شراب به څيښل کېږي، د دې امت وروستني وګړي به په لومړنو لعنت وایي، (چې یاد څیزونه موجود شول) نو دوی دي انتظار و باسي دسره باد، زلزلې(زمکې ښورېدو)، خسف(په زمکه د ننوتو)، مسخ (د شکل د بدلېدو)، قذف(د کاڼو د ورېدو) او د نور لویو نښو نښانو (د قیامت)، چې داسې به پرله پسې راځي لکه تار کې پېیل شوې مرغلرې چې تار یې وشلیږې، او یوه په بله پسې راتویېږې. نور روایات هم شته خو دلته په هم دې قدر بسنه کوو. تېر ته په کتو واړه یاد ګناهونه، چې نبي علیه السلام یې (۱۴۰۰ کاله) تقریبا پخوا وړاندوینه کړي وه، د دې زمکې په مخ شتون لري، نو هرو مرو به زلزلې او نورې نښې نښانې خپل شتون شیې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x