شهید او شهادت ( پنځه څلوېښتمه برخه )

لیکوال: م. محمد نعیم

مخکې وویل شول، لکه څه رنګه چې د شهیدانو درجات د نیت، اخلاص، صداقت او الهي مهربانۍ له مخې توپیر لري، همدا رنګه یې کرامتونه هم توپیر لري، لکه څه رنګه چې الله تعالی په دنیا کې په خپلو بنده ګانو ډول ډول پېزوینې کړې دي، یو ته یې اولاد ور کړی، بل ته مال، بل ته ښه ځواني، بل ته جوړ او روغ بدن، بل ته علم، او بل ته یې زهد او تقوی ور کړې، ځینو ځینو ته یې بیا دا ټول ور کړي، او ځینو ته یې نه دي ور کړي خو هغوی ته یې بیا صبر ور کړی، د آخرت نعمتونه هم همدا ډول دي؛ ځکه نو د ټولو شهیدانو کرامتونه یو ډول نه دي، او ددې لپاره د صحابهء کرامو په ژوند کې څرګندې بېلګې شتون لري.

په ګڼو روایتونو کې راځي چې د احد له غزا نه وروسته د هجرت په څلورم کال د صفر په میاشت کې او په ځینو روایاتو کې د هجرت په دریم کال د احد له غزا نه وروسته، د عضل او قاره قومونه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل، ویل مونږ مسلمانان شوي یو، یو څو کسان را سره کړه چې هلته ددین احکام راوښيي، په روایتونو کې اختلاف دی، ځينې وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم لس کسه ور سره ولېږل، او داد بخاري روایت دی، او ځینې وايي شپږ کسه یې ور سره ولېږل. داسې روایتونه هم شته چې دا کسان رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو استخباراتي پروګرام له مخې ولېږل، یعني د کوم قوم په غوښتنه نه وو لېږل شوي.

د بخاري د روایت له مخې رسول الله صلی الله علیه وسلم عاصم بن ثابت رضی الله عنه چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه خسر او یا اوښی، او د عاصم بن عمر بن الخطاب نیکه یا ماما کېدو د نوموړو لسو کسانو مشر وټاکه،  کله چې د رابِغ او جُدَّه تر منځ ( الرِّجِیع ) نومې سیمې ته ورسېدل نو د هذیل قبیلې، بنو لحیان پرې را  خبر کړل، هغوی د سلو شاوخوا غشي ویشتونکي او په ځینو روایاتو کې  دوه سوه کسه راغلل، په لسو یا شپږو تنو صحابهء کرامو : ( عاصم بن ثابت، خبیب بن عدي، مرثد بن ابي مرثد، زید بن الدثنة، عبد الله بن الطارق، خالد بن البکیر) پسې شول، هغوی چې لس یې ګڼي د ، متعب بن عبید نوم هم یادوي، خو د دریو نورو نومونه ما پیدا نه کړی شول، نو هغوی ( فدفد ) نومې سیمې ته شول، او غره ته وختل، کله یې چې محاصره کړل، ویل راښکته شئ وژنو مو نه، هسې یو څه معلومات درنه اخلو،او له قریشو سره مو تبادله کوو، یا به مو د مال په بدل کې پرې وپلورو.

عاصم بن ثابت ویل زه د کافر پناه کې نه منم، او ور سره وجنګېد، په پایله کې خپله عاصم بن ثابت، مرثد بن ابي مرثد او خالد بن البکیر شهیدان شول، خبیب بن عدي، زید بن الدثنة او عبد الله بن طارق ژوندي پاتې شول. کفارو له پاتې دریو کسانو سره بیا عهد و کړ چې را ښکته شئ یو هم نه درڅخه وژنو، درې واړو یې په خبرو باور وکړ او راښکته شول، کله چې راښکته شول، دوی ونیول له نیولو وروسته یې د لیندو تارونه ترې را خلاص کړل او پرې و یې تړل، عبد الله بن طارق ویل: دا مو لومړی غدر  دی، والله که مخکې در سره لاړ شم، هغوی کش را کش کړ چې ور سره لاړ شي، خو ور سره لاړ نه شو، نو یې هملته شهید کړ!

