افغانستانخبرونه

پنټاګون د افغان عسکرو له لوري د جنسي تيري موضوع څيړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا په دفاع وزارت کې د څيړنيزې څانګې مشر وايي چې په افغانستان کې به د افغان سرتېرو له لوري په کوچنيانو د جنسي تېريو موضوع و څيړي.
د څيړنيزې څانګې مسؤل وويل چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو هم غوښتل چې د جنسي تيري په اړه د افغان ځواکونو رازونه پټ وساتي او که به چا هم په افغانستان کې د امريکايي عسکرو له ليکو په دې اړه بل چاته مالومات ورکول په سزا به يې رسول.
په دې اړه له پينټاګون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ددې موضوع په اړه پنټاګون غواړي چې خپل مالومات راټول او د پخوانيو مالومات سره په پرتله کولو دغه موضوع څيړي.
د پنټاګون چارواکو ويلي چې دوی به هېڅکله په داسې اعمالو سترګې پټې نه کړي او په اړه به يې څېړنې وکړي او عاملينو ته به يې سزا ورکړي.
څه موده وړاندې له امريکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې (نيويارک ټايمز) راپور ورکړ چې په افغانستان کې د افغان پولیسو او عسکرو له لوري د جنسي تېري پېښې چې په دې وروستيو کې ډېرې زياتې شوي دي، پټې ساتل شوي دي.
د امريکا د ګانګريس غړو هم د امريکايي ځواکونو په دغه کار نيوکه کړی او په اړه يې د جدي څېړنو غږ پورته کړی.
د يادونې وړ ده په افغانستان کې په دې وروستيو کې د جنسي تېريو په اړه ډېر راپورونه ورکول کيږي خو تر دې مهاله د جنسي تېريو په تور څوک له قانون سره سم نه دي مجازات شوي.
خو د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته په لومړي ځل په ۲۰۱۲ زيږديز کال کې د افغانستان په پلازمينه کابل کې يوې ابتداييه محکمې د جنسي تيري په تور يو تن په ۱۶ کاله بند محکوم کړی و.
په دغه دوسيه کې چې د افغانستان د پوليسو دوه تنه سرتيري هم و محکمې د هغوی له پاره د افغانستان د اساسي قانون د ۴۰۹ مادې د حکم له مخکې شپږ شپږ مياشتې بند او يو بل تن يې په ۱ کال تنفيذي بند محکوم کړی و.
د حالاتو  شننونکو وايي چې امريکا هر وخت د يوې پېښې د څېړنې خبرې وکړي خو د وخت په تېرېدو سره يې د څېړنو هيڅ نتايج تر لاسه نه شي.
تر دې وړاندې هم په افغانستان کې ځينې داسې پېښې رامنځته شوي چې امريکا يې د څېړلو امر کړی خو پايلې يې نه دي اعلان شوي.
شننونکي وايي چې له يوې خوا د بې پولې ډاکټرانو له لورې د کندز په روغتون د بريد له امله روغتيايي خدمتونه بند شوي او بل لور ته امريکايي مسؤلين په دې موضوع ددې له امله چپه خوله دي چې دکندز د روغتون بريد د امريکا له دجنګي جرمونو په ليست کې راځي.

تېره مياشت په کندز کې د امريکايي ځواکونو الوتکو د کندز په روغتون بريد کړی و چې د ډاکټرانو او ناروغانو په ګډون يې لسګونه تنه ووژل او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړل.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x