ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۶)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په تېر پسې

تهامس ايډيسن په دنيا کې تر ټولو لوی موجد دی، ده له يو زر څخه زيات شيانايجاد کړي، ګروپ او وچه بيټرۍ هم د ده له ايجاداتو څخه دي، د ګروپ جوړولو په وخت کې نوموړی له زر ځلې زيات ناکام شوی، يوه خبريال استهزاء ورته وويل ! تهامس ايډيسن ! تاسو خو زر ځلې ناکام شوي ياست؟ تهامس ايډيسن چې د ډيرې مثبتي رويه څښتن وو ورته وويل ! زه زر ځلې ناکام شوی نه يم، بلکه ما ته په زرو داسې طريقو علم حاصل شوی د کومو له وجهې چې ګروپ نه جوړيږي.

په دنيا کې لويه کاميابي له ناکاميو وروسته تر لاسه کيږي، د لوی مغليه سلطنت باني بابر اوه ځلې ناکام شو، د امريکا کاميابترين صدر چې له نامه سره يې اکثر خلک اشنا دي ابراهام لنکن په سياست کې اته ځلې ناکام شو، مګر خپل کوشش يې پرې نه ښود او بالاخر د امريکا لوی صدر جوړ شو.

ناکامي د کاميابي اول شرط دی، کاميابي له ناکاميو څخه جوړيږي، د کاميابي لاره له ناکاميو څخه ډکه ده، د درميانه درجې کاميابي عموما له دريو ناکاميو څخه وروسته حاصليږي او لويه کاميابي له اوو ناکاميو څخه وروسته، په لومړي ځل کوشش کې تقريبا کاميابي ناممکن وي، لهذا د کاميابي د کوشش کولو په وخت کې دا خبره په ذهن کې وساتی چې په لومړي کوشش کې کاميابي مشکله ده او کاميابي له ناکامي څخه وروسته تر لاسه کيږي.

په دنيا کې يواځې هغه خلک لويه کاميابي لاسته راوړي کوم چې حوصله او جرئت لري، په دنيا کې ډير لوی لوی ايجادات شوي ليکن دا ټول له بيشماره ناکاميو وروسته شوي، د هر ايجاد داستان له ناکاميو څخه ډک دی، دا خبره په ذهن کې وساتی چې تاسو هم د کاميابي سفر له ناکامي څخه پرته نشی تر سره کولی، هره ناکامي عارضي وي تر څو يې چې تاسو مستقله نه کړی، تاسو تر هغه وخته نشی ناکامه کيدلی تر څو چې کوشش پرې نږدی.

کاميابي کله هم يقيني نه وي او ناکامي کله هم مستقله نه وي، له ناکامي څخه دا ندی مراد چې تاسو به د هميشه لپاره ناکام ياست، بلکه له ناکامي څخه مراد دا دی چې تاسو نن ورځ نشی کاميابيدی، يعنې په يوه خاص وخت کې، لهذا ناکامي په اصل کې تاخير دی، له ناکامي څخه دا هم نه ده مراد چې تاسو خپل کوشش پريږدی، بلکه دا ترينه مراد ده چې تاسو سخت محنت وکړی، له ناکامي څخه دا نه ده مراد چې تاسو هيڅکله نشی کاميابيدی، بلکه دا ترينه مراد ده چې په دې کې يو څه وخت ته ضرورت شته دی، که چيرته تاسو په يوه شعبه کې ناکام شی نو په کومه بله شعبه کې کوشش وکړی، تاسو يواځې په هغه صورت کې ناکامه کيدلی شی کله چې خپل کوشش پريږدی، يا دا چې تاسو له خپلو ناکاميو څخه کوم سبق زده نه کړی.

کامياب خلک له ناکامي څخه نه ويريږي، هر فرد يو وخت ناکامه کيدلی شي، ناکامي په اصل کې د غلطي نوم دی، يعنې هيڅوک ناکامه کيدلی نشي بلکه کومه غلطي ترينه وشي، په دنيا کې له هر انسان څخه غلطي کيدلی شي، البته احمق خلک خپله غلطي نه مني، د غلطي نه منلو په ځای له هغې څخه سبق زده کړی، غلطي مونږ ته راښيي چې د دغه کار لپاره نورې بهترينې طريقې هم شته دي، غلطي تاسو عقلمند، توانا او صابر جوړوي، همدا شان تاسو د کاميابي لپاره تياره وي، څوک چې غلطي ونه کړي هغه ترقي نشي کولای، د مثبت سوچ او فکر خاوندانو ته ناکامي زحمت نه دی بلکه ورته رحمت دی.

نور بيا ان شاء الله

ددې لیکني نوري برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/fikri_rozana

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x