خبیب بن عدي او زید بن الدثنة یې له ځان سره لاس تړلي بوتلل، دوی دواړو د بدر په غزا کې د مکې د قریشو مشران وژلي وو، زید بن الدثنة صفوان بن امیه وپېرلو، او د خپل پلار په بدل کې یې وواژه. او خبیب بن عدي عقبة بن الحارث وواژه، ځکه چې خبیب د بدر په ورځ د عقبة پلار الحارث بن عامر وژلی و.

دا چې محرمې میاشتې وې، د مکې مشرکېنو ویل کله چې محرمې میاشتې تېرې شي بیا به یې ووژنو، همداسې یې وکړل، له مکې نه بهر ( تنعیم ) نومې سیمې ته یې راووستل، له کوم ځای نه چې اوس احرامونه هم تړل کېږي، خبیب تر دې وخته د الحارث په کور کې بندي و، د الحارث لور زینب وايي  خبیب زما په کور کې بندي و، یوه ورځ مې د وره له چولې ور وکتل که ګورم لکه سر دومره د انګورو وږی یې په لاس کې دی خوري یې، حال دا چې دا وخت د انګورو نه و او نه په مکه کې انګور و، په یو روایت کې راځي چې دا خبره یوې وینځې کړې ده چې ماریه نومېده او هغه وخت مسلمانه شوې وه.

کله یې چې خبیب په دار را ځړاوه، ویل لږ مې پرېږدئ، یو دوه رکعته لمونځ کوم، پرې یې ښود، دوه رکعته مونځ یې چې وکړ  ویل قسم په الله که دا خبره نه وی چې تاسو به اوس وايئ له مرګ نه ډارېږي او ځان وروسته کوي، نو نور مونځ به هم کړی و، حضرت خبیب بن عدي لومړنی کس دی چې له مرګ نه مخکې یې دوه رکعته لمونځ رواج کړ.

نور یې بېرته دار ته وخېژاوه، په دې وخت کې یې کفارو ته دا ښېرا وکړه ( اللهم احصم عددا، واقتلهم بددا و لا تبق منهم أحدا ) اې الله! ګڼلي يې تباه کړه! جلا جلا یې هلاک کړه! او یو هم مه ترې پرېږده! او بیا یې لس، دیارلس شعري بیتونه وویل، چې لاندې دوه بیتونه یې ډېر مشهور دي:
فَلَسْتُ أُبَالِى حِينَ أُقْتَلُ مُسْلِمًا      عَلَى أَىِّ جَنْبٍ كَانَ لِلَّهِ مَصْرَعِى
وَذَلِــــكَ فِى ذَاتِ الإِلَهِ وَإِنْ يَشأْ       يُبَارِكْ عَــلَى أَوْصَالِ شِلْوٍ مُمَزَّعِ

پروا مې نشته، مســــلمان چې وژل کېږم      په هر اړخ په لاره د الله کې چې را لـــــــــــوېـــــــــــږم

دي په لاره د الله کې ، که یې اراده شـي      کـــړي به غړي د ټوک ټوک  بــــدن برکـــــــــــــــــتي

په دې وخت کې ابو سفیان ورته ویل دا خوښوې چې ستا په ځای اوس محمد صلی الله علیه وسلم دلته وی او مونږ یې غاړه وهلې وی، او ته دې په خپل کور کې وی؟ ویل: قسم په الله چې نه، زه لا دا نه خوښوم چې زه په خپل کور کې وم، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په خپل ځای کې وي خو یو اغزی یې وکړوي! بیا ابو سروعة عقبة بن الحارث ور جګ شو او شهید یې کړ، او یو کس یې ورته وټاکه چې پیره پرې کوي.

