
سوریه: په دوه ورځو کې د ایران ۱۲ عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۴ل): د تیرو دوو ورځو راهیسي په سوریه کې د وژل شویو ایراني عسکرو شمېر ۱۲ تنو ته پورته سو.
د فارس خبري اژانس د خبر سره سم تیره ورځ د پاسدران انقلاب پوځ یو تن عسکر مسلم نصر د سوریې په حلب ښار کې د اژانس په وینا د تکفیري تروریستانو سره د جګړې پر مهال ووژل شو.
په یوه بل خبر کې د فارس خبري اژانس ویلي، د خان علي یوسفي په نامه یو افغان مهاجر چې له ډیره وخته په ایران کې میشت وو، د سوریې په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د الجزیره تلویزون د راپور سره سم په تیرو دوو ورځو کې ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د سوریې په جګړه کې ۱۱ تنه ایراني عسکر وژل شول، په هغو کې د پاسداران انقلاب پوځ ضابطان او د پاسیج په نامه ملیشو قومندانان هم شامل دي.
تر اوسه ایران په سوریه کې د خپل پوځ د شمېر په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره کړې، خو د امریکې د استخباراتو یو تن مسؤول رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چي یوازي د سوریې د حلب ښار په اطرافو کې دوه زره ایراني عسکر او ملیشې په جګړو بوخت دي.
باید وویل شي چې ددې تر مخه داسي راپورونه هم ور کول شوي چې ایران د سوریې په جګړه کې د افغان مهاجرینو څخه هم ګټه اخلي او هغوی په سوریې کې د جګړې لومړۍ کرښي ته لیږي.
Go to Hell