ورزش

افغانستان بیا تاریخ جوړ کړ؛ ایورسټ په څېر دنګ هدف يې پوره کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۴ل):  افغانستان یو ځل بیا تاریخ جوړ کړ. په لومړي ځل وتوانېد چې لومړۍ درجې لوبډلې ته په دوه – صفر ماتې ورکړي. د کرکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې دوهمه درجه لوبډله لومړۍ درجې لوبډلې ته د ۲۰ اوریزو لوبو په لړۍ کې ماتې ورکوي.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د شل اوریزو لوبو د سیالۍ دوهمه لوبه نن د زمبابوۍ په بولاویا میدان کې تر سره شوله چې د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده.

افغانستان دوه ورځي وړاندې هم زمبابوۍ ته په شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړې وه او د نن ورځې په ګټلو سره یې د دوه شل اوریزو لوبو دغه لړۍ هم په خپل نامه کړه.

د شل اوریزو لوبو تر مخه افغانستان په یوه ورځنۍ لوبو (پنځوس اوریزه) کې هم د پنځو لوبو څخه ۳ وګټلې، او په دې توګه یې د کرکټ په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړ.

د نن په لوبه کې د افغانستان لوبډلې ثابته کړه چې دوی هر څومره لوړ هدف ته ځان رسولی شي. زمبابوۍ نن افغانستان ته ۱۹۱ منډې لکه د غر دنګ هدف ورکړ، افغانستان تر پایه مبارزه وکړ او یو بال مخکې وګټلو.

زمبابوۍ نن پچه وګټله او لومړی د توپ وهنې پریکړه یې وکړه.

زمبابوۍ هڅه کول چې خپل په ټول وس او توان سره افغانستان ته لوړ هدف وټاکي، ځکه چې په مخکینۍ لوبه کې ۱۵۴ هدف دومره نه وو چې د افغانستان د ګټلو په مخ کې خنډ جوړ شي.

زمبابوې په ننۍ لوبه کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې جوړي کړي، دغه هدف په شل اوریزو لوبو کې ډیر لوی هدف بلل کیږي او ورته رسیدل دومره اسانه هم نه وي.

د افغانستان لوبغاړو چې توپ وهنه پيل کړه نو ظاهرا ناممکنه ښکاریده چې هدف ته به ځان ورسوي، ځکه چې هر اور کې باید نهه څخه زیاتې منډې جوړې کړي، خو د افغانستان اوپنرانو په چټکې توپوهنې سره وکړای شول چې لوبه اسانه کړي.

لوبه هغه مهال سخته شوله چې په ۳ اورونو کې ۳۹ منډې پاتې شولې او ګلبدین نایب او کریم صادق لوبې ته ولاړ ول. نایب په دغه اور کې ۳ څلوریزې ووهلې او ۱۶ منډې یې په ۶ بالونو کې ترې واخېستلې.

تر دې وروسته په دوه اورونو کې ۲۳ منډې پاتې شولې، په دې اور کې کریم صادق که څه هم وسوځېد خو یوه شپږیزه یې هم ووهله. دواړو لوبغاړو په دې اور کې ۱۴ منډې واخېستلې.

لوبه یو څه اسانه شوله، خو په وروستي اور کې نهه منډې پاتې شوې. لوبه دا مهال هر لوري ته اوښتلې شوه. زمبابوۍ دې ته اړتیا درلودله چې بالونه مس کړي او افغانستان بیا منډو اخېستلو ته ضرورت درلودلو.

په لومړي بال شفیق الله دوه منډې، په دوهم هيڅ او په درېیم بال يې څلوریزه ووهله. په وروستي ۳ بالونو ۳ منډې پاتې شولې، څلورم بال شفیق یوه منډه واخېستله او ورپسې نایب ۲ منډې واخېستلې او افغانستان یو سخت هدف پوره کړ.

د افغانستان له لوري عثمان غني ۶۵ او ګلبدین نایب ۵۶ منډې جوړې کړې. د لوبې ښه لوبغاړی نایب وټاکل شو، هغه ددې منډو سربېره دوه ویکټې هم واخېستلې.

د زمبابوۍ سره د افغانستان دغه سیریز د افغان کرکټ لوبډلې په تاریخ کې یو انقلاب راووست. دغو بریاو ټولو لومړۍ درجه لوبډلو ته یو سور زنګ هم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اکبر خان

واه واه! مبارک ټولو افغانانو ته!

د افغانستان د ازادۍ، سوکالۍ او پرمختګ په هیله.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x