افغانستان

سرتاج عزیز: پاکستان پر طالبانو کنټرول نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د امنیتي او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي، پاکستان پر طالبانو هیڅ کنټرول نه لري.

نوموړي دغه خبرې د پاکستان د یوه شخصي تلویزون سره په مرکه کې کړي. هغه زیاته کړې، چې پاکستان د یو زمینه ساز هیواد په توګه د سولې د مذاکراتو لپاره کار کولای شي خو د مذاکراتو پيل د افغانستان د حکومت مسوولیت دی.

سرتاج عزیز په باور امریکا او پاکستان دواړه غواړي چې په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو بهیر پیل شي، خو اوس پریکړه د افغان حکومت په لاس کې ده، چې هغوی مذاکرات غواړي که نه.

د یادونې وړ ده چې طالبان په قطر هیواد کې سیاسي دفتر لري، کوم چې د دوی په وینا د همدې خبرو اترو لپاره ایجاد شوی. طالبانو څه موده مخکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی وو چې د ټولو اړخونو سره د خبرو اترو لپاره د قطر په هیواد کې ددوی سیاسي دفتر یوازینی ادرس دی، چې د خبرو اترو پیلولو او بندولو پوره اختیار لري.

سرتاج عزیز دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف امریکا ته تللی وو، او هلته یې د هغه ځای د ولسمشر باراک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي وه.
دواړو مشرانو په افغانستان کې سوله د سیمي د امنیت لپاره مهم وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې د افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو لپاره چمتوالی وښيي.

نواز شریف چې د اوباما سره تر خبرو وروسته یې په واشنګټن کې د سولې یوه انسټیټیوت ته وینا کوله، وویل چې افغانستان حکومت په یوه وخت کې د پاکستان څخه غواړي چې هم طالبان ووژني او هم یې د دوی سره خبرو ته اماده کړي، هغه وویل چې دغه دواړه کارونه سره متضاد دي، په یوه وخت یې کول امکان نه لري.

بل خوا د افغان حکومت چارواکي د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په اړه ضد او نقیض نظر لري چې د کارپوهانو په وینا د دولت جګ پوړي چارواکي هم په دې اړه په یوه خوله نه دي، او داسي ښکاري چې دولت د سولي د بهیر د بیا پیلولو په اړه هیڅ ستراتیژي او واضح موقف نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x