نن په انځورونو کي

د تخار ولایت درقد ولسوالي د طالبانو په ولکه کې – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو نن ورځ ادعا وکړه چې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نېولې، او ددغه ولسوالۍ ټول نظامي پوستې او اداري تعمیرونه یې تر خپلي ولکې لاندي را وستلي دي.

ذبیح الله مجاهد وویل چې په درقد ولسوالۍ د نیول کېدو په جګړه کې ۱۲ تنه پولیس هم وژل شوي دي، او زیات شمېر وسلو تر څنګ یې یو ټانګ، ۵ رینجر موټر هم غنیمت کړي.

نوموړي د طالبانو د وژل کیدو خبر هم ورکړی او ویلي چې په جګړه کې دوه تنه طالبان وژل شوي ۳ نور ټپيان شوي دي.

په ټولنیزو پاڼو کې د طالبانو پلویانو یو شمېر انځورونه نشر کړي او ویلي چې دا د درقد ولسوالۍ د نن ورځي انځورونه دي.

نن ټکی اسیا ددې انځورونه د کره والي په اړه څه نه شي ویلای:

darqad_takhar (2) darqad_takhar (3) darqad_takhar (4) darqad_takhar (1)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x