افغانستانخبرونه

د بدخشان د امنيه قومندانۍ د منتظرې قطعې مرستيال ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې ددې ولايت د امنيه قومندانۍ د (ريزرف) قطعې مرستيال او دوه امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

د بدخشان ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سخي داد حيدري رسنيو ته وويل چې طالبانو تېره شپه د يفتل پايپن په ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريد کړی چې له امله يې د ريزرف قطعې مرستيال له دوو تنو سرتيرو سره وژل شوی دی.

حيدري وويل چې په دې جګړه کې د قطعې د قومندان او سرتېرو د وژل کېدو سربېره يو تن پوليس ټپي شوی او دوه تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

په سيمه کې عيني شاهدانو هم رسنيو ته ويلي چې ددې ولايت د امنيه قومندانۍ د منتظرې قطعې مرستيال عبدالبصير د طالبانو په بريد کې وژل شوی.

د سيمې د اوسېدونکو په وینا دغه جګړه د تېرې ورځې له ماښام څخه پيل شوې وه چې تر نيمې شپې يې دوام درلود.

طالبان وايي چې د بدخشان د امنيه قومندانۍ مرستيال عبدالبصير يې له شپږ تنو نورو پوليسو سره وژلی دی.

په دې وروستيو کې په هېواد د نا امنۍ پېښې زياتې شوي چې تېره مياشت طالبانو د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې نږدې ۱۲۰ تنه امنيتي سرتيري نيولي وو چې وروسته يې د طالبانو په وينا د نيک نيتۍ د احساس له مخې په دې شرط خوشې کړل چې بېرته به نظامي ليکو ته نه ستنږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x