په یو روایت کې راځي چې خبیب رضی الله عنه وویل: (اللهم إني لا أجد من يبلغ رسولك مني السلام فبلغه ) اې الله! څوک نشته چې سلام مې ستا رسول ته ورسوي، نو ته یې ورته ورسوه! په همدې مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو سره ناست و، او ویې ویل: (وعليك السلام يا خبيب قتلته قريش) په تا دې سلام وي خبیبه! قریشو وواژه!  یعني صحابهء کرام یې په جریان خبر کړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خبیب رضی الله عنه سلام حضرت جبرئیل علیه السلام راوړ.

له دې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت مقداد او حضرت زبیر او په بل روایت کې حضرت مغیره او حضرت زبیر رضی الله عنهم یې ولېږل تر څو حضرت خبیب رضی الله عنه له دار نه را ښکته کړي، هغوی چې کله تنعیم ته را ورسېدل ګوري چې څلوېښت کسه په شرابو نېشه ترې را تاو دي، دوی حضرت خبیب رضی الله عنه له دار نه راښکته کړ، او حضرت زبیر رضی الله عنه په خپل آس ور سره واخیست، په داسې حال کې چې بالکل تازه و، هېڅ تغیر یې نه و کړی، کفار چې کله پوه شول سمدستي ور پسې شول، کله یې چې را ګیر کړل حضرت زبیر رضی الله عنه د حضرت خبیب رضی الله عنه مبارک جسد ګوزار کړ، ځکه چې نور یې په وس نه وه پوره، کله چې مبارک جسد ځمکې ته ورسېد، او کفار په دې هیله وو چې اوس به یې له ځان سره یوسي، په دې وخت کې ځمکې تېر کړ او پټ یې کړ، له همدې کبله حضرت خبیب رضی الله عنه ته ( بَلِیْعُ الارض ) ویل کېږي، یعني ځمکې تېر کړی یا ځمکې خوړلی. قیرواني وايي چې کفارو کله حضرت خبیب رضی الله عنه شهید کړ، نو مخ یې له قبلې څخه بل لوري ته کړ، که ګورو مخ یې بېرته د قبلې لوري ته شوی، بیا یې بار بار له قبلې څخه بل لوري ته کړ، مګر هغه به خپله بېرته قبلې ته شو، آخر چې یې له وسه ووته نو پرې یې ښود.

د حضرت عاصم بن ثابت په اړه راځي چې کله کفارو شهید کړ، او د قریشو مشرکین خبر شول چې عاصم یې شهید کړی، نو څه کسان یې ور ولېږل تر څو د بدن یو څه غړي یې راوړي، ځکه  عاصم بن ثابت د بدر په غزا کې عقبة بن ابي معیط، مسافع بن طلحه او ورور یې وژلي وو، د مسافع او کلاب مور چې سلافة نومېده قسم یې کړی و، که د عاصم سر په لاس ور شي، نو د سر په کاسه کې به یې شراب وڅښي، کفارو غوښتل د عاصم سر راوړي او بیا په په سلافې باندې وپلوري، کله چې کفار ورغلل الله جل جلاله د عاصم بن ثابت د مبارک جسد د حفاظت لپاره غومبسې را ولېږلې، کفارو که هر څو کوشش وکړ چې مبارک جسد ته ور لنډ شي و نه توانېدل، له همدې کبله حضرت عاصم بن ثابت رضی الله عنه د ( حَمِیُّ الدَّبْرِ ) په نامه یادېږي، یعني د غومبسو ژغورل شوی، کله چې کفارو ته څه په لاس ور نغلل، ویل راځئ شپې ته ورته پاتې شو، چې تیاري دا غومبسې به لاړې شي بیا به یې سر راغوڅ کړو، له دې سره سخت باران شروع شو، ور پسې سیل راغی، د حضرت عاصم رضی الله عنه مبارک جسد یې په مخه کړ، تر ننه یې بیا درک ونه لګېد چې چېرته شو، په دې توګه الله تعالی د خپل نازولي مجاهد او شهید بنده د مبارک جسد حفاظت او ساتنه وکړه، او هغه یې د کفارو له ناولو لاسونو او کړنو څخه وژغوره.

