افغانستان

برتانیې په افغانستان کې خپل د ځواکونو موده یو کال نوره وغځوله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۴ل): د برتانیې وزیر دفاع ویلي چې په افغانستان کې د روان امنیتي کړکیچ له کبله غواړي په دغه هیواد کې خپل د عسکرو شمېر د یوه بل کال لپاره هم پر خپل حال وساتي.

برتانیې له مخکي نه لا د هلمند ولایت څخه خپل ټول عسکر ایستلي، اوس مهال په افغانستان کې ۴۵۰ عسکر لري چې اکثره یې په کابل کې میشت دي، چې د افغان ملي اردو د روزني او کومک دنده په غاړه لري.

د برتانیې دفاع وزیر مایکل فالین ویلي چې د افغانستان ملي اردو په تیرو کلونو کې امتحان شوې او خپل اهلیت یې ثابت کړی، خو بیا هم وخت ته اړتیا لري.

نوموړي د برتانیې پارلمان ته په یوه لیک کې ویلي، د برتانیې حکومت فکر کوي چې اوس هم افغان ملي اردو وخت ته اړتیا لري تر څو وکولای سي په دغه هیواد کې بشپړ امنیت تامین کړي.

او زیاته کړې چې زمونږ د پریکړي سره سم به په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د پاته کېدو موده د یوه بل کال لپاره وغځېږي، په دنده او شمېر کې به یې هیڅ بدلون نه راځي.

باید وویل شي چې مخکې د برتانیې د پاته ځواکونو د وتلو لپاره د کال ۲۰۱۵ پای ټاکل شوی وو، خو ددغه هیواد دفاع وزیر وايي چې دوی به یو کال نور د ۲۰۱۶ تر پایه په افغانستان کې پاته سي.

د یادوني وړ ده چې د رواني میاشتي په 11مه په کابل کې د برتانوي ځواکونو پر موټریز کاروان سرتیری برید وشو، چې له کبله یې دوه موټر تخریب شول او بیا په همدې شپه د برتانوي ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه په کابل کې د بهرنیو ځواکونو په قرارګاه کې وغورځېده چې له کبله یې د ۲ برتانوي عسکرو په شمول ۵ بهرني عسکر ووژل شول او ۵ نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x