نړۍ

د اسرایلو او حماس تر منځ لنډ مهالی اور بند پای ته ورسېد، د شهیدانو شمیره ۲۱تنو ته لوړه شوه

د مصر د لومړي وزیر ښاغلي قندیل له تګ وروسته د اسرایلو او حماس تر منځ لنډ مهالی اوربند پای ته ورسېد ، د اسرایلو د وحشیانه بریدونو له امله د شهید شویو فلسطینانو شمېره ۲۱ ته رسیدلی ده.

له تېرو څو ورځو راهيسي د فلسطین د اسلامی مقاومت د مجاهدینو (حماس) او اسرايلو تر منځ یو پر بل بریدونه روان دي.

دا بریدونه هغه وخت پيل شول چې د اسرایلو د بې پیلوټو الوتکي په برید کي د حماس د نظامي څانګي (شهید عزالدین القسام) معاون احمد الجعبري په شهادت ورسېد .

د نوموړي له شهادت وروسته حماس په اسرایلو د توغندیو وارونه ، او اسرایلي الوتکو په غزه بمباري پيل کړه .

نن سهار د حماس د کورنیو چارو د وزارت ویاند رسینو ته وویل چي تېره شپه يي ۳۰۰ راکټونه په اسرایلو ویشتلي دي ، چې ۱۳۰ يې د اسرایلو د توغندي ضد سیستم له لوري خنثی شوي او نور په هدف لګېدلي دي، د حماس ویاند همدا رنګه زیاته کړه چي د الفجر په نوم ایراني ساخت توغندي باندي يي د اسرایلو پایتخت تل ابیب هم ویشتلی دی .

اسرایلو هم د حماس له لوري ددې هیواد د پلازمېني د تل ابیب ویشتل تائید کړي دي.

اسرایلو له غزې سره په ۷ کلو متري کي ټول کلي خالي کړي ، تعلیمي ادارې یې بندي کړې دغه راز يې غزې ته د نیږدې ښارونو په اوسېدونکو غږ کړی چې تر ځمکي لاندي پټنځایونو ته دي پناه يوسي .

اسرایلو منلي چې د حماس له لوري په ویشتل شویو توغندیو کي ۳ تنه اسرایل وژل شوي دي .

له رووستیو راپورنو سره سم د اسرایلي الوتکو په درنه بمباري کي ۲۱ تنه فلسطیني وګړي په شهادت رسېدلي او تر ۱۸۰ زیات زخمیان دي . په شهیدانو او زخمیانو کي تر ۵۰ زیات ماشومان او میرمني شاملي دي.

لیږ شېبه مخکي الجزیره تلویزيون راپور ورکړ چې د حماس له لوري د اسرایلو په یو فوځي جیپ باندي چاودنه شوې او جیپ يې ویجاړ کړی دی .

همدا رنګه د فسطین د اسلامي مقاومت د مجاهدینو(حماس) له لوري په وروستۍ لېږل شوي خبر پاڼه کي ویل شوي چې په غزه کې يي د اسرایلو یوه الوتکه نسکوره کړې ده، حماس د نسکوري شوي الوتکي انځور هم رسنیو ته لیږلی دی .

په غزه د اسرایلو له لوري په وحشیان بمبار د نړۍ اکثره هیوادونه چوپه خوله دي، امریکا د حماس د مشر وژنه او په غزه باندي د اسرایلو بمبار د اسرایلو دفاعي حق بللی او خپل کلک ملاتړ يي ځني ښودلی دی .

په اسلامي نړۍ کي یوازي مصر په غزه کې د اسرایلو په برید توند غبرګون ښودلی ، د مصر ولسمشر ښاغلي مرسي له اسرایلو څخه خپل سفیر را غوښتی او په غزه يې د اسرایلو برید په کلکه غندلی دی ، همدا رنګه يي نن خپل لومړی وزیر احمد قنديل غزې ته ولیږه .

پامیر افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close