شعـــــرونه

پیغام ـ حماد

عبدالاحد حماد

ګوره چه څورنګه غزل ولیکم
یارته! ړنګه بنګه غزل ولیکم

تږی دغزلودیارحسن دی
اوس به ورته بنګه غزل ولیکم

ته لکه انارلکه چنارلکه ګلاب اشنا
ستاخوښه چه څنګه غزل ولیکم

داکاږه باڼه اوداخاموش کاته
غواړي بي آهنګه غزل ولیکم

دانازک ښائست یه خدایه خیرکړي
نه چه بي فرهنګه غزل ولیکم

سم دم مي رقیب په زړه راوڅرخي
کله چه بي رنګه غزل ولیکم

هاڅیري ګریوان چه رانه غوښتي وه
پریږده هاملنګه غزل ولیکم

ووایه چه ولي دحمادخوښ وي
زه چه ستاله څنګه غزل ولیکم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x