نظــر

پاکستان ته دسولې په نامه ناکام سفر

په افغانستان کې دجګړې د دوام په موخه دولس د تير ايستنى دپاره دسولې په نامه په فساد ککړو څيرو لخوا کومه شورا جوړه شويده او دسولې په نامه يو لوري  او بل لوري  ته د ډالرو په ويش سفرونه کوي په ولاياتو کې يې  د ناکامۍ وروسته پاکستان ته هم سفر وکړ ددې شورا دجګړه مار برهان الدين ربانى ځوى چې دافغاني خاورې لرې لوى شوى او هم دافغاني  دود او کلتور ناخبره  کرزى ورته ديو په مقابل کې د دوه په ميراث کې دسولې دشورا رياست ورکړ دڅو تنو غوړه مالانو په ملګرتيا يې  دپاکستاني چارواکو سره وکتل دا ليدنه په داسې حال کې وشوه چې دې غوړه مالانو دځان سره هيڅ اجندا نه درلوده چې دچا سره په کوم ځاى کې ، څه وخت او دچا په منځگړتوب سوله وکړي  دمقابل لورى ( دولت مخالفو وسلوالو ) لخوا دنه تائيد په صورت کې يې  په ناکامو خبرو پيل وکړ

دپاکستاني چارواکو لخوا په خبرو کې هيڅ مشکلات نه ؤ پاکستان تل دخپل هېواد دامن دپاره په افغانستان کې دامن مرسته کړيده او مجبور دى چې وى کړى ځکه په افغان مظلوم ملت ورتپل شوى جګړه په هغه شکل اوس په پاکستان کې روانه ده .

پاکستان ته د رباني  دځوى صلاح الدين په مشرۍ دڅو تنو غرب خواو دسفر ناکامي دحيرانتيا خبره نده د دا ډول سفرونو ، غونډو او تش په نامه چې د ډالرو بورۍ  پکې کورونه ته ورسيږي هغه څوک پرې ښه پوهيږي چاته چې ددوى تاريخ او افغان اولس سره ددوى جنايات څرګندوي .

روسانو په افغانستان يرغل کړې ؤ ټول مسلمان ملت يې پر خلاف په وسلواله مبارزه بوخت ؤ په ١٩٩١ دنومبر په ١٧مه برهان الدين ربانى دڅو تنو خپل بانډو وطن پلورو سره مسکو ته دننواتى په غرض ورغې روسيې چارواکو ته يې په داسې حال کې چې روسانو افغان اولس دتورمخو کمونستانو په مرسته دبمونو او توپونو لاندې نيولې ؤ له هره کوره جنازى وتلى برهان الدين رباني دافغانانو عزت او غيرت تر پښو لاندې کړ په مسکو کې يې روس چارواکو ته ننواتى کوي چې سره دننواتو روسيې چارواکو له مسکوه ټيټې  سترګې  په ناکامى سره راوويست اوس ئې ځوى بيا دافغان غيرت پر خلاف دامريکائى داړه مارو په موجوديت کې دسولې شورا څو تنه لنډ غر دځان سره ملګرى کړى ولاياتو ته څه چې په خپل کور کې له امريکايانو داجازې  پرته له يوې خونى بلې خونې ته نشى تلاى دوسلوالو سره دروغې جوړې په موخه دنورو هېوادونو سفرونه کوي که دصلاح الدين ربانى او ورسره دغرب چوپړ مارو نه وپوښتل شي چې  ايا تاسې ته دپاکستان دسفر کو لو نيټه چا په لاس ورکړى ؟ چا دا سفرترتيب کړى ؟ دا روغه جوړه دڅو تنو زندانيانو په لاس کې ده ؟ او وروسته له دې به څه کيږي ؟ يو هم ترې خبر ندى که صلاح الدين ربانى دهغه په وينا چې په کابل کې ئې خبريالانو ته کوله دپلار په شان د اولس خدمت په رښتيا کوي نو دخپل پلار په قدم دى قدم کيږي دى دوى وايي  چې دپښتنو په سيمه کې چې دبهرنيانو پر خلاف يې پاڅون کړى دى پر دوى دى غټ غټ بمونه واچول شي .

کرزى لالا دومره فکر نه کوي چا چې دطالب وسله والو سره تر وروستى ورځې  پورې جګړه کړى هغه او دهغو ځوى به څرنګه ورسره روغه جوړه کړى که نور وخت هم ضايع کوى تش لاس به راستنيږي دا ډول روغې جوړې دبى پرې  او مخلصو افغانانو کار دى چې هغه دپښتنو سره دښمني نه کوي امريکايي غټ غټ بمونه غورځول پرى نه غواړي ددې دپاره داسلامي هېوادونو په مرسته په افغانستان کې د دواړو خواو په بشپړ ضمانت غونډى ته اړتيا ده .

 

 ليک: ډاکټر خاموش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x