افغانستان

هرات: د زندان مخې ته چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۴ل): په هرات کې د عمومي زندان مخې ته چاودنه شوې ده.

د هرات امنيتي چارواکي وايي چې چاودنه د عمومي زندان دروازې ته څېرمه شوې ده.

د هرات دامنیه قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي وايي چې چاودنه نن تر غرمې وړاندې شاوخوا لس نیمې بچې وشوه.

د نوموړي په وینا چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و.

احمدي وايي چې چاودنې مرګ – ژوبله اړولې خو د جزیاتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

په هرات کې د حوزوي روغتون مسوولین وايي چې د چاودنې له ځایه ورته یو کس په ټپي حالت کې ور وړل شوی چې روغتايي حالت يې خواشینوونکی دی.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، یاده دې وي هرات یو له هغو ښارونو ګڼل کېږي چې امنیتي وضعیت يې د ډاډ وړ بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x