افغانستان

فراه: په چاودنه کي 17 تنه ملکي وګړي شهیدان شوي، اته ټپیان دي

نن ټکی آسیا: د فراه په ولایت کې د سړک د غاړي د چاودني له کبله ۱۷ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي، چي زیاتره یې ښځي او ماشومان دي، او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.

د فراه ولایت ویاند عبد الرحمن ژوندي ویلي چي نن ماسپښين په سیمه ایز وخت د درې نیمو بجوا په شا وخوا کې د ددې ولایت د پشت رود د ولسوالۍ د اب سراخ په سیمه کې د ملکي وګړو د سپرلي پر یوه فلاینګ کوچ ډوله موټر وچاودېد چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده.

نومړي ویلي چي یاد موټر د واده په مراسمو کي د ګډون لپاره روان وو، چي د یادي پيښي سره مخ سو.

ژوندی وویل چي طالبان ددې برید مسئولیت په غاړه لري، ځکه چي د سړک د غاړي بمونه یوازي هغوی ځای پر ځای کوي.

د فرواه ولایت امنیه قومندان اقا نور کینتوس ویلي چي په چاودنه کي 18 تنه ټپيان شوي دي، او پنځه نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه د پيښي په طالبانو څه نه دي ویلي، خو دداسي پيښو پړه همیشه پر طالبانو اوړي، چي طالبان یې اکثره په اړه چپ پاتي کیږي، خو کله کله بیا وايي چي دداسي پيښو تر شا د کورنیو او بهرنیو استخباراتي کړیو لاس دی، چي په دې توګه غواړي طالبان بدنامه کړي، او د ملکي خلګو په وژنه یې تورن کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x