نړۍ

اسرائیلي عسکرو د مات خط کش پر سر یو هلک نیولی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۴ل): یو فلسطیني ۱۵ کلن ځوان هلک د اسرائیلي پوځیانو له خوا په دې تور ونیول شو چې ولي یې د مدرسې په بسته کې مات سوی خط کش پروت دی.

د الجزیره تلویزون د راپور سره سم تیره ورځ ناوخته د اسرائیل پوځ یو ۱۵ کلن هلک تر وهلو ډبولو وروسته په دې تور د مزید تحقیق لپاره له ځانه سره بېولی چې هغه ولي په خپله بسته کې د لرګي مات سوی داسي خط کش درلود چې سر یې خنجر یا چړې ته ورته دی.

د اسرائیل پوځ چې د رواني میاشتي له پیل څخه د فلسطین پیغلي او ځوانان په دې تور وژني چې د هغوی سره چړي ورسره دي او په دوی باندي بریدونه کوي، تر اوسه یې په سلګونو ځوانان او پيغلي وژلي دي.

دغه ماشوم د قدس شریف ذ ښار په باب الخلیل په سیمه کې د اسرائیلي پولیسو مرکز ته بېول سوی، او هلته تحقیقات ورسره پيل سوي دي.

فلسطیني ځوانانو وروسته تر هغه د اسرائیلي غاصبینو په خلاف په قدس شریف او غربي تړانګه کې په پاڅون لاس پوري کړ، کله چې اسرائیلو د فلسطینیانو لپاره د مسجد اقصی دروازې وتړلې او دغه مسجد ته یې یهودي اشغالګر ور خوشي کړه، چې له کبله یې مسجد ته د توهین تر څنګ د هغه شیشي ورماتي او دننه د مسجد یوه برخه وسوځېدل.

تېره شپه اسرائیلي الوتکو د غزه پر ښار دوه ځلي د جیټ الوتکو په واسطه بمبارۍ هم وکړې، چې له کبله یې فلسطینیانو ته درنه مرګ ژوبله رسېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x