افغانستان

په ماین کې د ایساف دوه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: ایساف وویل چي ددوی دوه تنه بهرني عسکر د افغانستان په ختیځ کې وژل شوي دي.

په یوه خبرپاڼه کي چي نن په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې ویل شوي، چي نن د افغانستان په ختیځ کې د ماین د چاودني له کبله د ایساف دوه تنه عسکر ووژل شول.

ایساف په خپله خبرپاڼه کي نور هیڅ ډول معلومات نه ورکوي، ځکه نو د وژل شویو عسکرو هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند شوی، او نه د پيښي دقیق وخت او ځای معلوم دی.

د ځینو خبري سرچینو په قول په روانه میلادي میاشت کي بهرنیانو خپل د 13 تنو عسکرو وژل منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x