افغانستان

هلمند: مارجه کې امنیتي ځواکونه له يوې قرارګاه تښتېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په مارجه ولسوالۍ امنیتي ځواکونه له یوې قرارګاه او ځینو پوستو تښتېدلي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دې قرارګاه کې د ملي اردو ځواکونه مېشت و، چې له څو ورځو د طالبانو تر بریدونو لاندې و.

د دوی په وينا د قرارګاه د امنیتي پوستو له سقوط وروسته له قرارګاه نه هم امنیتي ځواکونه تښتيدلي دي.

د هلمند ځايي چارواکو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي خو وسله والو طالبانو د دې خبر پخلی کړی او ويلي يې دي چې امنیتي ځواکونه د دوی بريدونو تېښتې ته اړ کړل.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه قرارګاه د شینغزک په سیمه کې موجوده وه، چې له څلورو پوستو او همدې قرارګاه نه يې د اردو او پولیسو عسکر شړلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د مارجې په لویه چهار راهی سیمه کې یو تن اربکي خپل اوه ملګري ووژل او له وسلو سره د طالبانو لیکو ته ورغی.

په ورته وخت کې د مارجې په سیستاني سیمه کې هم د امنیتي ځواکونو یوه قرارګاه او دوه پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

د هلمند چارواکي د هلمند په ګڼو ولسوالیو کې د نښتو پخلی کوي، خو نه يې دي ویلي چې د امنیتي ځواکونو د پرلپسې شاتګ دلیل څه شی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x