افغانستان

بلخ کې ترکیه د مولانا بلخي مقبره او ښار ګوټی جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۴ل): ترکيه هېواد په بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د مقبرې او ښارګوټي لپاره لس میلیونه ډالره مرسته کوي.

دغه خبره د مولانا جلال الدین محمد بلخي د ښار ګوټي د بنسټ ډبرې اېښودو په وخت کې د بلخ ولایت د سکتور او تخنیک د برخې مشر وکړه.

دبیح الله اختري وويل چې په بلخ کې د ترکيې قونسلګري ورسره د لس میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده، چې د مولانا مقبره او ښار ګوټی به پرې ورغول شي.

د بلخ واکمن عطامحمد نور پخپلو خبرو کې وويل چې د دې ښار ګوټی جوړېدل به د بلخ په اقتصادي وضعیت کې مثبت رول ولري.

هغه وویل چې د دوی د نقشې له مخې به د دې ښار ګوټي د ودانولو له پاره ۲۸ کورونه ونړول شي چې په وينا يې بېرته به ورته په مناسب ځای کې مجهز کورونه جوړ کړل شي.

د دې ښارګوټي او مقبرې دغه پروژه به درې میاشتې وخت ونیسي، چې لګښت به يې ټول د افغانستان لپاره د ترکيې د مرستو د همغږۍ د دفتر په غاړه وي.

مولانا جلال الدین محمد بلخی د اوومې هجري پېړۍ نوموتی افغان عارف او شاعر دی چې په ۶۰۴ هجري قمري کال د ربیع الاول په شپږمه يې نړۍ ته سترګې وغړولې، لومړنی استاد يې سید برهان الدین نومېږي او « مثنوی معنوی» يې ارزښتناک اثر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنګین

دقبرپرستو لپاره یو د درواغو بله مقبره هم جوړیږي. بیا به همدا خلک وایی چی د بلخی مړئ په اوښ باندی د ترکی نه مزار ته راوړل شوي. او له دی درواغو مقبری به صوفیان توافونه کوی او حلقی به په کی جوړوي، یاهو یاهو به په کی وایی. یا الله دا افغان ملت به کله له دی بدعتونو خلاصوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x