په روایتو کې راځي چې حضرت عاصم رضی الله عنه له الله جل جلاله سره عهد کړی و چې نه به مشرک لاس ور وړي، او نه به دی مشرک ته لاس وروړي. کله چې حضرت عمر رضی الله عنه ته دا خبر ورسېد ویل: الله مومن بنده له وفات وروسته داسې ساتي لکه په ژوند کې یې چې ساتي.

حضرت حنظلة بن ابي عامر الفاسق رضی الله عنه د احد په غزا کې له ابو سفیان بن حرب سره کېوتو، په ابو سفیان د پاسه شو، نېږدې و یې وژني، دلته شداد بن الاسود را پید شو، او په حنظله یې برید وکړ، په دې سره ابو سفیان خلاص او حنظله رضی الله عنه شهید شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه‌ء کرام وپوښتل ( إن صاحبكم لتغسله الملائكة, فأسلوا أهله ما شأنه؟  )  ملګري ته مو ملایکې غسل ور کوي، کور یې وپوښتئ چې څه کیسه ده؟ کله یې چې مېرمن وپوښتل شوه، ویل د جهاد غږ چې وشو، د جنابت په حالت کې ووتو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (لذلك غسلته الملائكة، وكفى بهذا شرفاً ومنزلةً عند الله تعالى ) نو ځکه ملایکو غسل ور کړ، د الله تعالی په وړاندې همدا عزت او مرتبه بس ده. [1]

د دې درې جلیل القدره صحابهء کرامو له دردناکو او عجیبو کیسو نه په ډاګه کېږي چې الله تعالی د  ځانګړي حکمت او مهربانۍ له مخې خپل نازولي بنده ګان په ګڼو ډولونو نازوي، الله تعالی د حضرت خبیب بن عدي او حضرت عاصم بن ثابت مبارک جسدونه له شهادت نه وروسته د مشرکینو له ناولیو لاسونو څخه وساتل، خو د حضرت حمزه رضی الله عنه مبارک جسد له شهادت نه وروسته د مشرکینو ناولیو لاسونو ته ولوېد، او هغوی داسې څه ور سره وکړل چې تل به د انساني تاریخ پر تندي تور داغ پاتې وي. او حضرت حنظله رضی الله عنه ته یې بیا بل ډول کرامت ور کړ!

په دې کې شک نشته چې له مشرکینو څخه د حضرت خبیب او حضرت عاصم رضی الله عنهما د مبارکو جسدونو ژغورل د یو حکمت له مخې وو، لکه څه رنګه چې د حضرت حمزه رضی الله عنه د مبارک جسد په وړاندې د مشرکینو په بې ادبۍ او کستاخۍ کې ګڼ حکمتونه نغښتي وو.

حضرت حنظله رضی الله عنه د جنابت په حالت کې شهید شوی و، که یو طرف ته وکتل شي باید غسل نه وی ور کړی شوی ځکه چې شهید و، خو بل طرف ته باید غسل ور کړی شوی وی، ځکه چې د جنابت په حالت کې  شهید شوی و، الله جل جلاله نوموړي ته د الله په دین د غیرت او د هغه حکم ته په بېړه سره د لبیک ویلو له کبله د ده عزت او شرف داسې وساتلو چې بشر ته له هغه څخه د جامو ایستلو او غسل ور کولو اړتیا پاته نه شوه! او دا ځانګړی کرامت یوازې الله تعالی حضرت حنظله رضی الله عنه ته ور کړی.

[1] – صحيح البخاري، باب غزوة الرجیع و رعل و ذکوان. السیرة النبویة لابن اسحاق، غزوة احد، فتح الباري لابن حجر، باب غزوة الرجیع، ج: ۷، ص: ۳۸۰ – ۳۸۱ – ۳۸۲. الإصابة في تمييز الصحابة، لابن حجر العسقلاني. باب الخاء بعدها الباء, و باب حرف العين المهملة, أسد الغابة في معرفة الصحابة لعز الدين أبي الحسن علي بن محمد الجزري المعروف بابن الأثير 555 هـ ق 630 هـ ق. ج: 2, ص: 53, الرحيق المختوم, لصفي الرحمن المباركفوري, ص: 267.

ددې لیکني ټولي برخي په لاندی ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د